منځپانګې ته لاړ شئ

د هېسن ايالت د ښوونځيو سيستم

Klassenraum mit gestapelten Tischen und Stühlen, Schultüte und Rucksack vor einer Tafel.

په هیسن ايالت کې له لومړني ښوونځي وروسته له پينځه ډوله ښوونځيو يو ټاکلای شئ: منځنی ښوونځی (Hauptschule)، ريال‌شوله (Realschule)، ميټل‌شټوپن‌شوله (Mittelstufenschule)، ګېزامت‌شوله (Gesamtschule) او ګېمنازيوم (Gymnasium).

د ښوونځيو سيستم

په هیسن ايالت کې د لومړني ښوونځي بشپړول څلور کاله وخت نيسي. له دې وروسته ميندې او پلرونه پرېکړه کوي چې بچيان يې کوم ښوونځي ته ولاړ شي. د لومړني ښوونځي ښوونکي به له دوی سره د ښوونځي په غوره کولو کې مرسته وکړي. دا ماشومان له لومړني ښوونځي وروسته له پينځه ډوله ښوونځيو يو ټاکلای شي:

  • منځنی ښوونځی (Hauptschule)
  • ريال‌شوله (Realschule)
  • ګېزامت‌شوله (Gesamtschule)
  • ميټل‌شټوپن‌شوله (Mittelstufenschule)
  • ګېمنازيوم (Gymnasium)

    منځنی ښوونځی (Hauptschule) له پينځم ټولګي پیل کيږي او په نهم يا لسم ټولګي پای ته رسيږي. دا ښوونځی زده‌کوونکي مخکې له مخکې د مسلکي ژوند لپاره تياروي. ماشومان کولای شي د منځنی ښوونځی له نهم ټولګي څخه تر فارغېدو وروسته د دې ښوونځي دeinfachen Hauptschulabschluss or qualifizierenden Hauptschulabschluss  فراغت سند ترلاسه کړي او يا کولای شي له لسم ټولګي وروسته دMittleren Abschluss/ Realschulabschluss  سند ترلاسه کړي. د دې سندونو په ترلاسه کولو زده‌کوونکي کولای شي حرفوي زدکړې (Ausbildung) پیل کړي. که څوک ښې نمرې ولري؛ کولای شي زده‌کړو ته دوام ورکړي او ابيتور ترلاسه کړي.

      په هېسن کې ريال‌شوله له پينځم ټولګي پیل کيږي او په نهم يا لسم ټولګي پای ته رسيږي. له لسم ټولګي تر فراغت وروسته کولای شئ د (Mittleren Schulabschluss) سند ترلاسه کړئ. له نهم يا لسم ټولګي وروسته د Haupschulabschluss  معادل سند هم ترلاسه کولای شي. د دې سندونو په ترلاسه کولو زده‌کوونکي کولای شي حرفوي زدکړې (Ausbildung) پیل کړي. که څوک ښې نمرې ولري؛ کولای شي زده‌کړو ته دوام ورکړي او ابيتور ترلاسه کړي.

        دا ښوونځی د هافټ‌شوله او ريال‌شوله له يوځای کېدو څخه رامنځته شوی او له پينځم ټولګي پیل کيږي. په دې ښوونځي کې زده‌کوونکي تر اتم ټولګي پورې د فراغت د سند له په پام کې نيولو پرته يوځای زده‌کړه کوي. له اتم ټولګي وروسته بيا د فراغت د سند په اړه پرېکړه کوي. د دې ښوونځي د نهم يا لسم ټولګي له بشپړولو وروسته زده‌کوونکي د (einfachen Haupschulabschluss  يا qualifizierenden Haupschulabschluss) سند او له لسم ټولګي وروسته د (Mittleren Schulabschluss) سند ترلاسه کوي. . د Hauptschulabscluss  له سند سره کولای شئ حرفوي زدکړې (Ausbildung) پیل کړئ او له Mittleren Schulabschluss سند سره د حرفوي زده‌کړو تر څنګ په پوهنتون کې هم لوړې زده‌کړې‌ کولای شئ.

          ګېزمت‌شوله له پينځم ټولګي پیل کيږي او په لسم، دوولسم يا ديارلسم ټولګي پای ته رسيږي. زده‌کوونکي کولای شي په دې ښوونځي کې د فراغت بېلابېل سندونه ترلاسه کړي. دا ښوونځی دوه ډولونه لري: کوپراتيف ګېزامت شوله او انټيګريټن ګيزامت شوله.

          په Kooperativen Gesamtschule کې د فعاليت درې کچې شته: د هافټ‌شوله کچه، د ريال‌شوله کچه، د ګمنازيوم کچه. زده‌کوونکي کولای شي خپلو نمرو او فعاليت ته په کتو د دې درې ډولونو تر منځ يو بل ته بدل شي.

          په Integrierten Gesamtschule کې تر لسم ټولګي پورې زده‌کوونکي د فراغت د سند له په پام کې نيولو پرته يو ځای زده‌کړه کوي خو د هر مضمون لپاره سخت او آسانه کورسونه شته. زده‌کوونکي کولای شي خپل فعاليت ته په کتوله دواړو يو وټاکي.

          د د دې ښوونځی له نهم ټولګي څخه تر فارغېدو وروسته د (einfachen Hauptschulabschluss  يا qualifizierende Haupschulabschluss) سند ترلاسه کړي او يا کولای شي له لسم ټولګي وروسته د  (Realschulabschluss)  سند ترلاسه کړي. همدا شان له ديارلسم ټولګي تر فراعت وروسته د ابيتور سند ترلاسه کولای شي. د دې ټولو سندونو په ترلاسه کولو زده‌کوونکي کولای شي حرفوي زدکړې (Ausbildung) پیل کړي. د ابيتور  سند په درلودلو د پوهنتون او حرفوي زده‌کړو تر منځ يو ټاکلای شئ.

            ګمنازيوم له پينځم ټولګي پیل کيږي. په ګېمنازيوم کې له دوولسم ټولګي وروسته ستاسې بچيان د ابيتور سند ترلاسه کوي. په دې ښوونځي کې شاملېدونکي زده‌کوونکي بايد ډېر زيارکښ او ځيرک وي او ډېر کوښښ وکړي. په ګېمنازيوم کې بايد زده‌کوونکي دوې بهرنۍ ژبې زده کړي. د ګېمنازيوم له نهم يا لسم ټولګي بشپړولو وروسته لږ تر لږه د Hauptschulabschluss  يا Realschulabschluss سندونه ورکول کيږي. د دې ښوونځي له بشپړولو وروسته د ابيتور سند ورکول کيږي. زده‌کوونکي د ابيتور  سند په ترلاسه کولو د پوهنتون او حرفوي زده‌کړو تر منځ يو ټاکلای شئ.

              څنګه کولای شم خپل بچيان په ښوونځي کې شامل کړم؟

              په جرمني کې د استوګنې د لومړنيو کمپونو له پرېښودلو وروسته بايد ستاسې ماشومان ښوونځي ته ولاړ شي. تاسې ته تر ټولو نږدې ښوونځی ستاسې د بچيانو مس‍ؤول دی. هغه ماشومان چې په جرمني ژبه نه پوهيږي؛ لومړی د جرمني ژبې په ځانګړو کورسونو کې اچول کيږي. ستاسې د اوسېدو د ځای يا کمپ کارکوونکي به له تاسې سره د شاملولو په پروسه کې مرسته وکړي.

                په جرمني د ښوونځيو وړاندې کال کې به تاسې د ښوونځي د مسؤولينو له لوري د ټولو اړينو مالوماتو تر څنګ يو ليک ترلاسه کړئ چې په هغه کې به تاسې ته د ماشوم د شاملولو لپاره وخت ټاکل شوی وي. تاسې بايد په خپله خپل ماشوم په ټاکلي وخت ثبت کړئ. که مو کوم ليک نه وي ترلاسه کړی؛ په خپل شاوخوا کې تر ټولو نږدې لومړني ښوونځي ته ورشئ. ماشوم به په ښوونځي کې د شاملېدو پر مهال د يوه ډاکټر له لوري وکتل شي او د جرمني ژبې مهارتونه به يې وارزول شي.

                که ماشوم مو تر اوسه په وړکتون کې و؛ د همدې وړکتون مسؤولين به له تاسې سره د ښوونځي په نوم‌ليکنه کې مرسته وکړي.

                په دې اړه لا ډېر مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (ْښوونځي ته شاملېدل) کې ولولئ. 

                  د ښوونځو په اړه عمومي مالومات

                  دا مالومات او مقرارت په ټولي فدرالي ایالتونو کې  یو شان پلي کېږي.

                  • په جرمني کې د ښوونځيو سيستم

                    د جرمني په ټولو فدرالي ايالتونو کې د ښوونځيو سيستم يو له بل سره توپير لري. له دې سره سره د جبري زدکړو سيستم په هر چا پلی کيږي او د درجو سيستم يو شان دی. د هر ايالت د ښوونځي د فراغت سندونه په ټول جرمني کې منل کيږي.

                    Klassenraum mit gestapelten Tischen und Stühlen, Schultüte und Rucksack vor einer Tafel.

                  په فورم کې زموږ ټولنه

                  هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.

                  فورم ته دوام ورکړئ
                  یو پروژه د
                  • medienmacher
                  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
                  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
                  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
                  تميلوونکي:
                  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو