شوفا

شوفا څه شی ده او ولې ورته اړتيا ده؟

For English subtitle, click on the video settings

 

د کور د کرايه کولو پر مهال د کور خاوندان د شوفا )د حساب د تصفيې( د سند غوښتنه کوي. که له بانکونو د پور غوښتنه کوئ؛ دوی به د شوفا يو پوښتنليک برابر کړي. حتا که ټليفون يا موټر په مياشتني قسط اخلئ؛ ستاسې قرارداد به د شوفا اړوند ماده ولري. دا کارونه د (Schufa Holding AG) کمپنۍ اړوند کيږي کومه چې د پورونو د پلټنې شرکت دی او له شرکتونو او د هغوی د مشتريانو د پورونو د پروسې په اړه مالومات راټولوي. شوفا هالډېنګ ستاسې د پخوانيو حسابونو تاريخ ګوري او د راتلونکو حسابونو د ورکړې په اړه د شمېرو له مخې ستاسې د چلند وړاندوينه کوي. دې پروسې ته د کرېدېت درجه‌بندي وايي.

شوفا هالډېنګ د شوفا د راپور لپاره پیسې غواړي. د جرمني د قانون له مخې تاسې په کال کې يو ځل د شوفا راپور په وړيا ډول ترلاسه کولای شئ. د دې راپور له مخې پوهېږئ چې کوم مالومات خوندي شوي؛ له کومه ځايه ترلاسه شوي او چا ته لېږل شوي. ځينې کسان ښايي په ورځپاڼو يا انټرنېټي اعلانونو کې د شوفا له غوښتنې پرته قرضه وړاندې کړي. په دې کسانو باور مه کوئ؛ ځکه يوه ستره برخه يې درغلګر دي.

د شوفا په اړه اړين مالومات

د کورونو خاوندان ولې شوفا غواړي؟

د وړيا شوفا ترلاسه کول، ګام پر ګام

د شوفا وړاندې کولو ته تل اړتيا ده؟

د شوفا غوښتنليک څه دی؟

په قرارداد کې د شوفا ماده

د شوفا هالډېنګ شرکت کوم مالومات خوندي کوي؟

شوفا هالډېنګ شرکت مالومات څنګه راټولوي؟

څنګه کولای شم د خپلې شوفا په ريکارډ کې تېروتنه سمه کړم؟

مهم

د قانون له مخې په کابل کې يوځل د شوفا راپور په وړيا ډول (Datenübersicht nach § 34 Bundesdatenschutzgesetz) ترلاسه کولای شئ. دلته کولای شئ په شپږو ژبو د شوفا د راپور غوښتنليک ترلاسه کړئ.