يوګندامت په يوه اداري سيمه، ښار يا ټولنه کې د ماشومانو، نويو ځوانانو او کورنيو لپاره د ځانګړې پاملرنې مسؤوليت لري. په ځينو سيمو کې يوګندامت د (Fachbereich Jugend)، (Fachbereich Familie) يا (Amt für Kinder, Jugend und Familie) په نومونو هم ياديږي.
په جرمني کې د ماشومانو اداره (Jugendamt)
د ماشومانو (او ځوانانو) د ادارې دنده څه ده؟
په جرمني کې د ماشومانو اداره يا يوګندامت ډېرې دندې لري او کابو هره کورنۍ لږ تر لږه په ژوند کې يو ځل له دې ادارې سره په اړيکه کې کيږي. دا ادره يوازې د ځورول شوو او هغو ماشومانو ساتنه او پالنه نه کوي چې پاملرنه نه ورته کيږي؛ بلکې له کورنيو سره د ماشومانو او نويو ځوانانو په ساتلو او پاللو کې مرسته هم کوي. که له خپلو ماشومانو سره ستونزه لرئ؛ کولای شئ هر وخت د دې ادارې له مامورينو سره اړيکه ونيسئ. همدا شان که ماشومان د خپلې کورنۍ له غړيو سره ستونزه ولري؛ کولای شي له دې ادارې سره مشوره وکړي او د خپلو ستونزو په اړه خبر ورکړي.
مهم: د ماشومانو اداره په جرمني کې د ټولو کورنيو مسؤوليت لري. دا خبره په تابعيت او د استوګنې د اجازې له ډول سره اړه نه لري.
په څه بايد وپوهېږم؟
مهم
د ماشومانو له ادارې څخه د مرستې په ترلاسه کولو کې مه وېرېږئ. د ستونزې رامنځته کېدو پر مهال چې هر څومره ژر کولای شئ مرسته وغواړئ.