کورني حيوانات په واټونو او د جرمني په نورو عامه ځايونو کې له خلکو سره ليدل کيږي او خلک حتا ځينې رستورانتونو، کافيانو، بسونو، ټرېنونو يا ادارو ته له ځان سره د خپلو کورنيو ژويو د وړلو اجازه لري. د سپيانو ګڼ نژادونه او ډولونه او له هغو سره د خلکو چلند ښايي ځينې وخت ستاسې لپاره حيرانوونکی وي. ځينې کسان له هغو سره د ملګري یا د کورنۍ د غړي په شان چلند کوي. ځينې کسان حتا د اولادونو پر ځای کورني ژوي ساتي. زاړه يا مجرد کسان دې ژويو ته د يوه ملګري په سترګه ګوري خو کورنۍ يې له طبيعت سره د ماشومانو د اشنا کېدو او دوی ته له ژونديو موجوداتو سره د مسؤولانه چلند ورزده کولو لپاره ساتي. د کورنيو ژويو ساتلو دليل ډېر وخت له ټولنې سره اړه لري. همدا شان د کورنيو ژويو د ساتنې هڅه او لګښت ډېر وخت او تفريحي بڼه لري.
په جرمني کې کورني ژوي
د کورنيو حيوانات او د هغو د خاوندانو په اړه کوم مقررات پلي کيږي؟
جرمنيان له کورنيو حيواناتو سره مينه لري. ډېر جرمنيان سپيان، پشيانې، کبان او نور ژوي په کورونو کې ساتي. د فارمي ژويو پر خلاف چې د باندې ليدل کيږي؛ کورني حيوانات له خپلو خاوندانو او د کورنۍ له غړيو سره د کورونو د ننه ژوند کوي. دا چې په جرمني کې د دې ډول ژويو د ساتلو مقررات څه دي؛ دلته ولولئ.
په څه بايد ځان وپوهوم؟
مهم
د اصولو له مخې د لوی اختر پر مهال له بېهوښۍ پرته د حيواناتو قرباني د جرمني د ژويو د هوساينې د قانون او د حیواناتو د حلالولو د خونديتوب په اړه د جرمني د قانون (Tierschutz-Schlachtverordnung) له مخې جواز نه لري خو د مذهبي دلايلو لپاره د رسمي مسؤول وترنر له لوري له قربانۍ وړاندې تر کتنې وروسته اجازه ورکول کيږي. که مو څوک له ژويو سره په ناوړه چلند وليدل؛ د وترنرۍ تر ټولو نږدې رسمي ادارې (Amtstierarzt) ته خبر ورکړئ.