په جرمني کې روغتيايي بيمه

اوسمهالیز 28.02.2024

څنګه کولای شم روغتيايي بيمه ترلاسه کړم؟

کله چې په جرمني کې د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ؛ بايد د روغتيايي بيمې په يوه چوکاټ کې هم ځان شامل کړئ. د جرمنيانو په ګډون هر هغه څوک چې په جرمني کې اوسيږي؛ اړ دي چې روغتيايي بيمه ولري. د روغتيايي بيمې شرکتونه د ډاکټر د کتنې فيس، په روغتون کې د بسترېدو او د ډېری درملو لګښتونه پر غاړه اخلي. ځينې وخت ښايي دوی د ټولو درملو پیسې ورکړي.

که د چا د پناغوښتنې قضيه روانه وي يا ډولډونګ يا د استوګنې بل لنډمهالی سند ولري؛ کولای شي اړوند مالومات د (کډوالو لپاره روغتيايي بيمه) په څپرکي کې په دې اړه ډېر مالومات ومومي.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

زما لپاره کوم ډول روغتيايي بيمه غوره ده؟

په جرمني کې له ۱۰۰ ډېر روغتيايي شرکتونه شته. له دې ډلې ځينې دولتي او ځينې نور شخصي دي. دا دواړه ډوله د لاسرسي په شرطونو، غوښتل کېدونکې ونډې او ګټو کې يو له بله توپير لري. د اصولو له مخې تاسې کولای شئ د خپل ځان لپاره په خپله خوښه د بيمې يو شرکت غوره کړئ. البته د شخصي بيمې اخستلو پر مهال ځينې محدوديتونه شته: د شخصي بيمې شرکتونه ځينې ځانګړي کسان (ملکي کارکوونکي، د شخصي کاروبار درلودونکي او زده‌کوونکي) او د لوړ عايد ترلاسه کوونکي کارکوونکي تر پوښښ لاندې نيسي. البته دولتي بيمه بيا د خلکو له دندې، ډلبندۍ يا عايد په پام کې نيولو پرته ټول کسان مني.

په دولتي بيمه کې ستاسې ونډه ستاسې له معاش يا عايد سره اړه لري. د ډېر عايد لرونکي کسان ډېره ونډه او د لږ عايد لرونکي کسان لږ پیسې ورکوي. د دې کار لامل دا دی چې د ټولنې ټول غړي وکړای شي په مساوي ډول له روغتيايي بيمې برخمن شي. د دولتي بيمې يو ستر امتياز دا دی چې تر ځانګړو شرطونو لاندې کولای شئ خپل بچيان يا د ژوند ملګرې/ملګری هم له ځان سره په وړيا ډول په بيمه کې شامل کړئ.

په شخصي بيمه کې د بيمې د ونډې کچه د معاش له اندازې سره اړه نه لري او د هر کس د بيمې ګواښ مهم ګڼل کيږي. د هر چا د بيمې ګواښ د هغه د عمر، جنس، له مخکې شته شرطونو او د ژوند د ډول له مخې محاسبه کيږي. په معمول ډول د شخصي بيمې شرکتونه د دولتي بيمې د شرکتونو په پرتله ډېره ونډه غواړي. ځکه خو د شخصي بيمې درلودونکي ناروغان ځينې وخت په آسانۍ له ډاکټر سره وخت اخستلای شي او غوره چلند ورسره کوي. دوی همدا شان ځينې نور امتيازونه هم لري. البته د شخصي بيمې درلودونکي بايد ډاکټر ته د تګ پر مهال د فيس او درملو ټولې پیسې خپلې ورکړي او بيا يې د بيمې له شرکته بېرته واخلي.

که څوک په رسنيو يا هنري برخه کې کار کوي؛ کولای شي د جرمني د هنرمندانو د ټولنيز خونديتوب صندوق (Künstlersozialkasse", a.k.a KSK) کې د ګډون غوښتنه وکړي. که غوښتنه مو ومنل شي؛ د بيمې نيمې پیسې به مو دا صندوق ورکړي.

په جرمني کې ډېر خلک دولتي بيمه لري. که نه پوهېږئ چې کومه بيمه ستاسې لپاره غوره ده؛ کولای شئ د کاروونکو د خونديتوب سازمان (Verbraucherzentrale) له کارکوونکو مشوره واخلئ. همدا شان کولای شئ په (www.krankenkassen.de) کې د بېلابېلو شرکتونو د تګلارو او امتيازونو پرتله وکړئ.

يادونه: له شخصي بيمې څخه دولتي بيمې ته ځان بدلول ځينې وخت ډېر ستونزمن او يا ناشوني وي. ځکه نو د بيمې شرکتونو د بدلولو پر مهال له شونو پایلو څخه ځان ډاډه کړئ او ځان ښه وپوهوئ.

څنګه کولای شم ځان د بيمې په شرکت کې ثبت کړم؟

د اصولو له مخې د هر شرکت پر وېبسایټ په انلاين ډول د بيمې لپاره ځان ثبتولای شئ. همدا شان کولای شئ د هغوی څانګو او دفترونو ته ورشئ او ځان ثبت کړئ. د ثبت لپاره د پاسپورت اندازه يوه عکس، د اوسېدلو د ځای د ثبت سند او د عايد د اندازې سند (يا له جاب‌سنټر يا سوسيال څخه د مرستې ترلاسه کولو سند) له ځان سره يوسئ. په بريالي ډول له ثبت وروسته به د بيمې کارت د پوسټ په وسيله ترلاسه کړئ. ډاکټر يا روغتون ته د تلو پر مهال بايد دا کارت تل له ځان سره ولرئ.

د کورنۍ د غړو بيمو (Familienversicherung) څه ته وايي؟

د دولتي بيمې درلودونکي تر ځانګړو شرطونو لاندې کولای شي خپل بچيان يا د ژوند ملګرې/ملګری هم له ځان سره په وړيا ډول په بيمه کې شامل کړي. دا کسان د کورنۍ بيمې د غړو (Familienversicherung) په نوم ياديږي. البته دا کار يوازې هغه وخت کيږي چې د کورنۍ ياد شوي غړي مو لږ عايد ولري او يا هېڅ عايد ونه لري. د عايد د اندازې او د کورنۍ د غړو شاملولو په اړه د خپل بيمې له شرکته پوښتنه وکړئ او نور مالومات ترلاسه کړئ. هڅه وکړئ چې له دوی سره په ليکلې بڼه اړيکې ونيسئ څو هر څه په ليکل شوي ډول ثبت شي. که وروسته کومه ستونزه پېښه شي؛ کېدای شي په دې سندونو له خپل حقه دفاع وکړئ.

د اولادونو درلودلو پر مهال د هغوی عمر د بيمې په شاملولو کې مهم رول لري. د ماشوم تر اتلس کلنۍ پورې هغه له خپل مور يا پلار سره په دولتي بيمه کې په وړيا ډول شامليږي. که ماشوم کار ونه کړي؛ دا موده تر ۲۳ کلنۍ غزېدلای شي. د لاندې شرطونو لرونکي ځوانان کولای شي تر ۲۵ کلنۍ پورې له کورنۍ بيمې ګټه واخلي:

  • ښوونځي ته تلل
  • له معاش پرته د حرفوي زده‌کړو ترسره کول
  • په پوهنتون کې زده‌کړه
  • د يوه کال لپاره بې‌معاشه رضاکارانه کار (د بېلګې په ډول له هېواده بهر يو کال رضاکارانه کار يا يوه کلنه ټولنيزه يا ايکولوژيکي دوره)
  • معلول کسان د ټول عمر لپاره له خپل مور او پلار سره بيمه کيږي.

د کورنۍ د غړو بيمه يوازې د هغو کسانو لپاره دي چې رسمي واده يې سره کړی وي. د LGBTIQ اړوند جوړې هم په دې بيمه کې شامليږي. د بچيانو د بيمې په شان د ژوند د ملګري يا ملګرې بيمه هم له معاش سره اړه لري. د زياتو مالوماتو لپاره غوره چې د بيمې له شرکت سره اړيکه ونيسئ.

يادونه: په شخصي بيمه کې د کورنۍ د غړو بيمه نشته او بايد د هر کس لپاره بېلې پیسې ورکړل شي.

د روغتيايي بيمې د خدمتونو پیسې څوک ورکوي؟

د روغتيايي بيمې د ونډې مياشتنۍ پیسې د بيمې ګډونوال ورکوي. که څوک له سوسيال يا جاب‌سنټره دولتي مرسته ترلاسه کوي او يا د کار له ادارې د بېکارۍ پیسې اخلي؛ دا ادارې به د هغه د بيمې لګښتونه هم ورکړي. که داسې دنده ترسره کوئ چې ټولنيزې بيمې د ورکړې تابع وي؛ ستاسې د روغتيايي بيمې پیسې به هم ستاسې د دارې له لوري په مخامخ ډول د بيمې شرکت ته ولېږل شي. د دې ونډې نيمايي پیسې ستاسې له معاشه ګرځول کيږي او نورې به ستاسې اداره ورکړي. په معمول ډول هغه څوک چې له ۴۵۰ يورو زيات معاش واخلي؛ اړ دي چې د ټولنيزې بيمې ونډه ورکړي. که څوک نيمه وخت دنده (mini-job) ولري؛ خپل کاروبار ولري او يا زده‌کوونکی وي؛ بايد د روغتيايي بيمې خپله برخه پیسې په خپله هره مياشت د بيمې د شرکت بانکي اکونټ ته وليږي.

يادونه: هېڅوک نه شي کولای له روغتيايي بيمي پرته وخت تېر کړي او پیسې ټولې کړي. که څوک يو څه وخت د روغتيايي‌ بيمې پیسې ورنه کړي؛ وروسته بايد ټولې پر يوه ځای ورکړي.

دولتي بيمه کوم لګښتونه نه ورکوي؟

د دولتي بيمې اړوند شرکتونه د ښايست د جراحيو، د شخصي سفر پر مهال د واکسينو او د درملنې د سرپرست لګښتونه نه ورکوي. د اصولو له مخې د غاښونو د يوې برخې درملنه تر پوښښ لاندې ده. ځکه نو غوره ده چې تاسې د ډالۍ کتابچه (Bonusheft) له ځان سره ولرئ. ستاسې د غاښو ډاکټر به په دې کتابچه کې تاييد کړي چې تاسې په منظم ډول (هر شپږ مياشتې يا کال وروسته) د کتنې لپاره ورغلي ياست. که د کالونو په اوږدو کې د تاييد دا پاينټونه جمعه کړئ؛ د غاښونو د ځينو ګران‌بيه درمنلو پر مهال به ستاسې د بيمې شرکت ځينې لګښتونه درکړي. دا ډول کتابچې د غاښونو له ډاکټر څخه ترلاسه کولای شئ. په دې اړه نور مالومات پر (zahnvorsorge.plus) وېبسایټ ومومئ.

که په کوم روغتون کې بستر شئ؛ د هرې ورځې لپاره بايد لس يورو خپله ورکړئ. نورې پیسې چې ښايي مقدار يې زيات وي؛ ستاسې د بيمې شرکت ورکوي.

د درملو پیسې څوک ورکوي؟

د اصولو له مخې ناروغان بايد هغه درمل په خپله له درملتون څخه واخلي چې ډاکټر ورته ل‍يکلي دي. په خپل شاوخوا کې د درملتون موندلو لپاره (aponet.de) وېبسایټ وګورئ. دا چې د کومو درملو پیسې بايد خپله ورکړئ؛ له څو عواملو سره اړه لري:

- که څوک شخصي بيمه ولري؛ لومړی بايد د درملو پیسې خپله ورکړي. ورسته چې د پیسو بېل او نسخه د بيمې شرکت ته ولېږئ؛ هغوی به بشپړې پیسې بېرته تاسې ته راوليږي.

- که څوک دولتي بيمه ولري؛ د ورکول کېدونکو پیسو ډول په دې پورې اړه لري چې درمل د ډاکټر له لوري تجويز شوي او که نه. تجويز شوي درمل هغه درمل دي چې تاسې يې يوازې د ډاکټر په نسخه رانيولای شئ. ګلابي رنګ لرونکې نسخې تل تجويز شوي درمل په ګوته کوي. د ناتجويز شوو درملو لپاره زرغون رنګه نسخه ورکول کيږي. د اصولو له مخې د ناتجويز شوو درملو ټولې پیسې بايد خپله ورکړئ. د تجويز شوو درملو لپاره ښايي هېڅ يا لږ پیسې وغوښتل شي. البته د غوښتل کېدونکو پیسو اندازه بايد له لس يورو زياته نه وي. د ماشومانو او نويو ځوانانو لپاره تجويز شوي درمل په عمومي ډول په بشپړه توګه د بيمې د شرکت تر پوښښ لاندې وي او له تاسې يې پیسې نه غوښتل کيږي.

يادونه: د درملو اخستلو پر مهال د شخصي ونډې اندازه محدوده ده. که تاسې د خپل ناخالص کلني عايد له ۲٪ زياته برخه په درملو يا درملنه لګولې وي؛ د کال د پاته مودې لپاره به د نورو لګښتونو له ورکولو معاف شئ. همدا شان که څوک دايمي ناروغي ولري او ګڼو درملو ته اړتيا لري؛ د ناخالص عايد د ۱ په سلو کې له لګولو وروسته به د نورو لګښتونو له ورکولو معاف شي. 

که د چا د درملو د پیسو اندازه د عايد له پورته يادې شوې ۱ يا ۲ سلنې زياته شي؛ کولای شي د بيمي له خپل اړوند شرکت نه وغواړي چې د کال په پاته موده کې يې د پیسو له ورکړې معاف کړي. د دې کار لپاره بايد د اخستل شوو درملو ټول بېلونه او د عايد د اندازې ثبوت د بيمې اړوند شرکت ته ولېږئ. د بيمې شرکت به د دې سندونو له ارزولو وروسته تاسې ته د معافۍ يو سرټيفيکېټ دروليږي. د درملو پېرلو پر مهال دا سرټيفيکېټ د درملتون کارکوونکو ته ورښکاره کړئ څو د پیسو له ورکولو خلاص شئ. دا معافي د همدې کال لپاره معتبره ده او بل کال بايد بل سرټيفيکېټ ترلاسه کړئ.

د بيمې شرکتونه د رواني يا اروايي درملنې پیسې هم ورکوي؟

د اصولو له مخې د بيمې شرکتونه د اروايي درملنې لګښتونه هم پر غاړه اخلي. البته د دولتي بيمې لرونکي کولای شي يوازې هغو ارواپوهانو ته ورشي چې د دولتي بيمې له لوري تاييد شوي‌ وي (Kassenzugelassene Therapeuten). پام مو وي چې د اروايي درملنې پر مهال د (Kassenzulassung) ټکي ته پام وکړئ. اړوند ډاکټر به په پیل کې ٬٬د مشکوکو لاملونو تشخيص٬٬ یا (Verdachtsdiagnose) وکړي او پایله به يې د بيمې ادارې ته ولېږي. که د هغوی له لوري د درملنې د پیسو د ورکړې تاييد ترلاسه شي، ستاسې درملنه به پیل شي.

آيا کولای شم د روغتيايي بيمې شرکت بدل کړم؟

د ۲۰۲۱ کال له پیل راهيسې د بيمې شرکت بدلول اسانه شوي دي. د دې کار لپاره یوازې د بيمې له بل شرکت سره نوم ثبتولو ته اړتيا ده او د زړې بيمې کنسلولو ته اړ نه ياست. دا کار یوازې هغه وخت اړين دی چې له دولتي بيمې څخه شخصي بيمې ته ځان بدلول وغواړئ او يا بهر ته سفر وکړئ.

د اصولو له مخې د بيمې د شرکت له غړيتوب اخستو يوازې ۱۲ مياشتې وروسته کولای شئ دا شرکت بدل کړئ. که په يوه نوی ځای کې کار پیل کړئ، بيا هم کولای شئ د بيمې شرکت بدل کړئ. په داسې حالت کې ۱۲ مياشتې محدوديت په پام کې نه نيول کيږي.

که کوم وخت ناڅاپه د بيمې شرکت د پیسو زياتولو غوښتنه وکړي؛ کولای شئ د لغوه کولو له ځانګړي حق (Sonderkündigungsrecht) څخه ګټه واخلئ او تړون مو له دوولس مياشتو وړاندې لغوه کړئ.

يادونه: له شخصي بيمې څخه دولتي بيمې ته ځان بدلول ځينې وخت ډېر ستونزمن او يا ناشوني وي. ځکه نو د بيمې شرکتونو د بدلولو پر مهال له شونو پایلو څخه ځان ډاډه کړئ او ځان ښه وپوهوئ.

د ستونزې پر مهال چا ته شکايت کولای شم؟

 

که د روغتيايي بيمې کوم شرکت ستاسې ګډون رد کړي او يا ستاسې د درملو يا ډاکټر د پیسو له ورکولو ډډه وکړي؛ کولای شئ د ناروغانو د خپلواکې مشورې ادارې (Unabhängige Patientenberatung) ته شکايت وکړئ. دې ادارې ته زنګ وهل يا مشوره اخستل لګښت نه غواړي خو کارکوونکي يې يوازې په جرمني، عربي، ترکي او روسي ژبو خبرې کوي. که څوک د دولتي بيمې غړيتوب ولري، کولای شي (Aufsichtsbehörden der gesetzlichen Krankenversicherung) ته شکايت وکړي.

مهم

ځينې ډاکتران يوازې هغه ناروغان مني چې شخصي روغتيايي بيمه ولري. دا ناروغان د خپلې درملنې پیسې نغدې ډاکټر ته ورکوي. د دولتي بيمې درلودونکي ناروغان (Kassenpatienten) بايد داسې ډاکټر ته ورشي چې دولتي بيمه مني.

د ډاکټر د موندلو لپاره کولای شئ د جرمني د طبي ټولنې (Bundesärztekamme) وېبسایټ ته ولاړ شئ. هلته خپل ايالت وټاکئ څو داسې ډاکټر ومومئ چې ستاسې په ژبه خبرې کوي. که دا ډول ډاکټر ونه موندل شي؛ کولای شئ له ځان سره يو ژباړن بوزئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: