پوهنتون ته نوم‌ليکنه

څنګه کولای شم د جرمني په يوه پوهنتون کې داخله وکړم؟

دلته موږ د {videoservice} د منځپانګې لرونکي يو. د نورو مالوماتو لپاره {socialhintlink_end}(دلته){socialhintlink_begin} کلېک وکړئ.

که لېسه يا دوولسم ټولګی مو په خپل هېواد کې بشپړ کړی وي؛ کولای شئ په جرمني کې پوهنتون ته ولاړ شئ. ستاسې د زدکړو څانګې ته په کتو د نوم‌ليکنې پروسيجر توپير کوي. په دې د پاسه د نوم‌ليکنې وخت هم په هر پوهنتون او څانګه کې توپير کوي. د جرمني د ډېرو پوهنتونونو پروګرامونه د ژمي او اړوي په سمسترونو وېشل شوي او د اکثرو د درسونو پیل د ژمي په سمستر کې کيږي.

د بهرنيو تحصيلي سندونو رسمي کول

د جرمني په پوهنتونونو کې د زدکړو لپاره لږ تر لږه د ښوونځي د فراغت سند ته اړتيا لرئ. پوهنتون ته له نوم‌ليکنې وړاندې بايد په اړونده ادارو کې دا تاييد کړئ چې ستاسې سند په جرمني کې د عالي ښوونځيو د فراغت له سندونو (Abitur  يا  Allgemeine Hochschulreife) سره معادل دی. که غواړئ د تطبيقي ساينس په پوهنتون کې زدکړه وکړئ؛ د ښوونځي د فراغت سند مو بايد د (Fachhochschulreife) له سند سره معادل وي. د ښوونځيو د سندونو رسمي کولو ته (Zeugnisbewertung or Schulische Anerkennung) وايي. په جرمني کې ګڼ اکاډميک بنسټونه او د اسنادو د رسمي کولو (Zeugnisanerkennungsstellen der Bundesländer) سيمه‌ييزې ادارې د دې پروسې مسؤوليت لري. له دې ډلې ځينې ادارې د ښاروالیو په ادارو کې هم شته. که د حرفوي زدکړو په برخه کې د مسلکي موخو لپاره د خپل سند رسمي کول غواړئ؛ په اړونده ادارو کې د دې سند د رسمي کولو لپاره مشوره ترلاسه کړئ. که په خپل هېواد کې ستاسې ترلاسه شوی سند په جرمني کې پوهنتون ته د تګ لپاره کافي نه وي؛ بايد د پوهنتون لپاره د تيارۍ په يوه کالج کې ګډون وکړئ. له دې کالجونو ډېر يې يو کال دوام کوي او په پای کې يې تاسې پوهنتون ته د تګ اجازه‌ليک ترلاسه کولای شئ.

که جرمني ژبه ستاسې مورنۍ ژبه نه وي؛ بايد د جرمني ژبې د زدکړې يو سند هم وړاندې کړئ. په دې برخه کې ډېر مشهور سندونه TestDaF and DSH دي. د دې سندونو اړتيا ستاسې په مسلک او اړوند پوهنتون پورې اړه لري. په جرمني کې د زدکړو په اړه لا زيات د ژبې د زدکړې په اړه زموږ په نورو مالوماتي څپرکيو کې موندلای شئ.

پوهنتون ته د نوم‌ليکنې پروسيجر

پوهنتون ته د منل کېدونکو محصلينو د شمېر محدوديت Numerus Clausus

د محصلينو نامحدود شمېر (ohne NC)

سيمه‌ييز محدود شمېر (lokaler NC)

په ملي کچه محدود شمېر (zentraler NC)

مېلمه محصل

مهم

د جرمني ډېر پوهنتونونه د زدکړو لپاره د بهرنيو محصلينو د منلو لپاره د uni-assist خدمتونه کاروي. له دې ادارې سره له اړيکې وړاندې وګورئ چې پوهنتون د uni-assist په لړ کې شته او که نه. په جرمني کې د مهاجرو لپاره له دې سيستم نه ګټه اخيستل وړيا دي. د وړيا غوښتنليک لېږلو لپاره دلته کلېک وکړئ.