د ليدلو يا ملاقات ويزې لپاره بلنليک لېږل

د ويزې لپاره بلنليک څه ډول لېږل کيږي؟

غواړئ د خپلې کورنۍ غړي، ملګري يا د کاروبار شريکان جرمني ته راوغواړئ؟ د درېيمو هېوادونو خلکو ته جرمني د ليدلو ويزې (Besuchervisum) ترلاسه کولو لپاره د نورو سندونو تر څنګ يو بلنيک (Einladungsschreiben) هم اړين دی. له دې ليک سره تاسې تاييدوئ چې يو  ځانګړی کس جرمني ته راغواړئ. د دې ليک ليکلو لپاره بايد ځينې شرطونه پوره کړئ. دلته د دې شرطونو او بلنليک په اړه بشپړ مالومات درکوو. د ليدلو يا ملاقات د ويزې په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي (د ليدلو کتلو ويزه) کې ولولئ.

په څه بايد وپوهېږم؟

بلنليک بايد څه ډول وي؟

د شخصي بلنې لپاره په بلنليک کې بايد کوم مالومات ځای پر ځای شي؟

د سوداګريزې بلنې لپاره په بلنليک کې بايد کوم مالومات ځای پر ځای شي؟

بلنيک‌ د چا له لوري برابريږي؟

Wichtig

په ياد مو وي‌ بلنليک (Einladungsschreiben) او ژمن‌ليک (Verpflichtungserklärung) يو له بل سره توپير لري. که راغوښتل کېدونکی کس د سفر او په جرمني کې د اوسېدو لپاره کافي پیسې ونه لري، پر بلنيک د پاسه بايد يو ژمن‌ليک هم برابر کړئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د ليدلو د ويزې لپاره ژمن‌ليک) کې لوستلای شئ.