ګوښه کېدل يا د کاري تړون لغوه کېدل

Das Bild zeigt einen Mann vor einem Bürogebäude. Er trägt einen Karton. Im Karton ist eine Pflanze und drei bunte Ordner.
اوسمهالیز 05.09.2023

په څه بايد ځان وپوهوم؟

کابو ټول کسان د کاري تړون يا قرارداد له فسخه کېدلو وېره لري خو هر تړون ښايي په قانوني ډول نه وي لغوه شوی. له همدې کبله اړينه ده چې په خپلو حقونو  او له د تړون له ختمېدلو وروسته د اړينو ګامونو په اړه ځان پوه کړئ. دلته هغو کسانو ته هم مالومات ورکوو چې غواړي خپل تړون په خپله خوښه ختم کړي.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

کاري تړون څه ډول لغوه کيږي؟

په جرمني کې د کاري تړون د لغوه کېدلو په اړه جدي قوانين پلي کيږي. که په داسې اداره کې چې له لسو ډېر کارکوونکي لري؛ له شپږو مياشتو ډېر کار وکړئ؛ کاري تړون مو په اسانۍ نه شي لغوه کېدای. د کار ورکوونکې اداره بايد د تړون د لغوه کېدو لپاره له لاندې دلايلو يو ولري:

-       کاروباري کمښت: که شرکت يا اداره لږ کاري وړانديزونه ولري او له دې کبله ټولو کارکوونکو ته معاشونه ورنه کړای شي؛ کولای شي ځينې کارکوونکي ګوښه کړي. په جرمني ژبه کې دې لامل ته (Betriebsbedingte Gründe) وايي.

-       چلند (Verhaltensbedingte Gründe): که څوک په کارځای کې درغلي يا غلا وکړي؛ خپل همکاران وځوروي يا يې سپکاوی وکړي؛ نابښونکې تېروتنه وکړي؛ انټرنېټ کې له رسمي کار پرته شخصي لټون وکړي او يا کاري قوانين تر پښو لاندې کړي؛ کېدای شي کاري تړون هم يې لغوه او له کاره ګوښه شي.

-       شخصي لاملونه (Personenbedingte Gründe): که څوک د شخصي مهارتونو يا ځانګړتياوو د کمښت له کبله نور د کار ترسره کولو توان ونه لري؛ ښايي منفک يا له کاره لرې شي. د بېلګې په توګه که څوک د اوږدې مودې لپاره ناروغ شي او يا د کار اجازه له لاسه ورکړي؛ کاري تړون يې هم لغوه کيږي.

يادونه: هېڅوک نه شي کولای يو کارکوونکی د هغه د عمر، جنس، جنسي لېوالتيا، مذهب، اصليت يا دې ورته شيانو له کبله له کاره ګوښه کړي.

د ګوښه کېدلو لپاره بايد کوم شرطونه پوره شي؟

په اصولو د برابرو ګوښه کېدلو بايد لاندې شرطونه پوره کړي:

-       ګوښه کېدونکي کس ته بايد په ليکلي ډول خبر ورکړل شي.

-       د ګوښه کېدو د خبرداي (Kündigungsfrist) موده بايد په پام کې ونيول شي. دا موده په کاري تړون کې ليکل شوي وي. که په تړون کې په دې اړه څه نه وي؛ قانوني مهلت د (§622 BGB) قانون له مخې په پام کې نيول کيږي. د ګوښه کېدو د مهلت وخت ستاسې د کار له مودې سره اړه لري. هر څومره زيات وخت مو چې په اړونده اداره کې تېر کړی وي؛ هماغومره زيات مهلت درکول کيږي.

-       که په اداره کې مو د کارکوونکو شورا (Betriebsrat) شته وي؛ هغوی ته هم بايد له ګوښه کېدو وړاندې خبر ورکړل شي. په دې اړه زيات مالومات زموږ په بل څپرکي ( د کارکوونکو شورا او ټولنې) کې لوستلای شئ.

کولای شم د ګوښه کېدو پر وړاندې اعتراض وکړم؟

که لاه کاره ګوښه شئ؛ خامخا بايد قانوني مشوره وغواړئ. که د کار خاوند يا اړونده ادارې مو د ګوښه کولو لپاره اړين شرطونه (د بېلګې په توګه د ګوښه کولو لپاره د خبرداري موده) په پام کې نه وي نيولي؛ کولای شئ پر وړاندې يې د ګوښه کېدلو اعتراض (Kündigungsschutzklage) ثبت کړئ. البته پام مو وي چې چټک ګام واخلئ. له ګوښه کېدولو وروسته د اعتراض لپاره يوازې درې اونۍ وخت لرئ. له يوې مشورتي ادارې څخه پر (faire-integration.de) وېبسایټ مرسته او مشوره غوښتلای شئ.

د ګوښه کېدلو له خبرداري ترلاسه کولو پرته هم منفکېدای شم؟

د نامعموله ګوښه کېدلو لپاره د خبرداري مهلت نشته. په دې مانا چې د کار ورکوونکې اداره کولای شي په ځانګړو حالتونو کې کارکوونکي له خبرتيا پرته او سملاسي له کاره لرې کړي. التبه دا ډول ګوښه کول يوازې په استثنايي حالتونو کې شونی دی او د ګوښه کولو لپاره بايد داسې جدي لامل شته وي چې له مخې يې د کارکوونکي د کار ادامه ناممکنه وي. د بېلګې په ډول که څوک د خپل کار له خاوند څخه غلا وکړي او يا يې په د نورو پر وړاندې سپکاوی (لکه پر فېسبوک) وکړي.

د ازمويښتي دورې (Probezeit) پر مهال هم ګوښه کېدای شم؟

د کار ازمويښتي دوره د دې لپاره وي چې کارورکوونکي او کارکوونکي يو له بل سره په ښه ډول وپېژني. له همدې کبله دواړه خواوې کولای شي په دې موده کې له کوم ځانګړي دليل پرته، د يوې لنډې خبرتيا په وسيله خپله کاري اړيکه پای ته ورسوي. د ازمويښتي موده او د خبرداري د مهلت په کاري‌ تړون کې ليکل کيږي. د ازمويښتې مودې دوره تر شپږو مياشتو پورې وي او له دې زياته يوازې په ځانګړو حالتونو کې په پام کې نيول کيږي.

د فسخه کېدو تړون (Aufhebungsvertrag) څه شی دی؟

ډېرې ادارې او شرکتونه خپلو کارکوونکو ته له کاره د لرې کېدو پر مهال د ګوښه کېدو پر ځای د فسخه کېدو تړون (Aufhebungsvertrag) وړاندې کوي. د فسخه کېدو تړون د کار ورکوونکي او کارکوونکي تر منځ کيږي او د کاري اړيکې د پای ته رسېدو يادونه پکې کيږي. په دې تړون کې ځينې وخت کارکوونکو ته د يو څه پیسو ورکول هم منل کيږي. البته په دې وخت کې د ګوښه کېدلو پر وړاندې د خونديتوب حق له لاسه ورکوئ او ښايي د دولت له لوري د بېکارۍ د پیسو يوه برخه کمه شي. د فسخه کېدو لاسليک شوی تړون بېرته نه باطليږي او د اصولو له مخې يې په محکمه کې دعوا نه منل کيږي. له همدې کبله ښه ده چې د ګوښه کېدلو تړون په غور ولولئ او له لاسليک وړاندې يې په اړه سلا مشوره وکړئ.

له ګوښه کېدلو وروسته څه کولای شم؟

له کوښه کېدلو وروسته د درې ورځو په موده کې بايد د کار له ادارې (Arbeitsagentur) سره د کار د پلټونکي په توګه ځان ثبت کړئ. دا کار د ټليفون له لارې، انلاين او يا مخامخ د دې ادارې په يوه څانګه کې کولای شئ. که ناوخته ځان ثبت کړئ؛ ښايي د بېکارۍ پیسې مو کمې شي. ځکه نو ښه ده چې له بېکارۍ وروسته په لومړۍ ورځ د کار ادارې ته خبر ورکړل شي. په دې حالت کې د بېکارۍ اړوند پیسې ترلاسه کولای شئ. په خپل شاوخوا کې د کار ادارې يوه څانګه د دې ادارې پر وېبسایټ (Bundesagentur für Arbeit) موندلای شئ.

د امېدوارۍ يا والدينو د رخصتۍ پر مهال ګوښه کېدای شم؟

په دې اړه زيات مالومات زموږ په نورو څپرکيو (امېدواري) او (د والدينو رخصتي) کې لوستلای شئ.

معلول کسان د ګوښه کېدو پر وړاندې خوندي دي؟

په عمومي ډول ټولې ادارې هڅه کوي چې د سخت معلوليت لرونکو کسانو له ګوښه کولو ډډه وکړي. د سخت معلوليت لرونکي کسان هغه دي چې د معلوليت درجه يې لږ تر لږه ۵۰ وي. د معلولوينو د کاري حقونو په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (معلوليت لرونکي کسان) کې لوستلای شئ. که څوک غواړي د سخت معلوليت لرونکی کوم کس ګوښه کړي؛ د کارکوونکو د شورا (Betriebsrat) تر څنګ بايد د انټګراڅيون ادارې (Integrationsamt) ته هم خبر ورکړي. د انټګراڅيون يا ادغام ادارې ته له خبر ورکولو پرته د دې کسانو ګوښه کول اعتبار نه لري.

د کارکوونکو د شورا غړی ګوښه کېدای شي؟

د کارکوونکو د شورا يا (Betriebsrat)غړي يوازې هغه په نامعمول حالتونو کې ګوښه کېدای شي. د بېلګې په ډول که ټول شرکت يا اداره بنديږي؛ د کارکوونکو د شورا غړي هم له کاره ګوښه کيږي. د نامعمولې ګوښه کېدونې او شرکت د تړل کېدو پر مهال بايد محکمه هم موافقه وکړي. په دې اړه زيات مالومات زموږ په بل څپرکي ( د کارکوونکو شورا او ټولنې) کې لوستلای شئ.

کولای شم خپله دنده يا کار پرېږدم؟

هو. البته د کار پرېښودلو يا تړون لغوه کولو پر مهال بايد د ګوښه کېدلو مهلت په پام کې ونيسئ. د اصولو له مخې د ګوښه کېدلو مهلت په کاري تړون کې ليکل کيږي. که هلته په دې اړه څه نه وي؛ د کار د پای ته رسېدو د خبرداري ورکولو موده د يوې مياشتې د پای يا ۱۵مې نېټې څخه ۴ اونۍ مخکې ده.

د کار د پرېښودلو په اړه بايد په ليکلي ډول خبر ورکړئ. د کار د پرېښودلو لپاره يو نمونه ليک پر (karrierebibel.de) وېبسایټ موندلای شئ.

يادونه: ښه به وي چې دنده هغه وخت پرېږدئ؛ کله چې بل کار يا دنده ومومئ. د بېکارۍ پر مهال د بلې دندې موندل ستونزمن وي او د کار له پرېښودلو وروسته تر ۱۲ اونيو پورې د بېکارۍ پیسې نه ورکول کيږي.

له کومه ځايه مرسته او مشوره ترلاسه کولای شم؟

که له کاره ګوښه شئ او يا د منفکېدلو خبرداری درکړل شي، کولای شئ د عادلانه ادغام ادارې له کارکوونکو مرسته او مشوره وغواړئ. د دې ادارې کارکوونکي په ګڼو ژبو خبرې کوي او له تاسې سره د ستونزې په حلولو کې وړيا مرسته کوي. په خپل شاوخوا کې د دې ادارې يوه څانګه پر (faire-integration.de) وېبسایټ موندلای شئ. که د کارورکوونکي شرکت يا کس پر وړاندې د حقوقي ګام اړتيا وي، د دې کارکوونکي کولای شي تاسې ته يو وکيل هم دروپېژني.

مهم

په جرمني کې د کاري تړون د لغوه کېدلو په اړه جدي قوانين پلي کيږي. که له کاره ګوښه شئ؛ خامخا حقوقي مشوره ترلاسه کړئ. په خپل شاوخوا کې يو مرستندوی يا مشورتي مرکز پر (faire-integration.de) وېبسایټ موندلای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: