په جرمني کې د لوړو زده‌کړو سندونه

Studium
اوسمهالیز 01.06.2023

په جرمني کې له لوړو د فراغت کوم سند ترلاسه کولای شم؟

د اروپايي ټولنې د يوه غړي هېواد په توګه جرمني هم له دوه‌زرم کال وروسته د خپلو پوهنتونونو سيستم له نورو اروپايي هېوادونو سره برابر کړی دی. دې کار ته (Bologna-Prozess) وايي. د لېسانس او ماسټرۍ نويو سندونو په عملي‌توګه د پخواني دېپلوم او (Magister Artium) ځای نيولی. له دې سره سره ښايي ځينې پوهنتونونه اوس هم زاړه سندونه وکاروي ځکه ټولو پوهنتونونو بولوګنا پروسه نه ده بشپړه کړې. دا دواړه سندونه له اوسنۍ ماسټرۍ له سندونو سره معادل دي.

د فراغت د سندونو ډولونه

لسانس (Bachelor)

لسانس له پوهنتون نه د فراغت سند دی چې په اروپا او د نړۍ په نورو ګڼو هېوادونو کې په رسميت پېژندل کيږي. لسانس، Magister Artium او دیپلوم د (grundständige Studien) په نوم ياديږي. په عمومي ډول تاسې درې يا څلور کاله زدکړو ته اړتيا لرئ څو دا سند ترلاسه کړئ. د زدکړو پر مهال به د خپلو ټاکل شوو مضامينو اساسات زده کړئ. په بشري څانګو کې له زدکړو وروسته د هنرونو لسانس  (B.A.) سند او په ساينسي برخه کې له زدکړو وروسته د ساينس لسانس (B.Sc.) ترلاسه کوئ. که په انجينيري برخو کې دزکړه کوئ؛ د انجنيرۍ لسانس (B.Eng.) ترلاسه کولای شئ. د دې سند له ترلاسه کولو وروسته په ټيټه کچه د دندو بازار ته لاره پيدا کوئ. د زدکړو د دوام لپاره کولای شئ د ماسټرۍ زدکړو ته نوم‌ليکنه وکړئ. پر (studis-online.de) وېبسایټ په دې اړه نور مالومات موندلای شئ.

ماسټري (Master)

د ماسټرۍ سند د لسانس له بشپړولو وروسته ترلاسه کولای شئ. د ماسټرۍ د بشپړولو لپاره يو يا دوو کالو ته اړتيا ده. د زدکړو پر مهال به تاسې د درکول شوو مضامينو په اړه خپله پوهه پراخه کړئ او په يوه يا دوو برخو کې به تخصص ترلاسه کړئ. دلته هم د لسانس په شان په بشري څانګو کې د هنرونو ماسټري (M.A.) او په ساينسي برخو کې د ساينس د ماسټرۍ سند (M.Sc.) ترلاسه کوئ. د دې سند له ترلاسه کولو وروسته په يو څه لوړه کچه د کار بازار ته لاره موندلای شئ.

ستاژ يا دولتي ازموينه (Staatsexamen)

ځينې اکاډميک مضمونونه د لسانس او ماسټرۍ د سيستم برخه نه دي. که څوک غواړي ډاکټر، وکيل، ښوونکی او يا درمل جوړوونکی شي؛ بايد د خپلو زدکړو په پای کې رسمي دولتي ازموينه ورکړي. کله چې د لسانس اړوند ټول اړين کورسونه بشپړ شي؛ لومړۍ دولتي ازموينه (Erstes Staatsexamen) اخستل کيږي. که بريالي شئ؛ بايد د خپل کار په برخه کې د تخصصي روزنې دوره بشپړه کړئ. له دې وروسته دوهمه دولتي ازموينه (Zweites Staatsexamen) اخستل کيږي. په دې ازموينه کې له بريا وروسته د خپل مسلک اړوند لقب ترلاسه کولای شئ. دولتي ازموينې د فدرالي قوانينو برخه دي او په ټول جرمني کې يو ډول اخستل کيږي.

دوکتورا PhD

که غواړئ د ماسټرۍ له بشپړولو وروسته اکاډميکو زدکړو ته دوام ورکړئ؛ کولای شئ د دوکتورا په پروګرام کې د ګډون غوښتنه وکړئ. د دوکتورا ترلاسه کولو لپاره هرې څانګې ته په کتو ښايي د علمي مقالو لپاره د څېړنو، ليکنو او خپرولو موده دوه يا زيات کالونه دوام وکړي. د دوکتورا د پیلولو لپاره بايد تر هر څه لومړی يو پروفیسور (Doktorvater) يا پروفیسوره (Doktormutter) ومومئ چې تاسې د دوکتورا د محصل په توګه ومني. د دې کار له ترسره کولو وروسته کولای شئ په اړوند پوهنتون کې د دوکتورا پروګرام د بشپړولو لپاره نوم‌ليکنه وکړئ.

د دوه‌ګونو حرفوي زدکړو سند (duales Studium)

د غبرګو حرفوي زدکړو سند يو ځانګړی پروګرام دی چې له مخې يې د پوهنتون او (Berufsakademie) په شان د لوړو زدکړو په موسسو کې نظري او په يوه شرکت يا موسسه کې عملي زدکړې سره يو ځای کوي. دا په دې مانا چې تاسې به يو ديپلوم او په شرکت کې د عملي روزنې مسلکي سند ترلاسه کړئ. دا ډول پروګرامونه په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، ميخانيکي انجينیرۍ او کمپيوټرساينس په برخو کې معمول دي. د پوهنتونونو منظمو پروګرامو ته په کتو غبرګې حرفوي زدکړې یوازې کې په اکاډميکو زدکړو تمرکز نه کوي بلکې تر څنګ يې په شرکتونو کې عملي زدکړې هم تر سره کيږي او د عملي کار کولو پر مهال معاش تر لاسه کوي.

دا پروګرام له دريو تر پينځو کالونو دوام کوي. ډېر وخت د حرفوي روزنې برخه دوه کاله وخت نيسي څو اکاډميکو زدکړو ته کافي وخت پاته شي. په دې پروګرامونو کې د ګډون لپاره د پوهنتون په شان د داخلې سندونو ته اړتيا ده خو لومړی بايد يوه شرکت ته د عملي کار لپاره غوښتنليک ولېږئ. وروسته به د زدکړو لپاره هغه پوهنتون ته ځئ چې ستاسې له شرکت سره همکاري لري.

د غبرګو حرفوي زدکړو د کورسونو او شرکتونو لست د Ausbildung Plus پر وېبسایټ موندلای شئ. بايد په ياد مو وي چې په دې پروګرام کې د ګډون لپاره وختي نوم‌ليکنه وکړئ. په دې اړه نور مالومات دلته پر (azubi.de) وېبسایټ موندلای شئ.

مهم

پر (hochschulkompass.de) د لوړو زده‌کړو د بېلابېلو ډولونو او د فراغت د سندونو له مخې اړوند مالومات او خپلو پوښتنو ته ځوابونه موندلای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: