په جرمني کې سفر کول

Koffer in schwarz-rot-gold
اوسمهالیز 28.07.2023

څنګه کولای شم له خپل موټر پرته سفر وکړم؟

جرمني ستر هېواد دی او ډېر ښکلي ښارونه او سيمې لري چې‌ په کتلو ارزي. له نېکه مرغه دلته له خپل شخصي موټر پرته هم د سفر کولو ګڼې اسانتياوې شته چې دلته يې په اړه مالومات درکوو.

مهم: اوس مهال په ټول جرمني کې ۴۹ يورويي مياشتنی ټکټ کارولای شئ. دا ټکټونه په انلاين ډول او يا د اورګاډي له اړوند شرکتونو ترلاسه کولای شئ. د دې ټکټ‌ وسيله له IC/EC, ICE او فلېکس ټرېن يا بسونو پرته په نورو ډېری ټرېنونو کې سفر کولای شئ. په ياد مو وي چې هره مياشت نوی ټکټ واخلئ. د دې تر څنګ له شپږو کالونو د پورته عمر لرونکي بايد بېل ټکت واخلي.

په جرمني کې سفر کول

په جرمني کې سفر کول

د جرمني د رېل ادارې (Deutsche Bahn) ټرېنونه د جرمني ډېری ښارونه يو له بل سره تړي. چټک ټرېنونه (ICE  او  IC) د سترو ښارونو تر منځ تګ راتګ کوي او سيمه‌ييز ټرېنونه يا (RE) چې يو څو ورو دي او د واړو ښارګوټيو تر منځ تګ راتګ کوي. په ډېرو ايالتونو کې له دې ادارې پرته د ټرېنونو نور سيمه‌ييز شرکتونه هم کار کوي چې واړه ښارګوټي او کلي يو له بل سره تړي. د سفر پلانونه پر (bahn.de) وېبسایټ او يا په تمځايونو کې په نښلولو شوو مهالوېشونو موندلای شئ. د ټرېنونو ټکټونه د ټرېنونو په تمځايونو کې د ټکټونو په پلورنځيو، اتومات ماشينونو او يا انلاين ډول پر (د DB پر وېبسایټ) ترلاسه کولای شئ. که له سفر ډېر مخکې ټکټ واخلئ؛ ښايي ښه تخفيف (Sparpreis) ترلاسه کړئ.

په هر ايالت کې ګروپي ټکټونه، د اونۍ د پای ټکټونه، د جرمني ټکټونه (Deutschland-Ticket) او د سيمه‌ييزو ټرېنونو ټکټونه هم شته. له شپږو کالونو د ټيت عمر ماشومان تل وړيا سفر کولای شي. پر (www.bahn.de) وېبسایټ د ټرېن ټکټونه په انلاين ډول پېرلای شئ. هغه کسان چې ډېر سفر کوي؛ کولای شي د (BahnCard) په نوم کارټونه واخلي چې په وسيله يې ارزانه ټکټونه ترلاسه کولای شئ.

اوږد واټن وهونکي بسونه

د اوږده واټن وهونکو بسونو بېلابېل شرکتونه د الوتکو او ټرېنونو په پرتله يو ارزانه بديل کېدای شي. دا بسونه د جرمني مهم ښارونه يو له بل سره وصلوي. تاسې کولای شئ د دې بسونو ټکټونه په مرکزي تمځايونو کې او يا په انلاين ډول ترلاسه کړئ. په دې (busradar.com) او (fernbusse.de) وېبسایټونو او د اړوندو اپلېکېشنونو کې د بسونو بېلابېل شرکتونه او د هغو بيې يو له بل سره پرتله کولای شئ.

 

په شخصي کرايي موټرونو کې سفر

د ارزانه سفر يوه بله لاره په شخصي موټرونو کې په کرايه سفر کول دي. ځينې کسان له يوه ځايه بل ته د سفر پر مهال په خپلو شخصي موټرو کې څو کسان له ځان سره په ارزانه بيه وړي. ډېر وېبسایټونه او اپلېکشېنونه د موټرچلوونکو او مسافرو تر منځ د همغږۍ په موخه فعال دي. پر (blablacar.de) د خپل سفر لپاره موټر موندلای شئ.

د بایسکلونو لارې

بایسکل چلول د روغتيا او چاپېريال لپاره ښه دي او خوند کوي. د جرمني په اکثرو ښارونو کې د بایسکلونو ځانګړې لارې شته چې په ډاډه زړه بایسکل ورباندې زغلولای شئ. همدا شان په کليو او بانډو کې هم بایسکل له يوه ځای څخه بل ځای ته د تګ لپاره غوره وسیله ده او ډېر کارول کيږي. په جرمني کې د بایسکل شاوخوا ۷۰زره کيلومتره لارې شته. د بایسکل چلولو په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (بایسکل چلول) کې لوستلای شئ.

مهم

که لا مو هم د پنا غوښتنې پروسه روانه وي؛ د اصولو له مخې په لومړيو درې مياشتو کې له خپلې سيمې يا ښاره د وتلو اجازه نه لرئ.  دې قانون ته (Residenzpflicht) وايي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د استوګنې لنډمهالی سند) کې لوستلای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: