د جرمني ژبې زده‌کړه

اوسمهالیز 14.11.2023

چېرته جرمني ژبه زده کولای شم؟

د جرمني ژبې د زده‌کړې يا ځواکمنولو ل‍پاره ګڼ فرصتونه شته. که انټګراڅيون کورس يا د دندې لپاره د جرمني ژبې کورس مو هم نه وي ترسره کړی، کولای شئ جرمني ژبه زده يا پياوړې کړئ. دلته د جرمني ژبې د وړيا يا ارزانه کورسونو او فرصتونو په اړه مالومات درکوو.

چېرته جرمني ژبه زده کولای شم؟

د جرمني ژبې کورسونه

د جرمني ژبې ډېر وړيا کورسونه شته چې د رضاکاره مرستندويانو له لوري وړاندې کيږي. البته په دې کورسونو کې ښوونکي مسلکي نه دي او او په خپله خوښه نويو راغلو کسانو ته ژبه ورزده کول او له دوی سره مرسته کول غواړي. د دې کورسونو ډېری يې د پیلوونکو لپاره دي. البته د عالي ژبې د زده‌کړې ځينې کورسونه هم شته. له دې کورسونو په ځينو کې يې نوم‌ ليکل اړين دي خو په ځينو نورو کې اړتيا نشته او هر څوک کولای شي ګډون پکې وکړي. زموږ د سيمه‌ييز لټون پر پاڼه کولای شئ په خپل شاوخوا کې يو وړيا کورس ومومئ. که دلته مو کورس ونه موندلای شو؛ کولای شئ د کډوالو لپاره د مشورې يوه مرکز يا د ځوانو مهاجرو د خدمتونو ادارې ته ورشئ او د وړيا کورسونو په اړه مالومات ترې ترلاسه کړئ. په ياد مو وي چې په ځينو ښارونو کې (Volkshochschulen) هم د نويو پیلوونکو لپاره وړيا کورسونه لري.

د جرمني ډېر پوهنتونونه هم د کډوالو لپاره د جرمني ژبې کورسونه وړاندې کوي. دا کورسونه وړيا دي او خپله د پوهنتونونو يا د جرمني د اکاډميکې تبادلې د خدمتونو ادارې (DAAD) له لوري تمويليږي. له دې ډلې د ځينو کورسونو موخه دا ده چې زده‌کوونکي په پوهنتون کې ګډون او زده‌کړو ته چمتو کړي. البته په ځينو کې يې له دې شرط پرته هم ګډون کولای شئ. که په ښار کې مو پوهنتون وي؛ کولای شئ  د ژبې کورسونو لپاره د هغوی پر وېبسایټ د کډوالو لپاره وړانديزونه (Angeboten für Flüchtlinge) ټکی وپلټئ او يا د بهرنيو چارو اکاډميکي ادارې يا د ژبو مرکز ته ورشئ.

د ګويته انستيتیوت په شان د ژبو د زده‌کړو په ځينې رسمي دولتي ښوونځيو کې کورسونه ډېر قيمته دي. د دې کورسونو يو ښه بديل فولکس‌هوخ‌شوله Volkshochschulen (VHS)) دی. دا ښوونځی د جرمني په هره سيمه کې شته. که کار کوئ او جرمني ژبه مو هومره ښه نه وي؛ کولای شئ له خپل رييس نه وپوښتئ چې د ژبې د ژبې د زده‌کړې فرصتونه درته برابر کړي او يا يې لګښت درکړي.

يادونه: د جرمني يو شمېر پوهنتونونه او بنسټونه د لوړې کچې ژبې د زدکړې لپاره سکالرشيپونه لري. د بېلګې په ډول دوسلدورف د بين‌اللمي اړيکو انستيتيوت (Institute for International Communication (IIK) هر کال دوبی د ژبې د زدکړې بېلابېل سکالرشيپونه وړاندې کوي چې له B1 څخه پیليږي.  که تاسې په پوهنتون کې نوم ليکنه کړې وي او په جرمني کې مو د اوسېدو وخت له ۱۵ مياشتو نه وي اوښتی؛ د (DAAD) د ژبې د زدکړې د سکالرشيپ مستحق ياست. د يوه محصل په توګه کولای شئ په هومبولټ بنسټ (Humboldt Foundation) کې د ګډون غوښتنه وکړئ. دا بنسټ د نورو تر څنګ د جرمني ژبې د کورسونو سکالرشيپونه هم وړاندې کوي خو د ټاکنې معيارونه يې سخت دي.

د ژبې د زده‌کړې کافې

د ژبو د زده‌کړو د قهوه‌خونو (Sprachcafés) په نوم ځايونو کې هم ډېر رضاکاران شته چې له تاسې سره د جرمني ژبې په زده‌کړه کې مرسته کوي. په دې ځايونو کې کولای شئ له نورو وګړو سره ووينئ او په جرمني ژبه خبرې ورسره وکړئ. هلته د ژبې تمرين کولای او نوي لغتونه زده کولای شئ. البته ښايي نوي ملګري هم ومومئ. په دې ځايونو کې مهمه نه ده چې تاسې نوې ژبه زده کوئ او که د لوړې کچې ژبې د زده‌کړې هڅه کوئ. د ژبې په قهوه ‌خانو کې کسان په وړو ګروپونو کې سره کښېني او يو له بل سره خبرې کوي.

زموږ د سيمه‌ييز لټون  پر پاڼه کولای شئ په خپل شاوخوا کې يوه (شپرخ کفې) ومومئ. که ونه شي؛ کولای شئ د کډوالو لپاره د مشورې يوه مرکز ته ورشئ او د دې ډول فرصتونو په اړه مالومات ترې ترلاسه کړئ.

له دوه‌اړخيز همکار سره د ژبې زده‌کړه

د جرمني ژبې د زده‌کړې لپاره يو دوه‌اړخيز همکار هم موندلای او ژبه ورسره زده کولای شئ. دوه‌اړخيز همکار هغه کس دی چې جرمني ژبه يې زده وي غواړي اوس ستاسې ژبه زده کړي. تاسې کولای شئ له دې کس سره وخت پر وخت ووينئ او يو له بله ژبې زده کړئ. زموږ د سيمه‌ييز لټون  پر پاڼه کولای شئ په خپل شاوخوا کې يو وړيا کورس ومومئ. که دلته مو دا کس ونه موندلای شو؛ کولای شئ د کډوالو لپاره د مشورې يوه مرکز ته ورشئ او د ژبې د همکار یا پارټنر په اړه مالومات ترې ترلاسه کړئ.

په آنلاين توګه د جرمني ژبې زده‌کړه

په انلاين ډول د جرمني ژبې د زده‌کړې لپاره ګڼ فرصتونه شته:

  • د (dw.com) پاڼه او د فولکسهوخشوله د زده‌کړې وېبسایټ له تاسې سره د جرمني ژبې په زده‌کړه کې مرسته کوي. پر دې پاڼو هر څوک د ګرامر تر څنګ د خبرو، ليکلو اورېدلو او لغتونو د ذخيرې پياوړي کولو درسونه موندلای او زده کولای شي.
  • د (deutschakademie.de) او (deutsch-lernen.com) پر پاڼو کولای شئ د جرمني ژبې د بېلابېلو کچو وړيا کورسونه بشپړ کړئ.
  • د آسانه جرمني د يوټيوب پر چینل هم د دې ژبې د زده‌کړې په زړه پورې ويډيوګانې موندلای شئ.
  • ګويته انستيتیوت د جرمني ژبې لومړني درسونه او همدا شان د د عالي جرمني د زده‌کړې لپاره ځانګړي فرصتونه لري. د دوی پر وېبسایټ د دندو لپاره د لغتونو ذخيرې هم موندلای او زده کولای شئ.
  • په مونشن کې د کډوالو مرستندوی بنسټ له وېبسایټ څخه د ابتدايي جرمني ژبې د زده‌کړې يو کتابګوټی هم ترلاسه کولای شئ. دا کتاب په سافټ بڼه دی او په پښتو ژبه هم شته.
  • پر (ondaz.de) وېبسایټ د ګرامر بېلابېل تمريني توکي موندلای شئ. تاسې کولای شئ هلته ځانونه راجستر کړئ او خپل پرمختګ وڅارئ. همالته (andere Webseiten) بټن کېکاږئ او داسې نور وېبسایټونه وګورئ چې کولای شئ د اورېدلو په شان ځينې کارونه پکې تمرين کړئ.
  • پر lernox.de وېبسایټ د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د جرمني ژبې د زده‌کړې ډېرې ويډيوګانې او د تمرين پاڼې موندلای شئ.
  • پر (lunes.app) د جرمني ژبې د زده‌کړې يو وړيا اپليکېشن يا کاريال کښته کولای شئ. هلته هغه ويي يا لغتونه موندلای شئ چې د زده‌کړو او اوسبيلډونګ لپاره مهم دي.

د Alumniportals Deutschland پر وېبسایټ هم د جرمني ژبې د زده‌کړې د بېلابېلو کچو ويډيويي او غږيزو موادو يو ښه ارزونه کتلای شئ. هلته د جرمني ژبې د بېلابېلو ازموينو لپاره د تياري ګټور مواد هم موندلای شئ.

کتابتونونه

په عامه کتابتونونو کې هم د جرمني د زدکړې لپاره ډېر کتابونه موندلای شئ. هلته انټرنټ هم وړيا کارولای او په ارامۍ مطالعه کولای شئ. پر (bibliotheksportal.de) وېبسایټ په خپل شاوخوا کې يو عامه کتابتون موندلای شئ. عامه کتابتونونو ته ورتګ وړيا او يا ډېر ارزانه دی. دوی د کډوالو لپاره ځانګړي وړانديزونه هم لري. په دې اړه ډېر مالومات پر (Bibliotheksangebote für Flüchtlinge und Asylbewerber) وېبسایټ موندلای شئ.

مهم

د يوې ژبې د زده‌کړې لپاره تر ټولو مهم د هغې تمرين دی. ځکه نو تل په جرمني ژبه د خبرو کولو جرئت وکړئ او د غلطيو په کيسه کې مه کېږئ. په لومړي سر کې غلطۍ نورمال خبره ده او خلک مو له خبرو مفهوم اخستلای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: