یوازې هغه کسان د معلولو کسانو لپاره په ځانګړو ځايونو (Behindertenparkplatz) کې موټر درولای شي چې د شديدې معلولتيا کارت (Schwerbehindertenausweis) يا د معلولو کسانو د پارک کولو کارت (Behindertenparkausweis) ولري. د معلولو کسانو د پارک کارت یوازې هغو کسانو ته ورکول کيږي چې غيرمعمول معلوليت (Merkzeichen: aG) ولري او يا ړانده (Merkzeichen: "Bl) وي. په ځينې ايالتونو کې د (G) او (B) نښې لرونکو معلولانو ته هم د معلولو کسانو د پارک کارت ورکول کيږي. هغه معلول کسان چې دا ډول کارت ونه لري، حق نه لري چې د معلولانو په ځانګړو ځايونو کې موټر يا بله وسيله پارک کړي.
مهم: په داسې ځايونو کې د پارک کولو لپاره دا اړينه نه ده چې تاسې دې خپله موټر وچلوئ. تاسې کولای شئ د خپل معلول ماشوم يا کورنۍ د بل غړي لپاره هم دا ډول کارت ترلاسه کړئ. که اړوند کس درسره وي، کولای شئ د معلولانو په ځانګړي ځای کې موټر ودروئ.
دا چې له کومه ځايه د معلولانو لپاره د پارک کارت ترلاسه کولای شئ، له يوه ښاره تر بله توپير کوي. کولای شئ په دې اړه د خپلې ښاروالۍ له ادارې (Stadtverwaltung) يا سيمهييزې ټولنې (Gemeinde) له ادارو پوښتنه وکړئ. همدا شان پر (Migrationsberatung) او (Jugendmigrationsdienst) وېبسایټونو هم په دې اړه مالومات ترلاسه کولای شئ.
مهم: که څوک د معلولانو له کارت پرته، هغوی ته په ځانګړو شوو ځايونو کې موټرو ودروي، ښايي جريمه شي او يا يې موټر بل ځای ته يووړل شي.
په ارامځايونو، د اورګاډي تمځايونو، د پلي ګرځېدا په ځايونو او نورو ښاري سيمو کې د معلولانو لپاره ځانګړي تشنابونه شته چې ډېر وخت وړيا نه وي. معلولان کولای شئ د (Euroschlüssel) په درلودلو سره دا تشنابونه وړيا وکاروي. دا يوه ځانګړې کيلي ده چې په ټوله اروپا کې د معلولانو تشنابونه پرې خلاصولای او کارولای شئ. دا ډول کيلي له (Club Behinderter und ihrer Freunde) څخه د ۲۳ یورو په مقابل کې ترلاسه کولای شئ. د دې کار لپاره بايد د معلوليت (aG)، (B)، (H) او يا (BL) کارت ولرئ. د (G) نښې لرونکي هغه کسان چې د معلوليت درجه يا (GdB) يې ۷۰ يا له دې لوړه وي، کولای شي دا کيلي ترلاسه کړي.
په رستوراتونو، هوټلونو يا شرکتونو کې د هغوی خاوندان پرېکړه کوي چې نورو خلکو ته هم د معلولانو د تشنابونو کارولو اجازه ورکړي او که نه. په عمومي دول دا تشنابونه بايد د هغو خلکو لپاره خلاص وي چې اړتيا ورته لري.