نه ورکول شوي بېلونه

اوسمهالیز 03.05.2023

د نه ورکول شوو بېلونو یا پیسو د خبرداريو پر مهال څه کولای شم؟

موږ هر يوه ته وخت پر وخت بېلونه راځي. د بېلګې په ډول، د يو څه د بېرته جوړولو، انلاين پېرودلو،  اضافي برېښنا او نور...که څوک د دې بېلونو تحويلول وځنډوي، نور ليکونه او خبرداري ورپسې راځي او يا هم له اېنکسو څخه د قانوني څار او په شوفا کې د منفي نمرو د ترلاسه کولو په اړه ګواښ‌ليکونه راځي. دلته به ولولئ چې څه ډول اېنکسو (Inkasso) څه ډول اداره ده او له دې ادارې څخه د ليک ترلاسه کولو پر مهال بايد څه وشي.

په څه بايد وپوهېږم؟

د قرضو راټولولو اداره يا اېنکسو (Inkasso) څه ته وايي؟

اېنکسو هغه قرضونه بېرته راټولوي چې د نورو شرکتونو يا وګړو له لوري خلکو ته ورکړل شوي وي. دا اداره له نورو شرکتونو يا خلکو د قرضونو يا ناتحويل شوو بېلونو د راټولولو لپاره دنده ترلاسه کوي او د دې کار لپاره پیسې ترلاسه کوي. دې پیسو ته د قرضونو بېرته راټولولو فيس (Inkassokosten) وايي.

اېنکسو ادارې څه وخت ګام اخلي؟

کله چې يو څه واخلئ او يا د بلې کومې معاملې څه بېل ترلاسه کړئ، د پیسو د ورکړې وروستۍ نېټه پکې ليکل شوي وي. ځينې وخت هلته ليکل شوي وي چې پیسې بايد په دوو اونيو او يا يا يوه مياشت کې ورکړل شي. که په ياد شوي وخت کې اړونده پیسې ورنه کړئ، د بېل په تحويل کې ځنډ رامنځته کيږي او ښايي يو څه جريمه درپسې راشي.

په دې ډول حالتونو کې ډېری شرکتونه لومړی يو يادښت ليږي. په دې ډول دوی ته ورياديږي چې خپل اړوند بېل تحويل کړي. که بيا هم پیسې ورنه کړئ، خبرداری (Mahnung) درپسې راځي. د خبرداري لېږل لګښت لري او په دې صورت کې بايد د بېل تر څنګ د خبرداري پیسې هم ورکړئ. که څوک دې يادښتونو او خبرداريو ته ځواب ورنه کړي، د قرضو راټولولو شرکتونه يا اېنکسو دنده پر غاړه اخلي او د فيس په بدل کې له خلکو قرضې راټولوي.     

 

يادونه: شرکتونه اړ نه دي چې لومړی چا ته يادښت يا خبرداری وليږي. دوی کولای سملاسي د قرضو راټولو يو شرکت يا اېنکسو وګماري.

اېنکسو څه ډول کار کوي؟

د قرضو راټولو شرکتونه يا اېنکسو لومړی تاسې ته د (Inkassoschreiben) په نوم يو ليک راليږي. په دې ليک کې څرګنده شوې وي چې تاسې بايد د بېل پیسې، د خبرداري فيس او د قرضو راټولولو ادارې لګښت ورکړئ.

که څوک دا پیسې ورنه کړي او يا ځان ناګاره واچوي، اېنکسو اداره به يې محکمې ته کش کړي. وروسته بيا محکمه پرېکړه کوي چې دا پیسې ورکړئ او که نه. د محکمې له حکم مخکې پر تاسې باندې هېڅ جبر نشته.

ما د اېنکسو يو ليک ترلاسه کړی دی، څه وکړم؟

ليک په غور ولولئ او وګورئ چې په رښتيا هم له چا قرضداره ياست او يا مو د کوم بېل تحويلوېدل ځنډېدلي دي او که نه.

-       که په رښتيا مو د کوم بېل تحويلولو هېر شوي وي، بايد د اېنکسو له لوري غوښتل شوې پیسې تحويل کړی. البته لومړی وګورئ چې د پیسو اندازه په نامعمول توګه ډېره نه وي.

-       که غوښتل شوې پیسې د نامالوم شي لپاره وي او يا مو يې مخکې پیسې ورکړې وي، د اېنکسو له لوري دا رالېږل شوی ليک ښايي جعلي وي او د دوکه بازانو له لوري رالېږل شوی وي. که په رالېږل شوي ليک کې غوښتل کېدونکي پیسې ډېرې زياتې وي، له اېنکسو ادارې ته ليک ولېږئ. د دې کار لپاره مشتريانو مرکز له لوري ساده چمتو شوی ليک کارولای شئ. د دې کار لپاره پر (verbraucherzentrale.de) وېبسایټ کې په اړونده برخه (Inkasso-Check starten) کلېک وکړئ او له چېک وروسته برابر شوی ليک د اېنکسو اړونده ادارې ته د پوست له لارې ولېږئ.

که نورو مالوماتو او مرستې ته اړتيا لرئ، د مشتريانو د خونديتوب ادارې سره اړيکه ونيسئ. د دې ادارې تر ټولو نږدې څانګه پر (verbraucherzentrale.de) وېبسایټ موندلای شئ.

د قرضو راټولولو يو معتبر ليک څه ډول پېژندلای شم؟

د اېنکسو يو معتبر ليک بايد لاندې ځانګړنې ولري:

-       د هغه شرکت نوم چې تاسې يې قرضداره ياست.

-       د هغه څه په اړه مالومات چې تاسې پېرلي وي.

-       هغه موده چې تاسې يې بايد تر پايه اړوند بېل تحويل کړی وای.

 

پر دې د پاسه، د قرضو راټولو اړوند شرکت بايد ثبت شوی وي. د شرکت د ثبتېدلو مالومات پر (Rechtsdienstleistungsregister) پاڼه کتلای او مالومولای شئ.

که د قرضو راټولو شرکت نه وي ثبت شوی او ليک يې پورته شرطونه پوره نه کړي، کولای شئ په اړه يې اړونده څارونکې ادارې (Aufsichtsbehörde) ته خبر ورکړئ. د مشتريانو د خونديتوب ادارې هم په دې برخه کې مرسته کولای شي. د دې ادارې تر ټولو نږدې څانګه پر (verbraucherzentrale.de) وېبسایټ موندلای شئ.

د اېنکسو لګښتونه څومره دي؟

د اېنکسو يا قرضو راټولو شرکت فيس له هغه بېل سره اړه لري چې بايد تحوپل شي. همدا شان د اېنکسو ادارې د کار اندازه هم په دې لګښتونو اغېز لري. په عمومي ډول د اېنکسو ادارې له خلکو څخه، د همدې کار لپاره د وکيلانو له مزد د ډېرو پیسو غوښتلو اجازه نه لري. دا چې وکيلان د يوه کار لپاره څومره پیسې اخلي، په قانون کې روښانه شوې دي. د مشتريانو مرکز پر وېبسایټ، په (Inkasso-Check) برخه کې کتلای شئ چې د اېنکسو له لوري د غوښتل کېدونکو پیسو اندازه سمه ده او که نه. که د اړونده پیسو اندازه ډېره وي، کولای شئ د مشتريانو د خونديتوب له مرکز څخه مرسته وغواړئ. د دې ادارې تر ټولو نږدې څانګه پر (verbraucherzentrale.de) وېبسایټ موندلای شئ.

 

يادونه:  که د کوم بېل تحويلولو مو هېر شوي وي خو د تحويلولو مهلت يې نه وي پوره شوی، اړ نه ياست چې د خبرداري او قرضو راټولولو پیسې تحويل کړی. په داسې حالت کې يوازې د بېل پیسې تحويل کړئ او د قرضو راټولو شرکت ته خبر ورکړئ. د دې کار لپاره پر (verbraucherzentrale.de) وېبسایټ کې په اړونده برخه (Inkasso-Check starten) کلېک وکړئ او له چېک وروسته برابر شوی ليک د اېنکسو اړونده ادارې ته د پوست له لارې ولېږئ.

له کومه ځايه مشوره ترلاسه کولای شم؟

که د قرضو راټولولو شرکت په ليک شک لرئ او يا هم اړوند شرکت ناڅرګند وي، کولای شئ د مشتريانو د خدمتونو له مرکز سره اړيکه ونيسئ. د دې ادارې تر ټولو نږدې څانګه پر (verbraucherzentrale.de) موندلای شئ.

مهم

د اېنکسو د ليکونو ترلاسه کولو پر مهال وار مه خطا کوئ. په ډاډه زړه اړوند ليکونه او خپل سندونه وګورئ او يوازې هغه وخت پیسې ورکړئ چې په رښتيا مو څه شی اخيستي او يا د کوم څه پیسې درباندې پاته وي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: