د ليدلو يا شېنګن ويزې لپاره بلنليک لېږل

Einladungsschreiben Besuchervisum
اوسمهالیز 28.09.2023

د ويزې لپاره بلنليک څه ډول لېږل کيږي؟

غواړئ د خپلې کورنۍ غړي، ملګري يا د کاروبار شريکان جرمني ته راوغواړئ؟ د درېيمو هېوادونو خلکو ته جرمني د ليدلو ويزې (Besuchervisum) ترلاسه کولو لپاره د نورو سندونو تر څنګ يو بلنيک (Einladungsschreiben) هم اړين دی. له دې ليک سره تاسې تاييدوئ چې يو  ځانګړی کس جرمني ته راغواړئ. د دې ليک ليکلو لپاره بايد ځينې شرطونه پوره کړئ. دلته د دې شرطونو او بلنليک په اړه بشپړ مالومات درکوو. د ليدلو يا ملاقات د ويزې په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي (د ليدلو يا شېنګن ويزه) کې ولولئ.

په څه بايد وپوهېږم؟

بلنليک بايد څه ډول وي؟

بلنليک کومه ځانګړې بڼه نه لري. دا ليک کېدای شي د يوه نورمال ليک په بڼه تيار شي. مهمه دا ده چې په ليک کې ټول اړين مالومات ځای پر ځای شي. که سوداګريز بلنيک لپاره بايد د شرکت رسمي ليک، لوګو او ټاپه وکارول شي او د شرکت يا اړوند سوداګريز بنسټ د مشر له لوري لاسليک شي.

د شخصي بلنې لپاره په بلنليک کې بايد کوم مالومات ځای پر ځای شي؟

د شخصي ليدنې کتنې لپاره په بلنليک کې بايد لږ تر لږه لاندې مالومات ځای ولري:

-       ستاسې بشپړ نوم، بشپړه پته، ټليفون شمېره او برېښناليک.

-       د پېژندنې د کارت يا اوسوايس شمېره او يا هم د استوګنې د اجازې نمبر.

-       د اوسوايس يا استوګنې اجازې د سند کاپي.

-       د راغوښتل کېدونکي کس يا کسانو بشپړ نومونه، د زېږېدنې نېټې، د پاسپورت شمېرې او کره پته.

-       له راغوښتل کېدونکي کس سره ستاسې د خپلوۍ يا پېژندګلوۍ د اړيکې ثبوت. دا ثبوت ښايي د واده يا زېږېدنې سندونه (Heirats- oder Geburtsurkunden) او يا هم د پخوانيو ملاقاتونو، ليکونو يا برېښناليکونو نښې وي.

-       د راغوښتل کېدونکي کس د سفر موخه. د بېلګې په توګه واده يا د زېږکاليزې نمانځنه. له دې سره بايد په دقيق ډول وليکئ چې څه ډول خپلوي يا ملګرتيا لرئ او له څومره وخته يو له بل سره پېژنئ يا اړيکه لرئ.

-       د پلان شوي ملاقات او سفر موده او مهاليز چوکاټ.

-       نېټه او ځای.

-       ستاسې لاسليک.

د سوداګريزې بلنې لپاره په بلنليک کې بايد کوم مالومات ځای پر ځای شي؟

 

د سوداګريزې ليدنې کتنې لپاره په بلنليک کې بايد لږ تر لږه لاندې مالومات ځای ولري:

-       ستاسې بشپړ نوم، بشپړه پته، ټليفون شمېره او برېښناليک.

-       د راغوښتل کېدونکي کس يا کسانو بشپړ نومونه، د زېږېدنې نېټې، د پاسپورت شمېرې او کره پته.

-       که راغوښتل کېدونکی کس د کار لپاره راغوښتل کيږي: د کار ورکوونکي له لوري يو داسې ليک چې د اړوند کس د راغوښتلو لامل او موده پکې روښانه شوي وي.

-       د راغوښتل کېدونکي کس د سفر موخه. داسې يوه روښانتيا چې سفر د څه لپاره دی او د راتلونکي کس هدف څه دی.

-       د پلان شوي ملاقات او سفر موده او د الوتنې شمېرې.

-       د راغوښتل کېدونکي کس د ځای پر ځای کېدو په اړه مالومات. د بېلګې په توګه د هوټل يا د هغه د استوګنې د کور پته.

-       نېټه او ځای.

-       ستاسې لاسليک.

بلنيک‌ د چا له لوري برابريږي؟

په جرمني کې مېشت راغوښتونکی کس بايد بلنيک برابر کړي. که غواړئ خپل خپلوان، دوستان يا سوداګريز شريکان راوغواړئ، بلنيک برابر کړئ او راغوښتل کېدونکي کس ته يې ولېږئ. هغه کس بايد دا بلنليک د جرمني سفارت ته يوسي او د ويزې غوښتنه وکړي.

مهم

په ياد مو وي‌ بلنليک (Einladungsschreiben) او ژمن‌ليک (Verpflichtungserklärung) يو له بل سره توپير لري. که راغوښتل کېدونکی کس د سفر او په جرمني کې د اوسېدو لپاره کافي پیسې ونه لري، پر بلنيک د پاسه بايد يو ژمن‌ليک هم برابر کړئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د ليدلو د ويزې لپاره ژمن‌ليک) کې لوستلای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: