کډوال له جرمني بهر سفر کولای شي؟

آيا زه له جرمني بهر ته د سفر اجازه لرم؟

Abschiebung

آيا غواړئ بکس مو وتړئ او کوم ځای ته سفر وکړئ؟ که څوک په جرمني کې کډوال وي او د دندې اړوند په سفر او يا هسې په رخصتيو بهر ته تلل غواړي؛ بايد د دې کار اجازه ولري. دلته تاسې ته په دې اړه مالومات درکوو.

په جرمني کې مېشت بهرنيان په همومي ډول اړ دي چې يو معتبر پاسپورت او يا د هغه بديل ولري. د اړوند هېواد سفارتونه يا کنسولګرۍ د دې پاسپورتونو د ترلاسه کولو يا تمديدولو مسؤوليت لري. البته دا موضوع له هغه چا سره اړه نه لري چې په جرمني کې يې پنا منل شوي وي او يا د جينوا د کډوالو کنوانسيون له مخې مهاجر پېژندل شوی وي. همدا شان که د چا وطن نامالوم وي؛ يا فرعي خونديتوب ولري او يا د ډيپورټ له ملي بنديز لاندې راغلی وي او د خپل وطن د پاسپورت ترلاسه کولو شونتيا ونه لري؛ د اصولو له مخې دجرمني چارواکو له لوري بديل پاسپورت ورکول کيږي. دا پاسپورتونه په درې ډوله دي:

  • د کډوالو لپاره د سفر پاسپورت (شين‌پاسپورت)
  • د بې‌وطنه کسانو لپاره د سفر کولو سند يا پاسپورت
  • د بهرنيانو لپاره د سفر کولو سند يا پاسپورت

کډوالو ته پاسپورتونه په عمومي ډول د بهرنيانو چارو ادارې (Ausländerbehörde) له لوري د استوګنې له اجازې سره يوځای ورکول کيږي. په دې اړه زيات مالومات زموږ د شنه پاسپورت په څپرکي کې لوستلای شئ. د بې‌وطنه او يا هغه بهرنيان چې فرعي خونديتوب يا د ډيپورټ ملي بنديز يې ترلاسه کړی وي؛ کولای شي د بې‌وطنه کسانو لپاره د سفر د سند يا خړ پاسپورت غوښتنه وکړي. دا غوښتنه په خپل شاوخوا کې د بهرنيانو ادارې له تر ټولو نږدې ادارې څخه کولای شئ. البته دا بايد ثابته کړئ چې د خپل هېواد له سفارت يا نورو استازوليو د خپل وطن پاسپورت نه شئ ترلاسه کولای.

آيا زه له جرمني بهر د سفر اجازه لرم؟

زه د کډوالو لپاره د سفر پاسپورت (شين پاسپورت) لرم

زه د بې‌وطنه کسانو يا بهرنيانو لپاره پاسپورت (خړ پاسپورت) لرم

زه د خپل هېواد پاسپورت لرم

که څوک لنډمهالی اوسوايس (Aufenthaltsgestattung) يا‌ ډولډونګ ولري؛ څه کولای شي؟

مهم

که چا په جرمني کې پنا ترلاسه کړې وي؛ د کډوال په توګه پېژندل شوی وي؛ فرعي خونديتوب يې ترلاسه کړی وي او يا يې د ډيپورټ د ملي بنديز حکم ولري؛ بايد خپل هېواد ته سفر ونه کړي. که د بهرنيانو چارو يا بمف ادارې خبرې شي؛ کېدای شي درکړل شوې پنا لغوه شي او په جرمني کې د استوګنې اجازه بېرته درنه واخستل شي.