شرکتي کار يا خدمتي دنده

د شرکتي کارکوونکي په توګه کوم حقونه لرم؟

شرکتي کار د لنډمهالي ګمارنې يا د خدمتي ماموريت  په نامه هم يادولای شو. دا ډول کارکوونکي له يوه شرکت سره قرارداد لري او دا شرکت بيا دوی نورو کمپنيو او ادارو ته د کار يا د لنډمهالي ماموريت لپاره ليږي. دا کار ښايي هغه مهال وشي چې نور شرکتونه په بېړني ډول د کار لپاره يوه مامور ته اړتيا ولري او د خدمتي کارکوونکو له شرکت څخه يو مامور پور کړي. دا کار کوونکي په نوي شرکت کې کار کوي خو د شرکت د اصلي مامورينو له ډلې نه شمېرل کيږي او معاش به يې د پور ورکوونکي شرکت له خوا ورکړل شي. د لنډمهالې ګمارنې شرکت په بشپړ ډول ستاسې د کارونو مسؤول دی او تاسې بايد د رخصتۍ په شان شيانو غوښتنه له دوی څخه وکړئ. دا شرکت به ستاسې د ټولنيزې بيمې لګښتونه هم ورکړي.

يادونه: لنډمهالی ګمارنه يا شرکتي کار د لنډ وخت لپاره د کار په مانا نه ده. په دې ډول کار کې تاسې د اصولو له مخې د لنډمهالي کار د يوه شرکت له لوري د بشپړ وخت لپاره ګمارل کېږئ او يوازې کارځايونه يا دفترونه مو وخت پر وخت بدليږي رابدليږي. په معمول ډول له ګمارونکي شرکت سره ستاسې د کار قراداد دايمي دی.

لنډمهالی ګمارنه ډېر وخت د فلزي صنايعو او الکتريکي برخو او د خونديتوب، لوجستيک، ترانسپورت، اداري او دفتري چارو کې ترسره کيږي. البته ښايي دا کارکوونکي په عمومي ډول په ټولو څانګو کې کار وکړي. ځينې وخت د لنډمهالې ګمارنې د شرکتونو له لوري ان نامسلکي کارګر هم غوښتل کيږي او دنده ورکول کيږي.

په څه بايد پوه شم؟

لنډمهالې ګمارنه څه ګټې او څه زيانونه لري؟

د شرکتي مامور په توګه کوم حقونه لرم؟

ما ته څه ډول معاش راکول کيږي؟

څنګه کولای شم د خدمتي کارکوونکو يو شرکت ومومم؟

چېرته شکايت کولای شم؟

مهم

د لنډمهالې ګمارنې په شرکتونو کې تل د تور پسه (schwarze Schafe) په نوم ځينې شرکتونه شته چې قوانينو ته درناوی نه کوي. غوره شرکتونه هغه دي چې د يوې د لډمهالې ګمارنې د فدرالي اتحاديي (Bundesverband für Zeitarbeit (BZA)) او يا د جرمني د لنډمهالې ګمارنې د شرکتونو اتحاديې (Interessenverband deutscher Zeitarbeitsunternehmen (iGZ)) په شان بنسټونو غړيتوب ولري. د خپل کاري قراداد له لاسليکولو وړاندې په مخامخ ډول د اړوند شرکت له مسؤولينو په دې اړه وپوښتئ او يا د دوی پر وېبسایټ وګورئ چې د کومې اتحاديې غړيتوب لري او که نه.