په جرمني کې کورني ژوي

There is a boy and a woman sitting next to two dogs. The boy strokes the dog.
اوسمهالیز 06.04.2023

د کورنيو حيوانات او د هغو د خاوندانو په اړه کوم مقررات پلي کيږي؟

سپيان، پشيانې، توتيان، ماهيان، موږکان او نور ډېر ژوي شته چې خلک يې په کورونو کې ساتي. کورني ژوي ښايي تاسې خوښ وساتي خو تر څنګ يې مسؤوليت هم ډېر دی او پالنې ته اړتيا لري. دلته موږ په دې اړه تاسې ته مهم قوانين او مالومات درکوو.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

په کور کې د ژويو ساتلو اجازه لرم؟

په عمومي ډول د کرايي کورونو لرونکي بايد په دې اړه د قرارداد اصولو ته پام وکړي. د کورونو په ډېرو کرايي تړونونو کې د ځينو کورنيو ژوو ساتلو اجازه نه ورکول کيږي. که ستاسې د کور په قرارداد کې هم داسې څه ليکل شوي وي؛ بايد پام ورته وکړئ.

د کورني ژوي د ساتونکي په توګه بايد کومو مقرراتو ته پام وکړم؟

تر ټولو مخکې، د سپيانو خاوندان بايد د پړي (غړوندي)، د خولې بند، د سپيانو ماليې او د سپيانو د مسؤوليت بيمې ته پام وکړي. دا قوانين له يوه ايالت تر بله او همدا شان له يوې سيمې تر بلې توپير کوي. ستاسې د سيمې يا ښار اړوند مامورين په دې اړه تاسې ته مالومات درکولای شئ. د خپل ايالت اړوند مالومات پر (hunde.de) وېبسایټ موندلای شئ.

د مارانو يا تارکشو په شان د عجيبو ژويو د ساتلو لپاره ځانګړي مقررات پلي کيږي. په ځينو ښارونو کې د دې ډول ژويو ساتل منع دي او يا ځانګړې اجازه غواړي. نور مالومات د خپلې سيمې له اړوندو مامورينو ترلاسه کولای شئ.

يو کورنی ژوی چېرته پېرلای شم؟

د ژويو پېرلو لپاره ډېرې لارې شته. د الوتونکو، موږکانو او ماهيانو په شان واړه ژوي د ژويو په پلورنځيو او يا د ودانيزو توکو په هغو مارکېټونو کې پېرلای شئ؛ چې د ژويو د پلورنې څانګې لري.

له دې پرته د ژويو له ساتنځايونو يا (Tierheim) هم دا واړه او ستر ژوي ترلاسه کولای شئ. په دې ډول ځايونو کې هغه ژوي ساتل کيږي چې ورک شوي وي او يا پخوانيو خاوندانو هلته سپارلي وي. دا چې دا ساتنځايونه ډېر وخت ډک وي؛ غوره ده له هماغه ځايه د ځان لپاره يو ژوی يا حيوان خوښ کړئ. په دې توګه به تاسې د ځان لپاره ژوی موندلی وي او ژوي به د ځان لپاره يو غوره خاوند موندلی وي. د دې تر څنګ هلته ژوي ارزانه، واکسين شوي او له چينجيو خلاص شوي دي. دې هايمونو يا ستنځايونو ته د ژوي له ساتلو مخکې څو ځله تللای او له ژوي سره بلدېدلای شئ. البته د دې ساتنځايونو کارکوونکي به له تاسې څخه د حيواناتو د ساتنې او ستاسې د تجربې په اړه ځينې پوښتنې هم وکړي؛ څو ډاډه شي چې د ژوي له ساتلو سره څومره بلد ياست او څه ډول ساتنه يې کوئ.

له نورو خلکو هم کورني ژوي پېرلای او يا وړيا اخستلای شئ. ځينې خلک په خپله خوښه خپل کورني ژوي نورو ته ورکوي. د دې ډول وړيا ژوو اعلانونه د خپلې سيمې په اخبارونو کې ليدلای شئ. البته په داسې حالاتو کې مو پام وي چې په کوم جعلي اعلان مو څوک تېرنه باسي. تر هغې بايد د ژوي لپاره پیسې ورنه کړئ؛ څو ژوی مو په خپله نه وي ترلاسه کړی.

په جرمني کې د ځينو فارمونو خاوندان يا د ژوي پالونکي (Züchter) هم کورني ژوي پلوري. البته پام مو وي‌ د ژويو دا غټوونکي ځينې وخت حيوانات په ډېر بد حالت کې ساتي. په خپله سيمه کې د ژويو فارمونه پر ګوګل موندلای شئ. کله چې له يوه قانوني پلورونکي سره جوړجاړي‌ ته ورسېږئ؛ له هغه سره د ژوي پېرلو تړون وليکئ او د ژوي اړوند پاسپورت يا کارت (Heimtierausweis) ترې ترلاسه کړئ.

آيا زه د خپل کورني ژوي لپاره د شخصي مسؤوليت بيمې (Haftpflichtversicherung) ته اړتيا لرم؟

په عمومي ډول تاسې د خپل ژوي په وسيله د هرې خرابۍ مسؤوليت لرئ. د بېلګې په‌ ډول که ستاسې سپی کوم څوک وداړي او يا کوم شی مات کړي؛ تاسې يې بايد تاوان ورکړئ. د شخصي مسؤوليت بيمه په دې ډول حالاتو کې په کار راځي. د پشيانو په شان ځينې کورني ژوي ستاسې د شخصي مسؤوليت په بيمه کې شاملېدلای شي خو د سپيانو په شان د نورو ژويو لپاره بايد د شخصي مسؤوليت ځانګړې بيمه واخلئ. پر (tarifcheck.de) د خپل سپي لپاره د شخصي مسؤوليت بيمه موندلای شئ.

په ځينو سيمو کې د سپيو د ځانګړو نژادونو لپاره د شخصي مسؤوليت بيمه اړينه نه ده. په دې اړه زيات مالومات د خپلې سيمې له مسؤولې ادارې (Gemeindeverwaltung) ترلاسه کولای شئ.

څنګه کولای شم خپل ورک شوی کورنی ژوی بيا ومومم؟

که کوم کورنی ژوی مو ورک شي؛ کولای شئ د خپلې سيمې د ژويو له ساتنځای (Tierheim) څخه پوښتنه وکړئ؛ ځکه ممکن چا موندلی او هلته سپارلی وي. د خپلې سيمې د ژويو ساتنځای پر (Tierschutzbundes) وېبسایټ موندلای شئ. د دې تر څنګ کولای شئ د خپل ژوي عکسونه د پوسترو په ډول په شاوخوا کې ټينګ کړئ. په دې ډول ښايي ستاسې ګاونډيان د هغه په موندلو کې مرسته درسره وکړي.

همدا شان هغه ژوي چې يوازې بهر ته وزي؛ غوره ده چې يو چيپ يا کارډ پرې ونښلول شي. دا چيپ يوه شمېره لري او د ژويو ډاکټر يې د حيوان تر پوست لاندې نصبوي؛ څو په مرسته يې په اسانۍ هغه وپېژنئ. د چيپ له نښلولو وروسته کولای شئ پر (TASSO) وېبسایټ کې وړيا ثبت کړئ. وروسته که ستاسې ژوی ورک شي او د ژويو ساتنځای يا ډاکټر ته يووړل شي؛ هغوی کولای شي د دې وېبسایټ او کارډ له لارې تاسې وپېژني او اړيکه درسره ونيسي. همدا شان دوی کولای شي د ژوي د موقعيت په موندلو کې مرسته وکړي.

د دې تر څنګ غوره ده چې د خپلو سپيانو په غاړو کې د مالوماتو او اړيکې شمېرې يوه ټوټه وتړئ. په دې ډول به ورک شوي سپيان په اسانۍ وموندل شي. د نورو ژويو لپاره لاسبند يا ورته نور نور شيان نه وړندايز کيږي؛ ځکه د ژويو د ټپي کېدو خطر لري.

زه خپل ژوی نه شم ساتلای؛ څه وکړم؟

په کور کې د ځينو ژويو يوازې پرېښودل د هغوی لپاره سخت وي. په ځانګړي ډول که د ډېر وخت لپاره يوازې پاته شي؛ ډېره ورته سخته ده. په ځينو حالاتو کې سړی اړ کيږي چې خپل ژوی بل چا ته ورکړي. د بېلګې په ډول که نور په کور کې د ژوي ساتلو اجازه نه وي او  يا يې څوک د ناروغۍ يا حساسيت له کبله نه شي ساتلای؛ کولای شي بل چا ته يې وسپاري. که په خپلو ملګرو يا دوستانو کې څوک نه وي چې هغه واخلي؛ کولای شئ د ژويو ساتنځای (Tierheim) ته يې يوسئ. هلته هغه ژوي ساتل کيږي چې نور يې څوک ساتل نه غواړي او يا ورک شوي وي. البته هلته د ژوي له وړلو مخکې بايد زنګ ووهئ او وپوښتئ چې د نورو ژويو لپاره ځای لري او که نه. وروسته له ځان سره د ژوي اړوند ټول سندونه او مالوماتي پاڼې له ځان سره يوسئ. په ياد مو وي چې يو ژوی بايد د هغه د خاوند په بشپړه خوښه او اجازه يا وکالت بل چا يا ساتنځای ته تسليم شي.  په خپل شاوخوا کې د ژويو يو ساتنځای پر (Tierschutzbundes) وېبسایټ موندلای شئ.

ما يو ورک شوی ژوی وموند؛ څه وکړم؟

که يو ورک شوی کورنی ژوی ومومئ؛ کولای شئ پوليسو يا د ژويو ساتنځای (Tierheim) ته يې ورکړئ. په ساتنځايونو کې ورک شوي ژوي ساتل کيږي او خواړه ورکول کيږي. که خاوند يې پيدا نه شي؛ بل چا ته ورکول کيږي.

يادونه: يو موندل شوی ژوی همداسې له ځان سره نه شئ ساتلای. تاسې بايد هغه پوليسو ته ورکړئ او يا يې يو نږدې ساتنځای ته بوزئ. که تر شپږو مياشتو پورې د ژوي اصلي خاوند ونه موندل شي؛ کولای شئ بېرته يې راولئ او خپله يې وساتئ.

ما يو ټپي ژوی وموند؛ څه وکړم؟

که چېرته ټپي شوی ژوی ووينئ؛ ۱۱۰ شمېرې ته زنګ ووهئ او له پوليسو مرسته وغواړئ. دا ډول کورني ژوي او يا واړه ځنګلي ژوي کولای شئ د ژويو يو ډاکټر يا روغتون ته هم يوسئ. کولای شئ په دې اړه د پوليسو ۱۱۰ شمېرې ته زنګ ووهئ. همدا شان دا کورنی ژوی يا پېټ په سيمه کې د حيواناتو کلينيک يا ډاکټر ته هم وروړلای شئ. په همدې ډول د خپلې سيمې د چاپېريال ساتنې ادارو ته هم زنګ وهلای شئ او له مامورينو يې مشور غوښتلای شئ. په خپل شاوخوا کې د دې ادارو يوه څانګه پر (nabu.de) وېبسایټ موندلای شئ. البته د غرڅې او خوګ په شان لوی ټپي شوي ژوي په خپله نه شئ لېږدولای. په داسې حالت کې بايد پوليسو يا د ښکار سيمه‌ييزې ادارې (Jagdverband) احوال ورکړئ.

که ژوی ډاکټر ته يوسئ؛ په عمومي ډول يې د درملنې لګښت د ژوي خاوند يا د ښاروالۍ اداره ورکوي. البته ډېر ډاکټران د موندل شوو ژويو وړيا درملنه کوي. په ډېرو کمو حالاتو کې ښايي اړ شئ چې خپله د درملنې پیسې ورکړئ. په دې اړه مخامخ له ډاکټر څخه د هماغه سيمې د اصولو په اړه پوښتنه وکړئ.

 

يادونه: که په ټکر کې کوم ژوی ټپي کړئ؛ تاسې هغه ته د پاملرنې او پوليسو ته د زنګ وهلو قانوني مسؤوليت لرئ.

څه ډول کولای شم له بهر نه جرمني ته يو ژوی راوړم؟

له بهر څخه جرمني ته د ژويو راوړلو لپاره بايد ډېر مقررات په پام کې ونيول شي. دا شرطونه د ژوي د اصلي ځای له مخې پلي کيږي.

که څوک غواړي د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو او يا د (Liste der Gebiete und Drittländer gemäß) لېست له لومړۍ برخې هېوادونو کوم ژوی جرمني ته راوړي؛ بايد لاندې شرطونه پوره کړي:

-        ژوی بايد لږ تر لږه د ۱۵ اونيو وي.

-        ژوی بايد يو مايکروچيپ او د اروپايي ټولنې د هويت سند ولري.

-        ژوی بايد لږ تر له راوړلو ۲۱ ورځې مخکې د لېونتوب ضد واکسين شوی وي.

-        لږ تر لږه يو کس بايد له ژوي سره مل وي.

له نورو هېوادونو د ژويو راوړل بيا ډېرو شرطونو پوره کولو ته اړتيا لري. په پورته ياد شوي لست کې د دوهمې برخې هېوادونو څخه راوړل شوي ژوي بايد لاندې شرطونه پوره کړي:

-        ژوی بايد لږ تر لږه د ۱۵ اونيو وي.

-        ژوی بايد يو مايکروچيپ، د واکسينو او د روغتيايي بيمې سندونه ولري.

-        ژوی بايد په مستقيم ډول اروپايي ټولنې ته داخل شي.

-        ژوی بايد لږ تر له راوړلو ۲۱ ورځې مخکې د لېونتوب ضد واکسين شوی وي.

-        لږ تر لږه يو کس بايد له ژوي سره مل وي.

-        د ژوي خاوند بايد په ليکلي ډول ژمنه وکړي چې بل چا ته به ژوی نه ورکوي.

که ستاسې د ژوي د هېواد نوم په پورته يادو شوو لېستونو کې نه وي؛ بايد لاندې شرطونه پوره کړئ:

-        ژوی بايد لږ تر لږه د ۷ مياشتو وي.

-        يو رسمي وترنر او معتبر لابراتوار بايد له سفر لږ تر لږه درې مياشتې وړاندې د ژوي وينه د لېونيو ژوو  د ناروغۍ لپاره معاينه کړي. د معتبرو لابراتوارونو لېست په (ec.europa.eu) وېبسایټ موندلای شئ.

-        ژوی بايد په ګمرک کې ثبت شي.

-        ژوی بايد د ځانګړو هوايي ډګرونو يا سمندري بندرونو له لارې راوړل شي. د خوړو او کرنې د فدرالي وزارت پر وېبسایټ د دې ځايونو يو لست موندلای شئ.

يادونه: هر کس پر يوه مهال يوازې ۵ ژوي جرمني ته راوړلای شي.

د ژويو ډاکټر يا وترنر او د ژويو کلينيک چېرته موندلای شم؟

پر (Tierarzt-Onlineverzeichnis) وېبسایټ، په خپل شاوخوا کې يو وترنر يا د ژويو کلينيک موندلای شئ. په عمومي ډول د ژويو کلينيکونه شپه او ورځ پرانستي وي.

مهم

د يوه ژوي همداسې پرېښودل او يا له هغه سره ناسم چلند منعه دی. په دې ډول حالاتو کې اړون کسان تر ۲۵زره يورو پورې جريمه کېدلای شي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: