په جرمني کې د کرایي کور موندل
کله چې نوي کور ته کډه کوو، کومو شیانو ته پام کول اړین دی؟
د جرمنی په ډېرو ښارونو کې د نوي کور موندل یوه ننګونه ده. کله چې په پای کې یو کور ومومئ، ډېر کارونه شته لکه د تړون کتنه، د بریښنا او انټرنیټ خدماتو لپاره تړون او د کډې کولو پلان جوړول چی باید ترسره شي. په دې لارښود کې ټول هغه مهم ټکي بیان شوي چې باید په پام کې ونیول شي. د دې پاڼې په پای کې یو چکلیست شته چې د ښه پلان جوړولو لپاره ستاسې سره مرسته کوي.
په څه باید پوه شم؟
د کور تر منل کیدو وروسته څه پېښېږي؟
د کور لپاره مثبت ځواب ترلاسه کول ښایي یو ښه زیری وي، ځکه چې د نوي کور موندل اکثره وخت میاشتې وخت نیسي. اوس دا مهمه ده چې راتلونکي مراحل په ښه توګه پلان شي. دا چې ایا یوه اپارتمان، شریکي کور(WG) یا موقتي اپارتمان ته کډه کیږي، باید بېلابېلو مسایلو ته مو پام وشي. د شریکی کور او موقتي اپارتمان په اړه نور مالومات زموږ په مالوماتي څپرکي "د استوګنې اجازې ډولونه" کې موندلی شئ.
مخکې له دې چې نوي کور ته کډه وکړئ، باید د کرایې تړون لاسلیک شي. ښه ده چې کور مخکې له مخکې په دقت سره وګورئ، څو د کور د رسمي تسلیمولو اړونده پروسه چې پکې تاسې ته د خپل نوي کور یا خونې کلیانې درکول کیږي، په ارامه او بې له فشار څخه ترسره شي.
نوي کور ته تر کډه کولو څو اونۍ مخکې باید ځینې مهم کارونه ترسره شي. د نوي کور لپاره مناسب فرنیچر ولټول شي، او ښايي کور هم ترمیم وغواړي. سربېره پر دې، د تلیفون او انټرنیټ د خدمتونو وړاندې کوونکي ته اړتیا ده، او د کډه کولو چاري هم بايد تنظیم شي. د دې تر څنګ مه هیروئ چې خپله پوستي پته نوې پتې ته واړوئ.
د کور له تسلیمولو وروسته، اړتیا ده چې د بریښنا او که اړتیا وي د ګازو له وړاندې کوونکي ادارې يا شرکت سره تړون وشي او نوې پته باید په اړونده ادارو کې ثبت شي. سربیره پر دې، د عامه خپرونو د پیسو لپاره هم نوم لیکنه اړینه ده. په دې اړه ټول مهم مالومات زموږ په مالوماتي څپرکي "د عامه خپرونو پیسې" کې موندلی شئ.
د کرايې په لګښتونو کې څه شی شامل دي؟
د کرایې لګښتونه په دوه برخو ویشل شوي: لومړنۍ یا سړه (Kaltmiete) کرایه او مجموعی یا ګرمه (Warmmiete) کرایه. لومړنۍ کرایه یوازې د کور لګښتونه پوښي. په داسې حال کې چې په مجموعی کرایه کې عملیاتي یا اضافي لګښتونه لکه اوبه، د کثافاتو راټولول، او ډیری وختونه د تودوخې لګښتونه شامل دي. له دې امله، هغه څه چې مهم دي، مجموعي یا ګرمه کرایه ده، ځکه چې دا د هغو مجموعي لګښتونو ښکارندويي کوي چې په حقیقت کې باید تادیه شي. د کرایې لګښتونه باید په تړون کې په واضح ډول ذکر شي. په دې اړه نور مالومات زموږ په مالوماتي څپرکي "د کرایې تړون" کې موندلی شئ.
یادونه: په دې لګښتونو کې د بریښنا لګښتونه شامل نه دي. همدارنګه، که په نوي کور کې د پخلي او د تودوخې لپاره ګاز کارول کیږي، نو کیدای شي د ګاز لګښتونه هم شامل نه وي. د بریښنا او که اړتیا وي د ګاز لپاره، باید جلا تړونونه وشي او اضافي لګښتونه تادیه شي. ورته شرایط د تلیفون او انټرنیټ لپاره هم پلي کیږي. په دې اړه نور مالومات د "څنګه د ګاز او بریښنا وړاندې کوونکی ومومم؟" او " څنګه د تلیفون او انټرنیټ لپاره وړاندې کوونکی ومومم؟" برخو کې موندلی شئ.
که چیرې عاید ونه لرم، د کور کرايه به څوک ورکوي؟
که له جابسنټر یا سوسيال څخه پیسې ترلاسه کوئ، نو د کور له لټون څخه وړاندې له دې ادارو څخه د کرایې او نورو مسایلو په اړه پوښتنه وکړئ. دا ځکه چې سوسيال او جاب سنټر یوازې تر یوې محدودې کچې او ځانګړو شرطونو لاندې د کور کرایه ورکوي. د دې لپاره اړینه ده چې تر ټولو لومړي له دې ادارو څخه لیکلی تایید ترلاسه شي چې د کور پلټلو اجازه درکوي. په دې ادارو کې له خپل مسؤول کس څخه باید پوښتنه وکړئ چې کرایه څومره وي او کور باید کوم شرایط ولري. ځینې فکتورونه، لکه د ودانۍ مساحت او د کور د تودوخې ډول، ممکن د دې لامل شي چې ټاکلې کرایه له یوه ښار څخه تر بل ښاره توپیر ولري. د کور مساحت باید له یوې ټاکلې اندازې کم او له بلې خوا له یوه ټاکلي حد زیات نه وي. ځینې ادارې لنډ مهاله کرایې یا د کرایې د تدريجي لوړېدو تړونونه (Staffelmiete) نه مني. د کور د لټولو له پیل مخکې د دې شرایطو او قواعدو په اړه ښه مالومات ترلاسه کړئ.
یادونه: د کرایې د تدريجي لوړېدو تړونونه (Staffelmiete) د کرایې یو ځانګړی ډول دی چې له پیل څخه څرګندوي چې کرایه به په راتلونکي کې لوړېږي او د لوړېدو نېټه او اندازه هم په تړون کې په دقیق ډول ذکر شوې وي. د بېلګې په توګه، هر کال ستاسې یوه ټاکلې اندازه کرایه لوړېږي. په دې توګه، کرایه ورکوونکي او د کورونو څښتنان د تړون د لاسلیک کولو له وخت څخه پوهېږي چې په راتلونکي کې په کرايه کې څومره بدلون راځي.
کله چې د کور له مالک یا شرکت څخه تایید ترلاسه کړي، نو اړینه ده چې له دوی څخه په لیکلي بڼه د کرایې وړاندیز (Mietangebot) وغواړئ. په دې وړاندیز کې باید د کور ټول اړوند مالومات او د کور مالک تلیفون شمېره شامل وي. ګڼې ادارې د دې لپاره ځانګړي فورمې لري او کولی شئ چې له مسؤول کس څخه یې ترلاسه کړئ او د کور مالک ته یې ورکړئ. کله چې د کور مالک فورمه ډکه کړي، دا فورمه باید ژر تر ژره جابسنټر ته ولېږئ، څو دا اداره د کرایې وړاندیز وڅېړي او د لګښتونو د منلو په اړه تاسې یا د کور خاوند ته ډاډ درکړي. دوی به د لګښتونو تاییدلیک له ترلاسه کولو وروسته، د کور له مالک سره اړیکه ونیسي او بیا به د کور د کرایې تړون لاسلیک کړي.
پاملرنه: که څوک جرمني ته د کار، تحصیل یا حرفوي زدکړو (Ausbildung) په ویزه راغلي وي، نو عموماً مالي مرستې نه شی ترلاسه کولی. که چیرې د کرایې په ورکړه کې ستونزې وي، نو غوره ده چې مشوره ترلاسه کړئ. موږ به د مشورتي مرکز په موندلو کې له تاسې سره مرسته وکړو. که غواړئ چې له موږ سره اړیکه ونیسئ، زموږ په ټولنيز فورم کې وړيا او ناپېژانده نومليکنه وکړئ.
ولی باید پېشکي يا د ضمانت پیسې (Kaution) ورکړم؟
پېشکي یا د ضمانت پیسې د مالکانو لپاره یو مالي تضمین دي. دا پیسې د دې لپاره اخستل کیږي چې که چیرې کرایه ورنه کړل شي یا د کور کوم شی خراب شي، مالکانو ته اجازه ورکوي چې دغه پیسې وساتي ترڅو زیان جبران کړي. د دې پیسو اندازه باید د درېیو میاشتو سړې یا لومړنۍ کرایې (Kaltmiete) له کچې زیاته نه وي او، باید له کډې کولو مخکې تادیه شي. په دې اړه دقیق مقررات او مالومات زموږ په بل څپرکي "د کرایې تړون" کې روښانه شوي دي.
د کرایې په تړون کې باید کومو ټکو ته پام وکړم؟
په جرمنی کې د یوه کور موندل خورا ستونزمن دی. کله چې یو څوک د کور له مالک یا شرکت څخه تایید ترلاسه کړي، دا ښايي هغه ته ښه زېری وي. البته مه هېروئ چې له لاسلیک کولو وړاندې د کرایې تړون په بشپړه توګه بیا وګورئ. د کرایې تړون د کرایه ورکوونکي او کور مالک ترمنځ قانوني تړون دی او په دې کې ځینې مهم ټکي لکه د کرایې لګښتونه او همدارنګه د ضمانت پیسې چې کور ته له کډه کیدو دمخه باید تادیه شي، ذکر شوي وي دي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي 'د کرایې تړون' کې ومومئ.
کور ته تر کډه کیدو مخکې باید کومو شیانو ته پام وکړم؟
مخکې له دې چې خپل نوي کور یا شریکی کور (WG) ته ولاړشئ، خونې په غور وګورئ او د خرابيو په لټه کې شئ. د بېلګې په ډول په کاشيانو کې درزونه، په فرش کې داغونه، په پخلنځي کې خاپونه، په ځانګړي ډول که چیرې د پخلنځي وسايل لا د مخه نصب شوي وي. کور مالک اړ نه دی چې دا ډول کوچني مسایل یا "سرسري نیمګړتیاوې" ترمیم کړي. البته دا نیمګړتیاوې باید د کور تسلیمولو اړونده سند کې ثبت او تر کډه کیدو دمخه د مالک لخوا لاسلیک شي. دا ځکه مهمه ده چې کله له دې کور څخه وځئ، د دې خرابيو لپاره پړ ونه ګڼل شئ.
همداراز وګورئ چې ايا کړکۍ په سم ډول بندېږي، د اوبو نلونه او ګرمې اوبه سمې دي، او د برېښنا ساکټونه او تشناب په سمه توګه کار کوي او که نه.
یادونه: د کور تسلیمولو اړوند سند عموماً د کور تسلیمولو په وخت کې چمتو کېږي. په دې سند کې د برېښنا او که اړتیا وي، د ګاز د میټر لګښت شمېرې هم ثبتېږي. د مصرفوونکو مرکز د تسلیمولو اړوند سند په اړه لارښوونې دلته راټولې کړې دي.
پاملرنه: لویې مسلې لکه د اوسیدو خونو کې د دېوالونو پوپنک (Schimmel)، نم وهلي دیوالونه، ماتې شوې کړکۍ، یا ناکاره مرکزګرمي باید د کور مالک لخوا ترمیم شي. دا ډول مسلې باید مخکې له دې چې کډه شئ، ثبت کړئ.
مه هیروئ: مخکې له مخکې یوه کرایی لارۍ موټر د کډې کولو ورځې لپاره ونیسی او همداراز د پارک کولو منعه شوې سیمې (Haltverbot) ته د ننوتلو لپاره غوښتنه وکړئ. د پارک کولو منعه شوې سیمې غوښتنه په دې مانا ده چې هلته د ترانسپورتي وسيلې لپاره کافي ځای موجود وي، په ځانګړي توګه که چیرې هغه کوڅه چې ورته کډه کیږي، محدود پارکینګ ولري . غوښتنلیک باید مخکې له مخکې د ترافيکو ادارې (Straßenverkehrsbehörde) مسؤل کس ته وسپارئ، ځکه چې د پروسې بشپړیدل لږترلږه څلور اونۍ وخت نیسي.
څنګه کولی شم د خپل نوي کور کیلي ترلاسه کړم؟
له کډه کولو څو ورځې مخکې یا د کډې په ورځ، د کور تسلیمولو اړوند چارې ترسره کېږي. په دې کې به د کور مالک یا د شرکت د مدیریت له یوه غړي سره کور وګورئ او هر ډول خرابۍ به د تسلیمولو اړوند سند کې ثبت کړئ. په همدې ورځ به تاسې د کور کلۍ هم ترلاسه کړئ. ځکه نو د کلیانو تسلیمولو چارې باید تل په مخامخ ډول ترسره شي.
که کور فرش نه وي یا په شریک کور کې خونه نه وي، کور باید په بشپړه توګه خالي وي ترڅو ټول خرابۍ په ښه توګه وکتل شي.
یادونه: شونې خرابۍ باید په تسلیمولو اړونده سند کې ثبت شي څو د وتلو پرمهال د دې زیانونو مسؤل ونه بلل شئ. برسېره پر دې، تاسې به د کور لپاره لږترلږه یو سیټ کلیانی ترلاسه کړئ. د تسلیم شويو کلیانو شمیره هم بايد د تسلیمولو اړوند سند کې ثبت شي.
په پای کې، د تسلیمولو پر مهال د بریښنا او که اړتیا وي د ګازو د میتر دلګښت شمېرې هم ثبت کړئ. دا مالومات بايد بيا د خپل بریښنا وړاندې کوونکي ته او که اړتیا وي د ګازو وړاندې کوونکي ته ورکړئ.
څه ډول د بریښنا او ګازو وړاندې کوونکي موندلی شم؟
بریښنا په کرایه کې شامله نه ده، نو اړینه ده چې د بریښنا لګښت جلا ورکړل شي. د بریښنا لپاره، باید د بریښنا له وړاندې کوونکو شرکتونو سره اړیکه ونیول شي. د بریښنا لپاره بېلابېلې بیې شته او کولای شئ مختلف وړاندیزونو پرتله کړئ او له منځه يې ارزانه غوره کړئ. د (Check24) په شان ویبپاڼو کې دا ډول شرکتونه او بیې پرتله کړی. کله چې د خوښې وړ شرکت ومومئ، نو له هغو سره د انټرنېټ له لارې انلاين ځان ثبت کړئ. دا شرکت به د بریښنا میتر د اوسنۍ شمېرې په اړه پوښتنه وکړي، چې دا شمېره د میتر څخه یا د کرایې د تړون لاسلیک پر مهال د تسلیمولو اړونده سندونو کې، کوم چې د کور مالک لخوا درکړل شوې وي، موندلای شي.
که مو پخلی یا د اوبو ګرمول په ګاز ترسره کېږي، نو د هغه لپاره هم یو شرکت موندلای شئ. د کور مالک به په دې اړه مالومات درکړي. د ثبت پروسه د بریښنا ثبت پروسې په څېر ده. د ګاز د بیو پرتله کولو لپاره هم د (Check24) وېبسایټ کارولی شئ.
یادونه: تر هغه چې د بریښنا او ګاز وړاندې کوونکي سره تړون نه وي شوی، په اوتومات ډول د ضروری خدماتو سیستم فعاله کېږي. په دې توګه، بریښنا او ګاز سمدلاسه ترلاسه کولای شئ، حتی که لا تړون هم نه وي شوی. دا ضروری خدمات عموماً د محلي عرضه کوونکو لکه "Stadtwerke" لخوا وړاندې کېږي. د دغو خدماتو بیه معمولاً د نورو وړاندیزونو په پرتله لوړه وي، نو د بریښنا او ګازو د یو مناسب وړاندې کوونکي سره تړون کول به مو به ګټه وي.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ: د برېښنا يا ګاز له قرارداد وروسته د دې خدمتونو وړاندې کوونکي هره مياشت ستاسې له اکونټ څخه يوه مالومه اندازه پیسې ګرځوي. د دې پیسو کچه تخميني ده. د دې مانا دا ده چې په کال کې يو ځل ستاسې د لګښتونو او ورکړل شوو پیسو ارزونه کيږي. که پیسې مو له لګښته زياتې وي؛ بېرته درکول کيږي او که کمې وي؛ ښايي نورې هم وغوښتل شي. د دې لپاره چې ستاسې د اوسني لګښت اندازه مالومه شي؛ د برېښنا شرکت به له تاسې سره اړيکه ونيسي څو د برېښنا مېتر وګوري او د لګښت شمېره يې واخلي.
څه ډول د تلیفون او انټرنیټ وړاندې کونکي موندلی شم؟
د تلیفون او انټرنیټ لګښتونه د کرایې برخه نه وي. البته که شریکی کور (WG) ته کډه کوئ، نو دا وضعیت ښايي توپیر ولري. په دې ډول کورونو کې کیدای شي تلیفون او انټرنیټ مخکې له مخکې موجود وي. ځکه نو له د کور له نورو اوسېدونکو سره خبرې وکړئ، څو معلومه کړئ چې د لګښت برخه مو څومره ده. که چېرې یو کور یا شریکی کور ته کډه کوئ، د تلیفون او انټرنیټ لپاره باید جلا تړون وکړئ او له وړاندې کوونکو شرکتونو سره اړیکه ونیسئ. د تلیفون او انټرنیټ بیلابېلې بیې او وړاندیزونه پرتله کړئ او مناسب او ارزانه بسته غوره کړئ. پر (Check24) يا نورو وېبپاڼو کې کولای شئ دا ډول شرکتونه او بېلابېلې بیې پرتله کړئ.
ممکن داهم ګټور وي چې له خپل ګرځنده تلیفون وړاندې کوونکي څخه هم وپوښتئ که دوی د تلیفون او انټرنیټ خدمات وړاندې کوي، ځکه ممکن دوی یوه ارزانه ګډه بسته درته ولري.
یادونه: که ارزانه بیه غوره کړئ، شاید د تلیفون او انټرنیټ وړاندې کوونکي شرکت سره د اوږدې مودې تړون وکړئ. مخکې له دې چې لاسلیک وکړئ، د تړون موده په دقت سره وګورئ.
څه ډول خپل پوست ترلاسه کړم؟
که غواړئ د پوسټونو له ترلاسه کولو ځان ښه ډاډه کړئ، کولی شئ ډوچ پوسټ (Deutschen Post) يا (Pin Mail AG) ته د بيا رالېږلو لارښود (Nachsendeauftrag) ولېږئ. دوی به بيا ستاسې زړې پته ته راغلي ليکونه بېرته په نوې پته دروليږي. البته، بايد لګښت يې ورکړئ.
په یاد مو وي چې د خپل نوي کور پر دروازه، پوسټ بکس، او زنګ خپل نوم ولیکئ. په ځینو کورونو کې، دا چارې د شرکت مدیریت پر غاړه لري تر څو د زنګونو او پوسټي صندوقونو نومونه یو شان ښکاره شي. د کور د تسلیمولو پر مهال خامخا په دې اړه پوښتنه وکړئ.
خپل نوی ادرس چیرته ثبت کړم؟
د قرارداد له لاسليک وروسته، بايد د استوګنې نوې پته د استوګنې په اداره ( Einwohnermeldeamt) چې د وګړو ادره (Bürgeramt ) يې هم بولي، کې ثبت کړئ. په دې اړه زيات مالومات زموږ په مالوماتي څپرکي "په جرمني کې ثبتېدل" کې لوستلی شئ.
نوي کورته له لېږدېدلو وروسته او هر څومره ژر چې کولای شئ خپله نوې پته د بهرنيانو چارو ادارې (Ausländerbehörde) سره شریکه کړئ. همدا شان ټولې اړوند ادارې چې کار مو ورسره تړلی وي، لکه جابسنټر، سوسيال، د ماليې اداره همدا شان خپل بانک، د بيمې اداره او کارګمارونکي هم په خپله نوې پته خبر کړئ.
د عامه خپرونو د فیس لپاره چیرته ځان ثبتولی شم؟
له کډه کولو وروسته، اړینه ده چې ځان د عامه خپرونو د فیس لپاره ثبت کړئ. که تاسې یوه شریکی کور (WG) ته کډه کوئ، ممکن دا فیس لا دمخه ورکول کیږی، او تاسې به یوازې د لګښت خپله برخه ورکړئ. په دې اړه بشپړ مالومات لکه د ثبت کولو پروسه، مهالوېشونه، او د معافیت شرایط، زموږ په مالوماتي څپرکي "په جرمني کې د عامه خپرونو پیسې" کې لوستلای شئ.
ارزانه فرنيچر چېرته موندلای شم؟
په (Gebrauchtwarenhäusern) او (Sozialkaufhaus) کې ارازنه فرنيچر او د کور نور اړين توکي او وسيلې موندلای شئ. په دې پلورنځيو کې دوهم لاس فرنيچر، برېښنايي وسيلې، جامې، د لوبو وسيلې، کتابونه او نور ورته شيان موندلای شئ. ډېر شيان د هغو خلکو له لوري وړيا ورکول شوي وي، چې نور يې نه کاروي. ډېرې دا ډول هټۍ د ټولنيزو او ناګټنيزو بنسټونو له لوري اداره کي.ي. په خپله سيمه کې د دې هټيو موندلو لپاره په ګوګل کې (Sozialkaufhaus) ليکلای شئ.
په اونيزو بازارنو يا فلومارکېټونو (Flohmärkten) او يا (Trödelmärkten) کې هم کارول شوي توکي په ارزانه بيه ترلاسه کولای شئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (فلومارکېټونه) کې هم لوستلای شئ.
په انټرنېټ کې هم په ګڼو وېبسایټونو کې کارول شوي توکې په ارزانه بيه موندلای شئ. له دې ډلې د (ebay Kleinanzeigen) په نوم پلټفورم ډېر مشهور دی. د وړيا توکو په برخه هغه توکي موندلای شئ چې نور خلک يې وړيا ورکوي. هلته د ځای او توکيو فلتر کارولای شئ. ډېر وخت له بل کس سره د اړيکې لپاره يوه اکونټ يا کارن ته اړتيا ده او د کارن جوړول وړيا دي.
د شخصي مسؤلیت او د کور وسایلو بیمه څه مرسته کوي؟
کله چې تاسې یوه کور ته کډه کوئ، د شخصي مسؤولیت بیمه او د کور وسایلو بیمه ښايي خورا ګټورې وي. دا بیمې اختیاري دي، خو د مالي ستونزو څخه د ځان ساتنې لپاره ډېرې مهمې دي. د دې دواړو اختیاري بیمو په اړه ټول مهم مالومات زموږ په مالوماتي څپرکي "اضافې بیمې" کې موندلای شئ.
چکلیست: د کور د تایید ترلاسه کولو وروسته کومو شیانو ته باید پام وکړم؟
د کرایې تړون بیا کتنه، د برېښنا او انټرنیټ تړون کول، او د کډې کولو پلان جوړول: د کور له تایید وروسته یو شمېر مهم کارونه پاتې دي چې باید ترسره شي. لاندې چکلیست دا مهمې چارې په لنډه توګه روښانوي:
د کور مالک یا شرکت له خوا د مثبت ځواب ترلاسه کولو سمدستي وروسته:
- د لاسلیک کولو مخکې، خپل د کرایې تړون په احتیاط سره وګورئ.
- دا باید واضح وي چې کرایه څنګه ورکوي، په ځانګړې ډول که له جاب سنټر یا سوسيال څخه مالي مرستې ترلاسه کوئ.
له کډه کولو څخه یو یا دوه میاشتې مخکې:
- د تلیفون او انټرنیټ خدمتونو لپاره تړون وکړئ.
- که تاسې داسې کور ته کډه کوئ چې فرنیچر نلري، نو د خپل نوي کور لپاره فرنیچر ولټوئ. د ارزانه فرنیچر موندلو لپاره د 'ارزانه فرنیچر چېرته موندلای شم' برخه وګورئ.
- د کډه کولو نېټه وټاکئ او که اړتیا وي، د کډه کولو ورځې لپاره د موټرو د پارک کولو منع شوې ساحې د ننوتلو اجازه ترلاسه کړئ.
له کډه کولو څخه یوه اونۍ مخکې:
- له کډه کولو یوه اونۍ مخکې، یا لږ تر لږه د کډه کولو په ورځ، باید د کور او کلیانو تسلیمولو اړوندې چارې ترسره شي.نور مالومات په"څنګه د خپل نوي کور کليانې ترلاسه کولی شم؟" برخه کې موندلی شئ.
- د بریښنا او ګازو د میترونو د لګښت شمېره ثبت کړئ او د بریښنا وړاندې کوونکی او که اړتیا وي د ګاز وړاندې کوونکی پیدا کړئ.
- د کرایې تړون له لاسلیکولو وروسته او له کډې کولو وړاندې، د اپارتمان یا شریک کور لپاره ضمانت پیسې (Kaution) واستوئ .
له کډه کولو وروسته:
- د عامه خپرونو د فیس لپاره نوم ثبت کړئ.د نورو مالوماتو لپاره زموږ "دعامه خپرونو پیسې" څپرکی وګورئ.
- د اوسیدو نوې پته د استوګنې په اداره ( Einwohnermeldeamt) چې د وګړو ادارې (Bürgeramt ) په نوم هم یادېږي، کې ثبت کړئ. په دې اړه زيات مالومات "په جرمني کې ثبتېدل" پاڼه کې لوستلی شئ .
- خپله نوې پته له ټولو مهمو ادارو لکه د بهرنیو چارو ادارې يا اوسلنډربېهورده، د بیمې ادارې، او که کار کوئ، له خپل کارګمارونکي سره شریکه کړئ.
چیرته مشوره او ملاتړ ترلاسه کولی شم؟
که د کور له مالک يا ګاونډيانو سره ستونزې ولرئ، کولای شئ د کرايه ورکوونکو د خونديتوب له ټولنې (Mieterschutzbund) يا د کرايي کورونو د اتحاديې (Mieterverein) له کارکوونکو مرسته وغواړئ. د دې ټولنو غړيتوب شاوخوا ۵۰ يورو کلنۍ فيس لري او د خدمتونو ترلاسه کولو لپاره يې غړيتوب اړين دی. پر (www.mieterbund.de) وېبسایټ په خپل شاوخوا کې د دې ټولنو يوه څانګه موندلای شئ.
که د خپلو اضافي لګښتونو، برېښنا یا ګاز بیلونو سره ستونزې ولرئ، نو د مصرف کوونکو له مرکز څخه مرسته وغواړئ.
که د کور د خاوند يا ګاونډيانو له لوري تبعيض درسره وشي، کولای شئ د تبعيض ضد ادارو سره اړيکې ونيسئ. په خپل شاوخوا کې د دې ادارو يوه څانګه پر (antidiskriminierungsstelle.de) وېبسایټ موندلای شئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (تبعيض) کې لوستلای شئ.
مهم
په جرمنی کې د کرایې ورکونکو حقوق د قانون له مخې په بشپړه توګه خوندي دي. که د خپل کور له مالک سره ستونزه وي، د کرایه ورکونکو مشورتي مرکز سره اړیکه ونیسئ. دا مرکزونه معمولاً د "کرایه ورکونکو د ساتنې اتحادیه" (Mieterschutzbund) یا "کرایه ورکونکو اتحادیې" (Mieterverein) په نوم یادیږي. د دوی کارمندان کولی شي په هر ډول ستونزو کې له تاسې سره مرسته وکړي او د کور له مالک سره په شخړو کې مو هم ملاتړ وکړي.
سره ورته سکالوګانې
په فورم کې زموږ ټولنه
هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.
فورم ته دوام ورکړئ