د جرمني د ليدلو يا شېنګن ويزه (Besuchervisum)

Besuchervisum
اوسمهالیز 26.03.2024

کولای شم له جرمني څخه ليدنه وکړم؟

د شېنګن او اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو له پرته د ډېری هېوادونو وګړي جرمني ته د تګ لپاره ويزې ته اړتيا لري. دا چې د کومو هېوادونو وګړي جرمني ته د تګ لپاره ويزې ته اړتيا لري، د جرمني د بهرنيو چارو وزارت پر وېبسایټ (auswaertiges-amt.de) يې کتلای شئ.

په دې څپرکي کې د جرمني د ليدلو يا شېنګن  ويزې په اړه مالومات درکوو. په رسمي ډول د دې ويزې نوم (Schengen Visa Typ C) دی او د ګرځندوی ويزې يا توريستي ويزې په نوم هم ياديږي. که غواړئ په جرمني کې زده‌کړه يا کار وکړئ او هلته ډېر پاته کېدل غواړئ، بايد يو بل ډول ويزه ترلاسه کړئ. دې ويزې ته (Nationales Visum Typ D) وايي او په اړه يې مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي کې لوستلای شئ.

په څه بايد وپوهېږم

د شېنګن C ويزه څه ډول ويزه ده؟

که غواړئ جرمني ته يوازې د څو ورځو يا څو اونيو لپاره راشئ، د شېنګن C ډوله ويزې (Schengen Visa Typ C) ته اړتيا لرئ. له دې ويزې سره کولای شئ په جرمني کې، د شپږ مياشتو په موده کې  حد اکثر ۹۰ ورځې تېرې کړئ. که غواړئ په جرمني کې د کورنۍ غړي يا دوستان وګورئ، د ګرځندوی په توګه جرمني ته راځئ او يا کوم لنډ سوداګريز سفر لرئ،  دا ويزه تر ټولو غوره ده. يوه ويزه ښايي د څو ورځو يا څو کالونو لپاره ورکړل شي. د دې ويزې د ورکړې موده اړوند سفارت ټاکي او دا چې څومره معبتره وي، ستاسې د سفر له پلان او وړاندې کېدونکو سندونو سره اړه لري. که په کوم شېګن هېواد کې د خپلې کورنۍ د غړو ليدو ته وخت پر وخت ورځئ او يا د کاري دلايلو له کبله شېنګن هېوادونو ته ډېر سفرونه کوئ او دا ثبتولی شئ، ښايي د شېنګن داسې يوکلنه ويزه درکړل شي چې څو ځله پرې تلای او راتلای شئ.

مهم: که د شېنګن ويزه مو له شپږ مياشتو د ډېر وخت لپاره معتبره وي، په ياد مو وي چې د هرو شپږ مياشتو په موده کې يوازې ۹۰ ورځې په شېنګن هېواد کې تېرې کړئ. دا موده مهمه ده او بايد له دې وخت څخه زياته نه شي.

يادونه: که له ۹۰ ورځو د زيات وخت لپاره معتبره شېنګن ويزه لرئ، کولی شئ د خپلې ويزې پاته معتبرې ورځې پر (Aufenthaltsrechner) وېبسای‍ټ کتلای شئ.

د ليدلو ويزې ترلاسه کولو لپاره بايد کوم شرطونه پوره شي؟

د دې لپاره چې د شېنګن ويزا ترلاسه کړئ، بايد لاندې شرطونه پوره کړئ:

-        باید د خپل سفر موخه په څرګند او منلو وړ ډول روښانه کړئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د ليدلو ويزې لپاره بلنليک) کې لوستلای شئ.

-        د سفر پر مهال مو بايد د سفر کولو او ژوند لګښتونه پوره کړای شئ. د دې کار د ثابتولو لپاره کولای شئ د خپل بانکي اکونټ د تېرو درې مياشتو صورت حسابونه او يا د خپلو شتمنيو سندونه وړاندې کړئ. که خپله کافي پیسې نه لرئ، په جرمني کې اړوند کس کولای شي ستاسې لپاره ژمنليک (Verpflichtungserklärung) وړاندې کړي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د ليدلو ويزې لپاره ژمنليک) کې لوستلای شئ.

-        د لږ تر لږه ۳۰زره يورو پوښښ په کچه داسې يوه روغتيايي بيمه بايد ولرئ چې د ټولو سفر پر مهال مو د شېنګن په اړوند سيمه کې بيمه کړي. د دې بيمې اونيز لګښت شاوخوا ۱۰يورو دی.

-        د جرمني د سفارت يا کنسولګرۍ چارواکي بايد ډاډه شي چې تاسې بېرته له جرمني څخه خپل هېواد ته ستنېږئ. د بېرته ستنېدو د ثبوت ځينې بېلګې ښايي په خپل هېواد کې دنده، زده‌کړې، د کور سند، کم‌عمره ماشومان يا کورنۍ سره تړلي غړي وي. دا ثبوتونه بايد د ويزې اخستلو پر مهال وړاندې کړئ.

يادونه: د ليدلو ويزې ترلاسه کولو لپاره بايد ټول پورته ټول ياد شوي شرطونه پوره شي. دا چې ويزه درکول کيږي او که نه، له اړوند سفارت يا کنسولګرۍ سره اړه لري. د هغو هېوادونو د وګړو لپاره د دې ويزو ترلاسه کول ډېر ستونزمن دي چې جرمني ته ډېر مهاجر ترې راځي.

څنګه او چېرته د جرمني د ويزې غوښتنه کولای شم؟

د ويزې ترلاسه کولو لپاره بايد په خپل هېواد کې د جرمني سفارت يا يوې کنسولګرۍ ته ورشئ. که ستاسې په هېواد کې د جرمني سفارت يا کنسولګرۍ کار نه کوي، بايد په يوه ګاونډي هېواد کې د جرمني له سفارت څخه د ويزې غوښتنه وکړئ. د جرمني د بهرنيو چارو وزارت پر وېبسایټ د جرمني د سفارتونو او کنسولګريو پتې موندلای شئ. په ياد مو وي چې له غوښتنې وړاندې کولو مخکې بايد له اړوند سفارت يا کنسولګرۍ سره وخت ونيسئ.

د ويزې د غوښتلنيک اړوند فورمه د سفارت يا کنسولګرۍ پر وېبسایټ موندلای شئ. په عمومي دول پر دې وېبسایټونو د نورو هغو سندونو لړ هم موندلای شئ چې بايد وړاندې يې کړئ. که د فورمې په ډکولو نه پوهېږئ، کولای شئ په خپله ژبه يې هم له هماغه ځايه ترلاسه کړئ او ډکه يې کړئ.

له دې پرته پر (videx.diplo.de) هم اړوندې فورمې ډکولای او چاپولای شئ. دا وېبسایټ په ګڼو ژبو دی.

د سفر موخه بايد څرګنده شي؟

هو. د ويزې غوښتلو پر مهال بايد د خپل سفر د موخې (د بېلګې په توګه واده، چکر، د کورنۍ غړو ليدل يا بل څه) په اړه مالومات ورکړئ. همدا شان د خپل سفر شرايط د بېلګې په توګه د هوټل د نيولو له سند يا بلنليک په وړاندې کولو څرګند کړئ.

  • د ګرځندوی په توګه بايد د خپل سفر ورځنی پلان په تفصيل وليکئ. په دې پلان کې په روښانه توګه د هغه موزيمونو يا مهمو ځايونو نومونه وليکئ چې غواړئ ويې ګورئ. غوره ده هغه ټکټونه هم ورسره مل کړئ چې د ليد لپاره مو مخکې له مخې اخستي دي.
  • که کاري سفر لرئ او يا غواړئ د کوم نندارتون ليدلو ته ولاړ شئ، بايد بلنليک او يا د نندارتون د ګډون ټکټ وړاندې کړئ. د دې تر څنګ به وکتل شي چې ليدنه او سفر مو له کاري حوزې سره منطقي تړاو لري او که نه.
  • که په جرمني کې د درملنې لپاره لنډمهالی سفر (په ۶ مياشتو کې ۹۰ ورځې تېرول) غواړئ، د هغه روغتون بلنيک چې تداوي مو پکې کيږي، د درملنې د لګښتونو ورکولو ثبوت، ستاسې او پايواز لپاره مو د اوسېدو د ځای تاييدليک، د ډاکټر تاييدليک او روغتيايي کاغذونه او د سفر لپاره نور اړين سندونه غوښتل کيږي. په دې اړه نور مالومات د جرمني د سفارتونو او کنسولګريو پر وېبسایټونو موندلی شئ. پر (www.auswaertiges-amt.de) وېبسایټ د جرمني د استازوليو لړ کتلی شئ.
د شېنګن ويزې لپاره کومو سندونو ته اړتيا ده؟

د اصولو له مخې د شېنګن ويزې ترلاسه کولو لپاره بايد لږ تر لږه لاندې سندونه ولرئ:

-        معتبر پاسپورت؛

-        تازه بايومتريک عکسونه؛

-        د ويزې ډک شوی غوښتنليک؛

-        اوسېدو د ځای ثبوت؛

-        که غواړئ له چا سره وګورئ؛ د يوه خپل، دوست، يوه بنسټ يا شرکت له لوري ترلاسه شوی بلنليک. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د ليدلو ويزې لپاره بلنليک) کې لوستلای شئ.

-        د ټکټونو له مخې د سفر کولو نېټې؛

-        د مالي سرچينو ثبوت يا ژمنليک (Verpflichtungserklärung). په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د ليدلو ويزې لپاره ژمنليک) کې لوستلای شئ.

-        د شېنګن ويزې سفري بيمه (Reiseversicherung).

مهم: اړين سندونه بايد تل بشپړ وي او سفارت ته د ورتګ پر مهال يې بايد له ځان سره ولرئ. په ځينې ځانګړو حالتونو کې ځينې سندونه وروسته هم لېږل کېدای شي خو دا کار بايد له اړوند مامور سره له همږۍ وروسته وشي. له دې پرته که د چا سندونه بشپړ نه وي، سفارت يې ښايي غوښتنه سملاسي رد کړي.

د شېنګن ويزې ترلاسه کولو څومره لګښت لري؟

د شېنګن ويزې کاري لګښت يا فيس ۸۰ يورو دی. دا پیسې بايد د غوښتنليک وړاندې کولو پر مهال له ځان سره ولرئ. مهم: که د ويزې ترلاسه کولو غوښتنه مو رد هم شي، دا پیسې بېرته نه درکول کيږي.

يادونه: له ځانګړو کسانو څخه د ويزې فيس يا لګښت نه اخستل کيږي. لاندې کسان په دې ډله کې راځي:

 

-        له شپږو کالونو د ټيټ عمر لرونکي ماشومان؛

-        د ښوونځيو زده‌کوونکي، محصلان او يا د حرفوي زده‌کړو ترسره کوونکي؛

-        د ناګټندوي بنسټونو هغه استازي چې عمر يې له ۲۵ کالونو ټيټ وي او غواړي په سينارونو، کنفرانسونو، سپورتي، کلتوري او يا روزنيزو پروګرامونو کې ګډون وکړي؛

-        د اروپايي ټولنې د دوهم نمبر (2016/801) تګلارې د درېيمې مادې له مخې راتلونکي څېړونکي؛

-        په علمي سيمينارونو يا کنفرانسونو کې ګډون کوونکي او‌ يا د علمي څېړنو په موخه راتلونکي؛

-        په يوه نوي پاسپورت کې د زړې ويزې د بديل غوښتونکي؛ په دې شرط چې د ويزې موده هماغه وي او په زاړه پاسپورت کې بله سپينه پاڼه نه وي.

-        د جرمني تابعيت لرونکو کسانو د ژوند ملګری/ملګرې او ټيت‌عمر لرونکي ماشومان، همدا شان د دوی د کورنيو هغه غړي چې د اروپايي ټولنې يا اروپايي اقتصادي زون هېوادونو تابعيت ولري.

د ويزې اخستلو پروسه څومره وخت اخلي؟

په عمومي ډول د شېنګن ويزې ترلاسه کول شاوخوا ۱۴ ورځې وخت ته اړتيا لري خو ځينې وخت ښايي ډېرې مودې ته اړتيا وي. له همدې کبله غوره ده چې د سفر د پلان له مخې وختي د ويزې غوښتنه وکړئ. د يادونې وړ ده چې د ځينو هېوادونو د وګړو لپاره د انتظار موده اوږده ده.

تاسې کولای شئ د سفر د پيل له نېټې ۶ مياشتې مخکې د ويزې غوښتنه وکړئ او غوښتنليک وړاندې کولو لپاره له وړاندې وخت واخلئ.

که د ويزې ترلاسه کولو غوښتنه مې رد شي، څه وکړم؟

که د ويزې ترلاسه کولو غوښتنه مو رد شي، په ليکلي ډول د درېدو دليل ترلاسه کوئ. کولی شئ د يوې مياشتې په موده کې اعتراض وکړئ. دا چې چېرته او څنګه اعتراض وکړئ، د ردپاڼې په پای کې ليکل شوي وي. که له رد سره موافق نه ياست او اعتراض کوئ، بايد په ډاګه کړئ چې د درېدو دلايل سم نه دي او بايد هغه سندونه وړاندې کړئ چې ښايي د ويزې د ورکړې لپاره مهم وي.

ځينې وخت ښايي د بېلګې په توګه د لږ پیسو درلودلو له کبله ويزه رد شي.که ستاسې حالت داسې نه وي، نو د يوه ليک او بانکي حساب يا نورو مالي سندونو په وړاندې کولو سره ثابتولی شئ چې کافي شتمني يا پیسې لرئ.

که د ويزې له پای ته رسېدو وروسته بيا هم په جرمني کې پاته شم، څه کيږي؟

که د ويزې له پای ته رسېدو وروسته بيا هم په جرمني کې پاته شئ، دلته مو اوسېدل ناقانونه بلل کيږي. وروسته به چارواکي له تاسې غوښتنه وکړي څو جرمنئ پرېږدئ او که دا کار ونه کړئ، ښايي ډيپورټ شئ. په داسې حالت کې مو ښايي پر بيا راتګ باندې د څو مياشتو يا کالونو لپاره بنديز ولګول شي. د شېنګن ويزې د وخت غځول يوازې په استثنايي حالتونو کې شوني دي. د بېلګې په توګه که څوک ناروغ وي او سفر ونه شي کړای، ښايي د ويزې موده يې وغځول شي. په هر حال، د سفر کولو د ناتوانۍ ثابتولو لپاره ښايي ډېر دلايل وغوښتل شي. ډېر وخت ناروغي او د ډاکټر تاييدليک هم د سفر نه کولو دليل نه کيږي؛ په ځانګړې توګه که څوک د سفر کولو وړ او د بېلګې په توګه په الوتکه کې د لېږدېدو وړ وي. دا چې ستاسې ويزه تمديديږي که نه، ستاسې د سيمې له د بهرنيانو چارو له ادارې (Ausländerbehörde) سره تړاو لري.

کولای شم له اوږدمهاله ويزې سره د پنا غوښتنه وکړم؟

هو. کولای شئ له شېنګن ويزې سره جرمني ته راشئ او دلته د پنا غوښتنه وکړئ او دا ځکه چې هر څوک هر وخت د پنا غوښتلو حق لري. دا چې د پنا غوښتنه به مو ومنل شي او که نه، ستاسې له اصلي هېواد او قضيې سره اړه لري. البته ډېر وخت هغو کسانو ته له سره ويزه نه ورکول کيږي چې په جرمني کې د پنا ترلاسه کولو چانس لري. د پنا غوښتنې په اړه نور مالومات زموږ په نورو مالوماتي څپرکيو کې موندلای شئ.

پاملرنه: تر هغه وخته چې ستاسې د پنا غوښتنې د قضيې په اړه پرېکړه کيږي، بايد خپله او يا هغه کس مو ټول لګښتونه (د بېلګې په توګه د کور کرايه، خوراک، جامې، درمل) ورکړي چې دلته يې ستاسې تضمين کړی دی او ژمنليک (Verpflichtungserklärung) يې لاسليک کړی دی. که د چا ډيپورټ شونی وي، هم دا حالت ورباندې تطبيقيږي. د ژمنليک په اړه نور مالومات په بل څپرکي کې ولولئ.

کولی شم له شېنګن ويزې سره د اروپايي ټولنې د شنه کارت (Blaue Karte Eu) غوښتنه وکړم؟

که څوک جرمني ته په شينګن ويزه راغلي وي او دلته داسې کار ومومي چې د اروپايي ټولنې د شنه کارت په معيارونو برابر وي، کولای شي د دې کارت غوښتنه وکړي. البته په ياد مو وي چې د کار تړون مو دلته له راتګ وروسته لاسليکېدای شي.

مهم: دا هم شونې ده چې د بهرنيانو چارو اداره (Ausländerbehörde) د شنه کارت ترلاسه کولو لپاره د يو چا غوښتنه رد کړي، ځکه تر اوسه پورې په عمل کې ښايي دا تجربه ونه لري.

مهم

پر (videx.diplo.de) وېبسایټ د ويزې لپاره د غوښتنليک فورمه په انلاين ډول ډکولای شئ. له ډکولو وروسته دا فورمه چاپ کړئ او له ځان سره يې په ټاکلې ورځ سفارت يا کنسولګرۍ ته يوسئ. دا وېبسایټ په ګڼو ژبو دی.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: