د ماشومانو پالنه او ساتنه

په جرمني کې د ماشوم‌ساتنې کوم خدمتونه شته؟

په جرمني کې د ماشومانو د ساتنې او پالنې لپاره ګڼې لارې چارې او خدماتي مرکزونه شته. مور او پلار کولای شي خپل ماشومان د ورځې له لوري د ساتنې او پالنې مرکزونو ته وليږي. په دې مرکزونو کې ماشومان ملګري موندلای او د جرمني په ورځني ژوند کې ګډون کولای شي.

په نورمال ډول دولت درې کلنو يا له دې د پورته عمر لرونکو ماشومانو ته د ساتنې او پالنې آسانتياوې وړاندې کوي خو له ۲۰۱۳ کال راهيسې يو کلن ماشومان هم دې مرکزونو ته شاملېدای شي. همدا شان د لويو ماشومانو لپاره تر ښوونځي مخکې او وروسته د ساتنې آسانتياوې هم شته. په جرمني کې د ماشومانو د ورځنۍ ساتنې او پالنې (Kindertagesbetreuung) لګښتونه په نسبي توګه کم دي. د لږ عايد لرونکو او مهاجرو کورنيو سره دولتي مرسته کيږي. دا مرسته له يوې سيمې تر بلې، د ساتنې ساعتونو او د کورنۍ عايد ته په کتو توپير کوي. دولت ژمن دی چې له درې تر شپږکلنو ماشومانو لپاره له ښوونځي مخکې د ساتنې او  له يو تر درې کلنو ماشومانو لپاره د نرسري خدمتونه وړاندې کړي خو شرط دا دی چې د دې خدمتونو تر لاسه کولو لپاره څو مياشتې وړاندې غوښتنه وشي. د هغو ميندو او پلرونو لپاره چې د يوځای کېدنې يا انټېګراڅيون په کورس کې ګډون کوي؛ نورې ځانګړې آسانتياوې په پام کې نیول کيږي. په دې څپرکي کې به په جرمني کې د ماشومانو د ساتنې او پالنې د ډولونو او آسانتياوو په اړه ډېر مالومات ولولئ.

د شيدو خوړونکو ماشومانو پالنځای (Kinderkrippe)

وړکتون (Kindergarten)

په کورونو کې د ماشومانو پالنه (Kindertagespflege)

څنګه کولای شم خپل ماشوم ته ځای ومومم؟

د ښوونځي له وخت مخکې او وروسته د ماشوم پالنه (Hort)

د نويو راغلو کډوالو د ماشومانو پالنه

له ميندو او پلرونو سره مالي مرسته او رخصتي Elterngeld, Elternzeit او Kindergeld

مهم

۲۰۱۷ کال له مارچ راهيسي د BAMF  او  BMFSFJد حکم له مخې د ژبو د کورسونو ټول وړاندې کوونکي بنسټونه مکلف دي چې له ميندو او پلرونو سره د ماشوم د پالنځای يا وړکتون په موندلو کې مرسته وکړي. دا کار له ډېرو ميندو او پلرونو سره مرسته کوي څو د ژبې د زدکړې کورسونو کې ګډون وکړي.