پانګونه او کاروبار
څنګه کولای شم يو تجارت يا کاروبارو پیل کړم؟
ایا خپل سوداګریز کاروبار پیل کوئ؟ په دې پاڼه کې به د تاسیس لپاره د اړتياوو او د ملاتړ وړاندیزونو په اړه ټول مهم مالومات ومومئ. دلته به پوه شئ چې د تاسیس پر مهال څه باید په پام کې ونیسئ او کوم ګامونه وروسته راځي.
دا چې په ټوله کې کاروبار پیل کولی شئ او که نه او د اوسېدو کومې اجازې ته اړتیا لرئ، زموږ په بل څپرکي (کاروبار څه ډول پيل کولی شم) کې ولولئ.
د سوداګریز شرکت د پرانستلو (Gründung als Gewerbetreibende) په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (په جرمني کې کاروبار)کې ولولئ.
عمومي مالومات
سوداګري څه ده؟
سوداګري يا کاروبار هغه خپلواکه دنده ده، چې تاسې توکي پلورئ، محصولات تولیدوئ یا د لاسي صنایعو خدمتونه وړاندې کوئ. د بیلګې په توګه د یوه پلورنځي، رستورانت، ورکشاپ یا د سلماني او یا لاسي صنعتکارپه توګه کار کول.
له پیل کولو مخکې باید خپله سوداګري د سوداګرۍ په اداره (Gewerbeamt) کې ثبت کړئ، مالیه ورکړئ، که اړتیا وي، اړنيې اجازې تر لاسه کړئ او حسابداري پرمخ یوسئ.
ایا زه خپل کاروبار پیل کولی شم؟
د دې لپاره خلل کاروبار کار پیل کړئ، د استوګنې قانون (AufenthG) لومړۍ مادې د لومړۍ فقرې له مخې د اوسېدو اجازې ته اړتیا لرئ. سربېره پر دې نورې اړتیاوې هم باید پوره شي. نور مالومات زموږ په بل څپرکي (کولی شم خپل کاروبار پيل کړم) کې ولولئ.
نور بايد په څه وپوهېږم؟
کاروباري پلان (Businessplan) د ازاد کار پيلولو لپاره بنسټ دی. د ادارو او بانکونو سره د معاملو لپاره اړین دی. دا چې څنګه یو ښه او قانع کوونکی کاروباري پلان جوړ کړئ، پر wir-gruenden-in-deutschland.de وېبسایت يې زده کولی شئ. د کاروباري پلان وړيا بېلګې پر (unternehmenswelt.de) وېبسایټ هم شته.
سربېره پر دې باید دا روښانه وي چې ایا ستاسو مسلک په رښتیا د "ازاد مسلک" په توګه پېژندل کېږي او که نه. نور مالومات د ازاد مسلک څه ته وايي؟ برخه کې ترلاسه کولی شئ.
يادونه: د ډېرو ازادو مسلکونو لپاره، مسلکي جواز (Berufszulassung) او د سندونو رسمي کولو ته اړتیا ده. دا کار په ځانګړي ډول هغه وخت مهم دی، کله چې تاسې زدهکړې په بهر کې کړې وي. ځینې مسلکي کارونه لکه ډاکټر یا وکیل یوازې هغه وخت ترسره کولی شئ، کله چې رسمي اجازه ولرئ. نور مالومات زموږ په بل څپرکي "ایا زه کولی شم ازاد کاروبار پیل کړم؟" کې موندل کېږي.
له کومه ځايه مرسته او مشوره ترلاسه کولای شم؟
ستاسې لومړنی مالوماتي تمځای "Wir gründen in Deutschland" دی. دا څو ژبنۍ وېبپاڼه په ځانګړي ډول د هغو مهاجرینو لپاره ده چې غواړي په جرمني کې کاروبار پیل کړي. دلته به تاسې له ۱۰ څخه په ډېرو ژبو ګټور مالومات ومومئ. برسېره پر دې، په دې وېبپاڼه کې د وړیا مشورې ورکولو شبکه هم شته چې ستاسې په فدرالي ایالت کې د مشورې مرکزونه لري.
د اقتصاد او انرژۍ د فدرالي وزارت د Existenzgründungsportal په نوم وېبپاڼه د ځانګرېتوب په اړه ډېرې پوهې او مشورې وړاندې کوي. برسېره پر دې، دلته د وړیا مشورې لپاره د معلوماتي ټیلیفون خدمت هم شته.
د آزادو دندو انستيتيوت له ادارې څخه په وړيا ډول مشوره ترلاسه کولای شئ. د دې ادارې کارکوونکي کولای شي له تاسې سره د خپلواک کاروبار د ټولو اړخونو په ارزولو او پوښتنو په ځوابولو کې مرسته وکړي.
د اقتصاد او انرژۍ د فدرالي وزارت د Existenzgründungsportal په نوم وېبپاڼه د کاروبار په اړه ډېر مالومات او مشورې وړاندې کوي. برسېره پر دې، دلته د وړیا مشورې لپاره د معلوماتي ټیلیفون خدمت هم شته.
د دې تر څنګ په ځينې ايالتونو کې کولای شئ د ځينو مرستندويو دفترونو له وړيا مشورو هم ګټه واخلئ. دا چې په کوم ايالت کې دا ډول خدمتونه شته؛ (deutschland-startet.de) وېبسایټ ته سر ورښکاره کړئ او په خپله سيمه کې د کاروبار يو مشورتي مرکز ومومئ.
د کاروبار په اړه انلاين سيمينارونه پر (gruenderplattform.de) وېبسایټ ومومئ.
که اوس مهال بېکاره ياست او د خپل کار پيلولو په فکر کې ياست؛ کولای شئ د کار له ادارې څخه د فعاليت او ځای پر ځای کېدلو د کوپون (AVGS nach §45 I 1 Nr. 4 SGB III - MAT) غوښتنه وکړئ. د دې کوپون په ترلاسه کولو کولای شئ د کاروبار پيلولو لپاره وړيا مشوره ترلاسه کړئ؛ د مارکېټېنګ او حسابدارۍ په سيمينارونو کې ګډون وکړئ او يا د خپل تجارت يا سوداګريز پلان لپاره له يوه لارښود څخه مشوره واخلئ. دا چې دا کوپون چا ته ورکول کيږي؛ د هر کس له اړوند مامور سره اړه لري. په ياد مو وي چې يوازې هغه وخت د دې کوپون غوښتنه کولای شئ چې لږ تر لږه د شپږو اونيو لپاره د بېکارۍ لومړی ډول (Arbeitslosengeld 1) پیسې ترلاسه کړئ. د دې کوپون ترلاسه کولو لپاره د کار په اداره کې مخامخ خپل اړوند مامور ته ويلای شئ او يا کولای شئ په ليکلي ډول دې ادارې ته غوښتنه ولېږئ. البته د خپلې بېکارۍ ټاکل شوې شمېره او د بېکارۍ د وخت يادونه بايد وکړئ. په ياد مو وي چې دا کوپون بايد د خپل کاروبار له پيلولو مخکې وکاروئ.
د ښځينه کاروباريانو لپاره مشوره او ملاتړ
د ټول هېواد په کچه د bundesweite Gründerinnenagentur (bga) بنسټ، د شرکت د تاسیس، رهبري او پرمختګ په برخه کې ښځو ملاتړ کوي. دا اداره په ټولو فدرالي ایالتونو کې فعاله ده او ښځینه مؤسسې له ۵۰۰ څخه په زیاتو مشورتي مرکزونو، ۱۳۰۰ متخصصینو او ۳۵۰ شبکو له لارې سره نښلوي. د دې وړاندیزونو لړۍ، په ټولو برخو کې، له لومړنۍ مشورې څخه نیولې بيا تر تخصصي مسلکي مشورې پورې رسېږي.
د بېلګې په توګه ځينې موضوعات: د شرکت میراث، لاسي کارونه او کورني خدمتونو دي.
نور مالومات زموږ په بل څپرکي "ایا زه کولی شم ازاد کاروبار پیل کړم؟" کې موندل کېږي.
د کاروبار يا سوداګرۍ پيلولو پر مهال مالي ملاتړ ترلاسه کول
که غواړئ شخصي کاروبار پیل کړئ خو د پانګونې لپاره شخصي سرمايه نه لرئ؛ کولای شئ له ځينو ځايونو قرضه واخلئ. د قرضو بېلابېل ډولونه شته. تاسې کولای شئ له دولت يا له شخصي بانکونو د دې ډول قرضو غوښتنه وکړئ. د دې ډول قرضو ترلاسه کولو لپاره ښايي د کاروباري پلان غوښتنه وشي. دا چې څنګه یو ښه او قانع کوونکی کاروباري پلان جوړ کړئ، پر wir-gruenden-in-deutschland.de وېبسایت يې زده کولی شئ. د کاروباري پلان وړيا بېلګې پر (unternehmenswelt.de) وېبسایټ هم شته.
د نورو مالي مرستو په اړه مالومات پر (unternehmenswelt.de) وېبسایټ ولولئ.
له جابسنټر يا د کار له ادارې څخه قرضې ترلاسه کول
د پانګونې لپاره مالي مرسته يا قرضه (Gründungszuschuss)
که څوک لږ تر لږه د يوې ورځې لپاره بېکاره شي او لږ تر لږه د راتلونکو ۱۵۰ ورځو لپاره د بېکارۍ د لومړي ډول پیسو يا د کار له ادارې څخه د ترلاسه کېدونکو پیسو (Arbeitslosengeld I) مستحق وي او همدا شان وغواړي چې خپل کاروبار پیل کړي؛ کولای شي د کار له ادارې څخه د کاروبار پیلولو يا پانګونې د مالي مرستې (Gründungszuschuss) غوښتنه وکړي. دا غوښتنه د خپلې اړوندې کار له ادارې څخه کولای شئ. د دې مرستې ترلاسه کولو لپاره بايد يو ښه سوداګريز پلان (Businessplan)، د ماليې له ادارې سره د ثبت د پاڼې کاپي او د (Tragfähigkeitsbescheinigung) په نوم سند ولري. دا سند کاروبار د مشاورينو له لوري ورکول کيږي او په ګوته کوي چې ستاسې سوداګريز پلان کارنده دی. د دې تر څنګ بايد خپله سيوي او نور ټول هغه سندونه چې ستاسې مسلک او وړتياوې ثابتوي؛ له ځان سره اړوند مامور ته يوسئ. که تاسې د شرکتونو لپاره دا مرسته ترلاسه کړئ؛ تر شپږو نورو مياشتو هم د بېکارۍ پیسې ترلاسه کولای شئ. د دې تر څنګ به د روغتيايي او تقاعد بيمې لپاره هم ۳۰۰ اضافه یورو درکول کيږي. همدا شان تاسې کولای شئ د حسابدارۍ او بازارموندنې په شان مسایلو په اړه په وړيا ورکشاپونو کې هم برخه واخلئ. له دې شپږمياشتنۍ مودې وروسته يو بل فرصت هم شته چې له مخې يې کولای شئ هره مياشت تر ۳۰۰ يورو پورې مالي مرسته ترلاسه کړئ. دا چې تاسې دا مرسته ترلاسه کوئ او که نه؛ ستاسې له اړوند مامور سره اړه لري. په دې اړه ټوله پرېکړه د هغه په لاس کې ده او که رد يې کړي؛ پر وړاندې يې اعتراض نه شئ کولای.
لومړنۍ ماليمرسته (Einstiegsgeld)
هغه کسان چې د د جابسنټر پیسې ترلاسه کوي او غواړي چې د بشپړ وخت لپاره آزاد کار پيل کړي؛ کولای شي د پيل د پیسو (Einstiegsgeld) په نامه د مالي ملاتړ غوښتنه وکړي. د دې پيسو ترلاسه کولو لپاره بايد يو ښه سوداګريز پلان، خپله سيوي او د ماليې په اداره کې د ثبت سندونه له ځان سره ولرئ. د دې تر څنګ ښايي اړوند مامور پر سوداګريز پلان د يوه متخصص کس د نظر غوښتنه هم وکړي. د دې پيسو اندازه د هر چا لپاره توپير کوي او ستاسې د بېکارۍ له مودې او پر تاسې د نورو تکيه کسانو (Bedarfsgemeinschaft) له شمېر سره تړلې ده. پر دې د پاسه د کار لپاره د کمپيوټر په شان د نورو اړينو توکو د پیسو غوښتنه هم کولای شئ. په ټوليز ډول تر ۲۴ مياشتو پورې له دې مرستې څخه ګټه اخستلای شئ. دا چې تاسې دا مرسته ترلاسه کوئ او که نه؛ ستاسې له اړوند مامور سره لري. په دې اړه ټوله پرېکړه د هغه په لاس کې ده او که رد يې کړي؛ پر وړاندې يې اعتراض نه شئ کولای.
له پرمختيايي بانکونو ارزانه قرضه ترلاسه کول
له پرمختيايي بانکونو ارزانه قرضه ترلاسه کول
د (KfW) په شان له پرمختيايي بانکونو څخه قرضه ترلاسه کول، د نورمالو بانکونو د قرضو په پرتله ارزانه دي او سود يې لږ دی. د دې تر څنګ کولای شئ د پیسو د بېرته ورکړې لپاره يوه داسې نېټه وټاکئ چې د قرضې له ترلاسه کولو يو څه وخت وروسته پيل شي. په دې ډول اړ نه ياست چې د قرضې له ترلاسه کولو سملاسي وروسته د قسطونو ورکول پيل کړئ. په ياد مو وي چې د دې قرضې ترلاسه کولو لپاره بايد وختي غوښتنه وکړئ. د دې کار لپاره اړتيا نشته چې مخامخ پرمختيايي بانک ته ورشئ. کولای شئ له خپل نورمال بانک سره اړيکه ونيسئ. وروسته به ستاسې بانک د کرېدت ترلاسه کولو لپاره پرمختيايي بانک ته ستاسې غوښتنه وليږي.
له تضمينوونکو بانکونو څخه د قرضې تضمين ترلاسه کول
تضموونکی بانک (Bürgschaftsbank) کولای شي ستاسې د قرضې لپاره ستاسې پر ځای مسؤوليت پر غاړه واخلي. د قرض اخستلو پر مهال بايد ثابته کړئ چې که فرض کړه کاروبار مو ناکام هم شي؛ کولای شئ قرضه بېرته ورکړئ. که خپله څه پشتوانه ونه لرئ؛ کېدای شي يو تضمينوونکی بانک مو ضمانت وکړي. په دې ډول د قرضې ترلاسه کولو لپاره ستاسې چانس لوړيږي. د دې تضمين غوښتنه هم په مخامخ ډول خپله نه شئ کولای او بايد د خپل نورمال بانک له لارې مخته ولاړ شئ.
د فدرالي ايالتونو د تمويل پروګرامونه
پر (fuer-gruender.de) او (deutschland-startet.de) وېبسایټونو کې د خپل کاروبار د نظريې لپاره د قرضې ترلاسه کولو چانسونه کتلای شئ. هر ايالت او ستاسې حالت ته په کتو، د هر کس لپاره د تمويل بېلابېل پروګرامونه شته. پر دواړو وېبسایټونو لنډ پوښتنليکونه موندلای شئ چې له ډکولو وروسته يې د تمويل د وړيا پروګرام په اړه ځواب ترلاسه کولای شئپر (deutschland-startet.de) وېبسایټ هم د مالي ملاتړ او قرضې د بانکونو په اړه نور مالومات موندلای شئ.
د ښځو لپاره مالي ملاتړ
- د ښځو لپاره ځانګړې سپارښتنې او د ملاتړ وړاندیزونه د برابرو حقونو د فدرالي وزارت پر (Perspektiven schaffen) وېبپاڼه کې موندل کېږي.
- د عمومي ملاتړ تر څنګ د ښځو لپاره ځانګړي پروګرامونه هم شته، لکه د برلین د بنسټ اېښودونکو ښځو بونس (Gründerinnenbonus) نور سیمهییز وړاندیزونه هم ممکن دي – لکه د Trading Twins له لارې.
- د (Founderland) بنسټ د BIPoC يا رنګه پوستو ښځې د مالي تمویل په برخه کې کار کوي. د بیلګې په توګه لارښوونې او خبرو اترو او روزنې له لارې، څو پانګهوالو یا Business Angels ته لاسرسی ومومي.
يادونه: سوداګريزې پرښتې (Business Angels) هغه شتمن کسان دي چې په ځوانو شرکتونو کې د پیسو، پوهې او اړیکو پانګونه کوي.
د شخصي کاروبار پيل
د شخصي کاروبار لپاره چېرته بايد ځان ثبت کړم؟
د سوداګرۍ او صنایعو خونه (Industrie- und Handelskammer (IHK) bzw. Handwerkskammer (HWK))
په ځينو څانګو کې له ځانګړو زدهکړو يا اوسبیلډونګ ترسره کولو پرته شخصي يا خپلواک کاروبار پیلولای شئ. د بېلګې په ډول که څوک غواړئ د کرايي موټرو کاروبار پیل کړئ؛ له مسلکي زدهکړو پرته کولای شي. په ډېرو نورو څانګو کې بيا د کاروبارو پیلولو لپاره ځانګړو سندونو ته اړتيا ده. له دې ډلې د بېلګې په ډول رستوارنت چلوونکي چې د رستورانت درلودلو امتياز (Gaststättenkonzession)، د کېترېنګ يا خوړو رسولو شرکتونه چې له ميکروبي کېدلو د خونديتوب تر قانونو لاندې لارښود او يا ټکسي چلوونکي چې د مسافرو لېږدلو جواز ته اړتيا لري؛ يادونه کولای شو. د لاسي کارونو ترسره کوونکي (لکه بنا، ډوډی پخوونکی، قصاب، مستري، سلمان او نجار) په عمومي ډول د کار پیلولو لپاره يوه تخصصي سند ته اړتيا لري. دا چې تاسې هم د کاروبار پیلولو لپاره جواز يا سندونو ته اړتيا لرئ که نه، په خپله سيمه کې د سوداګرۍ او صنايعو له خونې (IHK) يا د سوداګرۍ له ادارې (Gewerbeamt) پوښتنه کولای شئ. که غواړئ د لاسي صنايعو کومه څانګه پرانيزئ؛ بايد په خپله سيمه کې د لاسي صنايعو د خونې (Handwerkskammer) له يوې څانګې سره په اړيکه کې شئ. دا اداره به وګوري چې تاسې اړين سندونه لرئ که نه. پر (anerkennung-in-deutschland.de) وېبسایټ کتلای شئ چې په خپل وطن کې ترلاسه شوي سندونه مو په جرمني کې د کارولو وړ دي او که نه.
د سوداګرۍ اداره (Gewerbamt)
د سوداګرۍ يا کاروبار پیلولو لپاره بايد خپل شرکت يا کاروباري څانګه په سوداګرۍ اداره کې ثبت کړئ. دا چې کومه اداره ستاسې مسؤوله ده؛ کولای شئ پر (Behördenwegweiser) وېبسایټ يې وګورئ. هلته په چپ لوري کې (Gewerbamt) وليکئ او په ښۍ خوا کې د خپلې سيمې پوستي کوډ وليکئ. هلته يو وخت يا ترمين واخلئ او له ځان سره لاندې سندونه يوسئ:
پاسپورت، اوسوایس او د هغه سند چې ښيي تاسې د خپلواک کار (Selbständiger) اجازه لرئ.
که اړتيا وي؛ د بهرنيانو چارو له ادارې څخه د کار ځانګړې اجازه.
د سوداګرۍ د مرکز ثبت (Gewerbezentralregister) يا (Führungszeugnis) په نوم سندونه.
که څوک د لاسي صنعت ماهر وي؛ د دې مهارت سند (Handwerkskarte).
دا به غوره وي چې د خپلې سیمې د سوداګرۍ ادارې پر وېبسایټ د اړينو سندونو په اړه ځان مخکې له مخکې وپوهوئ. په دې اداره کې د تجارت ثبتولو لپاره ۵۰ يورو غوښتنل کيږي. د لګښتونو او ثبت په اړه نور جزئيات د دې ادارې پر وېبسایت موندلای شئ.
له ثبت وروسته د سوداګرۍ يا تجارت اداره د ماليې ادارې، د صنايعو اتحاديې (Berufsgenossenschaft) او که اړتيا وي د سيمې محکمې په شان ټولو مسؤولو ادارو ته ستاسې د تجارت په اړه خبر ورکوي. دا دارې به ورسته ستاسې سره د ليک له لارې اړيکه ونيسي او د ځينو فورمو د ډکولو او ځينې سندونو ورکولو غوښتنه به وکړي. البته که نه غواړئ منتظر شئ؛ د سوداګرۍ په اداره کې له ثبت وروسته په خپله دې ادارو ته ورشئ او يا د ليک په وسيله خبر ورکړئ.
د ماليې اداره (Finanzamt)
د ماليې اداره به تاسې ته د ماليې ټولولو پوښتنليک (Fragebogen zur steuerlichen Erfassung) وليږي. دا پوښتنليک بايد په غور او دقيق ډول ډک کړئ او بېرته يې دوی ته ولېږئ. د دې پوښتنليک د ډکولو پر مهال کولای شئ د کوچنيو کاروبارونو چوکاټ (Kleinunternehmerregelung) غوره کړئ او د حسابدارۍ يو موډل خوښ کړئ. پر دې مهال د ماليې له يوه مشاور څخه هم مرسته غوښتلای شئ. البته دا مشوره به لګښت ولري. د دې تر څنګ پر (www.fuer-gruender.de) هم د ډکولو لپاره انلاين مرسته ترلاسه کولای شئ. پر (steuerberater.de) وېبسایټ په خپله سيمه کې د ماليې يو مشاور موندلای شئ.
دا پوښتنليک د ماليې له ادارې څخه په خپله اخستلای شئ. له ډکولو وروسته يې کولای شئ د ماليې ادارې ته يې د پوسټ له لارې ولېږئ. په دې ډول ډېر وخت سپمولای شئ. د خپلې سيمې د ماليې ادره پر (Behördenwegweiser) وېبسایټ موندلای شئ. هلته په چپ لوري کې (Gewerbamt) وليکئ او په ښۍ خوا کې د خپلې سوداګرۍ د سيمې پوستي کوډ وليکئ. د پوښتنليک له ډکولو او لېږلو وروسته د ماليې ادارې تاسې ته د ماليې يوه ځانګړې شمېره (Steuernummer) درکوي.
د پوښتنليک ډکولو لپاره د ماليې د پېژند نومرې (Steueridentifikationsnummer (IdNr.)) ته هم اړتيا ده. دا نومره هر چا ته په جرمني کې له لومړي ځل ثبتېدلو وروسته راځي او د ټول ژوند لپاره معتبره ده. همدا شان هغه ماشومان چې په جرمني کې نړۍ ته راځي؛ په اتومات ډول دا نومره ترلاسه کوي. که خپله نومره مو ورکه کړې وي؛ کولای شئ د ماليو له فدرالي مرکزې ادارې څخه يې د بيا ترلاسه کولو غوښتنه وکړئ. البته دا غوښتنه په انلاين ډول هم کولای شئ.
د تجارت د ثبت اداره (Handelsregisterbuch)
که څوک يو سوداګريز کاروبار پیلوي؛ بايد خپل دا کار د سوداګرۍ پر ادارې سربېره د تجارت د ثبت په اداره کې هم ثبت کړي. د دې کار لپاره تاسې د يوه نوتار مرستې ته اړتيا لرئ. په خپل شاوخوا کې د يوه نوتار موندلو لپاره د (notar.de) وېبسایټ ته ورشئ.
د سوداګرۍ او صنايعو خونه (Industrie- und Handelskammer (IHK)) يا د لاسي صنايعو خونه (Handwerkskammer (HWK)) کې جبري ثبت
د کاروبار يا تجارت پیلوونکي بايد ځانونه په پورته يادو شوو خونو کې هم ثبت کړي. په دې ادارو کې ستاسې د غړيتوب فيس، په کال کې ستاسې د پانګې له دوران سره اړه لري. په خپله سيمه کې د سوداګرۍ او صنايعو خونې دفتر د همدې ادراې پر وېبسایټ (Website der IHK) موندلای شئ. د لاسي صنايعو خونې د يوې څانګې موندلو لپاره د همدې خونې وېبسایټ (handwerkskammer.de) ته ورشئ.
يادونه: په ياد مو وي چې د ټولو اداري کارونو لپاره ښه ډېر وخت په پام کې ونيسئ. دا ځکه چې په جرمني کې اداري کارونه ډېر وخت نيسي او د اداري کارونو په جزئياتو له پوهېدلو پرته مو چارې له خنډ سره مخ کيږي. همدا شان ښه ده چې ښه وختي له مشورتي ادارو سره وګورئ او مرسته ترې وغواړئ.
څه ډول خپل کاروبار نومولای شم؟
کله چې د سوداګرۍ په اداره کې خپل کاروبار ثبتوئ؛ بايد د نوم په اړه يې پرېکړه وکړئ او هلته يې نوم ورکړئ. که کاروبار مو په (Handelsregister) کې ثبت شوی وي؛ بايد له نامه سره يې د اړوند حقوقي چوکاټ روستاړی هم نښلول شوی وي. ځکه نو د داسې نوم ټاکلو اجازه نشته چې له تاسې پخوا بل چا اخيستی وي. په عمومي ډول د شرکت نوم بايد مشتريانو ته ناسم لوری ورنه کړي. د نومونو په اړه په خپله سيمه کې د (IHK) او (HWK) له دفترونو مشوره ترلاسه کړئ.
زما د کاروبار لپاره کوم قانوني چوکاټ غوره دی؟
د سوداګر يا کاروباري په توګه تاسې د شرکت Personengesellschaft (، GbR, OHG, KG, GmbH & Co KG, UG & Co KG) يا کارپورېشن Kapitalgesellschaft (GmbH, UG, gGmbH, gUG, AG, Ltd., KGaA, eG) تر منځ د ټاکنو واک لرئ. د دې شرکتونو تر منځ ستر توپير دا دی چې په لومړي ډول شرکتونو کې د سوداګريز جايداد تر څنګ ستاسې شخصي جايداد هم د ممکنه قرضدارۍ پر مهال درنه اخستل کېدای شي. د کارپورېشن په چوکاټ کې بيا يوازې ستاسې سوداګريز جايداد تر مسؤوليت لاندې راځي. د شرکت ګټه بيا دا ده چې د کاروبار پيلولو لپاره تر ټولو لږ سرمايې درلودلو ته اړتيا نه لرئ. د دې تر څنګ د شرکت او کارپورېشن مهم توپير د دوی د ماليې په شرطونو کې دی. د سوداګرۍ د بېلابېلو ډولونو په اړه نور مالومات gruenderplattform.de und “Wir gründen in Deutschland وېبسایټونو موندلای شئ. که لا هم ډاډه نه ياست؛ کولای شئ د ماليو له يوه مشاور يا په خپله سيمه کې د (IHK) او (HWK) له دفترونو مشوره ترلاسه کړئ. د ماليې يو مشاور پر (steuerberater.de) وېبسایټ موندلای شئ. د وړ سوداګريز چوکاټ په غوره کولو کې ستاسې د سرمايې اندازه، د کاروبار ډول او نور مالي او قانوني شرطونه پرېکړه کوونکي دي.
د کوچنيو کاروبارونو قوانين څه دي؟
که په کال کې مو ټول خرڅلاو له ۲۵٫۰۰۰ یورو زيات نه شي او په روان کال کې مو پېر او پلور له ۱۰۰زره یورو وانه وړي، کولای شئ د وړو کاروبارونو د قوانينو له کارولو ګټه واخلئ. د واړه کاروبار درلودونکي پر ارزښت د اضافه ماليې (Umsatzsteuer) له ورکولو خلاص دي. د اصولو له مخې د دې کار لپاره دوی يوازې د حسابونو ثبتول او د ګټې محاسبه کافي ده. د ماليې ادارې ته د ماليې د تصفيې له پاڼې وړلو مخکې کولای شئ څرګنده کړئ چې تاسې د وړو کاروبارونو قوانين کارول غواړئ. په ياد مو وي چې د واړه کاروبار د درلودونکي په توګه تاسې اجازه نه لرئ چې په خپلو بېلونو کې په خپل سر پر ارزښت اضافه ماليه منفي کړئ. البته د (§ 19 UStG) له مخې کولای شئ څرګنده کړئ چې دا ماليه نه ده محاسبه شوې. همدا شان نه شئ کولای مخکې له مخکې اړينه ماليه کسر کړئ.
هر وخت مو چې خرڅلاو له پورته يادې شو اندازې لوړ شو او يا مو غوښتل چې د نورو دلايلو له مخې د واړه کاروبار له قانونه راووزئ؛ کولای شئ په ليکلي ډول د ماليې ادارې ته خبر ورکړئ او د ماليې نورمال ډول ته کاروبار بدل کړئ.
يادونه: که په روان کال کې مو پېر او پلور له ۱۰۰زره یورو واوړي، د وړو کاروبارونو قوانين نه پلي کيږي او باید له هماغه ورځې پر ارزښت اضافه ماليه ورکړئ.
د واړه کاروبار په اړه د نورو مالوماتو لپاره پر (fuer-gruender.de) وېبسایټ بشپړ مالومات موندلای شئ.
زه کوم ډول بيمو ته اړتيا لرم؟
روغتيايي بيمه
آزاد کارکوونکي کولای شي د دولتي او شخصي روغتيايي بيمو تر منځ يوه غوره کړي. په دې اړه لا ډېر مالومات زموږ په بل څپرکي (روغتيايي بيمه) کې لوستلای شئ. په جرمني کې د هر چا لپاره د روغتيايي بيمې درلودل جبري دي. د هنرمندانو او خپروونکو لپاره د دولتي او شخصي روغتيايي بيمې تر څنګ، د هنرمندانو په روغتيايي بيمه (Künstlersozialkasse (KSK)) کې هم د شاملېدو چانس شته. په دې بيمه کې له شاملېدو سره به ستاسې د روغتيايي، اوږدمهاله پالنې او تقاعد د بيمو نيمايي لګښت د دولت يا نورو بنسټونو له لوري ورکړل شي. البته په دې بيمه کې له راجستر سره سم څوک په اتومات ډول نه شامليږي. دا ادراه به لومړی د آزاد کارکوونکي په توګه ستاسې پر حالت ځان ډاډه کړي.
د تقاعد بيمه
ځينې آزاد کارکوونکي اړ دي چې د تقاعد د بيمې لپاره ځانونه ثبت کړي. د نورو لپاره د تقاعد بيمه جبري نه ده او خپله يې د اخستلو يا نه اخستلو واک لري. که څوک د طبابت، غاښونو ډاکټرۍ، د ژويو ډاکټرۍ، فارمسۍ، نوتار، وکالت، د بيمې مشاوره، د اقتصاد پوه، مهندس او مشاور انجينر په شان ځينې آزادې دندې چې د (kammerpflichtige Freie Berufe) په نوم ياديږي؛ تر سره کوي؛ بايد د خپلې سيمې د پاملرنې په ټولنه (Versorgungswerk) کې ځان د تقاعد لپاره بيمه کړي. هغه کسان چې د آزادو ښوونکو، نرسانو، روغتياپالانو او نورو کسانو په شان (besonders schutzbedürftigen) دندې ترسره کوي؛ اړ دي چې ځانونه د تقاعد لپاره بيمه کړي. په دې اړه زيات مالومات د جرمني د تقاعد د بيمو پر وېبسایټ لوستلای شئ. پاته کسان کولای شي په خپله خوښه ځانونه د تقاعد په بيمه کې شامل کړي او يا په شخصي ډول د ځان غم وخوري. دا کسان بايد د تقاعد پر مهال د ژوند د لګښتونو پوره کولو لپاره خپله يو پلان جوړ کړي.
که څوک غواړي؛ خپله کولای شي د بېکارۍ په بيمه کې هم ځان شامل کړي او له ګټه ترې واخلي. دا کار د خپل کاروبار د پیلولو په لومړيو درې مياشتو کې، د کار په اداره کې کولای شئ. په دې اړه ډېر مالومات پر (existenzgruendungsportal.de) وېبسایټ لوستلای شئ.
د پېښو بيمه
د اصولو له مخې بايد آزاد کارکوونکي د کاري پېښو بیمه (Berufsunfallversicherung) هم ولري. د دې بيمې ترلاسه کولول لپاره د خپل مسلک اړوند په کاري اتحاديه (Berufsgenossenschaft) په نوم اداره کې ځان ثبتولای شئ. که څوک په کار کې له کومې پېښې يا ناروغۍ سره مخ شي؛ اړونده کاري اتحاديه به مرسته ورسره وکړي. که څوک د کار لپاره نور کسان وګماري؛ هغوی هم بايد هلته بيمه کړي. دا اتحاديې تاسې ته د کاري خونديتوب په اړه مشورې او لارښوونې هم کولای شي.
د معلوليت بيمه
که څه هم جبري نه ده خو ښه ده چې د کاري معوليت بيمه (Berufsunfähigkeitsversicherung) هم ولرئ. که د کومې پېښې يا ناورغۍ له کبله خپل کار ته دوام ورنه شئ کړای؛ دا بيمه به هره مياشت يو څه پیسې درکړي. پر (Check24) وېبسایټ بېلابېلې بيمې يو له بل سره پرتله کولای شئ.
نورې بيمې
هغې دندې يا کار ته په کتو چې تاسې يې ترسره کوئ؛ ښايي غوره وي چې د مسلکي مسؤوليت په بيمه (Berufshaftpflichtversicherung)، سوداګريز مسؤوليت بيمه (Betriebshaftpflichtversicherung) او د جايداد بيمه (Sachversicherung) کې هم ځان شامل کړئ. دا بيمه هغه مهال ستاسې تاوان پرې کوي چې که بل چا ته مالي زيان ورسوئ. د بېلګې په ډول که چا ته ناسمه مشوره ورکړئ او هغه يې له مخې تاواني شي؛ تاوان به يې دا بيمه ورکړي. دا بيمه په ځانګړي ډول د وکيلانو، محاسبانو، مهندسانو، انجينيرانو، ډاکټرانو او ژباړنانو لپاره غوره ده. د تجارتي مسؤوليت بيمه هغه مهال ګټوره ده چې که بل کس يا د هغه شتمنۍ ته زيان ورسوي. له دې بيمه پرته ښايي ستاسې ټول مسلکي ژوند زيانمن شي. د جايداد له بيمې سره کولای شئ د خپل کار توکي وسيلې کړئ. د بېلګې په ډول که کوم شی خرابيږي او يا له منځه ځي؛ کېدای شي دا بيمه يې تاوان درکړي او يايې نوی درته واخلي. . پر (Check24) وېبسایټ بېلابېلې بيمې يو له بل سره پرتله کولای شئ.
بېلونه، حسابونه او ماليې
څه وخت او څنګه بېلونه ليکلای شم؟
که د کاروباري يا سوداګر په توګه کوم څه خرڅ کړئ او يا کوم خدمت ترسره کړئ؛ بايد د حساب يو بېل (Rechnung) ورته وليکئ. دا کار بايد د کار له ترسره کېدو وروسته د شپږو مياشتو په د ننه کې وشي. ټول بېلونه چې تاسې يې ورکوئ؛ بايد تر لسو کالونو پورې له ځان سره وساتئ. ښايي د ماليې اداره يې کله ناکله غوښتنه وکړي او وګوري چې تاسې په سمه توګه ماليه ورکړې ده او که نه.
ستاسې بېلونه بايد د ځانګړو مالوماتو درلودونکي وي. دا مالومات په لاندې ډول دي:
ستاسې نوم او لاسليک
د بېل ترلاسه کوونکي کس نوم او لاسليک
د بېل ورکولو نېټه
د خدمت ترسره کولو موده
د خدمت يا کار ډول، موخه او د ترسره کولو نېټه
ستاسې د ماليې شمېره او يا پر ارزښت د اضافه ماليې نمبر (Umsatzsteueridentifikationsnummer)
د بېل نمبر
د اضافي ماليې نرخ او خالص يا ناخالص مبلغ اندازه (که څوک د واړه کاروبار لرونکی وي؛ د ورکول کېدونکي مبلغ اندازه او داسې يو ياداښت چې څرګنده کړي چې پر تاسې د (§19 UstG) له مخې اضافه ماليه نه راځي.
البته غوره ده چې په بېل کې د بېل د ترلاسه کوونکي مشتري شمېره، د تاديې يا د پیسو د ورکړې موده او د خپل بانکي اکونټ مالومات هم وليکئ. پر (fuer-gruender.de) وېبسایټ په دې اړه نور مالومات هم موندلای شئ.
حسابداري څه ډول کيږي؟
د حسابدارۍ د سيستم ټاکل ستاسې د کاروبار له قانوني ډول سره اړه لري:
که څوک انفرادي کاروبار (Einzelunternehmen) يا (GbR) ولري او په کال کې له ۸۰٬۰۰۰ يورو کم پلور يا ګټه وکړي؛ کولای شي د آسانه حسابدارۍ سيستم (EÜR (Einnahmen-Überschuss-Rechnung)) وکاروي. په دې ميتود کې بايد خپل ټول خريد او پلور په يوه انالوګ يا ډيجيتل کتاب کې ثبت کړي. په دې اړه زيات مالومات پر (fuer-gruender.de) وېبسایټ موندلای شئ.
که څوک انفرادي کاروبار (Einzelunternehmen) يا (GbR) ولري او په کال کې له ۸۰٬۰۰۰ يورو زيات پلور يا ګټه وکړي او يا يې تجارت په (Handelsregister) کې او يا کارپورېشن په توګه ثبت شوی وي؛ بايد د بېلانس يو شيټ (doppelte Buchführung) جوړ کړي. په دې اړه زيات مالومات پر (wir-gruenden-in-deutschland.de) وېبسایټ کتلای شئ. که څوک غواړي د خپل کاروبار محاسبه او د خريد او فروش ثبت خپله وکړي؛ بايد د حسابدارۍ يو کورس ترسره کړي. دا کورسونه د نورو ځايونو تر څنګ ستاسې د سيمې په (IHK) او (HWK) دفترونو کې هم شته. که دا کار نه کوئ؛ کولای شئ د ماليې يو مشاور د ځان لپاره وټاکئ.
په ياد مو وي چې ټول بېلونه او د تصفيې سندونه بايد لږ تر لږه تر لسو کالونو پورې وساتئ. ښايي ځينې وخت د ماليې اداره د ارزونې يا پلټنې پر مهال د دې سندونو غوښتنه وکړي.
د کاروباري په توګه بايد کومې ماليې ورکړم؟
دا چې د سوداګر په توګه بايد څومره ماليه ورکړئ؛ ستاسې د کاروبار له ډول سره لري. د سوداګر په توګه تاسې بايد د ګټې يا عايد ماليه (Einkommenssteuer) ورکړئ. همدا شان اړ ياست چې مخکې او پر ارزښت د اضافه ماليې (Vor- und Umsatzsteuer) په نوم ماليې هم ورکړئ چې په عمومي ډول د (Mehrwertsteuer) په نوم ياديږي. پر دې د پاسه د تجارت ماليه هم اخستل کيږي. د دې ټولو ماليو د ورکولو لپاره مودې ټاکل شوې دي چې بايد مخکې له مخکې ورته تيار وئ او ځان ورته ثبت کړئ.
د ګټې يا عايد د ماليې (Einkommenssteuer) اندازه ستاسې د کاروبار له ګټې سره تړلې ده. هر څومره چې ستاسې ګټه زياته وي؛ په هماغه اندازه بايد د عايد زياته ماليه ورکړئ. له دې ماليې څخه د کاروبار لپاره د موټر، ځای يا اعلانونو په شان د نورو توکو پیسې کمولای شئ. آزاد کارکوونکي بايد د عايد ماليه مخکې له مخکې ورکړئ. . يوازې هغه مهال له وخت مخکې دا ماليه نه ورکوئ چې په کال کې مو د عايد سنجول شوې ماليه له ۴۰۰ يورو کمه وي. همدا شان که ګټه مو له ۱۱٫۶۰۴ (۲۰۲۵ کال) يورو کمه وي، د عايد ماليه به درنه وانه خستل شي. مخکې له وخته ماليه د مارچ په لسمه، د جون په لسمه، د سپتمبر په لسمه او يا د دسمبر په لسمه ورکول کيږي. له دې نېټو وړاندې د ماليې ادارې له لوري يو ليک ترلاسه کوئ چې د ورکول کېدونکې ماليې اندازه پکې ليکلي وي. دا د ماليې راټولولو له هغه پوښتنليک سره اړه لري چې تاسې څه ډول محاسبه کړې ده (کاروبار مو نوی پیل کړی) او يا پخوانۍ ګټه لرئ (د کار له پیلولو مو لږ تر لږه يو کال کيږي). کله چې د ټولو کال لپاره د ماليې د تصفيې سند وړاندې کړئ؛ له محاسبې وروسته به مالومه شي چې نوره ماليه هم بايد ورکړئ او که اضافي پیسې به بېرته ترلاسه کړئ. که له وخته مخکې مو ډېرې پیسې ورکړې وي او وروسته مو ګټه لږ کړې وي؛ اضافي پیسې به بېرته درکړل شي. همدا شان، که له وخته مخکې مو د ماليې لږ پیسې ورکړې وي؛ بايد د يوې مياشتې په د ننه کې باقي نورې هم ورکړئ. که ګټه مو له۱۱٫۶۰۴ يورو کمه وي؛ د عايد ماليه به درنه وانه خستل شي. البته د دې کار لپاره هم بايد د ماليې د تصفيې سند وړاندې کړئ. د ماليې د تصفيې په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د ماليې حسابونو تصفيه) کې لوستلای شئ.
که څوک د خپل کاروبار پر مهال پانګه کښته او پورته کوي؛ د اصولو له مخې پر ارزښت اضافه ماليه (Umsatzsteuer) هم بايد ورکړي. که پر تاسې د کوچنيو کاروبارونو قوانين نه عملي کيږي؛ بايد په عمومي ډول د خرڅلاو يا په دوران کې د پانګې ۱۹٪ پر ارزښت اضافه ماليه ورکړئ. د ځينو کاروباورونو ترسره کوونکي بايد د دې ډول ماليې ۷٪ ورکړي (§12 Umsatzsteuergesetz). د اصولو له مخې بايد پر ارزښت اضافه ماليه د هرې مياشتې تر لسمې نېټې پورې د ماليې ادارې سره ثبت کړئ. د دې کار لپاره بايد د خپلې ماليې اندازه محاسبه کړئ. د محاسبې پر مهال بايد هغه ماليه منفي کړئ چې ستاسې له لوري نورو اړونده شرکتونو ته د خدمت او يا توکو اخستلو لپاره ورکول شوې ده. دې تفريق شوې ماليې ته (Vorsteuer) وايي. د ماليې په اداره کې د دې ماليې د ثبت لپاره بايد (www.elster.de) وېبسایټ ته ولاړ شئ. که د محاسبې له مخې باقي کېږئ نو بايد د ماليې ادارې ته پیسې ورکړئ او که ستاسې ورکړې ماليه ډېره وي؛ د ماليې اداره به بېرته پیسې درکړي. په دې ډول د کال په پای کې پر ارزښت له اضافه ماليې (VAT) سره يو ځای د تصفيې سند جوړيږي. دا سند بايد د هر کال د جولای مياشتې تر ۳۱ نېټې وړاندې شي. يادونه: د وړو کاروبارونو يا وړو شرکتونو (Kleine Unternehmen) درلودوونکي پر ارزښت اضافه ماليه نه ورکوي خو بايد د دې ماليې د محاسبې سند جوړ او د ماليې ادارې ته يې وړاندې کړي. د سوداګريزو کاروباريانو پر خلاف د آزادو کارونو ترسره کوونکي اړ نه دي چې سوداګريزه ماليه (Gewerbesteuer) ورکړي.
د سوداګرۍ ماليه بايد ټول سوداګر او د کاروبارونو ترسره کوونکي ورکړي. د دې ماليې اندازه ستاسې دکاروبار له ګټې او هغې سيمې سر سره تړلې ده چې تاسې تجارت پکې ترسره کوئ. په ياد مو وي چې په هره سيمه کې د تجارت ماليه له بلې سره توپير لري. ځکه په دې برخه کې هره ناحيه خپل قوانين لري. په عمومي ډول په کليوالي سيمو کې د تجارت ماليه له لويو ښارونو کمه ده. پر (debitoor.de) وېبسایټ د خپل تجارت د ماليې محاسبه کولای شئ. البته د شخصي شرکتونو (Personengesellschafte) درلودونکي يوزاې هغه وخت دا ماليه ورکوي چې ګټه يې له ۲۴٬۵۰۰ یورو زياته شي. که له دې کمه ګټه وکړئ؛ شرکت مو له دې ماليې خلاص دی. که څوک د دې ماليې په ورکولو مکلف وي؛ د ماليې اداره به يې د اندازې او ورکولو په اړه يو ليک وروليږي.
که چا ګډ شرکت يا کارپورېشن (Kapitalgesellschaft) جوړ کړی وي؛ بايد د کارپورېشن ماليه (Vor- und Umsatzsteuer)، مخکې او پر ارزښت اضافه ماليه (Vor- und Umsatzsteuer)، د تجارت ماليه او د استهلاک ماليه (Abgeltungssteuer) ورکړي. که چا ته د شرکت د مشر په توګه معاش راځي؛ بايد د خپل معاش د عايد ماليه هم ورکړي.
ګډ شرکت يا کارپورېشن د عايد د ماليې پر ځای د کارپورېشن ماليه (Körperschaftssteuer) ورکوي. د دې ماليې کچه ستاسې د ګټې له اندازې سره تړلې ده. د ټولې ګټې ۱۵٪ بايد د کارپورېشن د ماليې په توګه د ماليې ادارې ته ورکړل شي. له دې ماليې څخه د استثنا يا ځان خلاصلولو لاره نشته. که څوک لږ ګټه هم وکړي؛ بايد هماغه ۱۵٪ يې ماليه ورکړي. دا ماليه بايد له وخت مخکې او د اټکل له مخې، د مارچ، جون، سپمتبر او يا دسمبر مياشتو په لسمو نېټو ورکړل شي. د دې ماليې د اندازې په اړه د ماليې له ادارې څخه مخکې له مخکې يو ليک ترلاسه کوئ او دا اندازه ستاسې له هغې ګټې سره تړلې ده چې تاسې په پیل کې د ماليې د ورکړې په پوښتنليک کې اټکل کړې وه او يا له تېرې هغې ګټې سره چې تاسې په تېر کال کې کړې ده. کله چې د کال په پای کې د ماليې د تصفيې سندونه وړاندې کړئ؛ مالومه به شي چې په اول سر کې مو لږ ماليه ورکړې ده او که زياته. که زياتې پیسې مو ورکړې وي؛ اضافي هغه به بېرته درکړل شي. که کمې مو ورکړې وي؛ د يوې مياشتې په دوران به کې بايد نورې مالومه اندازه پیسې هم ورکړئ. په ياد مو وي چې د ماليې د تصفيې سند بايد د بل کال د اپرېل مياشتې تر ۳۰مې نېټې وړاندې کړئ.
د اصولو له مخې که څوک د خپل کاروبار پر مهال پانګه کښته او پورته کوي؛ د اصولو له مخې پر ارزښت اضافه ماليه (Umsatzsteuer) هم بايد ورکړي. که پر تاسې د کوچنيو کاروبارونو قوانين نه عملي کيږي؛ بايد په عمومي ډول د خرڅلاو يا په دوران کې د پانګې ۱۹٪ پر ارزښت اضافه ماليه ورکړئ. د ليکوالو، هنرمندانو او ورته نورو آزادو دندو ترسره کوونکي بايد د دې ډول ماليې ۷٪ ورکړي (§12 Umsatzsteuergesetz). په ځينې بشريطبي څانګو پورې تړلي فعاليتونه بيا په بشپړ ډول له دې ماليې خلاص دي (§4 Umsatzsteuergesetz). د اصولو له مخې بايد پر ارزښت اضافه ماليه د هرې مياشتې تر لسمې نېټې پورې د ماليې ادارې سره ثبت کړئ. د دې کار لپاره بايد د خپلې ماليې اندازه محاسبه کړئ. د محاسبې پر مهال بايد هغه ماليه منفي کړئ چې ستاسې له لوري نورو اړونده شرکتونو ته د خدمت او يا توکو اخستلو لپاره ورکول شوې ده. دې تفريق شوې ماليې ته (Vorsteuer) وايي. د ماليې په اداره کې د دې ماليې د ثبت لپاره بايد (www.elster.de) وېبسایټ ته ولاړ شئ. که د محاسبې له مخې باقي کېږئ نو بايد د ماليې ادارې ته پیسې ورکړئ او که ستاسې ورکړې ماليه ډېره وي؛ د ماليې اداره به بېرته پیسې درکړي. په دې ډول د کال په پای کې پر ارزښت له اضافه ماليې (VAT) سره يو ځای د تصفيې سند جوړيږي. دا سند بايد د هر کال د جولای مياشتې تر ۳۱ نېټې وړاندې شي. يادونه: د وړو کاروبارونو يا وړو شرکتونو (Kleine Unternehmen) درلودوونکي پر ارزښت اضافه ماليه نه ورکوي خو بايد د دې ماليې د محاسبې سند جوړ او د ماليې ادارې ته يې وړاندې کړي. که د ګډ شرکت ګټه له نورو شريکانو سره هم تقسيميږي؛ بايد د ګټې ۲۵٪ د استهلاک د ماليې (Abgeltungssteuer) په توګه ورکړل شي.
ښه به وي چې د ماليې د تصفيې له سند برابرولو مخکې د ماليې له يوه مشاور سره مشوره وشي. . البته دا مشوره به لګښت ولري خو پر ځای به يې د خطاوو مخنيوی وشي او د ډېرو پیسو ضایع کولو مخه به ونيول شي. پر (steuerberater.de) وېبسایټ په خپله سيمه کې يو مشاور موندلای شئ.
يادونه: د کرونا د وبا پر مهال فدرالي حکومت ځینې مهلتونه وغځول. له دې ډلې اوس هم یو غځول شوی مهلت نافذ دی: د ۲۰۲۴ کال د مالیې د اعلامیې سپارل تر ۲۰۲۶ د اپرېل تر ۳۰مې پورې ممکن دي. البته یوازې هغه وخت، که ستاسو د مالیې اعلامیه د یو مالیاتي سلاکار له لوري جوړه شي.
د ماليې د کلنۍ تصفيې سند چېر ته ورکولای شم؟
د ماليې د تصفيې سند يوازې په الکترونکي بڼه وړاندې کولای شئ. د دې کار لپاره (www.elster.de) رسمي وېبسایټ او يا هم د (smartsteuer, taxfix, wundertax) په شان نور لګښت لرونکي وېبسایټونه کارولای شئ. د السټر وېبسایټ کارول يو څه سخت دي خو تاسې ته ښيي چې څه بايد وکړئ او څنګه وړاندې ولاړ شئ. البته نور وېبسایټونه يا اپليکېشنونه آسانه دي خو ښايي کارول يې لګښت ولري. البته کولای شئ د ماليې د يوه مشاور په مرسته هم خپل سندونه برابر کړئ. د مشاور ګمارل هم لګښت لري خو کېدای شي د تصفيې د مسلکي سند په برابرولو د ډېرې ماليې له ورکولو مخنيوی وشي. په خپل شاوخوا کې د ماليې يو مشاور پر (steuerberater.de) وېبسایټ موندلای شئ. د لا زياتو مالوماتو لپاره زموږ بل څپرکی (د ماليې د حسابونو تصفيه) وګورئ.
د پانګوال په توګه نور بايد څه وکړم؟
جعلي آزاد کار (Scheinselbständigkeit) څه ته وايي؟
که څوک د آزاد کارکوونکي په توګه ثبت وي خو په اصل کې له بل چا سره په معاش کار وکړي؛ کار يې د (Scheinselbständigkeit) په نوم ياديږي. دا په دې مانا چې دا کس يوازې د کاغذ پر مخ آزاد کارکوونکی دی خو په اصل کې بل ځای مامور دی. په داسې حالاتو کې اړوند شرکت بايد تاسې په رسمي ډول استخدام کړي او ستاسې لپاره د ټولنيزو بيمو ونډه او د عايد بيمه ورکړي. جعلي آزاد کار په جرمني کې منع دی او قانون يې ترسره کوونکي او ګمارونکي دواړو ته سزا په پام کې نيولې ده. د جعلي او اصلي آزاد کار په اړه نور مالومات د (www.ihk.de) پر وېبسایټ لوستلای شئ.
کولای شم نور کسان په کار وګمارم؟
هو. البته د خپل مسلک او ګمارل کېدونکو کسانو د شمېر اړوند قوانين بايد په پام کې ولرئ. په ياد مو وي چې تاسې يوازې هغه وخت آزاد کارکوونکی بلل کېږئ چې د خپلو ټولو کارونو او فعاليتونو مسؤوليت ستاسې پر غاړه وي. که ستاسې له لوري ګمار شوي کسان مسلکي مسؤوليتونه ولري؛ کېدای شي د آزاد کارکوونکي په توګه ونه ګڼل شئ او کار مو سوداګري (Gewerbe) وګڼل شي. که داسې وشي نو بايد تجارتي ماليه (Gewerbesteuer) هم ورکړئ.
دا چې نور کارکوونکي د بشپړ وخت يا نيمه وخت لپاره ګمارئ؛ له تاسې سره اړه لري. البته نورو آزاد کارکوونکو ته هم د ځانګړو خدمتونو لپاره پیسې ورکولای شئ. په ياد مو وي چې که ستاسې له کارکوونکو څوک په مياشت کې له ۵۵۶ يورو زياتې وګټي؛ بايد د ټولنيزو بيمو ونډه يې هم ورکړئ. د دې ونډې اندازه د کارکوونکي د معاش شاوخوا ۲۱،۹٪ جوړوي. د نيمه وخت کار يا ميني جاب کارکوونکو لپاره د دې بيمو د ورکړې اړتيا نشته خو د ميني جاب مرکز ته بايد د هغوی د معاش شاوخوا ۳۱٪ پیسې ورکړئ.
د کارکوونکو د ګمارلو پر مهال مو بايد لاندې ټکيو ته پام وي:
د هر کارکوونکي لپاره د کار ادارې د شرکتونو د شمېرو له څانګې (Betriebsnummern-Service (BMS) بايد د شرکت شمېره (Betriebsnummer) ترلاسه کړئ. دا شمېره د ټولنيزو بيمو يا د مينيجاب په مرکز کې د کارکوونکو د ثبتولو لپاره اړينه ده.
له کارکوونکو سره بايد کاري قرارداد په ليکلي ډول لاسليک کړئ. په دې ډول کولای شئ د ناسم پوهاوي او حقوقي ستونزو د رامنځته کېدو مخنيوی وکړئ. د دې تړونونو د ليکلو لپاره ځانګړي اصول په پام کې نيول کيږي. په دې اړه زيات مالومات د کار او ټولنيزو چارو د فدرالي وزارت پر وېبسایټ لوستلای شئ. همدا شان د (IHK) پر وېبسایټ هم د کاري تړونونو ځينې بېلګې ليدلای شئ.
خپل ټول کارکوونکي بايد د ټولنيزو بيمو او مينيجاب په مرکزونو کې ثبت کړئ. که کارکوونکي مو د کورنۍ غړي هم وي؛ بايد دا کار وکړئ. که دا کار ونه کړئ؛ ښايي جريمه شئ. ثبتول پر (sv.net) وېبسایټ په انلاين ډول کولای شئ.
خپل کارکوونکي بايد د حادثو په دولتي بيمه (Unfallversicherung) کې ثبت کړئ.
خپلو کارکوونکو ته بايد لږ تر لږه تر ټولو لږ ټاکل شوی معاش ورکړئ. په دې اړه ډېر مالومات د کار او ټولنيزو چارو د فدرالي وزارت له کارکوونکو ترلاسه کولای شئ. د دې ادارې کارکوونکي ستاسې په خدمت کې دي او په (۰۳۰۶۰۲۸۰۰۲۸) شمېره اړيکه ورسره نيولای شئ. له دې ادارې مشوره ترلاسه کول وړيا دي.
تاسې بايد د خپلو کارکوونو له معاشونو د عايد ماليه کمه کړئ. که څوک د کليسا ماليه ورکوي؛ هغه هم بايد کمه کړئ او هره مياشت يې د ماليې ادراې اکونټ ته ولېږئ. په دې اړه ډېر مالومات پر (fuer-gruender.de) وېبسایټ لوستلای شئ.
کولای شم چې په يوه وخت کې آزاد او دفتري يا له شرکت سره کار دواړه وکړم؟
هو. هر څوک کولای شي د خپلې دندې تر څنګ آزاد کار هم وکړي. د دې ډول کارکوونکو لپاره هم هماغه قوانين پلي کيږي کوم چې د معمولي آزاد کارکوونکي لپاره دي. په ياد مو وي چې په داسې وختونو کې د خپلې دندې د معاش او د همدا شان د آزاد کار د ګټې، دواړو ماليه درنه اخستل کيږي.
څه ډول خپل ثبت شوی تجارت يا کاروبار له ثبته ایستلای شم؟
که غواړئ خپل کاروبار پرېږدئ؛ بايد د سوداګرۍ په اداره (Gewerbeamt) کې ځان د ثبت له پاڼو وباسئ. د دې کار لپاره اړينه فورمه د سوداګرۍ ادارې پر وېبسایټ موندلای شئ او يا يې هم په خپله له دې ادارې څخه ترلاسه کولای شئ. دا فورمه بايد ډکه کړئ او خپله يې د سوداګرۍ اړوندې ادارې ته وروړئ. په دې وخت کې بايد له ځان سره د سوداګرۍ د ثبت سند (Gewerbeschein)، د استوګنې يا کاروبار د ځای د ثبت سند (Meldebescheinigung)، د هويت کارت يا اوسوایس او که موجود وي؛ د تجارتي نوم د ثبت او يا په اتحاديو او ټولنو کې د ثبت سندونه (Auszug aus dem Handels-, Genossenschafts- oder Vereinsregister) بايد له ځان سره ولرئ. د سوداګرۍ اداره به بيا وروسته د ماليې ادارې او د کسبګرو ټولنې (Berufsgenossenschaft) ته په دې اړه خبر ورکړي. که کاروبار مو په تجارتي اداره، د کسبګرو ټولنه يا نورو ورته ادارو کې ثبت وي؛ بايد د نوتار په مرسته خپل نوم له هغه ځايه هم پاک کړئ.
يادونه: که نه غواړئ خپل کاروبار د تل لپاره ختم کړئ؛ کولای شئ د لغوه کولو پر ځای د ماليې ادارې ته د وقفې ثبت (Ruhendmeldung) سند ولېږئ. په دې ډول به ستاسې کاروبار د لنډ وخت لپاره د درېدلي په توګه ثبت شي. که غواړئ وروسته بيا کاروبار پیل کړئ؛ اړتيا نشته چې هر ځای ځان ثبت کړئ.
سره ورته سکالوګانې
اضافي لینکونه
„Wir gründen“
دلته د کاروبار پیلولو له پاره په ۱۴ ژبو مالومات او د مشورې لپاره ماهر کسان موندلای شئ.
یو تجارتي پلان جوړ کړئ
دلته د يوه غوره تجارتي پلان لپاره د Netzwerk IQ لارښوونې موندلای شئ.
د کاروباريانو لپاره وېبسایټ
د اقتصادي چارو وزارت د کاروبار د پیل په اړه د مالوماتو لپاره يو وېبسایټ لري.
د تمويل مالوماتي بانک
دلته د خپل کاروبار د تمويل لپاره د سرچينو پلټونه کولای شئ.
د کار حقونو لپاره مشوره
د کار او کارکوونکو د حقونو اړوند مسلو په اړه د مشورو لپاره لاندې شمېرو ته زنګ وهلای شئ.
Bundesweite Gründerinnenagentur (bga)
Seit 2004 engagiert sich die bundesweite gründerinnenagentur (bga) für die Belange von Gründerinnen, female start-ups, Unternehmerinnen und Betriebsnachfolgerinnen. Damit ist die bga das erste und einzige deutschlandweite Kompetenz- und Servicezentrum zur unternehmerischen Selbständigkeit von Frauen für alle Branchen und Phasen der Existenzgründung, Festigung und Unternehmensnachfolge.
په فورم کې زموږ ټولنه
هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.
ځای پر ځای ملاتړ
د مشورتي ادارو، ملاقات ځايونو او نورو وړانديزونو په لټه کې ياست؟ نو زموږ لټونګر ماشين. وکاروئ.