که څوک لاندې شرطونه پوره کړي، دا مرسته ترلاسه کولای شي:
- نه شئ کولای د محکمې لګښتونه ورکړئ او يا يې يوازې يوه برخه ورکولای شئ. دا حالت هغه وخت رامنځته کېدای شي چې تاسې د جابسنټر، سوسيال يا نويو کډوالو لپاره مرسته ترلاسه کوئ. که خپل عايد لرئ، بايد معاش، جايداد او لګښتونه ښکاره کړئ. وروسته بيا محکمه پرېکړه کوي چې تاسې د لږ عايد يا شتمنۍ لرلو له کبله د دې مرستې مستحق ياست او که نه.
- په محکمه کې د بريا لپاره لږ تر لږه يو چانس لرئ. که له اوله سره دا روښانه وي چې تاسې به محکمه بايلوئ، د قضايي پروسې د لګښتونو مرسته نه درکول کيږي.
- قضايي پروسه ستاسې لپاره منطقي ده. د بېلګې په ډول که د دعوې بايلولو په صورت کې ګتل کېدونکې پیسې د محکمې له لګښتونو کمې وي، دا مرسته نه درکول کيږي.
يادونه: د دې مرستې ترلاسه کولو لپاره، دا مهمه نه ده چې تاسې په محکمه کې خپله عريضه کړې ده او که د بل چا د دعوې په مقابل کې له ځانه دفاع کوئ.