که ستاسې عايد لږ وي او د کرايي کور د کرايه کولو لپاره کافي پیسې نه لرئ او يا له جابسنټر یا سوسيال څخه پیسې اخلئ ؛ کولای شئ د (WBS) تر لاسه کولو غوښتنه وکړئ. د ټيټ عايد کچه ستاسې له فدرالي ايالت سره اړه لري. په عمومي ډول يو کس بايد په کال کې له ۱۲زره يورو زيات عايد ونه لري څو وکړای شي د ويبياېس غوښتنه وکړي. البته په ځينو ايالتونو کې د عايد دا اندازه لوړه ده. په دې اړه د خپلې سيمي د کورونو له ادارې (Wohnungsamt) څخه پوښتنه کولای شئ. د دې ادارو څانګې د ګوګل له لارې موندلای شئ. د دې سند تر لاسه کولو لپاره بل مهم شی د استوګنې د اجازې درلودل وي. تاسې بايد په جرمني کې لږ تر لږه د يوه کال پاته کېدو (د زدکړو او کار ويزو لرونکو لپاره هم) اجازه ولرئ څو وکړای شئ د ارزانه کور نيولو لپاره دا سند تر لاسه کړئ.
WBS يا د سوسيالي کورونو اجازهليک
څنګه کولای شم په جرمني کې ارزانه کرايي کور ومومم؟
د (Wohnberechtigungsschein) په نامه د ارزانه کور کرايه کولو د وړتيا سند ښيي چې تاسې د هغو کورونو د کرايه کولو حق لرئ چې د دولت په مرسته جوړ شوي او کرايه يې کمه ده. دولت د کورونو د ودانولو يا بيا رغولو پر مهال له کورونو له خاوندانو يا شرکتونو سره مرسته کوي او بيا دا کورونه د (WBS) سند درلودونکو ته په ارزانه بيه په کرايه ورکول کيږي. دا سند د يوه کس لپاره يوه د يوې کوټې د کرايې اجازه ورکوي. که د کورنۍ غړي ډېر وي؛ د هغو شمېر ته په کتو د کوټو نيولو حق لرئ. په دې څپرکي کې به تاسې ته وښيو چې څنګه (WBS) تر لاسه کړئ او د هغه د تر لاسه کولو لپاره کوم اسنادو ته اړتيا لرئ.
په څه بايد وپوهېږم؟
مهم
که وي بي اېس هم ترلاسه نه کړای شئ: کولای شئ د کورنو د پیسو له ادارې څخه د کورونو د پیسو (Wohngeld) په نوم د مرستې غوښتنه وکړئ. دا پیسې هغه چا ته ورکول کيږي چې لږ عايد ولري. هغه کسان چې له سوسيال يا جابسنټر څخه مرسته ترلاسه کوي؛ کولای شي د کورونو د پیسو غوښتنه وکړي. د کورونو د پیسو ترلاسه کولو لپاره فورمه له دې لېنک څخه ترلاسه کولای شئ. د کورونو د پیسو ادارو موندلو اړوند ادارې په ګوګل کې موندلای شئ.