د ميندو او پلرونو رخصتي (Elternzeit)

اوسمهالیز 26.02.2024

څه ډول کولای شم د دندې تر څنګ له بچيانو سره ډېر وخت تېر کړم؟

د والدينو رخصتي يا الټرن‌څایټ له کار څخه رخصت دی چې د وړو ماشومانو ميندې او پلرونه يې غوښتنه کولای او اخستلای شي. که غواړئ له خپلو بچيانو سره ډېر وخت تېر کړئ؛ دا رخصت واخلئ. د الټرن‌څایټ پر مهال معاش نه درکول کيږي او يا يې يوازې يوه وړه برخه ورکول کيږي. په جرمني کې ډېر ميندې او پلرونه له دې رخصته ګټه اخلي؛ ځکه دوی غواړي له ماشومانو سره د هغوی د ژوند په لومړيو کالونو کې ډېر وخت تېر کړي. د الټرن‌څايټ له ختمېدو وروسته کولای شئ بېرته خپل کار ته وروګرځئ.

دا چې د الټرن‌څایټ پر مهال څه ډول د ځان او کورنيو خرڅ برابر کړئ؛ د الټرن‌ګېلډ په نوم زموږ بل څپرکی وګورئ.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

زه کولای شم له الټرن‌څایټ څخه ګټه واخلم؟

د لاندې شرطونو په پوره کولو له الټرن‌څایټ څه ګټه اخستلای شئ:

 

  • کار يا دنده لرئ او يا اوسبيلډونګ ترسره کوئ؛
  • له خپل ماشوم سره يوځای ژوند کوئ؛
  • په خپله د خپل ماشوم پالنه کوئ.

 

د دندې يا کار درلودونکي هغه کسان دي چې له يوه شرکت، ادارې يا سازمان سره دنده ولري. د الټرن‌څایټ قوانين د هغه چا لپاره هم دي چې نيمه وخته (Teilzeit) کار کوي؛ ميني‌جاب لري او يا اوسبيلډونګ يا وايټربيلډونګ (Weiterbildung) ترسره کوي. د خپلواک کار ترسره کوونکي، بېکاره شوي، د کورونو مېرمنې او نارينه، زده‌کوونکي او محصلين د الټرن‌څایټ د کارولو فرصت نه لري. په ياد مو وي چې د دولت د رسمي کارکوونکو، قاضيانو او عسکرو لپاره بېل قوانين پلي کيږي. په دې اړه د مالوماتو لپاره له مامورينو يا ټولنيزو خدمتونو له څانګې پوښتنه وکړئ.

 

د الټرن‌څایټ قوانين ستاسې د خپلو بچيانو، ستاسې د ژوند د ملګرې يا ملګري د بچيانو، رضاعي بچيانو او په زوی‌ولۍ يا لورولۍ نيول شوو ماشومانو لپاره د پلي کېدو وړ دي. په استثنايي‌حالتونو کې دا قوانين د لمسيانو، خوريونو، خورځو، ورېرونو او ورېرو لپاره هم الټرن‌څایټ اخستلای شئ. دا کار يوازې هغه وخت کيږي چې د ماشوم خپل مور او پلار په خپله د ماشوم پالنه ونه شي کړای.

 

يادونه: که بچيان مو وړکتون ته ولاړ شي او يا يې کومه بله مېرمن یا سړی (Tagesmutter/ Tagesvater) د ورځې له خوا وساتي، بيا هم کولای شئ الټرن‌څایټ واخلئ. د ماشومانو د روزنې په اړه نور مالومات د ماشومانو د پالنې په څپرکي کې کتلای شئ.

آيا د الټرن‌څایټ پر مهال پیسې ترلاسه کوم؟

که د الټرن‌څایټ پر مهال کار ونه کړئ، د خپل کار ادارې يا شرکت څخه معاش يا پیسې نه شئ ترلاسه کولای. البته کولای شئ د الټرن‌ګېلډ غوښتنه وکړئ. الټرن‌ګېلډ يوه دولتي مالي مرسته ده چې د وړو ماشومانو ميندو او پلرونو ته ورکول کيږي. که څوک د کار پر مهال لنډمهالی يا ټایل‌څایټ کار وکړي، د اېلټرن‌ګېلډ تر څنګ يو څه معاش هم ترلاسه کولای شي. په دې اړه لا زيات مالومات زموږ په بل څپرکي، الټرن‌ګېلډ کې لوستلای شئ.

څنګه او څومره وخت الټرن‌څایټ اخستلای شم؟

د ماشوم له مور او پلار هر يو کولای شي تر درې کالونو پورې رخصت يا الټرن‌څایټ واخلي. له ميندو څخه د ماشوم له زېږون وروسته د ميندو د خونديتوب (Mutterschutz) د رخصتۍ موده له دې درې کالو کميږي. په دې مانا چې له د ماشوم له زېږېدو وروسته د ميندو لپاره شپږ اونۍ قانوني رخصت هم د الټرن‌څایټ برخه ګڼل کيږي او د الټرن‌څایټ پاته وخت به يې شپږ اونۍ کم درې کاله وي.

 

پلرونه کولای شي د ماشوم له زېږېدو سملاسي وروسته الټرن‌څایټ واخلي او ميندې کولای شي د ميندو د خونديتوب (Mutterschutz) له رخصت وروسته الټرن‌څایټ ته ولاړې شي. دوی دواړه بايد د الټرن‌څایټ له درې کلنې مودې يو څه برخه د ماشوم له درې‌ کلنۍ پوره کېدو مخې واخلي. د ماشوم له درې کلنۍ تر اته کلنۍ پورې يوازې ۲۴ مياشتې رخصت اخستلای شئ. مور او پلار دواړه بايد د الټرن‌څایټ ټوله رخصتي د ماشوم له ۸کلنۍ وړاندې واخلي. تاسې کولای شئ د الټرن‌څایټ پيل او پای خپله وټاکئ. په ياد مو وي چې له مور او پلار دواړو يو يې پر يوه وخت الټرن‌څایټ ته تلای شي.

تاسې کولای شئ خپل اېلټرن‌څایټ په څو برخو ووېشئ. د بېلګې په توګه کولای شئ ټول اېلټرن‌څایټ په درې بېلو وختونو کې واخلئ. که د کار درکوونکي موافق وي، کولای شئ په زياتو برخو يې هم ووېشئ. که وروستۍ برخه د ماشوم له درې کلنۍ وروسته پيل کيږي، ښايي د کار درکوونکی مو په هغه وخت کې د مهمو دلايلو له کبله رخصت رد کړي.

ښه ده چې پوه شئ: که د ماشوم له زېږېدو وروسته د ميندو د خونديتوب يا موتاشوتڅ په رخصت کې ياست، له هغه رخصت ختمېدو وروسته اېلټرن‌څایټ واخلئ. له دې پرته ښايي له (Mutterschaftsgeld) سره د کاردرکوونکي له لوري پيسې درنه کړل شي.

چېرته او څنګه د الټرن‌څایټ غوښتنه کولای شم؟

د ميندو او پلرونو رخصتۍ يا الټرن‌څایټ لپاره بايد له خپل رييس يا کارځای څخه په ليکلي ډول غوښتنه وکړئ. ټليفوني يا د برېښناليک له لارې غوښتنه نه منل کيږي. د دې کار لپاره ځانګړې فورمه نشته خو پر (elternzeit.de) وېبسایټ يې ځينې بېلګې موندلای شئ. په خپله عريضه يا غوښتنليک کې بايد د الټرن‌څایټ پيل او پای په نښه کړئ او د تاييد لپاره يې بايد ليکلی ليک ترلاسه کړئ. په دې ډول کولای شئ د ناسم پوهاوي او ستونزو مخنيوی وکړئ.

 

يادونه: د ماشوم د درې‌کلنۍ له پوره کېدو وړاندې بايد د الټرن‌څایټ د غوښتنې پر مهال دا څرګنده کړئ چې په راتلونکو دوو کالونو کې رخصت څه ډول اخلئ. د وخت دې ټاکلو ته محدوده دوره (Bindungszeitraum) وايي او بدلون يې يوازې د کارورکوونکې ادارې په موافقت ممکن دی.

څه وخت بايد الټرن‌څایټ غوښتنه وکړم؟

که ماشوم مو د ۲۰۱۵ کال د جولای مياشتې له لومړۍ نېټې وروسته زېږېدلی وي؛ ستاسې په اړه لاندې قوانين پلي کيږي:

-        که غواړئ د ماشوم د زېږون له درېيمې کاليزې وړاندې الټرن‌څایټ واخلئ؛ بايد لږ تر لږه اووه اونۍ مخکې د خپل کار ادراې يا شرکت ته خبر ورکړئ.

-        که غواړئ د ماشوم د درېيمې او اتمې کاليزې تر منځ الټرن‌څایټ ته ولاړ شئ؛ بايد لږ تر لږه ۱۳ اونۍ وړاندې خپلې ادارې ته خبر ورکړئ.

که ماشوم مو د ۲۰۱۵ کال د جولای مياشتې له لومړۍ نېتې وړاندې زېږېدلی وي؛ د وخت له په پام کې نيولو پرته بايد لږ تر لږه اووه اون‍ۍ وړاندې خپل الټرن‌څایټ پلان کړئ او ادارې ته خبر ورکړئ. په ځانګړو حالتونو کې، د بېلګې په ډول که ماشوم مو وختي زېږېدلی وي؛ کولای شئ دا وخت راکم کړئ. د دې کار لپاره له خپلې ادارې يا شرکت سره خبرې وکړئ.

د الټرن‌څایټ پر مهال منفکېدای شم؟

تر هغه مهاله چې په الټرن‌څایټ کې ياست؛ د منفکېدو پر وړاندې خوندي ياست. دا خونديتوب د الټرن‌څایټ له پيل اته اونۍ وړاندې پلی کيږي او په دې موده کې مو څوک د منفکېدلو حق نه لري. البته مخکې مو بايد د الټرن‌څایټ غوښتنه کړې وي. که غواړئ ځان له منفکېدو وژغورئ، بايد د ثبت له ټاکل شوې نېټې وړاندې د الټرن‌څایټ غوښتنه وکړئ. که غواړئ په څو مختلفو وختونو کې الټرن‌څایټ واخلئ؛ بيا مو هم څوک د دې وختونو پر مهال د منفکېدو حق نه لري.

د منفکېدو پر وړاندې د دې خونديتوب د له منځه تلو لپاره ځينې استثناوې هم شته. د بېلګې په توګه که شرکت ډېوالي شي او يا څوک د کار قرارداد مات کړي؛ منفکېدل يې شوني دي. البته په داسې حالاتو کې بايد د کار د خونديتوب د څارنې ادارې (Aufsichtsbehörde für Arbeitsschutz) موافقه ترلاسه شي. که هغوی هم موافقه وکړي؛ بيا هم کولای شئ د منفکېدو پر وړاندې اعتراض او شکايت وکړئ. د دې کار لپاره د منفکېدلو له خبرتيا ترلاسه کولو وروسته ۳ اونۍ وخت لرئ. پر (anwaltauskunft.de) وېبسایټ د ځان لپاره يو وکيل موندلای شئ.

کولای شم د الټرن‌څایټ پر مهال کار پرېږدم؟

هو. تاسې په خپله کولای شئ د الټرن‌څایټ پر مهال هم کار پرېږدئ او قرارداد فسخه کړئ. البته د دې کار لپاره بايد په خپل کاري قرارداد کې د فسخه کولو مودې ته پام وکړئ.

له الټرن‌څایټ وروسته بېرته خپل کارځای ته ورتلای شم؟

د قانون له مخې تاسې کولای شئ له دې رخصت وروسته بېرته خپل کارځای ته راوګرځئ او خپله پخوانۍ دنده ترلاسه کړئ. که دا کار شونی نه وي؛ ستاسې د کار اداره يا شرکت بايد له هغه موقف سره برابر بله دنده يا کار درکړي. د دې تر څنګ ستاسې معاش بايد له پخواني هغه کم نه وي.

د الټرن‌څایټ پر مهال زما نوره رخصتي څنګه کيږي؟

که دالټرن‌څایټ پر مهال هېڅ کار نه کوئ؛ ستاسې کلنۍ رخصتي د الټرن‌څایټ د هرې مياشتې په نسبت يو پر دوولس اندازه کميږي. د بېلګې په ډول که يو کال الټرن‌څایټ واخلئ؛ د کال نور ټول رخصت له لاسه ورکوئ. پاته هغه رخصتۍ چې له الټرن‌څایټ د مخه مو ټولې کړې دي؛ له منځه نه ځي. دا رخصتۍ کولای شئ د الټرن‌څایټ له پای ته رسېدو وروسته واخلئ.

که د الټرن‌څایټ پر مهال له خپلې ادارې سره نيمه وخت کار کوئ؛ ستاسې کلنۍ رخصتۍ نه کميږي. البته پاته نورې رخصتۍ چې تاسې د خپل الټرن‌څایټ پر مهال نه دي اخيستې؛ له منځه ځي.

د الټرن‌څایټ پر مهال نيمه وخت کار کولی شم؟

د اېلټرن‌څایټ پر مهال د اونۍ تر ۳۲ ساعتونو پورې نيمه‌وخت کار کولی شئ. البته دا ساعتونه بيا د مياشت په پای کې په منځني ډول حسابيږي او د هرې اونۍ د ساعتونو کموالی یا زياتوالی مهم نه دی.

پام مو وي چې که ماشوم مو د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر مياشتې له لومړۍ مياشتتې وړاندې نړۍ ته راغلی وي، په اونۍ کې له ۳۰ ساعتونو د زيات کار اجازه نه لرئ.

که له پخوا م هم نيمه وخت کار درلود، د الټرن‌څایټ پر مهال هم تر ۳۲ ساعتونو اونيز کار کولای شئ. په ياد مو وي چې له الټرن‌څایټ واړاندې د خپل کار خاوند ته خبر ورکړئ، څو د اړتيا پر مهال ستاسې پر ځای بل څوک وګوماري.

د الټرن‌څایټ پر مهال دوه ځله د خپل کار وختونه بدلولای شئ. د بېلګې په توګه يو ځل شل او بيا وروسته ۳۲ ساعته کار کولای شئ.

د نيمه وخت کار پر مهال مو هم څوک له دندې نه شي منفکولای او د الټرن‌څایټ له ختمېدو وروسته بېرته خپل کار ته دوام ورکولی شئ.

د الټرن‌څایټ غوښتنليک څه ډول ليکل کيږي؟

د الټرن‌څایټ اخستل لپاره بايد د خپل کار خاوند ته ليکل شوی غوښتنليک وړاندې کړئ. د دې غوښتنليک د وړاندې کولو پر مهال د خپل کار له خاوند سره د کاري ساعتونو د اندازې او يا کار نه کولو په اړه خبرې کولی شئ.

په غوښتنليک کې بايد لاندې ټکي ځای پر ځای شي:

  • نيمه وخته کار کله پيليږي؛
  • څومره وخت کار کول غواړئ (د بېلګې په توګه په اونۍ کې ۳۲ ساعته)؛
  • په کومو ورځو او کومو وختونو کې کار کول غواړئ (د بېلګې په توګه له غرمې وروسته او يا د دوشنبې يا جمعې په ورځ).
که د کار خاوند مې غوښتنه رد کړي، څه وکړم؟

که د کار خاوند مو له کاري ساعتونو سره موافق نه وي، ۴ تر ۸ اونیو وخت لري چې په ليکلي ډول ستاسې غوښتنه رد کړي. د رد دا وخت په لاندې ډول دی:

    • د ۲۰۱۵ کال د جولای مياشتې له لومړۍ نېټې راوروسته زېږېدلو ماشومانو لپاره:
  • که د ماشوم له درېيمې کاليزې وړاندې د نيم وخت کار (Teilzeit) غوښتنه کوئ، ۴ اونۍ وخت لري؛
  • که د ماشوم له درېيمې کاليزې وروسته د نيم وخت کار غوښتنه کوئ، ۸ اونۍ وخت لري.
  • د ۲۰۱۵ کال د جولای مياشتې له لومړۍ نېټې وړاندې زېږېدلو ماشومانو لپاره:
  • که د ماشوم له درېيمې کاليزې وړاندې يا وروسته د نيم وخت کار (Teilzeit) غوښتنه کوئ، ۴ اونۍ وخت لري.
څه وخت د نيم وخت کار کولو حق لرم؟

د ځانګړو شرطونو په پوره کولو سره د الټرن‌څایټ پر مهال هم د نيمه وخت کار حق لرئ. په دې شرطونو کې ځينې يې دا دي:

  • په اوسني کارځای کې له شپږو مياشتې راهيسې، دوامدار کار کوئ.
  • هلته له ۱۵ زيات کارکوونکي بوخت دي. داوسبيلډونګ يا نورو زده‌کړو اړوند کارکوونکي نه حسابيږي.
  • غواړئ لږ تر لږه د دوو مياشتو لپاره د ۱۵ او ۳۲ ساعتونو په اندازه اونيز کار وکړئ.
  • د نيمه وخت کار د نه شونتيا کاري دلايل نشته. د بېلګې په توګه په ځينې ځايونو کې نيمه‌وخت کار نه کيږي او بايد بشپړ وخت وي.

 

که د کار خاوند ځواب رانه کړي، څه وکړم؟

که د کار خاوند د ماشوم د زېږېدو تر ورځې ستاسې غوښتنې ته ځواب درنه کړي، لاندې غوراوي لرئ:

    • د ۲۰۱۵ کال د جولای مياشتې له لومړۍ نېټې راوروسته زېږېدلو ماشومانو لپاره:
  • که د کار خاوند ځواب درنه کړي، د اتومات هوکړې په مانا اخستل کيږي او کاري ساعتونه مو له غوښتنليک سره سم تنظيميږي.
  • د ۲۰۱۵ کال د جولای مياشتې له لومړۍ نېټې وړاندې زېږېدلو ماشومانو لپاره:
  • که ځواب ترلاسه نه کړئ، کولی شئ د کار له خاوند څخه شکايت وکړئ. هغه اړ دی چې ستاسې شکایت ته ځواب درکړي.
که د کار خاوند ځواب رانه کړي، څه وکړم؟

که د کار خاوند د ماشوم د زېږېدو تر ورځې ستاسې غوښتنې ته ځواب درنه کړي، لاندې غوراوي لرئ:

    • د ۲۰۱۵ کال د جولای مياشتې له لومړۍ نېټې راوروسته زېږېدلو ماشومانو لپاره:
  • که د کار خاوند ځواب درنه کړي، د اتومات هوکړې په مانا اخستل کيږي او کاري ساعتونه مو له غوښتنليک سره سم تنظيميږي.
  • د ۲۰۱۵ کال د جولای مياشتې له لومړۍ نېټې وړاندې زېږېدلو ماشومانو لپاره:
  • که ځواب ترلاسه نه کړئ، کولی شئ د کار له خاوند څخه شکايت وکړئ. هغه اړ دی چې ستاسې شکایت ته ځواب درکړي.
د الټرن‌څایټ پر مهال بل کار کولی شم؟

که د اصلي کار خاوند مو توافق وکړي، کولی شئ بل ځای کار وکړئ او يا هم خپل شخصي کاروبار پيل کړئ. البته د دې لپاره هم بايد غوښتنه وړاندې کړئ. دا غوښتنليک کوم ځانګړی فورم نه لري او کولی شئ په خپله يې په لنډو ټکو وليکئ. په هغه کې روښانه کړئ چې څه ډول کار کول غواړئ. د کار خاوند په څلورو اونيو کې د ځانګړو عملياتي دلايلو له کبله ستاسې غوښتنه ردولای شي.

د الټرن‌څایټ لپاره له کومه ځايه مشوره ترلاسه کولای شم؟

که د الټرن‌څایټ په اړه نورې پوښتنې لرئ؛ کولای شئ د لويانو مهاجرو لپاره د مشورتي خدمتونو ادارې يوې څانګې ته ورشئ. د دې ادارې کارکوونکي په څو ژبو خبرې کوي او ستاسې سره مرسته کولای شي. په خپل شاوخوا کې د مهاجرو د مشورو يو مرکز پر (bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ.

مهم

که د الټرن‌څایټ پر مهال نيمه وخته کار ونه کړئ؛ د خپلې ادارې يا شرکت له لوري معاش او پیسې نه ترلاسه کوئ. دا چې پر دې مهال څه ډول خپل ځان او کورنۍ وچلوئ؛ زموږ بل څپرکی (الټرن‌ګېلډ) وګورئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: