په اصل کې د ټليفوني شبکو د خدمتونو دوه ډوله شته. یو ډول ته يې مخکې له مخکې پیسې ورزياتيږي او بل ډول يې ټول لګښتونه، د مياشتې په شان د ټاکليوخت په پای کې غواړي. له مصرف وروسته د پیسو د ورکړې خدمتونو قرارداد د يوې مالومې نېټې (د بېلګې په ډول ۱۲ يا ۲۴ مياشتې) لپاره وي او هره مياشت يوه ځانګړې اندازه لګښت ورکول کيږي. له وړاندې د پیسو د ورکړې په بدل کې بيا يوه ټاکلې اندازه کرېدت درکول کيږي.
اوږدمهاله قراردادونه په لومړي سر کې ارزانه ښکاري. البته وروسته بيا ښايي لګښتونه زيات شي او تاسې نه شئ کولای قرارداد له وخت مخکې لغوه يا په ارزانه يوه بدل کړئ. مخکې له دې چې د يوه اوږدمهاله تړون د لاسليک پرېکړه وکړئ؛ غوره به وي چې د ټولې مودې د لګښتونو په اړه محاسبه او فکر وکړئ. د ډېری وړانديزونو يوازې څو لومړۍ مياشتې ارزانه وي؛ وروسته بيا اړ ياست چې ډېرې پیسې ورکړئ.
د دې تر څنګ ځينې وړانديزونه شته چې د ټليفوني قرارداد سره ځيرمن (سمارټ) ټليفونونه هم ورکوي. دا ډول وړانديزونه ډېر وخت زړه راښکونکي وي. ښه ده چې له تړون وړاندې د ټولو لګښتونو او بيو په اړه بيا فکر وکړئ او وارزوئ چې د دواړو یوځای اخيستل غوره دي او که بېل بېل ارزانه راځي.
يادونه: ډېر وخت له موبایلونو سره د هغوی بيمه هم پلورل کيږي. پام مو وي چې په دې لګښت ښه غور وکړئ. په عمومي ډول دا بيمې په دومره لګښت نه ارزي. په دې اړه زيات مالومات زموږ په بل څپرکي اضافي بېمې کې لوستلای شئ.
د وروسته ورکول کېدونکو لګښتونو د تړونونو په شان د مخکې ورکړې سيمکارتونو د پېرلو لپاره هم درې لارې شته:
1. له يوه ټوليز تړون سره کولای شئ بې شمېره اړيکې ونيسئ؛ پيغامونه ولېږئ او تر يوې مالومې کچې انټرنېټ وکاروئ. په معمول ډول دا سيمکارتونه په لومړي سر کې د ډاټا تر خلاصېدو پورې تېز انټرنېټ (3G یا LTE) لري. له هغه وروسته بيا د مياشتې تر پايه ښايي کمزوری انټرنټ (GPRS) ولرئ.
2. له يوې بشپړې بستې سره د ټليفوني اړيکو او پيغامونو يوه ثابته برخه لرئ. همدا شان د انټرنيټي ډاټا يوه ثابته برخه لرئ چې د کارولو لپاره يې ټاکل شوې اندازه پیسې ورکوئ. کله چې ستاسې کرېدت ختم شي؛ کولای شئ نور واخلئ. په ياد مو وي چې ډېری شبکې د ډاټا له ختمېدو وروسته، د انټرنېټ کارولو پر مهال په اتومات ډول ستاسې له کرېدته پیسې ګرځوي. له کرېدت څخه دا ډول اتومات لګښت خامخا بند کړئ. دا کار د ټليفوني شرکت پر وېبسایټ او يا د هغوی د مشتريانو شمېرې ته د زنګ وهلو له لارې کولای شئ. ښه به وي چې د دې بنديز تاييد په ليکلې ډول وغواړئ.
3. په درېیمه کتهګورۍ کې هغه سيمکارتونه راځي چې د هرې دقيقې خبرو يا پيغام لګښت سملاسي ګرځوي. د دې ډول اړيکو لګښتونه د نورو دوو په پرتله زيات دي خو يوازې د همدې لګښت پیسې اخستل کيږي. دا بستې نور اضافي يا پټ لګښتونه نه لري.
ډېر وېبسایټونه شته چې ستاسې سره د غوره شبکې په موندلو او ټاکلو کې مرسته کوي. په دې لړ کې د (check24.de) وېبسایټ تر ټولو ډېر کارول کيږي. د مصرفوونکو د مرکز (Verbraucherzentrale) پر وېبسایټ هم د ټليفوني شبکو لپاره هم د ارزونې يو لړ موندلای شئ. د دې لړ په مرسته وړاندې له وړاندې د ټليفوني قراردادونو په اړه په مهمو ټکو پوهېدلای شئ.