بشپړوونکې يا اختياري بيمې

اوسمهالیز 19.01.2023

کومو بيمو ته اړتيا ده او ګټورې دي؟

له پنځو اجباري بيمو (روغتيايي، اوږدمهاله پاملرنه، تقاعد، پېښو او بېکاري) پرته په جرمني کې ځينې نورې اختياري بيمې هم شته. که څه هم د دوی په عنوان کې، د بېلګې په ډول د مسؤوليت بيمه کې (Haftpflichtversicherung) ځينې وخت اجبار (Pflicht) ذکر کيږي خو په اصل کې يې ټاکل په خپله خوښه دي. دا ډول ډېری بيمې تاسې له مالي ګواښونو ژغوري. ستاسې د ژوند حالت ته په کتو ښايي ځينې يې ستاسې لپاره ګټورې وي.

په جرمني کې اضافي بيمې کومې دي؟

د شخصي مسؤوليت بيمه

د شخصي مسؤوليت بيمه (Haftpflichtversicherung) اختياري ده او له مهمو اختياري بيمو ګڼل کيږي. دا بيمه هغه لګښتونه ورکوي چې ستاسې له لوري د بل چا مال ته په زيان رسولو پېښيږي. د بېلګې په ډول که تاسې په خپل بایسکېل د بل چا موټر خط کړئ؛ يا د يوه ټکر باعث شئ؛ ښايي ټپي يا متضرر کس د ډېر تاوان غوښتنه وکړي. دا تاوان ښايي ډېر زيات وي او ښايي ستاسې اوسېدل او ژوند ګډوډ کړي. ځکه خو دا بيمه ښه ده او د هر زيان تاوان به يې دا بيمه پرې کړي. پر دې د پاسه دا بيمه کولای شي تاسې ته بل چا له لوري د داسې زيان غوښتنې په مقابل کې قانوني خونديتوب درکړي چې تاسې نه وي پېښ کړی. ستاسې ماشومان او واړه کورني حيوانات هم د دې بيمې تر چتر لاندې راځي. د بېلګې په ډول که ستاسې ماشوم د بل ماشوم د لوبو کوم شی مات کړي؛ تاوان به يې ستاسې بيمه ورکړي. د غټو سپيانو او آسانو په شان د غټو کورنيو حيواناتو لپاره ځانګړې بيمه شته. په دې اړه لا زيات مالومات زموږ په بل څپرکي (کورني ژوي) کې ولولئ.

د مسؤوليت د بيمې د اخستلو پر مهال د هغې زيانونو د جبيرې د کچې په اړه خپله پرېکړه کولای شئ. د جرمني د مصرفوونکو مرکز (Verbraucherzentrale) تر پنځه ميليونه يورو پورې د بيمې اخستلو سپارښتنه کوي. د دې کچې له ټاکلو وروسته به هغه پیسې مالومې شي چې بايد تاسې يې په مياشتني يا کلني ډول ورکړئ. د ۵ ميليونه يور زيان له جبران سره بايد په کال کې ۵۰ تر ۸۰ يورو ورکړئ. د مصرفوونو مرکز د مسؤوليت د بيمې د سيستم په اړه په دې ويډيو کې مالومات درکوي. همدا شان کولای شئ له دې مرکز څخه مخامخ هم مشوره واخلئ. د پرتلې د وېبسایټ (Vergleichportal Check24) په مرسته کولای شئ د ځان لپاره تر ټولو غوره بيمه خوښه کړئ.

د کور د وسايلو بيمه

دا بيمه د کور د ټولو هغو وسايلو تاوان پر غاړه اخلي چې ښايي ستاسې په کور کې له خراب يا له منځه ولاړ شي. که له کوره مو کوم څه ورک شي او يا په اور کې وسوځي؛ دا بيمه به يې پیسې درکړي. دا بيمه د برقي وسايلو، د کار سامانونو، جامو او فرنيچر په ګډون د کور يا ګراج د ټولو له منځه تلليو توکو تاوان پرې کوي. دا بيمه ځينې وخت په سفر کې هم ستاسې د بکس يا سامانونو د ورکېدلو تاوان درکوي.

د شيانو د له منځه تلو پر مهال بايد سملاسي د بيمې دفتر ته خبر ورکړئ او که کوم جرم شوی وي؛ بايد پوليس هم خبر کړئ. د بيمې دفتر ته بايد د ټولو هغو شيانو لست ورکړئ چې ښايي له منځه تللي وي. د بيمې د دفتر له لوري د تاوان د پیسو له ورکولو مخکې بايد د زيانمنو شوو توکو د رغونې هڅه ونه کړئ. که خپله مو بې‌باکي کړي وي؛ د بېلګې په ډول د کور دروازه مو وازه پرېښې وي او له کوره مو توکي غلا شوي وي؛ د بيمې کمپنۍ يې تاوان نه پرې کوي او تاسې خپله د دې زيان مسؤول ياست.

د پرتلې د وېبسایټ (Vergleichsportal Check24) په مرسته کولای شئ د ځان لپاره تر ټولو غوره بيمه خوښه کړئ.

د مبایل ټليفون بيمه

ډېر وخت مبایل ټليفونونه له بيمې سره يوځای پلورل کيږي. دا بيمه ډېر مهال ګرانه وي؛ ځکه يې د مصرفوونکو مرکز سپارښتنه نه کوي. د غلا په شان په ځينو حالاتو کې د کور د وسايلو بيمه د مبایل تاوان هم ورکوي. که غواړئ موبایل مو بيمه کړئ؛ ‍پر (verbraucherzentrale.de) وېبسایټ ځينې لارښوونې ولولئ.

د موټر او نورو ترانسپورتي وسايلو بيمه

که تاسې موټر يا موټرسايکل لرئ او غواړئ ويې چلوئ؛ لومړی بايد اجازه واخلئ او د اجازې لپاره د ترانسپورتي وسيلې د مسؤوليت بيمه جبري ده. دا بيمه د ټکر پر مهال د پېښو شوو زيانونو په شان تاوانونه پر غاړه اخلي. د ټکر پر مهال ښايي لګښتونه ډېر لوړ وي. ځکه نو تر ۱۰۰ ميليون يورو پورې د زيانونو د جبيرې د بيمې اخستلو سپارښتنه کيږي.

که غواړئ د خرابيو پر وړاندې خپل موټر يا موټرسایکل بيمه کړئ؛ کولای شئ د ځينو برخو ټوليزه بيمه (Teilkaskoversicherung) يا بشپړه ټوليزه بيمه (Vollkaskoversicherung) واخلئ. د ځينو برخو ټوليزه بيمه د موټر د غلا يا سوځېدو په شان پېښېدونکي زیانونه بيمه کوي او بشپړه ټوليزه بيمه ټول هغه تاوان پر غاړه اخلي چې ستاسې يا بل چا په وسيله پېښ شوی وي. دا ډول بيمه ډېر وخت ګرانه وي او تل په اخستلو نه ارزي. په هر حال د موټر د خاوند په توګه تاسې د ټکر ځانګړې بيمې ته اړتيا نه لرئ ځکه د ټکرونو زيانونه ډېر وخت د موټر د مسؤوليت د بيمې په وسيله پوښل کيږي.

د پرتلې د وېبسایټ (Vergleichsportal Check24) په مرسته کولای شئ د ځان لپاره تر ټولو غوره بيمه خوښه کړئ.

په ياد مو وي چې تل د بيمې د قرارداد شرايطو او جزياتو ته ښه پام وکړئ. په ځانګړي ډول هغه مهال چې د شخصي بيمې غوښتنه کوئ. ډېر وخت د بيمې وړاندې کوونکي په ښو بيو مشريان جذبوي او بيا وروسته خپل خدمتونه کم يا محدودوي. همدا شان ځينې بيمې ډېرې ضروري نه دي. که د بيمې د تړون په جزياتو پوه نه شئ؛ بايد د دې برخې له يوه مشاور سره سلا وکړئ. کله چې قرارداد لاسليک کړئ؛ بايد فيس او ډېر وخت يې د اوږدې مودې لپاره ورکړئ. د بيمې په اړه د سلاکارۍ په مرکز کې مشورې ترلاسه کولای شئ.

مهم

شخصي بيمه اختياري ده خو ستاسې د ژوند حالت ته په کتو ښايي ډېره مهمه وي. که موټر يا موټرسایکل ولرئ؛ بيمه يې جبري او اړينه ده.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: