په جرمني کې د ماشومانو اداره (Jugendamt)

اوسمهالیز 10.05.2023

د ماشومانو (او ځوانانو) د ادارې دنده څه ده؟

په جرمني کې د ماشومانو اداره يا يوګندامت ډېرې دندې لري او کابو هره کورنۍ لږ تر لږه په ژوند کې يو ځل له دې ادارې سره په اړيکه کې کيږي. دا ادره يوازې د ځورول شوو او هغو ماشومانو ساتنه او پالنه نه کوي چې پاملرنه نه ورته کيږي؛ بلکې له کورنيو سره د ماشومانو  او نويو ځوانانو په ساتلو او پاللو کې مرسته هم کوي. که له خپلو ماشومانو سره ستونزه لرئ؛ کولای شئ هر وخت د دې ادارې له مامورينو سره اړيکه ونيسئ. همدا شان که ماشومان د خپلې کورنۍ له غړيو سره ستونزه ولري؛ کولای شي له دې ادارې سره مشوره وکړي او د خپلو ستونزو په اړه خبر ورکړي.

مهم: د ماشومانو اداره په جرمني کې د ټولو کورنيو مسؤوليت لري. دا خبره په تابعيت او د استوګنې د اجازې له ډول سره اړه نه لري.

په څه بايد وپوهېږم؟

يوګندامت يا د ماشومانو اداره څه ته وايي؟

يوګندامت په يوه اداري سيمه، ښار يا ټولنه کې د ماشومانو، نويو ځوانانو او کورنيو لپاره د ځانګړې پاملرنې مسؤوليت لري. په ځينو سيمو کې يوګندامت د (Fachbereich Jugend)، (Fachbereich Familie) يا (Amt für Kinder, Jugend und Familie) په نومونو هم ياديږي.

يوګندامت څه دندې لري؟

يوګندامت له ميندو او پلرونو او د ماشومانو له نورو پالونکو سره د ماشومانو د پالنې او مشورو په برخه کې مرسته کوي. له دې پرته يوګندامت د کورنيو لپاره د يوه خوندي او ښه چاپېريال رامنځته کېدلو ته هم پاملرنه کوي. په دې مانا چې دوی ماشومانو ته د رخصتيو د ځانګړو کارتونو (Ferienpass) او يا د لوبغالو چمتو کولو په شان د نورو فعاليتونو په برابرولو کې هم مرسته کوي.

د يوګندامت بله مهمه دنده په بېړنيو حالاتو کې د ماشومانو ژغورل دي. که له کوم ماشوم سره بد چلند وشي او يا پاملرنه ورته ونه شي؛ د دې ادارې کارکوونکي به يې په اړه لازم ګامونه پورته کړي. په جرمني کې د ماشومانو د وهلو او يا له هغوی سره د بد چلند اجازه نشته.

د ماشومانو اداره همدا شان د هغو ماشومانو د ساتنې مسؤوليت هم لري چې مېندې او پلرونه ونه لري او يا يې ونه شي ساتلای.

د ماشومانو اداره څه ډول زما مرسته کولای شي؟

يوګندامت له ميندو او پلرونو او د ماشومانو له نورو پالونکو سره د ماشومانو د پالنې او مشورو په برخه کې مرسته کوي. له دې پرته يوګندامت د کورنيو لپاره د يوه خوندي او ښه چاپېريال رامنځته کېدلو ته هم پاملرنه کوي. په دې مانا چې دوی ماشومانو ته د رخصتيو د ځانګړو کارتونو (Ferienpass) او يا د لوبغالو چمتو کولو په شان د نورو فعاليتونو په برابرولو کې هم مرسته کوي.

د يوګندامت بله مهمه دنده په بېړنيو حالاتو کې د ماشومانو ژغورل دي. که له کوم ماشوم سره بد چلند وشي او يا پاملرنه ورته ونه شي؛ د دې ادارې کارکوونکي به يې په اړه لازم ګامونه پورته کړي. په جرمني کې د ماشومانو د وهلو او يا له هغوی سره د بد چلند اجازه نشته.

د ماشومانو اداره همدا شان د هغو ماشومانو د ساتنې مسؤوليت هم لري چې مېندې او پلرونه ونه لري او يا يې ونه شي ساتلای.

د ماشومانو اداره څه ډول زما مرسته کولای شي؟

يوګندامت د ميندو او پلرونو او همدا شان د نويو ځوانانو لپاره د مرستو ډېر وړانديزونه لري چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

-        د وړو ماشومانو ميندو او پلرونو ته مرسته او مشوره. دې مرستې ته (Frühe Hilfen) وايي.

-        د ماشومانو په اړه د مشورتي مرکز د موندلو لپاره مرسته. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (کيتا) کې هم لوستلای شئ.

-        د هغو نويو ځوانانو ملاتړ چې جرم يې ترسره کړی وي.

-        د هغو ميندو او پلرونو ملاتړ چې د ماشومانو د ساتنې او پالنې لپاره مرستې ته اړتيا لري. دا ملاتړ ښايي د ماشومانو د پالنې د مشورې او يا د ميندو او پلرونو لپاره د کورس (Elternkurs) په بڼه وي. د دې تر څنګ ښايي دوی ته په ورځني ژوند کې يو ځانګړی کورنی مرستندوی يا مرستندويه (Familienhelfer*in) وګمارل شي. دې ډول ملاتړ ته (Hilfen zur Erziehung) وايي.

-        هغو ميندو او پلرونو ته مشوره چې غواړي يو له بله بېل شي.

-         د ماشومانو د سرپرستۍ او يا پالنې په اړه جوړجاړی.

-        له ناواده شوو ميندو سره د ماشوم د پلرولۍ د ثابتونو او د ماشوم لپاره د خرڅ اخستلو په اړه مرسته.

-        د هغو يوازې ميندو يا پلرونو مالي ملاتړ چې بله جوړه يې د خرڅ ورکولو توان ونه لري. دې ډول مرستې ته (Unterhaltsvorschuss) وايي.

که غواړئ مرسته او مشوره ترلاسه کړئ؛ کولای شئ په مخامخ ډول له يوګندامت سره اړيکه ونيسئ. په خپله شاوخوا کې د يوګندامت د يوې څانګې پته او د اړيکو شمېره پر (jugendaemter.de) موندلای شئ.

يوګندامت له کورنيو څخه د ماشومانو د وړلو اجازه لري؟

که يوګندامت له يوه ماشوم سره د بد چلند او يا بې‌پروايۍ څخه خبر شي؛ يو کارکوونکی به يې د ماشوم له کورنۍ او ښايي له ګاونډيانو، ښوونکو يا پالونکو سره په دې اړه خبرې وکړي. که په دې لړ کې دوی ته په ډاګه شي چې ماشوم په خطر کې دی او بل حل نشته؛ ماشوم به له کورنۍ څخه واخلي او د پالنې چارې به يې خپله پر غاړه واخلي. دې کار ته (Inobhutnahme) وايي او يوګندامت يې د ترسره کولو لپاره له کورنۍ محکمې څخه يو قضايي حکم ته اړتيا لري. په ځانګړو او استثنايي‌ حالتونو کې دا حکم وروسته هم اخستل کېدای شي.

ماشوم له کورنۍ څخه تر اخستلو وروسته يوې بلې کورنۍ ته سپارل کيږي او يا د ماشومانو د پالنې په يوه ساتنځای کې ساتل کيږي. که په کورنۍ کې شرايط بېرته سم شي؛ ماشوم بېرته ورسپارل کيږي.

که د يوګندامت کارکوونکي غواړي زموږ کره راشي؛ څه وکړم؟

د يوګندامت د کارکوونکو موخه له کورنيو سره مرسته کول دي. که دا کارکوونکي وغواړي ستاسې له کوره ليدنه وکړي او يا په دروازه کې له پخواني ترمين پرته ولاړ وي؛ اجازه ورکړئ چې د ننه درشي. که کور مو ګډوډ وي؛ اندېښنه مه کوئ. د دوی لپاره يوازې دا مهمه ده چې ماشوم مو ښه وي. د ماشوم وړل تر ټولو وروستۍ ګام دی. له هغه وړاندې به يوګندامت کوښښ وکړي چې تاسې ته مشوره درکړي او مرسته درسره وکړي. دا مرسته خامخا ومنئ او له دوی سره همکاري وکړئ.

که ماشوم له تاسې واخستل شي؛ دا پرېکړه کورنۍ محکمې کړې ده. په داسې حالاتو کې د کورنيو حقونو له يوه وکيل سره مشوره وکړئ. په خپل شاوخوا کې يو وکيل پر (anwaltauskunft.de) وېبسایټ موندلای شئ.

زه يو اړمن ماشوم يم؛ څه کولای شم؟

ته کولای شې يوګندامت ته ولاړ شې او يا يې نږدې څانګې ته ټليفون وکړې څو له کارکوونکو سره يې خبرې وکړې. په خپله شاوخوا کې د يوګندامت د يوې څانګې پته او د اړيکو شمېره پر (jugendaemter.de) موندلای شئ. همدا شان له خپل ښوونکي/ښوونکې او يا نورو هغو لويانو سره خبرې وکړئ چې باور پرې لرئ. دوی بيا کولای شي ستاسې سره مرسته وکړي او له يوګندامت سره خبرې وکړي.

د دې تر څنګ د (Nummer gegen Kummer) ادارې له کارکوونکو سره هم په (116111) شمېره له دوشنبې تر شنبې هره ورځ د ماسپښين له ۲ بجو بيا د ماښام تر ۸ بجو وړيا اړيکه ونيسئ. له دوی سره د (nummergegenkummer.de) وېبسایټ له لارې په ليکې بڼه هم اړيکه نيولای شئ.

زه په خپل شاوخوا کې د يوه ماشوم په اړه اندېښنه لرم؛ څه وکړم؟

هر څوک کولای شي په خپله سيمه کې د يوګندامت له اړونده څانګې سره اړيکه ونيسي. ماشومان او نوي ځوانان هم کولای شي دې څانګو ته ورشي او د مرستې غوښتنه وکړي. د دې څانګو د ټليفون شمېرې او پتې په (jugendaemter.de) وېبسایټ موندلای شئ. تاسې کولای شئ د ځان له ورپېژندلو پرته هم د يو څه راپور ورکړئ.

د دې تر څنګ کولای شئ د برلين د ماشومانو ساتنې بېړني خدمتونو (Berliner Notdienst Kinderschutz) ته هم ټليفون وکړئ. د دې ادارې کارکوونکي په عربي، ترکي، روسي او جرمني ژبو خبرې کوي. دوی ته هر وخت په (۰۳۰۶۱۰۰۶۶) شمېره زنګ وهلای شئ.

مهم

د ماشومانو له ادارې څخه د مرستې په ترلاسه کولو کې مه وېرېږئ. د ستونزې رامنځته کېدو پر مهال چې هر څومره ژر کولای شئ مرسته وغواړئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: