په جرمني کې شوفا

اوسمهالیز 03.05.2023

شوفا څه شی ده او ولې ورته اړتيا ده؟

د کور يا دوکان د کرايه کولو پر مهال د کور خاوندان، شرکتونه يا کرايه ورکوونکي د شوفا د حساب د تصفيې د سند غوښتنه کوي. که له بانکونو د پور غوښتنه کوئ؛ دوی به هم د شوفا يو پوښتنليک وغواړي او يا به يې خپله ترلاسه کړي. حتا که ټليفون يا موټر په مياشتني قسط اخلئ؛ ستاسې قرارداد به د شوفا اړوند ماده ولري. دا کارونه د (Schufa Holding AG) کمپنۍ اړوند کيږي کومه چې د پورونو د پلټنې شرکت دی او له شرکتونو او د هغوی د مشتريانو د پورونو د پروسې په اړه مالومات راټولوي. شوفا هالډېنګ ستاسې د پخوانيو حسابونو تاريخ ګوري او د راتلونکو حسابونو د ورکړې په اړه د شمېرو له مخې ستاسې د چلند وړاندوينه کوي. دې پروسې ته د کرېدېت درجه‌بندي وايي.

شوفا هالډېنګ د شوفا د راپور لپاره پیسې غواړي. د جرمني د قانون له مخې تاسې په کال کې يو ځل د شوفا راپور په وړيا ډول ترلاسه کولای شئ. د دې راپور له مخې پوهېږئ چې کوم مالومات خوندي شوي؛ له کومه ځايه ترلاسه شوي او چا ته لېږل شوي.

مهم: ځينې کسان ښايي په ورځپاڼو يا انټرنېټي اعلانونو کې د شوفا له غوښتنې پرته قرضه وړاندې کړي. په دې کسانو باور مه کوئ؛ ځکه يوه ستره برخه يې درغلګر دي.

د شوفا په اړه اړين مالومات

د کورونو خاوندان ولې شوفا غواړي؟

د کورونو خاوندان ځينې وخت د شوفا غوښتنه کوي څو ځان ډاډه کړي چې تاسې د يوه کرايه‌کوونکي په توګه کولای شئ کرايه پر وخت ورکړئ. د کورونو ځينې خاوندان يا د معاملو د لارښوونې دفترونه د کرايه ورکولو په لومړي پړاو کې شوفا غواړي خو ځينې نور بيا وروسته د کور د غوښتلو لپاره له نورو اسنادو سره يوځای د دې سند غوښتنه کوي.

 

څه ډول کولای شم د شوفا مالومات وړيا ترلاسه کړم؟

     د meineSCHUFA.de وېبسایټ ته ولاړ شئ او پاڼې پای ته ځای ورسوئ. دلته لاندې په خړه برخه کې (Datenkopie (nach Art. 15 DS-GVO) ومومئ چې مانا يې د مالوماتو د خونديتوب د د قانون د ۱۵ مادې له مخې د ډاټا کتنه ده. دلته د (zum Formular) په زېړه بټن کلېک وکړئ.

·       دلته به بيا د وړيا او په بيه وړانديزونو په اړه يوه پاڼه وويني. کيڼ اړخ ته يو ځل بيا په (Datenkopie (nach Art. 15 DS-GVO) کلېک وکړئ.

·       مه وراخطا کېږئ؛ په دې برخه کې وېب‌سایټ هڅه کوي پر تاسې شوفا خرڅه کړي خو تاسې بايد د دوو کالمونو له منځه په ښي کالم کې د (Jetzt bestellen) په بټن کلېک وکړئ.

·       په پرانستل شوې پاڼه کې غوښتل شوي مالومات وليکئ.

·       اوس تاسې يوازې پاسپورت، اوسوايس او د ثبت سند (Meldebescheinigung) ته اړتيا لرئ. که د جرمني تابعيت لرئ، د پېژندنې د کارت کاپي مو بسنه کوي.

·       لاندې د لېږلو لپاره کوډ وليکئ او د weiter په بټن کلېک وکړئ.

 

دا لارښود په ويډيويي د همدې څپرکي په پای کې هم کتلای شئ.

د دې ليک له لېږلو وروسته له يوې تر دوو اونيو د شوفا راپور په خپله پته ترلاسه کولای شئ. که له دې وخت څخه مخکې بېړنۍ اړتيا لرئ، ښايي په پیسو يې ترلاسه کړئ.

د شوفا وړاندې کولو ته تل اړتيا ده؟

نه! د کورونو خاوندان يا کرايه ورکوونکي ستاسې د شوفا د مالوماتو د ترلاسه په اړه قانوني کولو ادعا نه شي کولای خو که دا مالومات وړاندې نه کړئ؛ د کور د موندلو چانس ډېر کميږي. که شوفا په پیسو ترلاسه کړئ؛ کولای شئ يوه کاپي يې کرايه ورکوونکي ته ورکړئ خو که شوفا مو وړيا ترلاسه کړې وي؛ د کورونو خاوندانو ته د شوفا له لېږلو مخکې د دې سند يوه کاپي واخلئ او هغه مالومات پټ کړئ چې د کورونو خاوندان يې نه بايد وويني. ځکه په وړيا شوفا کې ټول مالومات ليکل کيږي او د منفي مالوماتو څرګندېدل مو ښايي په زيان وي.

د شوفا غوښتنليک څه دی؟

که له کوم بانک څخه قرضه غواړئ؛ بانک د شوفا يو غوښتنليک برابروي. د دې پلټنې د يوې برخې په توګه بانکونه ستاسې د تادياتو د اعتبار اړوند مالومات ګوري. د دې مالوماتو له مخې بيا بانک تاسې ته د قرضې د ورکړې يا نه ورکړې په اړه پرېکړه کوي. د بانکونو تر څنګ د کورونو او جايدادونو پلورونکي، مخابراتي شرکتونه او د موټرو د پلورلو شرکتونه ډېر وخت د شوفا له شرکت څخه په مخامخ ډول د مالوماتو غوښتلو حق لري خو ستاسې تاييد اړين دی. ځکه خو دا قرارداد کوونکي ډېر وخت له تاسې د لاسليک غوښتنه کوي څو دا غوښتنه وکړای شي.

په قرارداد کې د شوفا ماده څه ده؟

په ډېرو قراردادونو کې د شوفا قانوني بند يا ماده کښل شوې وي چې د قرارداد له لاسليک سره يې تاسې منل تاييدوئ. له لاسليک وروسته ستاسې مالومات د شوفا هالډېنګ شرکت ته لېږل کيږي او اړوند شرکت يا کس کولای شي ستاسې په اړه د شوفا غوښتنليک برابر کړي.

د شوفا هالډېنګ شرکت کوم مالومات خوندي کوي؟

د شوفا هالډېنګ شرکت ستاسې د نوم، تخلص، زېږېدو نېټې، اوسنۍ پتې او د اوسېدو د پخوانيو ځايونو د پتو په ګډون ټول شخصي مالومات ساتي. دوی همدا شان ستاسې د بانکي اکونټونو، ټليفوني قراردادونو، د قسطونو د ورکړې او نورو قراردادونو او کرېدېتونو، د قرضو د مودې، د تاديو د بې‌نظمیو او د قراردادونو د لغوې په اړه مالومات ټول خوندي کوي.

شوفا ستاسې د مدني حالت، دندې، عايد، شتمنۍ او بنديتوب په اړه مالومات نه راټولوي. د مالوماتو د خونديتوب د فدرالي قانون له مخې بايد ټول مالومات د راټولولو له نېټې درې کاله وروسته له منځه يووړل شي.

شوفا هالډېنګ شرکت مالومات څنګه راټولوي؟

د بانکونو او مخابراتي کمپنيو په څېر بېلابېل سوداګريز شرکتونه شوفا هالډېنګ ته مالومات ورکوي. شوفا هالډېنګ شخصي شرکت دی او د همدې تجارتي بنسټونو له لوري خپل لګښتونه ترلاسه کوي. دا ټول شرکتونه د پور ورکوونکو بنسټونو په توګه پېژندل کيږي. شوفا هالډېنګ له دې مالوماتو پرته په خپلواک ډول د مالوماتو پلټنه نه کوي.

څنګه کولای شم د خپلې شوفا په ريکارډ کې تېروتنه سمه کړم؟

د شوفا هالډېنګ شرکت راټول شوي مالومات ستاسې د مالي ارزښت شمېرې مالومولو لپاره کاروي. دا شمېره د بېلګې په ډول څرګندوي چې تاسې د خپلو پورونو په ورکړه کې څه ډول چلند کوئ. دا محاسبه ښايي ځينې وخت ناسمه وي. ځکه خو تاسې حق لرئ چې په کال کې يو ځل په وړيا ډول د شوفا د حساب د تصفيې سند ترلاسه کړئ او ممکنه نيمګړتياوې يې اصلاح کړئ. که ناسم څه مو وموندل؛ په ليکلي ډول د هغې برخې د سمون غوښتنه وکړئ. د مشتريانو د خدمتونو څانګه په دې اړه تاسې ته مشورې درکوي.

مهم

د قانون له مخې په کابل کې يوځل د شوفا راپور په وړيا ډول (Datenkopie (nach Art. 15 DS-GVO) ترلاسه کولای شئ. د شوفا وېبسایټ له لارې کولای شئ په انلاين ډول د د دې سند غوښتنه وکړئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: