په جرمني کې د روغتيايي پالنې او پرستارۍ په برخو کې مسلکي کسانو ته شديده اړتيا ده. د دې کسانو لپاره ډېرې زياتې دندې شته. که د چا د جرمني ژبې تر څنګ د عربي او ترکي په شان ژبې زده وي؛ کېدای شي په دې برخو کې يې د دندو ترلاسه کولو او پرمختګ چانس لا ډېر وي. که غواړئ په دې برخو کې کار وکړئ؛ کولای شئ د ډېرو حرفوي زدهکړو يا اوسبیلډونګونو له منځه يو وټاکئ او دا مسلک زده کړئ.
د دې څانګې مهم اوسبیلډونګونه په لاندې ډول دي:
د زړو کسانو مرستندوی/مرستندويه (Altenpflegehelfer/in)
د زړو کسانو پالندوی /پالندويه (Altenpfleger/in)
د بېهوښۍ مرستندوی /مرستندويه (Anästhesietechnische/r Assistent/in)
د کور د چارو ماهر او د سراپايي ناروغانو پالنه (Fachkraft für Haushaltsführung und ambulante Betreuung)
د پرستارۍ ماهر مرستيال / مرستياله (Fachkraft Pflegeassistenz)
د روغتيايي پاملرنې او ناروغو ماشومانو پالندوی / پالندويه (Gesundheits- und Kinderkrankenpfleger/in)
د روغتيايي پاملرنې او ناروغو ماشومانو مرستيال پالندوی /پالندويه (Gesundheits- und Krankenpflegehelfer/in)
روغتياپال / روغتياپاله (Gesundheits- und Krankenpfleger/in)
د کور او کورنيو پرستار / پرستاره (Haus- und Familienpfleger/in)
دايه او د زېږدنې نرس / نرسه (Hebamme/Entbindungspfleger)
د ښوونيزې درملنې مرستيال پرستار / پرستاره (Heilerziehungspflegehelfer/in)
د ښوونيزې درملنې نرس / نرسه (Heilerziehungspfleger/in)
د روغتيايي څانګې کاروباري / سوداګره (Kaufmann/-frau – Gesundheitswesen)
د روغتيايي څانګې مسلکي مامور / ماموره (Medizinischer Fachangestellter)
ټولنيز سرپرست / سرپرسته (Sozialbetreuer)
ټولنيز مرستندوی / مرستندويه (Sozialassistent/in)
د ماشومانو ټولنيز-ښوونيز ښوونکی / ښوونکې – مرستيال/مرستياله - د ماشومانو پالونکی /پالونکې (Sozialpädagogische/r Assistent/in / Kinderpfleger/in)
د نرسېنګ او روغتياپالۍ په برخو کې زدهکړې:
د روغتيا او نرسېنګ په برخو کې لسانس (Bachelor of Science Gesundheits- und Krankenpflege)
د روغتياپالۍ په څانګه کې له حرفوي زدهکړو سره يوځای لسانس (Bachelor of Science Pflegewissenschaften inkl. Berufsausbildung)
د پرستارۍ په برخه کې له حرفوي زدهکړو سره لېسانس (Bachelor of Arts Pflege inkl. Berufsausbildung)