په جرمني کې د کډوالو شين پاسپورت

Blauer Pass
اوسمهالیز 11.10.2023

شين يا آسماني پاسپورت څه ته وايي؟

که څوک په جرمني کې د کډوال يا پناغوښتونکي په توګه ومنل شي؛ د کډوالو لپاره د سفر سند يا شين پاسپورت ورکول کيږي. د مهاجرو لپاره د سفر سندونه د هغو هېوادونو د پاسپورت پر ځای کاريږي؛ له کومه چې اړوند کسان راغلي وي او مخکې يې د هغې هېواد رسمي تابعيت درلود. دې ډول پاسپورټونو ته کنوانسيوني پاسپورت هم وايي. په جرمني کې ډېر وخت هغه ته د پوښ د رنګ له کبله آسماني پاسپورت (Blauer Pass) وايي خو دا پاسپورت د کنوانسيون په ټولو غړو هېوادونو کې آسماني رنګ نه لري.

يادونه: د قبول شوي مهاجر يا کډوال په توګه تاسې د خپل هېواد د پاسپورت ترلاسه کولو اجازه نه لرئ. که څوک د خپل هېواد پاسپورت ترلاسه کړي او يا د خپل هېواد سفارت ته ولاړ شي؛ د اصولو له مخې دلته خپله قبولي او د استوګنې اجازه له لاسه ورکوي. 

په څه بايد وپوهېږم؟

چا ته د مهاجرت پاسپورت ورکول کيږي؟

که په جرمني کې د کډوال يا مهاجر په توګه وپېژندل شئ؛ تاسې ته به د مهاجرت پاسپورت (Blue Pass) درکړل شي. د جينوا کنوانسيون د ۲۸ مادې له مخې ټول منل شوي کډوال د سفر سند يا پاسپورت ترلاسه کولو مستحق دي.  يوازې ځينې کسان چې د بېلګې په توګه په ترهګريزو کړنو کې لاس ولري؛ نه شي کولای دا پاسپورت ترلاسه کړي.

که چا د فرعي خونديتوب حق (Subsidiärer Schutz) ترلاسه کړی او يا د ډيپورټ تر ملي بنديز (Nationales Abschiebungsverbot) لاندې راغلی وي؛ د مهاجرو لپاره دا ډول پاسپورت نه ورکول کيږي. په دې حالت کې بايد دوی د خپل هېواد له سفارت څخه د پاسپورت ترلاسه کولو غوښتنه وکړي. که د خپل هېواد سفارت مو پاسپورت درنه کړي؛ کولای شئ د بهرنيانو چارو په اداره يا اوسلنډربېهورده کې د بهرنيانو لپاره د سفر د سند غوښتنه وکړئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (بهر ته سفر کول) کې لوستلای شئ.

يادونه: که چا د فرعي خونديتوب حق (Subsidiärer Schutz) ترلاسه کړی او يا د ډيپورټ تر ملي بنديز (Nationales Abschiebungsverbot) لاندې راغلی وي او غواړي د بمف پر دې پرېکړه اعتراض وکړي؛ بايد د خپل هېواد سفارت ته ولاړ نه شي. که څوک ولاړ شي نو ښايي بمف يې داسې وانګېري چې ياد کسان په خپل هېواد کې تر څار لاندې نه دي او ښايي بيا قبولي ترلاسه نه کړای شي.

 

په آسماني پاسپورت کومو هېوادونو ته تللای شم؟

په شنه يا آبي پاسپورت ټولو هغو هېوادونو ته تللی شئ چې د جينوا د کډوالو کنسوانسيون يې لاسليک کړی وي. په دې لړ کې له ټولې نړۍ څخه کابو ۱۰۰ هېوادونه شامل دي. البته له دې ډلې ډېرو هغو ته د تګ لپاره ويزې ته اړتيا ده. دا بيا له هماغه هېواد سره اړه لري چې چا ته ويزا ورکړي او چا ته يې له ورکولو ډډه کوي.

د شنه پاسپورت درلودونکي په هېڅ حالت کې حق نه لري چې خپل هېواد ته ولاړ شي. که بمف (BAMF) يا د بهرنيانو چارو ادارې (Ausländerbehörde) په دې اړه خبر شي؛ ښايي ستاسې د پنا حق لغوه کړي او په جرمني کې د اوسېدو اجازه بېرته درنه واخلي.

يادونه: د شنه پاسپورت درلودونکي له جرمني د باندې په نورو هېوادونو کې د جرمني د سفارتونو او کونسلګريو ملاتړ نه لري.

کومو هېوادونو ته له ويزې پرته سفر کولای شم؟

د شنه پاسپورت په درلودلو د شېنګن حوزې هېوادونو ته له ويزې پرته سفر کولای شئ:

البته په ياد مو وي چې دې هېوادونو ته له ويزې پرته سفر يوازې هغه وخت ممکن دی چې:

·      په دې هېوادونو کې له درې مياشتو زيات پاته کېدل نه غواړئ.

·      هلته د کار کولو اراده ونه لرئ.

دا چې کوم هېوادونه د شېنګن په حوزه کې شامل دي، د بهرنيو چارو ادارې پر وېبسایټ (auswaertiges-amt.de) يې کتلای شئ.

 

 

د څومره مودې لپاره د سفر کولو اجازه لرم؟

په عمومي ډول تاسې کولای شئ په يوه ځل تر شپږو مياشتو پورې بهر تېرې کړئ. که له شپږو مياشتو ډېر له جرمني بهر تېرې کړئ، ښايي خپله قبولي له لاسه ورکړئ. البته دا قانون د شنه پاسپورت لرونکو لپاره نه دی. تر هغه چې ستاسې شين پاسپورت معتبر وي، ستاسې د استوګنې اجازه هم معتبره ده. البته که په بل هېواد کې دايمي استوګنه غوره کوئ، هماغه هېواد مو د استوګنې اجازې درکول مسؤوليت لري.

چېرته او څنګه آسماني پاسپورت تر لاسه کولای شم؟

د بهرنيانو د تنظيم سيمه‌ييزه اداره يا اوسلنډربېهورده د پاسپورټ ورکولو مسؤوله ده. ډېر وخت پاسپورت د اوسېدو له اجازې سره يوځای ورکول کيږي. که د جاب‌سنټر يا سوسيال له مرستې ګټه اخلئ، بايد د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره پیسې ورکړئ. د دې پیسو اندازه ستاسې له عمر او د استوګنې له اجازې سره اړه لري خو په عمومي ډول ښايي تر ۱۰۰ يورو پورې لګښت ولري.

تاسې همدا شان د پاسپورت يوه عکس، د اوسېدو د ځای د ثبت سند (Anmeldung) او له بمف څخه د مهاجر يا کډوال په توګه د پنا د غوښتنې مثبت ځواب ته اړتيا لرئ. په معمول ډول له اوسلنډربېهورده څخه د پاسپورت ترلاسه کول شپږ تر اتو اونيو وخت نيسي. په خپله سیمه کې د اوسلنډربېهورده اداره پر (bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ.

 

د سفر الکترونيکي سند (eReiseausweis) څه ته وايي؟

له ۲۰۰۷ کال راهيسې په پاسپورتونو کې يو الکترونيکي چېپ ځای پر ځای کيږي او له دې کبله دې پاسپورتونو ته برېښناييي پاسپورتونه يا (eReiseausweis) وايي. دا کار د لا ښه خونديتوب لپاره کيږي او په دې چېپ کې ستاسې مالومات ساتل کيږي. د بهرنيانو چاره اداره د همدې کار لپاره ستاسې د ګوتو نښې اخلي. دا مالومات د ځانګړو ماشينونو په وسيله او په ځانګړو ادارو کې کتل کېدای شي. ستاسې د ګوتو نښې په بشپړ ډول خوندي دي او يوازې هغه هېوادونه يې کتلای شي چې د جرمني د حکومت له خوا اجازه ورکړل شي. تاسې خپله هم دا مالومات د ځوانانو چارو په اداره کې د دې چېپونو په اړوند ماشين کې ليدلای شئ.

زما آسماني پاسپورت د څومره وخت لپاره معتبر دی؟

د سفر کولو سند د اوسېدو له اجازې سره اړه لري او د استوګنې د اجازې تر پايه معتبر دی. که څوک د پناغوښتونکي يا کډوال په توګه په رسميت وپېژندل شي؛ د کډوالو لپاره پاسپورت (شين پاسپورت) ترلاسه کوي. دا پاسپورت د درې کالو لپاره معتبر دی. له درې کالو وروسته بايد د نوي پاسپورت غوښتنه وشي.

البته غوره ده چې د پاسپورت د وخت له ختمېدو دوې تر درې مياشتې وړاندې د نوي پاسپورت غوښتنه وکړئ. په دې اړه نور مالومات د استوګنې د حقونو په څپرکي کې ترلاسه کولای شئ.

د اوسېدو د اجازې په شان پاسپورت هم د دريو کالو لپاره ورکول کيږي. له دريو کالو وروسته بايد د نوي پاسپورت غوښتنه وکړئ.

 

که پاسپورت ورک شي؛ څه بايد وکړو؟

که پاسپورت مو ورک شي؛ بايد سملاسي پوليسو ته خبر ورکړئ. که بېرته يې ومومئ؛ پوليس بايد بيا په جريان خبر کړئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (پول‍یس) کې لوستلای شئ. د نوي پاسپورت ترلاسه کولو لپاره د بهرنيانو د تنظيم سيمه‌ييزې ادارې ته ورشئ. په خپله سیمه کې د اوسلنډربېهورده اداره پر (bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ.

 

که د اوسېدو ځای بدل کړم؛ چا ته بايد خبر ورکړم؟

که په جرمني کې د ننه د اوسېدو ځای بدل کړئ؛ نوې پته به مو په پاسپورت او د استوګنې په اجازه کې وليکل شي. په دې اړه نور مالومازت زموږ په بل څپرکي (په جرمني کې ثبتېدل) کې لوستلای شئ.

مهم: که څوک په يو ځای کې په پاته کېدو مکلف (Wohnsitzzuweisung) وي او بل ځای ته د کډه کولو اجازه نه ولري، بايد د کډې کولو لپاره له اوسلنډربېهورده څخه اجازه واخلي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د کور موندل) کې هم لوستلای شئ.

 

آيا آسماني پاسپورت او د اروپايي ټولنې آسماني کارت يو شی دي؟

د قانون له مخې د اروپايي ټولنې شين يا آسماني کارت دمهاجرو د استوګنې له اجازې او حالت سره اړه نه لري او د پاسپورت پر ځای نه شي کارېدای. د اروپايي ټولنې آسماني کارت د هغو لوړو زدکړو او مهارتونو لرونکو  کسانو لپاره دی چې غواړي د اروپايي تولنې په هېوادونو کې کار وکړي او دلته له راتګ وړاندې يې دنده تر لاسه کړې وي. البته که تاسې هم غواړئ له خپله هېواده ووزئ؛ د اروپايي ټولنې آسماني کارت تر لاسه کولای شي.

د اروپايي ټولنې د آسماني کارت په اړه نور مالومات د جرمني ته مهاجرت څپرکی او يا د BAMF پر وېبسایټ وګورئ.

مهم

د BAMF له لوري تاسې ته په رسمي ډول د مهاجرت حالت يا پناغوښتنې حق له درکولو وروسته به تاسې ته آسماني رنګ يا شين پاسپورت درکړل شي. له دې وروسته تاسې د خپل هېواد له سفارته د پاسپورت ترلاسه کولو او وطن ته د تلو اجازه نه لرئ. که دا کار وکړئ؛ په جرمني کې به خپل د اوسېدو حق او خونديتوب له لاسه ورکړئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: