د جرمني پوهنتونونه او بېلابېل تخصصي انستيتيوتونه زيات اکاډميک مضمونونه تدريسوي او پر تيوريکي زدهکړو تمرکز لري. په پوهنتونونو کې ډېر عملي کار نشته. دا په دې مانا چې د جرمني د تحصيلي سيستم له مخې ډېر پوهنتونونه په څېړنو تمرکز کوي؛ ځکه نو د لوړې درجې کورسونه ډېر مهال تيوريک وي او د څېړنو پر محور راڅرخي. ډېر پوهنتونونه د دولت له خوا تمويليږي او يا هم دولتي اعتبار لري. د دې تر څنګ د پروتستانت او کاتوليک کليساوو او خصوصي بنسټونو له لوري ځينې پوهنتونونه چلول کيږي چې د دولت له خوا په رسميت پېژندل کيږي.
د جرمني پوهنتونونو د ژبو، هنرونو، کلتور، حقوقو، طبيعي علومو، طب، زراعت، اقتصاد، ټولنيزو علومو، انجينيرۍ او نورو په شان ډېرې څانګې او پوهنځي لري. په ځانګړې توګه ژبې او فرهنګي علوم په پوهنتونو پورې اړه لري. محصلين په پوهنتونونو کې د مضمونونو يا کرېدتونو په ټاکلو کې ډېر ازاد دي. د پوهنتونو تدريسي چاپېريال په عمومي ډول ډېر مقررات نه لري او محصلين بايد خپله خپل مسؤوليتونه ترسره کړي. پر (studis-online.de) وېبسایټ د جرمني د پوهنتونونو په اړه ډېر مالومات موندلای شئ.