د ښوونځيو حرفوي زده‌کړې

اوسمهالیز 27.10.2023

آيا زه حرفوي زدکړې يا Ausbildung ترسره کولای شم؟

که غواړئ په جرمني کې دنده ومومئ؛ ضرور نه ده چې يوازې لوړې زده‌کړې ولرئ. تاسې کولای شئ په يوه مسلک کې د حرفوي روزنې يا اوسبيلډونګ دوره بشپړه کړئ. په دې برخو کې زده‌کړې له يوه تر درې‌نيمو کالو وخت نيسي. په ځينو برخو کې اوسبيلډونګ يوازې په ښوونځي کې ترسره کيږي (Schulische Ausbildung)؛ خو په ځينو نورو کې د ښوونځي د درسونو تر څنګ په شرکتونو کې عملي کار هم ورکول کيږي (Duale Ausbildung). په دې څپرکي کې تاسې ته د ښوونځيو د اوسبیلډونګ په اړه مالومات درکوو. د دوه‌ګوني اوسبیلډونګ په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي کې ولولئ. د ښوونځيو اوسبيلډونګ په افغانستان کې له مسلکي ښوونځيو، تخنيکم او سوريه کې له منځنيو انستيتيوتونو سره د پرتلې وړ دی خو په جرمني کې دا سيستم د لوړو تدريسي تخنيکونو او زياتو علمي معيارونو درلودونکی دی. د اوسبيلډونګ له بشپړولو سره تاسې د هماغې څانګې مسلکي کس ګڼل کېږئ او په جرمني کې دې ډول کسانو ته زياته اړتيا ده. همدا شان دا کسان له عادي کاريګرو ډېرو پیسې ګټلای شي. ځکه نو ښايي په دې برخه کې زده‌کړې ستاسې د راتلونکي مسلکي او شخصي ژوند جوړولو ل‍پاره مهمې وي.

په څه بايد وپوهېږم؟

د ښوونځيو اوسبیلډونګ څه ته وايي؟

د ښوونځيو حرفوي زدکړه يا Schulische Ausbildung: دا اوسبيلډونګ یوازې په ښوونځيو کې ترسره کيږي. دا ډول زدکړې په روغتيايي او نرسېنګ، طراحي، سوداګريزو او تخنيکي څانګو کې دود دي. په دې ډول اوسبيلډونګ کې زده‌کړې په(Berufsfachschule) يا (Berufskolleg) کې تر سره کيږي او بيا کولای شئ په يوه شرکت يا ټولنيزو بنسټونو کې د عملي کار د اوږدمهاله امتحاني دورو يا انټرنشيپ په ترسره کولو هغه په عمل کې پلې کړئ. دا زده‌کړې له يوه تر دريو کالو وخت نيسي او‌ په دولتي او خصوصي دواړو ښوونځيو کې ترسره کيږي خو خصوصي ښوونځي په عمومي ډول د دې کار لپاره فيس غواړي.

د اوسبيلډونګ لپاره بايد کوم شرايط پوره کړم؟

لومړی او مهم شرط په جرمني ژبه پوهېدل دي ځکه ورځنۍ زده‌کړې، ازموينې او کار په جرمني ژبه دي. دا چې په کومه کچه مو بايد جرمني ژبه زده وي؛ له هماغې څانګې سره اړه لري؛ په کومه کې چې اوسبیلډونګ ترسره کول غواړئ.

دوهم شرط د ښوونځي د فراغت د سندونو شتون دی. دا چې کوم سند ته اړتيا ده؛ ستاسې له اړوند اوسبيلډونګ او مسلکي لېوالتيا سره اړه لري. که له خپل هېواده د ښوونځي سند لرئ؛ هغه بايد په خپل جرمني کې رسمي کړئ.

د ښوونځيو د حرفوي زده‌کړو (Schulische Ausbildung) لپاره بايد په مسلکي ښوونځيو کې يو خالي ځای ومومئ. د دې کار لپاره د جرمني له يوه ښوونځي څخه د فراغت سند او يا له خپل وطن څخه د هغه معادل سند ته اړتيا ده. هر څومره مو چې د فراغت سند معتبر وي او لوړې نمرې ولري؛ په هماغه اندازه مو اوسبيلډونګ ته د منل کېدو چانس زيات دی. په ځينو برخو کې بايد د منل کېدلو لپاره يو څه کاري تجربې (د بېلګې په ډول انټرنشي‍پ) ته هم اړتيا ده.

په ځينو ښوونځيو کې عمر هم مهم دی خو د ډېرو نورو لپاره بيا دا محدوديت نشته او يوازې د زده‌کړو کچې ته کتل کيږي.

د اوسبيلډونګ لپاره د استوګنې کوم ډول سند ته اړتيا ده؟

په عمومي توګه د درېيمو هېوادونو وګړي، په جرمني کې د وظيفوي اوسبيلډونګ لپاره د استوګنې اجازې ته اړتيا لري. په دې اړه زيات مالومات زموږ په بل څپرکي (د حرفوي زده‌کړو ويزه) کې لوستلای شئ.

جرمني ته د کډوال په توګه راغلو کسانو لپاره، د ښوونځيو د حرفوي زده‌کړو لپاره لپاره د کار اجازه ضرور نه ده. د دې مانا دا ده چې د پناغوښتنې د پروسې په جريان کې يا د ډولډونګ د سند درلودونکي د دې ډول حرفوي زده‌کړو د پیل لپاره د اوسلنډربېهورډه اجازې ته اړتيا نه لري او د پناغوښتنې د پروسې په جريان کې يې پیلولای شي.

د اوسبیلډونګ له لارې د ډولډونګ يا استوګنې سند ترلاسه کولو چانس

هغو رد شوو کسانو ته د ډولډونګ سند ورکول کيږي چې وکړای شي په جرمني کې اوسبیلډونګ یا حرفوي زده‌کړې پیل کړي او يا يې له وړاندې پیل کړې وي. په دې اړه بش‍پړ مالومات زموږ په بل څپرکي (اوسبیلډونګ‌ډولډونګ) کې موندلای شئ. 

څنګه کولای شم يو اوسبيلډونګ ومومم؟

په جرمني کې دولت له هغو کسانو سره مرسته کوي چې د دندې يا اوسبيلډونګ په لټه کې وي. د کار فدرالي ادراه (Bundesagentur für Arbeit) د دې کار مسؤوله ده. دا اداره او جاب‌سنټر د کار او حرفوي زده‌کړو په برخو کې تاسې ته مشورې درکوي. د دې ادارو کارکوونکي په جرمني ژبه خبرې کوي.

د ځوانو مهاجرو لپاره مشورتي مرکزونه (Jugendmigrationsdiensts) او د لويانو مهاجرو لپاره د مشورو دفترونه (Migrationsberatungen für Erwachsene) په دې برخه کې له تاسې سره مرسته کولای شي. په پورته نښه شوو وېبسایټونو کې د نږدې مشورتي مرکز پلټنه کولای شئ. د دې ادارو کارکوونکي په ګڼو ژبو خبرې کوي.

د يوه اوسبیلډونګ موندلو لپاره د (www.azubi.de) او (www.ausbildung.de ) يا (kursnet) وېبسایټونو ته ورشئ. د دې تر څنګ پر (planet-beruf.de) وېبسایټ د ښوونځيو اوسبیلډونګونه موندلای شئ. 

څنګه او کله کولای شم د حرفوي زدکړو لپاره نوم‌ ليکنه وکړم؟

د ښوونځيو د اوسبیلډونګ لپاره بايد د خپلې خوښې ښوونځي ته ورشئ. هر ښوونځی د نوم ليکنې لپاره خپل مهلتونه لري. د هر ښوونځي په اړه مالومات بايد له هماغه ښوونځي څخه ترلاسه کړئ.

په (www.azubi.de) وېبسایټ کې د غوښتنليک لپاره نور مالومات هم موندلای شئ. په یاد شوي وبیسایټ کې همدا شان د مرکې د تيارۍ په اړه هم مالومات شته. پر (planet-beruf.de) وېبسایټ د اوسبیلډونګ لپاره د ښه غوښتنليک او د مرکې پر مهال د وړ ظاهر او چلند په باب مالومات موندلای شئ. د ځوانو مهاجرو لپاره مشورتي مرکزونه (Jugendmigrationsdiensts) او د لويانو مهاجرو لپاره د مشورو دفترونه (Migrationsberatungen für Erwachsene) په دې برخه کې له تاسې سره مرسته کولای شي. په پورته نښه شوو وېبسایټونو کې د نږدې مشورتي مرکز پلټنه کولای شئ. د دې ادارو کارکوونکي په ګڼو ژبو خبرې کوي.

د اوسبیلډونګ لپاره د غوښتنليک وړاندې کولو په اړه نور مالومات  دلته ولولئ.

څنګه کولای شم يو ښوونيز اوسبیلډونګ (Schulische Ausbildung) تمويل کړم؟

په ښوونيز اوسبیلډونګ (Schulische Ausbildung) کې معاش نه ورکول کيږي. په ځينې خصوصي ښوونځيو کې د فيس پیسې هم غوښتل کيږي. البته ځينې استثناوې شته. د بېلګې په ډول که څوک په روغتيايي (Gesundheits- / Pflegebereich) برخه کې حرفوي زده‌کړې ترسره کوي او په روغتون يا پالنځای کې عملي کار کوي؛ کولای شي معاش ترلاسه کړي. د مثال په توګه نرسان يا روغتياپالان کولای شي هره مياشت شاوخوا ۱٬۰۴۰ يورو واخلي چې ښايي ټولنيزه بيمه او ماليه ترې وګرځول شي.

په ځانګړو حالاتو کې د ښوونيز اوسبیلډونګ ترسره کوونکو ته د محصلينو مرسته (Schüler-BAföG) هم ورکول کيږي. دا مرسته د دولت له لوري له زده‌کوونکو او محصلينو سره د مالي مرستې پروګرام (Bundesausbildungsförderungsgesetz) يا بافوګ له مخې ورکول کيږي. د دې پیسو اندازه د هر چا لپاره توپير کوي خو تر ټولو ډېره اندازه يې د ۲۴۷ او ۷۵۲ يورو تر منځ (د ۲۰۲۱ کال له مخې) ده. د محصلينو د بافوګ پر خلاف د ښوونځيو زده‌کوونکي اړ نه دي چې ورکول شوې پیسې بېرته ورکړي.

د بافوګ ترلاسه کولو لپاره بايد لاندې شرايط پوره کړئ:

·      د ښوونيز اوسبیلډونګ پیلولو پر مهال مو بايد عمر له دېرشو کالو ټيټ وي. استثنا: د منل شوو کډوالو او مهاجرو لپاره د عمر محدوديت نشته. دوی کولای شي له دېرش کلنۍ په پورته عمر کې هم بافوګ ترلاسه کړي؛

·      د ښوونيز اوسبیلډونګ پروګرام بايد لږ تر لږه دوه کاله دوام وکړي؛

 

له جرمنيانو پرته لاندې کسان کسان مالي مرسته ترلاسه کولای شي:

·      د اروپايي ټولنې اوسيدونکي چې داوسېدو اجازه ولري؛

·      د استوګنې د دايمي اجازې لرونکي؛

·      د جينوا کنوانسيون يا پناغوښتنې د قانون يا فرعي خونديتوب (subsidiär Schutzberechtigter) له مخې منل شوي مهاجر؛

·      هغه کسان چې لږ تر لږه ۱۵ مياشتې په جرمني کې د ډولډونګ سند ولري؛ په لومړيو ۱۵ مياشتو کې د مهاجرو لپاره پیسې ترلاسه کولای شئ؛

·      هغه کسان چې دلته يې پينځه کاله وتلي وي او په دې موده کې يې کار کړی وي؛

·      مور يا پلار يې وروستي درې کلونه په جرمني کې تېر کړې وي او کار يې کړی وي.

دا چې د بافوګ کومه اداره ستاسې مسؤوله ده؛ په مخامخ ډول له دې ادارې سره د ۰۸۰۰۲۳۳۶۳۴۱ شمېرې له لارې اړيکه ونيسئ. تاسې همدا شان کولای شئ د زدکړو د فدرالي وزارت وېبسایټ وګورئ او د غوښتنې لپاره د اړينو سندونو لټون وکړئ.

 

پاملرنه: هغه کسان چې جرمني ته د کډوال په توګه راځي؛ بافوګ نه شي ترلاسه کولای. البته د ښوونيز اوسبيلډونګ ترسره کولو پر مهال د مهاجرت د قانون له مخې مالي مرسته ترلاسه کولای شي.

د اصولو له مخې هغه کسان چې ښوونيز اوسبیلډونګ ترسره کوي، له جاب‌سنټر څخه اړمنو کسانو پیسې (Bürgergeld) نه شي ترلاسه کولای. البته که چېرې د ښوونځي د فراغت سند ابيتور يا Fachabitur وي؛ کولای شي له جاب‌سنټره د دې پیسو غوښتنه وکړي. دا کسان کولای شي د کورونو پیسې (Wohngeld) ترلاسه کړي څو د کور کرايه ورکړي. د دې پیسو د ترلاسه کولو لپاره شرط قانوني سن او خپلواک ژوند کول دي. د دې پیسو د ترلاسه کولو او اړوند ادارو لپاره انټرنېټ وپلټئ.

د اوسبیلډونګ پر مهال په اونۍ کې لس ساعته کار کولای شئ خو لومړی بايد له خپل ريیس سره په دې اړه خبرې وکړئ.

زما لپاره کومې حرفوي زدکړې غوره دي؟

دا چې وپوهېږئ ستاسې لپاره کومې حرفوي زدکړې غوره دي؛ کولای شئ د کار له فدالي ادارې (Agentur für Arbeit) څخه مخامخ مشوره واخلئ او يا هم د ټليفون شمېرې له لارې (۰۸۰۰۴۵۵۵۵۰۰) ورسره په اړيکه کې شئ. په جرمني کې دې له دې شمېرې سره اړيکه نيول وړيا دي خو له بهره بايد په دې شمېره (۰۰۴۹۹۱۱۱۲۰۳۱۰۱۰) اړيکه ونيسئ او لګښت ورکړئ. د دې ادارې

د Berufenet او www.azubi.de ، www.ausbildung.de، planet-beruf.de، www.berufe.tv او IHK Stellenbörse په شان وېبسایټونو کې د خپلې راتلونکې دندې بڼه او څرنګوالی کتلای شئ. همدا شان د کار ادارې پر وېبسایټ (Webseite der Arbeitsagentur) د کاري غونډو او نندارتونونو په اړه مالومات موندلای شئ.

د ځوانو مهاجرو لپاره مشورتي مرکزونه (Jugendmigrationsdiensts) او د لويانو مهاجرو لپاره د مشورو دفترونه (Migrationsberatungen für Erwachsene) په دې برخه کې له تاسې سره مرسته کولای شي. په پورته نښه شوو وېبسایټونو کې د نږدې مشورتي مرکز پلټنه کولای شئ. د دې ادارو کارکوونکي په ګڼو ژبو خبرې کوي.

 

مثبت لړ (Positivliste) هم ښايي ستاسې لپاره په زړه پورې وي. په دې لړ کې ټول هغه اوسبیلډونګونه راځي چې په جرمني کې‌ يې اړونده دندو ته ډېره اړتيا ده. په دې برخو کې ډېر خالي ځايونه موندل کيږي او ښايي له مخې يې د کار اجازه هم په آسانۍ ترلاسه شي. دا مثبت لړ وخت پر وخت تازه کيږي او نوې خالي ځايونه پکې زياتيږي. د اوسنيو ډېرو موندل کېدونکو دندو لړ پر (mangelberufe.de) وېبسایټ موندلای شئ.

له اوسبیلډونګ وروسته څه وکړم؟

د حرفوي روزنې په پای کې به تاسې له ښوونځي، پوهنتون يا (HWK  او  IHK) په شان بنسټونو څخه د فراغت سند تر لاسه کړئ. له دې وروسته د کار ډېر فرصتونه په مخ کې لرئ. تاسې همدا شان کولای شئ نور هم خپلو زدکړو ته دوام ورکړئ.

 

مهم

که په پوهنتون کې تحصيل نه کوئ؛ حرفوي زده‌کړې هم د مسلک، کار او دندې لپاره يو فرصت دی. تاسې کولای شئ د اوسبيلډونګ له لارې په جرمني کې د استوګنې اجازه هم ترلاسه کړئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په نورو مالوماتي‌ څپرکيو کې لوستلای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: