په جرمني کې د بهرنيو اسنادو رسمي کول

اوسمهالیز 07.05.2024

څنګه کولای شم د خپلو زدکړو اسناد په جرمني کې رسمي کړم؟

که څوک د خپل هېواد مسلکي، د پوهنتون يا ښوونځي د فراغت سندونه ولري، کولای شي په جرمني کې يې رسمي يا تاييد کړي. د سندونو د رسمي کولو شونتيا پر (Anabin) وېبسایټ کتلی شئ. د رسمي کولو په پروسه کې به ستاسې سندونه په جرمني کې له ورته سندونو سره پرتله شي او که معادل وګڼل شي نو هماغه شان رسميت به ومومي. په بله وينا، د مسلکي سندونو د رسمي کولو مانا ارزونه ده او که پايله مثبت وه، ستاسې سندونه به تاييد شي او په جرمني کې به له اړوند سند سره معادل وبلل شي. په دې ډول به تاسې په جرمني کې د کار لپاره ډېر چانسونه ولرئ.

د بهرنيو سندونو ټول درلودونکي په جرمني کې د خپلو سندونو رسمي کولو حق لري. په دې برخه کې ستاسې د استوګنې د اجازې حالت او تابعيت هېڅ رول نه لري.

يادونه: له جرمني بهر کسان بايد د مسلکي سندونو د رسمي کولو لپاره په جرمني کې د کار يا زده‌کړو د وړانديز يا قرارداد په شان يو سند د ثبوت په توګه وړاندې کړي.

د سندونو د رسمي کولو پروسه

آيا په جرمني کې زما مسلک تخصصي دی؟

د ځينو دندو لپاره د خپلو مسلکي او تحصيلي سندونو رسمي کولو او د مسلکي جواز (Berufsausübungserlaubnis) وړاندې کولو ته اړتيا لرئ. که د ښوونځي يا مسلک سندونه مو له جرمني بهر څخه راوړي وي، بايد رسمي يې کړئ. د ځينو دندو لپاره د اضافي سندونو رسمي کولو ته هم اړتيا ده. د بېلګې په ډول ډاکټران، وکيلان، معلمان، نرسان او انجينيران بايد خپل سندونه رسمي کړي. دې ډول دندو ته تخصصي دندې يا تنظيم شوې دندې (reglementierte Berufe) وايي. که غواړئ په تخصصي دندو کې کار وکړئ، بايد د خپل فراغت سندونه رسمي کړئ. د دې تر څنګ بايد په خپل ايالت کې له اړوندې ادارې څخه يو مسلکي جواز هم ترلاسه کړئ. د تخصصي دندو لړ پر (BERUFENET) موندلی شئ. 

که غواړئ په تخصصي صنايعو او مسلکونو (zulassungspflichtigen Handwerk) کې ازاد کار وکړئ؛ بايد د خپلو زده‌کړو د فراغت سند رسمي کړئ. د دې ډول کارونو يو لست پر (Handwerksordnung) موندلای شئ.

 که دنده مو تخصصي يا تنظيم شوې نه وي؛ اړتيا نشته چې د زده‌کړو سندونه مو رسمي کړئ. البته له رسمي کولو سره يې د جرمني د کار په بازار کې د دندې موندلو چانس لوړيږي.

د (Arbeitsagentur) پر وېبسایټ جرمني ژبه او پر (ec.europa.eu) وېبسایټ په انګليسي ژبه کتلای شئ چې د فراغت سند يا د کار څانګه مو په تنظيم شوو دندو کې راځي او که نه.

يادونه: که غواړئ جرمني ته د کار موندلو لپاره په ويزه راشئ او يا مو دلته کار موندلی وي او په ويزه راتلل غواړئ؛ بايد خپل تحصيلي سندونه مو مخکې له مخکې رسمي کړي وي.

څه ډول کولای شم د سندونو رسمي کولو په اړه مشوره ترلاسه کړم؟

تر ټولو د مخه مشوره کول غوره دي. په مشورتي ادارو کې کارکوونکي کولای شي تاسې ته روښانه کړي چې د سندونو رسمي کولو لپاره بايد څه وکړئ؛ راتلونکی ګام بايد څه وي او د رسمي کولو د پروسې لګښتونه څومره دي.

په خپله سيمې کې د (Netzwerks IQ) يوه مشورتي څانګه موندلای او سلا ورسره کولای شئ. د دې ادارې کارکوونکي مو د سندونو رسمي کولو په ټولو پروسو کې ملګرتيا کوي. په خپل شاوخوا کې د دې ادارې يوه څانګه پر (netzwerk-iq.de) وېبسایټ موندلای شئ. هلته په مينو کلېک وکړئ او خپل ايالت وټاکئ.

همدا شان د (Arbeiten und Leben in Deutschland) ادارې څخه د ټليفون له لارې هم په دې اړه مالومات او مشوره ترلاسه کولای شئ. د دې ادارې کارکوونکي په انګليسي او جرمني ژبو خبرې کوي او له جرمني بهر اړيکو ته هم ځواب وايي. د دوی د ټليفون شمېره (+49 30 1815 1111) ده. د دې ادارې مشوره وړيا ده خو د ټليفوني اړيکې لګښت به تاسې ورکوئ. دوی ته د اړيکو فورمې له لوري هم خپل پيغام لېږلای شئ.

که په بهر کې ياست، له لومړنۍ مشورې ترلاسه کولو وروسته د سندونو د رسمي کولو د مرکزي ادارې څخه په انګليسي او جرمني ژبو مشوره اخستلی شئ. دا اداره ستاسې سره د سندونو د رسمي کول او جرمني ته تر راتګ پورې ټوله پروسه کې مرسته کوي.

Wie kann ich herausfinden, ob mein Abschluss bereits anerkannt ist?

دا له دې سره اړه لري چې سند مو د ښوونځي يا پوهنتون د فراغت دی او که نور مسلکي سندونه دي. دا ډول سندونه په مختلفو ډاټابېسونو کې کتلی او ارزولی شئ. 

  • پر انابين (Anabin) ډیټابیس کولی شئ د پوهنتون د داخلې د وړتیا لپاره د خپل ښوونځي سندونه چک کړئ. په جزئیاتو کې به د ښوونځي د وړتیا درجه او د صادرېدو کال ومومئ.
  • اکاډميک سندونه هم پر انابين (Anabin) ډیټابیس کتلی او ارزولی شئ. دا اړینه ده چې د پوهنتون د فراغت سند او اداره (پوهنتون) وپیژندل شي. که چیرې اداره یا پوهنتون په رسميت پیژندل شوی وي، په H+ نښه به وښوودل شي.

مهم: ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو د پوهنتون د فراغت د سند نوم، ستاسې د وروستي ترلاسه شوي سند له نوم سره سمون لري.

  • مسلکي سندونه باید تل د ښوونځي او عملي روزنې له امله په انفرادي ډول د جرمني د روزنې مسلک يا اوسبيلډونګ سره پرتله شي. په دې اړه نور مالومات لاندې به بله برخه کې وګورئ.
چېرته خپل سندونه رسمي کولای شم؟

په جرمني کې د ښوونځيو، اکاډميکو زدکړو او حرفوي روزنې د اسنادو رسمي کول ممکن دي او د هرې څانګې لپاره د سندونو د رسمي کولو لارې بېلې دي:

  • د ښوونځيو د فراغت سندونه: په ځينو ايالتونو کې د ښوونځي د فراغت سندونه د سندونو د رسمي کولو د سيمه‌ييزو ادارو (Zeugnisanerkennungsstellen) له لوري رسمي کيږي. د دې ادارو د څانګو موندلو لپاره په انلاين بڼه د (anabin) په نوم د مالوماتو بانک ته ورشئ. که غواړئ په جرمني کې لوړې زده‌کړې وکړئ؛ په اړوند پوهنتون کې هم د خپلو سندونو د رسمي کولو غوښتنه کولای شئ. که غواړئ کاري اوسبيلډونګ ترسره کړئ، لازمه نه ده چې خامخا خپل سندونه رسمي کړئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (دوه‌ګونی اوسبيلډونګ) کې موندلی شئ.

  • د اکاډميکو اسنادو تاييد د بهرنيو زدکړو مرکزي اداره (Zentralstelle für ausländisches Bildungswesen) کوي. دا اداره د (anabin) په نامه د مالوماتو بانک لري چې په مرسته يې کولای شئ خپل پوهنتون يا د لوړو زدکړو مرکز د جرمني له معيارونو سره پرتله کړئ. دې ادارې ته د سندونو د رسمي کولو لپاره په مخامخ ډول ورشئ او غوښتنه وکړئ. د زياتو مالوماتو لپاره د دوی پر وېبسایټ د (Zeugnisbewertung) برخه ولولئ. په دې اړه نور مالومات پر (make-it-in-germany) وېبسایټ لوستلی شئ.

  • د حرفوي روزنې د اسنادو د رسمي کولو لپاره د (Anerkennungs-Finder) پر وېبسایټ د خپل مسلک اړوند د سندونو رسمي کولو يوه څانګه ومومئ. هلته کولای شئ په مخامخ ډول د خپل مسلک نوم ورکړئ او يا له الف څخه تر يا پورې د مسلکونو له کته‌ګوريو څخه يوه غوره کړئ. وروسته به تاسې ستاسې اړوند د سندونو د رسمي کولو څانګه وښودل شي.

که نه پوهېږئ چې په جرمني ژبه کې ستاسې مسلک ته څه وايي؛ کولای شئ پر (BERUFENET) وېبسایټ د دقيق نوم لټون وکړئ.

يادونه: که لا هم له جرمني بهر ياست؛ بيا هم پورته يادې شوې ادارې ستاسې د سندونو رسمي کولو مسؤوليت لري. په داسې حالت کې د هغه ښار يوه څانګه وټاکئ چې غواړئ جرمني ته له راتګ وروسته ژوند پکې غوره کړئ. 

څه ډول د سندونو رسمي کولو غوښتنه کولای شم؟

وروسته له دې چې د سندونو رسمي کولو سمه اداره ومومئ؛ کولای شئ هلته د خپلو سندونو رسمي کولو غوښتنه وکړئ. البته لومړی بايد دوه نور کارونه وکړئ:

  1. د سندونو رسمي کولو د پروسې په لګښتونو ځان پوه کړئ.په دې اړه نور مالومات لاندې لوستلای شئ.
  2. ټول هغه سندونه او مدرکونه راټول کړئ چې ستاسې په بهر کې ستاسې فراغت تاييدوي. د اصولو له مخې بايد د سندونو يوه تاييد شوې کاپي وړاندې کړئ خو تل تاييد شوې کاپي ته اړتيا نشته. په معمول ډول ټول اړين سندونه بايد د يوه رسمي دولتي ژباړن له لوري ژباړل شوي وي. د رسمي ژباړنانو لړ (justiz-dolmetscher.de) وېبسایټ موندلی شئ. که د خپل فراغت سندونه ونه لرئ، له يوې مشورتي ادارې سره اړيکه ونيسئ.

کله چې ستاسې د فراغت سند وارزول شي، تاسې ته يې په اړه پرېکړه يا ځواب لېږل کيږي. په دې پرېکړه کې ويل شوي وي چې سندونه مو رسمي شوي دي او که نه.

که سندونه مو رسمي شوي وي؛ د (Anerkennungsbescheid) په نوم سند ترلاسه کوئ. د دې سند مانا دا ده چې تاسې له تخنيکي يا مسلکي اړخه په هماغه څانګه کې د جرمني له يوه فارغ شوي‌کس سره معادل امتياز او حقونه لرئ.

 

مهم: سپارښتنه کيږي چې تل د اصلي سندونو پر ځای کاپي وړاندې کړئ. هغه سندونه چې د رسمي کولو لپاره لېږئ، بېرته تاسې ته نه لېږل کيږي.

که سندونه مې رسمي نه شي او يا نيمه رسمي شي؛ څه وکړم؟

که د زده‌کړو يا مسلک سندونه مو رسمي او معادل ونه ګڼل شي او يا نيمه رسمي وبلل شي، بيا هم په خپل مسلک کې کار کولی شئ خو په دې شرط چې دنده مو د تنظيم شوو دندو له ډلې نه وي. البته که د رسمي کولو په پروسه کې هغه سندونه پوره کړئ چې له کبله يې ستاسې رسمي کول رد شوي دي، کولی شئ يو ځل بيا د بشپړې رسمي کېدنې يا معادل کېدنې غوښتنه (Folgeantrag) وکړئ.

که په تنظيم شوو مسلکونو کې کار کول غواړئ، سندونه مو بايد په بشپړ ډول رسمي شي. له همدې کبله که چېرې په تنظيم شوو دندو کې سندونه په بشپړ ډول رسمي يا معادل ونه بلل شي، بايد اضافي زده‌کړې يا روزنه ترلاسه کړئ څو دا کمښت جبران کړي.

که لا هم له جرمني بهر یاست او د کار وړاندیز لرئ، له خپل راتلونکي کارځای سره اړیکه ونیسئ او په جرمني کې ستاسې د اوسیدو راتلونکي استوګنځای کې د اوسلنډربېهورده چارواکو ته د معادل کولو لپاره غوښتنلیک وسپارئ. ستاسې راتلونکی کارګمارونکی کولی شي په اصطلاح د تعدیل پلان (Anpassungsplan) جوړ کړي. د تعديل پلان به له تاسې سره د هغه مهارتونو د ترلاسه کولو لپاره چې په کارځای کې يې نه لرئ، د اړینې روزنې په بشپړولو کې مرسته وکړي. یوځل چې د تعدیل پلان بشپړ شو، د رسمي کېدلو لپاره نوی غوښتنلیک سپارل کیدی شي. له دې وروسته به ستاسې سندونه په بشپړه توګه په رسميت وپیژندل شي.

که په جرمني کې د خونديتوب حالت، په اروپايي ټولنه کې د حرکت ازادۍ (EU-Freizügigkeit) ويزه يا د کورنۍ له غړو سره د یوځای کېدو د ويزې له مخې ژوند کوئ او د سندونو رسمي کېدل مو رد شوي وي، کولی شئ وګورئ چې د سندونو د رسمي کولو بله کومه اداره ښايي مناسبه وي.

البته پر دې مهال کولای شئ پر (myskills.de) يا (NEWPLAN) وېبسایټ وپلټئ چې په جرمني کې کومه دنده ستاسې له مهارتونو او تجربې سره جوړه راځي. د دې وېبسایټونو په اړه نور مالومات د جاب‌سنټر يا کار ادارې مامورينو هم ترلاسه کولای شئ. د دې ازموينو پايلې کولای شي له تاسې سره د مسلک په غوره کولو او يا د د زده‌کړو د اړتيا وړ څانګې په موندلو کې مرسته وکړي. همدا شان پر (www.meine-berufserfahrung.de) وېبسایټ هم د ځان سرسري ازموينه کولای شئ. پورته يادې شوې دواړه ازموينې په څو ژبو ترسره کولای کولای شئ.

د (IQ Netzwerk) په څانګو کې د دې ډول فرصتونو په اړه نور مالومات هم ترلاسه کولای شئ. په خپل شاوخوا کې د دې ادارې يوه څانګه پر (netzwerk-iq.de) وېبسایټ موندلای شئ. هلته په مينو کلېک وکړئ او خپل ايالت وټاکئ.

ښه ده چې پوه شئ: معادل سند (Gleichwertigkeitsbescheid) یو رسمي سند دی چې تاسې ته له بهرني مسلکي وړتیا سره د جرمني د کار بازار ته د اسانه لاسرسی فرصت درکوي. دا سند ټاکي چې ایا ستاسې مسلکي وړتیا په بشپړ ډول او یا په یوه برخه کې د جرمني له مسلکي وړتیا سره مطابقت لري. که سند مو يوازې فرعي يا جزوي معادل وګڼل شي، وپلټئ چې د بشپړ رسمي يا معادل کولو لپاره بايد اضافي مهارتونه ترلاسه کړئ.

د سندونو رسمي کولو پروسه څومره وخت غواړي؟
  • په معمول ډول د ZAB  غوښتنلیکونه او د BK  غوښتنلیکونه یوه میاشت وخت نیسي.
  • د پوهنتون د فراغت له سند سره د ماهرو کارکونکو د پیژندنې غوښتنلیکونه تر شپږو میاشتو پورې وخت نیسي. دا وخت د هغه هیواد پورې اړه لري چې اړوند کسان ورڅخه فارغ شوي. دا وخت په د هغو کسانو لپاره هم دی چې د دندې کوم ځانګړی وړانديز نه لري او سندونه رسمي کول غواړي.
  • د مسلکي وړتیاو د سندونو د رسمي کولو لپاره له يوې تر درې مياشتو وخت ته اړتيا ده.

دا موده له هغې ورځې پيليږي چې د رسمي کولو اړونده اداره ټول اړين سندونه ترلاسه کړي. په سخت حالت کې ښايي دا موده يو څه نوره هم وغځيږي. 

مهم: په عمل کې له يادو شوو وختونو ډېرې مودې ته اړتيا ده. که ستاسې د سندونو په رسمي کولو ډېر وخت وتلی وي. له پورته يادو شوو مشورتي ادارو سره خبرې وکړئ.

د سندونو رسمي کولو څومره لکښت لري؟

د سندونو د رسمي کولو لګښتونه يو له بله توپير کوي. په معمول ډول د پروسې لګښتونه له صفر تر ۶۰۰ يورو دي خو تر څنګ يې بايد د سندونو د ژباړې او ځينې نور جانبي لګښتونه هم ورکړئ. د دې تر څنګ ښايي د ازموينې يا کورس لګښتونو پرې کولو ته هم اړيتا شي. د پوهنتون د سندونو رسمي کولو لپاره په لومړي سر کې بايد ۲۰۰ يورو ورکړل شي.

د سندونو رسمي کولو لپاره له کوم ځايه مالي مرسته ترلاسه کولای شم؟

که له جاب‌سنټر يا کار ادارې سره ثبت ياست؛ کولای شئ هلته له خپل اړوند مامور څخه د دې سندونو ورکولو غوښتنه وکړئ. دا ادارې کولای شي ستاسې د سندونو رسمي کولو او همدا شان د اضافي زده‌کړو يا وايټربیلډونګ لګښتونه درکړي. که دا ادارې مو غوښتنه رد کړي؛ د سندونو رسمي کولو د پروسې درولو لپاره په ليکلې بڼه خبر ورکړئ.

که يادې شوې ادارې مو د سندونو رسمي کولو لپاره ملاتړ ونه کړي؛ کولای شئ د سندونو رسمي کولو مرستې (Anerkennungszuschuss) غوښتنه وکړئ. دا مرسته له هغه چا سره کيږي چې لږ عايد لري. د دې مرستې د غوښتنې لپاره د (IQ Netzwerk) يوې څانګې ته ورشئ. له دې وړاندې کولای شئ د يادې شوې ادارې له مامورينو څخه د ټليفون (+49 371 4 33 11 222) يا برېښناليک (anerkennungszuschuss@f-bb.de) له لارې په دې اړه پوښتنه وکړئ او مالومات ترلاسه کړئ. د يادونې وړ ده چې دا مرسته يوازې د ۲۰۲۴ کال د جون مياشتې تر پايه ورکول کيږي او مالومه نه ده چې موده يې غځول کيږي او که نه.

هغه کسان چې په برلين او هامبورګ کې اوسي؛ د سندونو رسمي کولو لپاره د مالي مرستې ترلاسه کولو يو بل فرصت هم لري. په دې اړه لا ډېر مالومات پر (berlin.de) وېبسایت موندلای شئ. د هامبورګ اړوند د مرستو مالومات پر (diakonie-hamburg.de) وېبسایت ومومئ.

هغه کسان چې له جرمني بهر اوسيږي، د سندونو د رسمي کولو لپاره مالي مرسته نه شي ترلاسه کولی.

يادونه: د مالي مرسته غوښتنه بايد د سندونو د رسمي کولو له پروسې پیل کېدو وړاندې وکړئ. که وروسته دا کار وکړئ؛ ښايي مرسته درسره ونه شي.

مهم

په ځينې مسلکونو کې د کار لپاره د اسنادو رسمي کول ضروري دي څو د هغو پر بنسټ د کار اجازه تر لاسه کړئ. د بېلګې په توګه د ډاکټر په توګه کار کول د اسنادو له رسمي کولو او تاييد پرته منع دي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: