کډوال له جرمني بهر سفر کولای شي؟
آيا زه له جرمني بهر ته د سفر اجازه لرم؟
آيا غواړئ بکس مو وتړئ او کوم ځای ته سفر وکړئ؟ که څوک په جرمني کې کډوال وي او د دندې اړوند په سفر او يا هسې په رخصتيو بهر ته تلل غواړي؛ بايد د دې کار اجازه ولري. دلته تاسې ته په دې اړه مالومات درکوو.
په جرمني کې مېشت بهرنيان په عمومي ډول اړ دي چې يو معتبر پاسپورت او يا د هغه بديل ولري. د اړوند هېواد سفارتونه يا کنسولګرۍ د دې پاسپورتونو د ترلاسه کولو يا تمديدولو مسؤوليت لري. البته ځينې کسان چې د پاسپورت بديل سند (خړ يا شين پاسپورت) ترلاسه کوي، له دې حکم څخه استنثا دي.
- هغه کسان چې په جرمني کې يې پنا منل شوي وي او يا د جينوا د کډوالو کنوانسيون له مخې مهاجر پېژندل شوی وي.
- هغه کسان چې وطن يې نامالوم وي.
- هغه کسان چې فرعي خونديتوب ولري.
- هغه کسان چې د ډيپورټ ملي بنديز (nationales Abschiebungsverbot) سند ولري او د خپل وطن د پاسپورت ترلاسه کولو شونتيا ونه لري.
دې کسانو ته د اصولو له مخې دجرمني چارواکو له لوري بديل پاسپورت ورکول کيږي. دا پاسپورتونه په درې ډوله دي:
- د کډوالو لپاره د سفر سند (Reiseausweis für „Flüchtlinge) يا (شينپاسپورت)
- د بېوطنه کسانو لپاره د سفر کولو سند (Reiseausweis für Staatenlose) يا خړ پاسپورت
- د بهرنيانو لپاره د سفر کولو سند (Reiseausweis für Staatenlose) يا خړ پاسپورت
کډوالو ته پاسپورتونه په عمومي ډول د بهرنيانو چارو ادارې (Ausländerbehörde) له لوري د استوګنې له اجازې سره يوځای ورکول کيږي. په دې اړه زيات مالومات زموږ د شنه پاسپورت په څپرکي کې لوستلای شئ. د بېوطنه او يا هغه بهرنيان چې فرعي خونديتوب يا د ډيپورټ ملي بنديز يې ترلاسه کړی وي؛ کولای شي د بېوطنه کسانو يا بهرنيانو لپاره د سفر د سند يا خړ پاسپورت غوښتنه وکړي. دا غوښتنه په خپل شاوخوا کې د بهرنيانو ادارې له تر ټولو نږدې ادارې څخه کولای شئ. البته دا بايد ثابته کړئ چې د خپل هېواد له سفارت يا نورو استازوليو د خپل وطن پاسپورت نه شئ ترلاسه کولای. ستاسې اړوند اوسلندربېهورده اداره پر (bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ.
آيا زه له جرمني بهر د سفر اجازه لرم؟
زه د کډوالو لپاره د سفر پاسپورت (شين پاسپورت) لرم
د شنه پاسپورت لرونکو لپاره ټول اړين مالومات زموږ په بل څپرکي (شين پاسپورت) کې لوستلای شئ.
زه د بېوطنه کسانو يا بهرنيانو لپاره پاسپورت (خړ پاسپورت) لرم
د اصولو له مخې د بېوطنه او بهرنيانو لپاره د سفر په سند يا (خړ پاسپورت) بهر ته سفر کولای شئ. البته ډېرو بهرنيو هېوادونو ته د سفر لپاره ويزې ته اړتيا ده. دا هم په ياد لرئ چې ټول هېوادونه دا پاسپورت په رسميت نه پېژني. دا چې هغه هېواد چې تاسې ورته سفر کول غواړئ؛ دا پاسپورت په رسميت پېژني او ويزه درکوي که نه؛ د هماغه هېواد له سفارت يا کنسولګرۍ وپوښتئ. د کډوالو لپارو د ملګرو ملتونو عالي کميسيون له لوري په خپره شوې پاڼه کې هغه هېوادونه موندلای شئ چې خړ پاسپورتونه په رسميت پېژني.
د ويزې ترلاسه کولو لپاره ستاسې چانس ستاسې له اصلي هېواد، په جرمني کې ستاسې د ژوند له حالت او مليت په شان ځينو شرطونو سره اړه لري. دا چې چا ته ويزه ورکول کيږي او چا ته نه؛ مخکې له مخکې يې ویل سخت دي.
البته د شېنګن اړوند ټولو هېوادونو ته له ويزې پرته تګ ممکن دی. د دې هېوادونو لړ پر (auswaertiges-amt.de) وېبسایټ موندلای شئ.
البته په ياد مو وي چې دې هېوادونو ته له ويزې پرته سفر يوازې هغه وخت ممکن دی چې په دې هېوادونو کې له درې مياشتو زيات پاته کېدل نه غواړئ او هلته د کار کولو اراده ونه لرئ.
يادونه: په جرمنيکې پناغوښتونکي خپل هېواد ته د تلو اجازه نه لري. که دا کار وکړي او د بهرنيانو چارو اداره خبره شي؛ ښايي په جرمني د استوګنې حق له لاسه ورکړي. دا اداره کولی شي دلته ستاسې د استوګنې حق لغوه کړي. په دې اړه نور مالومات په (د استوګنې اجازې لغوه کېدل) برخه کې همدلته لاندې ولولئ.
مهم: شېنګن هېوادونه په اروپا کې هغه هېوادونه دي چې په خپل منځ کې يې سرحدونه پرانستي دي. په دې مانا چې د دې هېوادونو وګړي يو د بل هېواد ته له پاسپورت او ويزې پرته تلای شي. په دې ډول تاسې هم د سياحت لپاره دې هېوادونو ته د ۱۸۰ ورځو په موده کې د درې مياشتو لپاره تلای شئ. په ياد مو وي چې ټول اروپايي هېوادونه د شېنګن غړيتوب نه لري. ځينې هېوادونه خپل سرحدونه کنټرولوي. له همدې کبله له سفر وړاندې په دې اړه ځان ښه پوه کړئ. که پوښتنه لرئ، کولای شئ زموږ په فورم کې يې وپوښتئ.
زه د خپل هېواد پاسپورت لرم
که څوک د فرعي خونديتوب او يا د ډيپورټ مليبنديز له مخې په جرمني کې د استوګنې اجازه ولري او د دې تر څنګ د خپل هېواد معتبر پاسپورت ولري؛ کولای شي بهر ته سفر وکړي او له بېرته د خپلې استوګنې د اجازې په وسیله جرمني ته راشي. دا چې کوم هېوادونه تاسې ته ويزه درکوي؛ ستاسې له اصلي هېواد سره تړلې ده.
يادونه: په جرمنيکې پناغوښتونکي خپل هېواد ته د تلو اجازه نه لري. که دا کار وکړي او د بهرنيانو چارو اداره خبره شي؛ ښايي په جرمني د استوګنې حق له لاسه ورکړي. دا اداره کولی شي دلته ستاسې د استوګنې حق لغوه کړي. په دې اړه نور مالومات په (د استوګنې اجازې لغوه کېدل) برخه کې همدلته لاندې ولولئ.
که څوک کاري يا اوسبيلډونګزډولډونګ ولري؛ څه کولای شي؟
دا کسان بهر ته د تګ اجازه نه لري. هغه زدهکوونکي چې د ښوونځيو له لوري بهر ته وړل کيږي، مستثنا دي او کولای شي د بهرنيانو چارو له ادارې د سفر اجازه ترلاسه کړي. همدا شان نور هغه کسان چې د واده کولو يا خپل چا د مړينې په شان مهم دليل ولري، کولای شي بهر ته د سفر غوښتنه وکړي. د دې کار لپاره هر څومره ژر چې کولای شئ، له خپلې اړوند اوسلډربېهوردې څخه اجازه وغواړئ؛ ځکه د اجازې ورکول ښايي ډېر وخت ونيسي. ستاسې اړوند اوسلندربېهورده اداره پر (bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ.
که څوک د استوګنې سند بديل يا (Fiktionsbescheinigung) ولري، څه کولای شي؟
د استوګنې قانون د ۱۸ مادې د درېيم بند له مخې د بديل سند (Fiktionsbescheinigung) لرلو په صورت کې، د جرمني په داخل کې اوسېدلو او د هېواد دننه سفر کول اجازه لرئ. له جرمني څخه بهر ته تللو او بېرته راستنېدلو اجازه نشته. اکثره وخت په دغه سند کې دا جمله لیکل شوې وي " gilt nicht für Auslandsreisen "، چې معنا یې دا ده چې دا سند د بهرني سفر لپاره نه دی.
د استوګنې قانون د ۱۸ مادې د څلورم بند له مخې فېکشن سند لرونکي کولای شي د منل شویو پاسپورتونو یا د پاسپورت بدیل اسنادو په مرسته د شېنګن سیمې دننه ازاد سفر وکړي او بېرته جرمني ته راستانه شي. د دې لپاره شرط دا دی چې، سربېره پر دې چې رسمي فورمه وکارول شي، باید د بهرني وګړي د فورمې په دریم مخ کې دریم چوکات نښه شوی وي. د داخلېدو او وتلو مهرونه به په پاسپورت یا د پاسپورت په بدیل سند کې وهل کېږي، نه په فېکشن سند کې.
که فکر کوئ چې د استوګنې بديل سند مو د ناسمې مادې له مخې درکول شوی دی او سمون غواړي، له خپلې اوسلنډربېهورده ادارې سره اړيکه ونيسئ.
د استوګنې سند بديل هغه وخت ورکول کيږي، کله چې د يو چا د استوګنې سند د ورکړې په اړه وروستۍ پرېکړه نه وي شوې. د بېلګې په توګه که څوک د استوګنې سند ترلاسه کولو او يا د وخت غځولو غوښتنه وکړي، ښايي د اصلي سند تر ورکړې پورې د (§ 81 Abs. 4 AufenthG) يا (§81 Absatz 3 AufenthG) مادو له مخې فيکڅيون بېشاينيګونګ ورکړل شي.
مهم: که ډاډه نه ياست چې بديل سند مو د کومې مادې له مخې دی، له خپلې اوسلنډربېهوردې ادارې وپوښتئ چې بهر ته د تګ او بېرته جرمني ته د راتګ اجازه لرئ او که نه. که له شېنګن سيمې بهر تلل غواړئ، د هماغه هېواد له اړونده ادارو وپوښتنئ چې هلته د ورتګ او بېرته راتګ اجازه درکوي او که نه.
يادونه: ځينې وخت ښايي د استوګنې له بديل سند سره د سفر پر مهال د ويزې اړتيا هم وي. که ډاډه نه ياست چې د سفر لپاره مو ويزې ته اړتيا ده او که نه، کولای شئ زموږ په فورم کې يې وپوښتئ.
له سفر مخکې د تياري لپاره مهمې سپارښتنې
د سفر روغتيايي بيمه څه ته وايي؟
د سفر روغتيايي بيمه (Reisekrankenversicherung) د سفر پر مهال د درملنې لګښتونه ورکوي. د جرمني روغتيايي بيمه په بهر کې د درملنې ډېر لږ يا هېڅ لګښت پر غاړه اخلي؛ له همدې کبله غوره ده چې بهر ته د سفر پر مهال يوه بله روغتيايي بيمه واخستل شي. د دا ډول بيمو اخستلو پر مهال ټول مالومات ولولئ او په شرطونو ځان ښه وپوهوئ.
د سفر په اړه جابسنټر ته خبر ورکړم؟
که د جابسنټر مرسته او يا نورې ټولنيزې پیسې (Sozialleistungen) ترلاسه کوئ، بايد له سفر مخکې جابسنټر ته خبر ورکړئ او د ناسوبتيا (Ortsabwesenheit) د ثبت غوښتنه وکړئ. دا کار په انلاين ډول هم کولای شئ. کله چې جابسنتر ستاسې ناسوبتيا ومني، د دې مودې لپاره مو پیسې او روغتيايي بيمه نه بنديږي. که څوک له درې اونيو زيات وخت بهر تېروي او يا هم د جابسنټر اړيکو ته ځواب ورنه کړي، ورکول کېدونکې پیسې او روغتيايي بيمه يې بنديږي.
مهم
که چا په جرمني کې پنا ترلاسه کړې وي؛ د کډوال په توګه پېژندل شوی وي؛ فرعي خونديتوب يې ترلاسه کړی وي او يا يې د ډيپورټ د ملي بنديز حکم ولري؛ بايد خپل هېواد ته سفر ونه کړي. که د بهرنيانو چارو يا بمف ادارې خبرې شي؛ کېدای شي درکړل شوې پنا لغوه شي او په جرمني کې د استوګنې اجازه بېرته درنه واخستل شي.
سره ورته سکالوګانې
اضافي لینکونه
پرو ازول
د حقوقي لارښوونو او مشورو لپاره د پرو ازول بنسټ له پورتنۍ شمېرې سره اړيکه ونيسئ.
د هنډبوک جرمني پلټونکی ماشين
زموږ د پلټونکي ماشين په مرسته په خپله سيمه کې يو وکيل يا مشورتي مرکز موندلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) توري وليکئ او پلټنه وکړئ.
د مهاجرو فدرالي شوار
د قانوني مشورې لپاره په خپل شاوخوا کې د مهاجرو له فدرالي ادارې سره اړيکه نيولای شئ.
په فورم کې زموږ ټولنه
هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.
ځای پر ځای ملاتړ
د مشورتي ادارو، ملاقات ځايونو او نورو وړانديزونو په لټه کې ياست؟ نو زموږ لټونګر ماشين. وکاروئ.