د جنسي اړيکو له لارې لېږدېدونکې ناروغۍ

Sexuel übertragbare Krankheiten
اوسمهالیز 20.02.2024

د جنسي اړيکو له لارې لېږدېدونکې ناروغۍ

ځينې ناروغۍ ښايي د جنسي اړيکو له لارې ولېږدي. دې ناروغيو ته (sexuell übertragbare Krankheiten) يا (sexuell übertragbare Infektionen) وايي. دا ناروغۍ په اسانۍ لېږدي او ښايي وروسته د ککړو شوو کسانو ژوند تريخ کړي. دا ناروغۍ يوازې په ځانګړو کسانو کې نه وي، بلکې ټول هغه کسان پرې ککړېدای شي چې جنسي اړيکي نيسي.

په دې څپرکي کې د جنسي اړيکو له لارې د اېچ آی وي، اېډز او هيپاتايتس په شان ناروغيو په اړه مالومات ترلاسه کولای شئ. په دې به هم پوه شئ چې په جرمني کې چېرته د دې ناروغيو معاينات په ناپېژانده توګه کولای شو. په دې به هم پوه شئ چې طبي او رواني مرسته چېرته ترلاسه کولای شئ او نور څنګه ژغورلای شئ.

په څه بايد وپوهېږم؟

اېډز (AIDS) او اېچ آی وي (HIV) څه ته وايي؟

اېډز او اېچ آی وي په لومړي ځل په ۱۹۸۰يمو کلونو کې وپېژندل شول. له هغه راهيسې په ټوله نړۍ کې ۴۰ ميليونه له دې ويروس او ورسره تړلو ناروغيو له کبله مړه شوي دي. اېچ آی وي د انسان د فاعي سيستم د خرابۍ ويروس (Humanes Immundefizienz-Virus) مخفف دی. دا ويروس د بدن په دفاعي سيستم بريد کوي. زموږ د بدن دفاعي سيستم، بدن د ويروسونو، بکترياوو او نورو مضرو مايکروارګانيزمونو يا وړو موجوداتو له بريدونو ساتي. که څوک په اېچ آی وي ککړ شي، د بدن دفاعي سيستم يې کمزوری کيږي. له دې پرته اېچ آی وي ګردو په شان د بدن ځانګړي غړي هم تر بريد لاندې نيسي.

د اېچ آی وي ويروس هېڅ نښې نه ښکاره کوي او ناروغ ښايي تر ډېرو کالونو پوه نه شي چې دا ناروغي لري. د اېچ ای وي نه درملنه دفاعي سيستم کمزوری کوي او له څو کالونو وروسته په اېډز بدليږي.

اېډز د معافيت د نيمګړتيا سندروم دی. په دې توګه بدن نه شي کولی د ويروسونو، باکترياوو او مايکروارګانيزمونو پر وړاندې د ځان دفاع کړي او ساده بېمارۍ د يوه کس ژوند ته ګواښ شي.

اېچ آی وي څه ډول لېږدي؟

اېچ آی وي د يوه جوړ کس بدن ته له ناروغ کس سره د مخاطي غشا له مستقيم تماس او هم د زخم شوي پوست د مايعاتو له لارې لېږدي. دا ځکه چې د ککړ کس د بدن مايعات د ويروس زياته اندازه لري. په دې مايعاتو کې وينه، مني، له انزال وړاندې مايع، د جنسي اندامونو مايع او د مور شيدې شامليږي. البته د خولې لاړې دا وايروس نه لېږدوي.

د ويروس د لېږدېدو ډول:

 

  • له کانډم پرته جنسي اړيکه
  • له وينې وينې ته (د بېلګې په توګه د وينې ورکول او يا هم د نا تعقيم شوو ستنو، په ځانګړې توګه د نشه‌يي توکو کارول پر مهال او يا سيروم کارول)
  • له مور څخه زېږېدونکي ماشوم ته
  • ماشوم ته د شيدو له لارې

پاملرنه: اېچ آی وي په ورځني ژوند کې نه لېږدي. د بېلګې په توګه د ښکلولو، ګډ تشناب کارول يا ټوخېدو له کبله دا وايروس بل کس ته نه ځي.

مهم: ځينې درمل شته چې د اېچ آی وي ناروغانو ته ورکول کيږي. دا درمل په وينه کې د ويروس د خپرېدو مخه نيسي او د ويروسونو شمېر کموي. په دې توګه ويروس بدن ته ډېر زيان نه رسوي او ساري نه وي. له دې سره سره درمل د ککړ کس بشپړه درملنه نه کوي خو که په منظم ډول يې وخوري، بشپړ ژوند ته دوام ورکولای شي.

څنګه پوهېدای شم چې اېچ آی وي لرم؟

که پر ځان مو شک وي چې په اېچ آی وي ککړ شوي ياست، کولای شئ هر وخت په ناپېژانده توګه ازموينه ترسره کړئ. د دا ازموينه د خپلې سيمې په روغتيايي اداره (Gesundheitsamt) او يا نورو ځانګړو ادارو کې ترسره کولای شئ. دا ډول ادارې په ټولو لویو ښارونو کې شته. د دې ادارو پتې او وختونه پر (Deutsche Aidshilfe) وېبسایټ کتلای شئ. هلته د لټون په کړکۍ کې د خپل ښار نوم او تر کتګورۍ لاندې (Checkpoint) ټکی ورکړئ. که وړيا مشوره او يا په وړيا ډول د اېج آی وي ازموينه ترسره کول غواړئ، هلته خپل پوستي کوډ او سيمه ورکړئ او تر کتګورۍ لاندې (Aidshilfe) او يا هم (HIV-Beratung) توري ورکړئ. همدا شان د (Testangebot) له غوره کولو سره د ازموينې لپاره په سيمه کې نږدې روغتيايي اداره موندلی شئ. که پلټنه مو پايله نه لري، کولی شئ د لټون سيمه پراخه کړئ. د دې کار لپاره په (Umkreissuche) برخه کلېک وکړئ او د خوښې واټن مو غوره کړئ.

زه په اېچ‌ آی وي ککړ شوی يم، له کومه ځايه مرسته ترلاسه کړم؟

که څوک په اېچ ای وي ککړ شي، کولای شي له خپل ډاکټر او يا هم د مشورتي ادارو له متخصصانو سره خبرې وکړي. د مشورتي ادارو کارکوونکي د اېچ آی وي له ناروغانو سره د مرستې او مشورې تخصص لري. دا ډېره مهمه ده چې د اېچ ای وي درملنه ژر پيل شي. په جرمني کې ځانګړي متخصص ډاکټران د اېچ آی وي درملنه کوي. دوی له تاسې سره د درملو په. موندلو او سمه کارونه کې مرسته کوي. په دې توګه په وجود کې د اېچ آی وي د خپرېدو او په اېډز د اخته کېدو مخه نيول کېدای شي. د سمې درملنې لپاره د درملو منظم او پر وخت خوړل، د ازموينو ترسره کول او د ډاکټرانو معايناتو ته حاضرېدل ډېر مهم دي.

متخصص ډاکټران پر (www.dagnae.de) وېبسایت موندلای شئ. پر (kompass.hiv) وېبسایټ مشورتي ادارې موندلای او ترمين اخستلای شئ. هلته خپله پوستي پته يا د سيمې نوم او تر کتګورۍ لاندې (Aidshilfe) ټکی ورکړئ. که لټون مو پايله ونه لري، د لټون سيمه پراخه کړئ.

يادونه: د برېښناليک له لارې په انلاين توګه وړيا او ناپېژانده مشوره (په انګليسي جرمني او فرانسوي ژبو) هم ترلاسه کولای شئ. په چټ کې بيا يوازې په جرمني ژبه مشوره ترلاسه کولای شئ. په دې اړه بشپړ مالومات پر (aidshilfe-beratung) وېبسایټ ولولئ.

زه جرمني ته نوی راغلی يم او اېچ آی وي لرم؛ له کومه ځايه مرسته ترلاسه کړم؟

که څوک په دې وروستيو کې جرمني ته راغلي وي او پوهيږي چې په اېچ ای وي ککړ دی، بايد هر څومره ژر خپله درملنه پيل کړي. په جرمني کې ځانګړي متخصص ډاکټران د اېچ آی وي درملنه کوي. دوی له تاسې سره د درملو په. موندلو او سمه کارونه کې مرسته کوي. په دې توګه په وجود کې د اېچ آی وي د خپرېدو او په اېډز د اخته کېدو مخه نيول کېدای شي. د سمې درملنې لپاره د درملو منظم او پر وخت خوړل، د ازموينو ترسره کول او د ډاکټرانو معايناتو ته حاضرېدل ډېر مهم دي.

د درملو ترلاسه کول په جرمني کې ستاسې د استوګنې له اجازې سره اړه لري:

که څوک روغتيايي بيمه ولري، کولای شي له متخصصانو سره مخامخ اړيکه ونيسي. متخصص ډاکټران پر (www.dagnae.de) وېبسایت موندلای شئ. د (Deutsche Aidshilfe) اداره هم کولای شي د ډاکټرانو پتې له تاسې سره شريکي کړي. پر (kompass.hiv) وېبسایټ مشورتي ادارې موندلای او ترمين اخستلای شئ. پر دې ياد شوي وېبسایټ هم ډاکټران موندلای شئ. هلته خپله پوستي پته يا د سيمې نوم او تر کتګورۍ لاندې (HIV-Beratung يا Aidshilfe) ټکی ورکړئ. که لټون مو پايله ونه لري، د لټون سيمه پراخه کړئ. که له جرمني پرته په بله ژبه مشوره غواړئ، بيا هم له دې ادارو سره اړيکه نيولای شئ. په عمومي توګه د ترمين لپاره بيا يو ژباړن راغوښتل کيږي.

که د چا د پناغوښتنې پروسه روانه وي، د پنا غوښتنه رد شوې وي يا ډولډونګ ولري او په جرمني کې يې له ۱۸ مياشتو لږ وخت کيږي او همدا شان له سوسيال څخه مرسته ترلاسه کوي، د اېچ ای وي د درملنې حق لري. د (Deutsche Aidshilfe) اداره له تاسې سره د ډاکټر په موندلو کې مرسته کولای شي. . پر (kompass.hiv) وېبسایټ مشورتي ادارې موندلای او ترمين اخستلای شئ. پر دې ياد شوي وېبسایټ هم ډاکټران موندلای شئ. هلته خپله پوستي پته يا د سيمې نوم او تر کتګورۍ لاندې (HIV-Beratung يا Aidshilfe) ټکی ورکړئ. که لټون مو پايله ونه لري، د لټون سيمه پراخه کړئ. که له جرمني پرته په بله ژبه مشوره غواړئ، بيا هم له دې ادارو سره اړيکه نيولای شئ. په عمومي توګه د ترمين لپاره بيا يو ژباړن راغوښتل کيږي.

  • هغه کسان چې د استوګنې يا هويت سندونه نه لري او يا هم بيمه نه لري، له (Medibüro)، (Clearingstelle) او يا (Deutschen Aidshilfe) څخه په ناپېژانده توګه مرسته ترلاسه کولای شي. پرې دې وېبسایټونو د اړونده ادارو پتې او د اړيکو شمېرې يا برېښناليکونه او کاري وختونه کتلای شئ.

 

هپټایټ څه شی دی؟

هپټایټ د ځیکر میکروب دی چې معمولا د ویروسونو له امله خلک پرې اخته کېږي. بېلابېل ویروسونه د هپټایټ سبب کېږي. دا ناروغي د اخته کېدو، د ناروغۍ د شدت او د مخنیوي د لارو چارو له مخې بېلابېل ډولونه لري. ځینې هپټایټ ناروغۍ ممکن د میوې، ترکاري یا هم ناپاکو دریایي خوړو څخه انسانانو ته سرایت وکړي چې دا یې د (A  او B) ډلې بڼه ده. بل ډله یې )‌‌B, C  او D ( ده، چې د وینې له معایناتو یا هم د بدن د نورو معایناتو له امله په انسانان اخته کېدلی شي. چې د (A  او B) ډلې بڼه یې ممکن له خلکو سره د تماس له امله روغو کسانو ته سرایت وکړي.

مهم: د هپټایټ د ناروغۍ د A او ‌B بڼې څخه د ژغورل کېدو لپاره باید واکسین وکړئ. که د B بڼې څخه د مخنیوي لپاره واکسین وکړئ نو د D بڼې په ناروغۍ یې نه اخته کېږئ. یوازې د C بڼه یې تر ټولو خطرناکه ده چې واکسین یې هم نشته.

د A  او ‌B بڼه هپټایټ:‌ د هپټایټ د دغه بڼې نښې له اخته کېدو وروسته ژر نه ښکاري. لومړنۍ نښې یې ممکن د انفولنزا په شکل باندې وي، چې بې هوښي، بې اشتهایي او د عضلاتو درد ورسره ملګري وي. ځینې وخت ممکن سترګې او د بدن پوست زېړ رنګه شي. د وینې د فشار په کتلو سره دا ناروغي تشخصیږي. د A بڼه یې د درملنې وړ ده، په داسې حال کې چې د B بڼه یې ممکن ځینې وخت خطرناکه وي. تر ټولو ښه خبره دا ده چې که څوک څوک په ژوند کې یو ځل په دغه دوه بڼو هپټایټ ناروغیو اخته شي، بیا ځلي یې دا ناروغي نه نیسي او تل د واکسین په کولو سره له دغه ناروغۍ څخه ځان ژغورلی شي.‌

د C بڼه هپټایټ:  د هپټایټ دا بڼه تر ټولو خطرناکه ده، چې معمولا د دې نښې هم له اخته کېدو وروسته ژر نه ښکاري. په دغه بڼه باندې څو ځله هم اخته کېدلی شئ او په خواشينۍ کوم واکسین هم نه لري. د هپټایټ C بڼه ځینې وخت د درملنې وړ ده. خو ځینې وخت ډېره خطرناکه هم کېدلی شي.‌که یې درملنه ونه کړئ ممکن د ځیګر په سیروسیس (ناروغي چې ځیګر مو له منځه وړي) یا هم سرطان اخته شئ. د وینې معاینه د هپټایټ C بڼه ښکارولی شي. د هپټایټ په C او HIV  باندې یو ځای اخته کېدل ډېر خطرناک تمامېدلی شي که درملنه یې ونه کړئ نو ممکن د مرګ سبب مو شي.

د D او E بڼې هپټایټ: په جرمني کې یې دا بڼه ډېره نادره ده.

که فکر کوئ چې د هپټایټ په یوه بڼه باندې اخته شوي یاست، کولی شئ په ناپیژانده توګه یې ټیسټ وکړئ.‌ په هر لوی ښار کې د دې اسانتیاوې شته، چې په دې برخه کې درسره مرسته کولی شي. وړیا مشورتي مرکزونه هم په هر لوی ښار کې شته.‌ په دغه لینک باندې Deutsche Aidshilfe یې پټې او د کاري ساعتونو په اړه مالومات موندلی شئ. د خپل ادرس او پوسټ کوډ له ورکولو وروسته په “Checkpoint” کلیک وکړئ.‌ که د پلټنې په برخه کې مالومات ښکاره نه شول کولی شئ، پلټنه محدوده کړئ. د دې کار د کولو لپاره په “Proximity search” کلیک وکړئ د خپلې خوښې وړ سیمه کې د یادو مرکزونو پلټنه وکړئ.

مهم: هغه کسان چې عمرونه یې له ۳۵ کلونو څخه زیات وي، د B او C بڼه هپټایټ ولري ډاکټران یې باید په وړیا توګه درملنه وکړي‌ او د بیمې شرکت یې لګښتونه ورکوي.

کومې نورې ناروغۍ د جنسي اړیکې له لارې انتقالېږي؟

د HIV او هپټایټ د ناروغیو تر څنګ ځینې نورې ناروغۍ هم شته چې د جنسي اړیکې له لارې یې د انتقال امکان شته. له دې ډلې پېژندل شوې یې د کلیمیډیا، هیرپس، ګونوریا، سیفیلس او انساني پاپیلوماویرس (HPV) په نوم یادېږي.‌ لکه څنګه یې چې له نومه ښکاري، دا ناروغۍ اکثره وخت د ناخوندي جنسي اړیکې له لارې نورو ته انتقالېږي. د جنسي وسایلو ګډه کارونه او همدارنګه د خولې له لارې یې هم د انتقال امکان شته. ځینې ډولونه یې ممکن، پرته له دې چې جنسي اړیکه ولري، د نږدې تماس له لارې هم نورو کسانو ته انتقال شي. د بېلګې په توګه  انساني پاپیلوماویرس (HPV).

مهم: د کانډوم کارونه د دغه ناروغیو د انتقال خطر کموي خو ۱۰۰٪ یې حفاظت نه کوي.‌

اکثره وخت په دغه ناروغیو د اخته کېدو هېڅ ډول نښې نه لیدل کېږي، ځینې وخت ممکن د بدن خارښت درته پیدا شي. چې اکثره یې د درملنې وړ دي، همدارنګه ممکن ځینې وخت مو په بدن کې د تل لپاره پاتې شي او د بدن ایمني سیسټم ته مو زیان ورسوي.‌ ځینې یې ممکن درته دایمي او جدي ناروغۍ پیدا کړي لکه  د انساني پاپیلوماویرس (HPV)  څخه اکثره وخت خلک په سرطان اخته کېږي. سیفلیس ممکن ځينې وخت د زړه د ناروغۍ او یا هم د عصبي سیستم د اختلال سبب شي.

دا ناروغۍ اکثره هغه وخت خطرناکې وي چې کله له HIV سره ګډې شي. له همدې کبله، که ډېرې جنسي اړیکې لرئ نو هر وخت یې ټیسټ اړین دی. که د خپلې روغتیا په اړه اندېښمن یاست، هر وخت مو باید له ډاکټر سره مشوره وکړئ. په جرمني کې کولی شئ په ناپېژانده توګه هم ټیسټ وکړئ. په هر لوی ښار د دې اسانتیاوې شته او په دې برخه کې درسره مرسته کولی شي. په وړیا توګه مشوره هم درکولی شي.‌ په دغه لینک باندې Deutsche Aidshilfe یې پتې او د کاري ساعتونو په اړه مالومات موندلی شئ. د خپل ادرس او پوسټ کوډ له ورکولو وروسته په “Checkpoint” کلیک وکړئ.‌ که د پلټنې په برخه کې مالومات ښکاره نه شول، کولی شئ، پلټنه محدوده کړئ. د دې کار لپاره په “Proximity search” کلیک وکړئ د خپلې خوښې وړ سیمه کې د یادو مرکزونو پلټنه وکړئ.

څنګه ځان او نور کسان خوندي ساتلی شم؟‌

د ځان او نورو د خوندي ساتلو لپاره باید خوندي جنسي اړیکه ولرئ.‌ د کاڼدوم کارونه د دې سبب کېږي چې له دا ډول ناروغیو څخه ځان او نور خوندي وساتئ. په جرمني کې په سوپرمارکیټونو او درملتونو کې په اسانۍ سره کانډومونه پېردولی شئ. په یاد ولرئ چې د اروپایي اتحادیې له لارې تایید شوي کانډومونه CE  نښان لري او همدارنګه د پېرلو پر مهال یې د وخت تېرېدو نېټه وګورئ.‌

کانډومونه یوازې د نارینو لپاره نه دي؛ د ښځینو لپاره هم کانډومونه شته چې د "Femidomes" په نوم یادېږي، چې دا هم معمولا په سوپرمارکیټونو، درملتونو کې موندل کېږي.‌ دا کانډومونه د HIV، هپټایټ او نورو جنسي ناروغیو څخه د مخنیوي لپاره ډیزاین شوي دي باید له هرې جنسي اړیکې وروسته نوی شي. د یادونې وړ ده چې د اروپایي اتحادیې له خوا تایید شوي کانډومونه د CE نښان لري هغه ته باید پام وکړئ او همدارنګه یې د وخت تېرېدو نېټه وګورئ.‌ په دې اړه لا ډېر مالومات پر Liebesleben لوستلی شئ.

مهم: د الکولو او نورو مخدره توکو کارونه په دغه ناروغیو د اخته کېدو خطر لا ډېروي، ځکه ډېری وخت د مخکینو اقداماتو د نیولو د هېرېدو سبب کرځي.‌

د واکسین په کولو سره کولی شئ له دغه ناروغیو څخه ځان وساتئ. د بېلګې په توګه،‌ د هپټایټ د A، B، D بڼو او همدارنګه د HPV په مقابل کې د واکسینو پر وړاندې د ځان ساتنه وکړئ.‌ د HPV ناروغۍ پر وړاندې واکسین په جرمني کې ماشومانو او نویو ځوانانو ته چې عمرونه یې له ۹ کالو تر ۱۴ کالو پورې وي ورکول کېږي.‌ په دې اړه لا ډېر مالومات د ماشومانو او نویو ځوانانو واکسیونونه په چپټر کې لوستلی شئ.‌

د HIV د مخنیوي لپاره ځینې دواوې شته چې (PrEP or HIV-PrEP) په نوم یادېږي کولی شئ له دغه ناروغیو څخه ځان وژغورئ.‌ هغه کسان چې په دغه ناروغیو اخته دي، د HIV له متخصیصینو څخه د دغه درملو د کارولو نسخه واخلئ. د دغه متخصیصینو په اړه لا ډېر مالومات په ("Deutschen Arbeitsgemeinschaft ambulant tätiger Ärztinnen und Ärzte für Infektionskrankheiten und HIV-Medizin"). ویبپاڼه کې موندلی شئ.‌ له ۲۰۱۹ز کال راپدیخوا د بېمې شرکتونه د دغه ډول ناروغیو د درملنې لګښتونه ورکوي.

که په بدن کې مو خارښت یا پورته يادې شوې نښې احساسوئ، باید له ډاکټر یا هم مرستندویه ادارې څخه د مرستې غوښتنه وکړئ.‌ څومره ژر چې ګام پورته کړئ، هماغومره ژر مو د ناروغۍ درملنه ممکنېږي.‌

که فکر کوئ چې په دغه ناروغیو باندې اخته یاست، یا مو هم د خپلې روغتیا په اړه اندېښمن یاست هر وخت کولی شئ په ناپېژانده توګه په جرمني کې ټیسټ وکړئ.

چېرته مرسته او مشوره ترلاسه کولای شم؟

که پر ځان مو شک وي چې په اېچ آی وي اخته شوي ياست او يا هم د خپل روغتيايي حالت په اړه اندېښنه لرئ، سملاسي له خپل ډاکټر سره اړيکه ونيسئ او مرسته ترلاسه کړئ.

که غواړئ په ناپېژانده توګه مو درملنه وشي، کولای شئ له مشورتي مرکزونو سره اړيکه ونيسئ. د (Deutschen AIDS-Hilfe) پر پلټونکي ماشين يوه مشورتي اداره موندلای شئ.

  • که وړيا مشوره او يا په وړيا ډول د اېج آی وي ازموينه ترسره کول غواړئ، هلته خپل پوستي کوډ او سيمه ورکړئ او تر کتګورۍ لاندې (Aidshilfe) او يا هم (HIV-Beratung) توري ورکړئ. همدا شان د (Testangebot) له غوره کولو سره د ازموينې لپاره په سيمه کې نږدې روغتيايي اداره موندلی شئ. که پلټنه مو پايله نه لري، کولی شئ د لټون سيمه پراخه کړئ. د دې کار لپاره په (Umkreissuche) برخه کلېک وکړئ او د خوښې واټن مو غوره کړئ.
  • که د هيپتايتس او نورو لېږدېدونکو ناروغيو په اړه مالومات غواړئ، هلته د لټون په کړکۍ کې د خپل ښار نوم او تر کتګورۍ لاندې (Checkpoint) ټکی ورکړئ. که پلټنه مو پايله نه لري، کولی شئ د لټون سيمه پراخه کړئ. د دې کار لپاره په (Umkreissuche) برخه کلېک وکړئ او د خوښې واټن مو غوره کړئ.
  • که د لټون په کړکۍ کې د خپل ښار نوم او تر کتګورۍ لاندې (Selbshilfekontakt) ټکی ورکړئ، د خپلې سيمې اړوند ځاني مرستندويې ډلې او لارښوونکي موندلای شئ. ځاني مرستندويې ډلې (Selbsthilfegruppen) د هغو کسانو يوه ډله ده چې د سره ورته ستونزو په اړه خبرې کوي. دوی يو له بل سره تجربې شريکوي او د مشورتي يا درملنې ادارو موندلو لپاره يو له بل سره مرسته کوي. که پلټنه مو پايله نه لري، کولی شئ د لټون سيمه پراخه کړئ. د دې کار لپاره په (Umkreissuche) برخه کلېک وکړئ او د خوښې واټن مو غوره کړئ.
  • د برېښناليک له لارې په انلاين توګه وړيا او ناپېژانده مشوره (په انګليسي جرمني او فرانسوي ژبو) هم ترلاسه کولای شئ. په چټ کې بيا يوازې په جرمني ژبه مشوره ترلاسه کولای شئ. په دې اړه بشپړ مالومات پر (aidshilfe-beratung) وېبسایټ ولولئ.

پاملرنه: مشوره او ازموينې وړيا دي. هلته مو د نوم يا هويت ښکاره کولو اړتيا هم نشته. همدا شان د استوګنې د اجازې له په پام کې نيولو پرته هم مرسته ترلاسه کولای شئ. که له جرمني ژبې پرته په بله ژبه مرسته غواړئ، کولای شئ اړونده ادارو ته په انګليسي برېښناليک يا پيغام ولېږئ او يا له ځان سره داسې يو باوري کس بوځئ چې ژباړه درته وکړي.

مهم: هغه کسان چې د استوګنې يا هويت سندونه نه لري او يا هم بيمه نه لري، له (Medibüro) يا (Clearingstelle) څخه په عاجلو حالتونو کې درمل ترلاسه کولای شي.

مهم

تاسې کولای شئ له ډاکټرانو سره د لېږدېدونکو جنسي ناروغيو ازموينې ترسره کړئ. که غواړئ ناپېژانده پاته شئ، کولای شئ د (Teststellen) روغتايي ادارو او (Checkpoints) په شان ځايونو ته ورشئ. هلته له تاسې د نوم يا هويت ښکارولو غوښتنه نه کيږي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: