د دندې او کار موندل

څه ډول کولای شم په جرمني کې دنده ومومم؟

په جرمني کې د کار مارکېټ بېلابېل قوانين او مقررات لري. د دې تر څنګ تاسې هم بايد د دندې ترلاسه کولو لپاره ځينې شرايط پوره کړئ. ډېر ګمارونکي خپل کارکوونکي په خپله څانګه کې د هغوی د سندونو او مدارکو له مخې غوره کوي خو له اړونده سندونو پرته هم د دندې پيدا کولو چانس شته.

دلته به تاسې د دندې ترلاسه کولو لپاره د ضروري ګامونو په اړه مالومات ترلاسه کړئ او په هغو لارو چارو به وپوهېږئ چې د دندې ترلاسه کولو لپاره ستاسې چانس زياتوي.

لاندې ټکي بايد مخکې له مخکې په ياد ولرئ:

  • د جرمني په ډېرو کمپنيو کې په جرمني ژبه خبرې کيږي. ځينې وخت انګليسي ژبه هم کارول کيږي خو په ډېری دندو کې تاسې اړ ياست چې په جرمني ژبه خبرې اترې وکړئ. د جرمني ژبې د زده کولو لپاره ډېرې لارې شته. په دې اړه ډېر مالومات زموږ د ژبو د زده‌‌کړې په څپرکيو کې وګورئ.
  • په جرمني کې د کار له پیل وړاندې د کار اجازې ته اړتيا ده. زموږ د کار اجازې په څپرکي کې ولولئ چې د کار اجازه څنګه ترلاسه کېدای شي.

څنګه کولای شم دنده ومومم؟ ګام پر ګام لارښود

اسناد: کومه دنده ترسره کولای شم؟

په جرمني کې کوم مسلکونه شته؟

د دندې لټون: څنګه کولای شم يوه دنده ومومم؟

د دندې غوښتنه: کومو سندونو ته اړتيا ده؟

مرکه يا انټرويو: څنګه کولای شم ګمارونکی قانع کړم چې ما ته دنده راکړي؟

د دندې لپاره د غوښتنليک له منلو يا ردېدلو وروسته بايد څه وشي؟

مهم

په وېبسایټونو او اخبارونو کې د دندې د لټون پر مهال ښايي له ځينې شکمنو اعلانونو سره مخ شئ. پام مو وي چې د کار له قراداد يا تړون لاسليکولو مخکې ځان په هر څه پوه کړئ او که کوم څه ناڅرګند وي؛ له مشورتي مرکزونو څخه سلا ترلاسه کړئ.