دوه‌ګونې وظيفوي حرفوي زدکړې يا Duale Ausbildung

اوسمهالیز 11.10.2022

آيا زه حرفوي زدکړې يا Ausbildung ترسره کولای شم؟

که غواړئ په جرمني کې دنده ومومئ؛ ضرور نه ده چې يوازې لوړې زده‌کړې ولرئ. تاسې کولای شئ په يوه مسلک کې د حرفوي روزنې يا اوسبيلډونګ دوره بشپړه کړئ. په جرمني کې په شاوخوا ۳۳۰ بېلابېلو څانګو کې حرفوي زده‌کړې کيږي. په دې برخو کې زده‌کړې له يوه تر درې‌نيمو کالو وخت نيسي. په ځينو برخو کې اوسبيلډونګ يوازې په ښوونځي کې ترسره کيږي (Schulische Ausbildung) خو په ځينو نورو کې د ښوونځي د درسونو تر څنګ په شرکتونو کې عملي کار هم ورکول کيږي (Duale Ausbildung). په دې څپرکي کې د دوه‌ګوني اوسبیلډونګ په اړه مالومات درکوو. د ښوونځيو د اوسبیلډونګ په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي کې ولولئ. اوسبيلډونګ په افغانستان کې له مسلکي ښوونځيو، تخنيکم او سوريه کې له منځنيو انستيتيوتونو سره د پرتلې وړ دی خو په جرمني کې دا سيستم د لوړو تدريسي تخنيکونو او زياتو علمي معيارونو درلودونکی دی. د اوسبيلډونګ له بشيړولو سره تاسې د هماغې څانګې مسلکي کس ګڼل کېږئ او په جرمني کې دې ډول کسانو ته زياته اړتيا ده او له فراغت وروسته د عادي کارګرو په پرتله، ډېرې پیسې ګټلای شي. ځکه نو ښايي په دې برخه کې زده‌کړې ستاسې د راتلونکي مسلکي ژوند جوړولو ل‍پاره مهمې وي.

په څه بايد وپوهېږم؟

دوه‌ګونې حرفوي زده‌کړې څه ته وايي؟

 دوه‌ګونې وظيفوي حرفوي زدکړې يا Duale Berufsausbildung: دا پروګرام عملي او نظري زدکړې دواړه په بر کې نیسي او د کاري روزنې او تجربې لپاره غوره فرصتونه له ځان سره لري. دا پروګرام نظر هرې څانګې ته له دوو تر درې‌نيمو کالو دوام کوي. تاسې په اونۍ کې يوه، دوې يا ډېرې ورځې په مسلکي ښوونځي (Berufsschule) تېرې کړئ چېرې چې د خپلې راتلونکې دندې لپاره نظري زدکړې تر لاسه کوئ. د اونۍ پاته ورځې بايد په يوه شرکت کې عملي کار وکړئ. په دې ځای کې به خپل نوي زده شوي درسونه په عمل کې پلي کوئ. دا چې دا پروګرام د دندې او زده‌کړو دوې برخې لري؛ ځکه ورته دوه‌ګونې حرفوي زده‌کړې وايي.

د اوسبيلډونګ لپاره بايد کوم شرايط پوره کړم؟

لومړی او مهم شرط په جرمني ژبه پوهېدل دي ځکه ورځنۍ زده‌کړې، ازموينې او کار په جرمني ژبه دي. دا چې په کومه کچه مو جرمني ژبه زده وي؛ له هماغې څانګې سره اړه لري؛ په کومه کې اوسبیلډونګ ترسره کول غواړئ.

دوهم شرط د ښوونځي د فراغت د سندونو شتون دی. دا چې کوم سند ته اړتيا ده؛ ستاسې له اړوند اوسبيلډونګ او مسلکي لېوالتيا سره اړه لري. که له خپل هېواده د ښوونځي سند لرئ؛ هغه بايد په خپل جرمني کې رسمي کړئ.

په ځينو شرکتونو کې د دوه‌ګوني وظيفوي اوسبيلډونګ (Duale Berufsausbildung) لپاره د عالي ښوونځي د فراغت سندونو ته اړتيا نشته. هر شرکت خپله پرېکړه کوي چې کوم سندونه ورته وړاندې کړئ او بايد په خپله د اوسبيلډونګ غوښتنه دوی ته وړاندې کړئ. له دې سره سره د ښوونځي ښې نمرې او په جرمني ژبه ښه پوهېدل کولای شي ستاسې سره د اوسبيلډونګ په موندلو کې مرسته وکړي.

د دې اوسبیلډونګ ترسره کولو لپاره د عمر محدوديت نشته. يوازې د ښوونځي جبري دوره مو بايد بشپړه کړې وي.

د اوسبيلډونګ لپاره د استوګنې کوم ډول سند ته اړتيا ده؟

په عمومي توګه د درېيمو هېوادونو وګړي، په جرمني کې د وظيفوي اوسبيلډونګ لپاره د استوګنې اجازې ته اړتيا لري. په دې اړه زيات مالومات زموږ په بل څپرکي (د حرفوي زده‌کړو ويزه) کې لوستلای شئ.

 دا چې کډوال په يوه شرکت کې وظيفوي حرفوي زده‌کړې (betriebliche Berufsausbildung) پیلولای شي او که نه؛ د هغوی د استوګنې له سندونو سره اړه لري:

·      که د پنا غوښتونکي په توګه قبول شوي ياست، د کډوال په توګه د استوګنې اجازه لرئ او يا فرعي خونديتوب لرئ؛ په عمومي ډول کولای شئ له کوم محدوديت پرته حرفوي زده‌کړې بشپړې کړئ. قبول شوي کډوال او پناغوښتونکي کولای شي د خپل استوګنې د اجازې په دوره کې د کار بازار او حرفوي زده‌کړو ته له کوم محدوديت پرته بشپړ لاسرسی ولري.

·      که د زغمل شوې استوګنې سند (Duldung) سند لرئ؛ لومړی بايد د کار اجازه ترلاسه کړئ. که د بهرنيانو چارو اداره (Ausländerbehörde) او د کار اداره (Arbeitsagentur) يې ومني؛ د کار اجازه ترلاسه کولای شئ. دا چې دا اجازه ترلاسه کوئ که نه؛ له ډېرو عواملو سره اړه لري. د دې لپاره چې د کار اجازه ترلاسه کړئ؛ لومړی بايد د اوسبيلډونګ لپاره ځای ومومئ او بيا د همدې ځانګړي ځای لپاره د کار د اجازې غوښتنه وکړئ. که په جرمني کې مو د اوسېدو څلور کاله تېر شوي وي؛ په نورمال ډول د کار ادارې موافقت ته اړتيا نه لرئ. د کار اجازې په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د کار اجازه) کې لوستلای شئ. د يادونې وړ ده چې که لا هم په لومړنيو کمپونو کې ژوند کوئ، د کار اجازه نه شئ ترلاسه کولای او په پایله کې وظيفوي اوسبيلدونګ نه شی پيلولای.

·      که د پناغوښتنې پروسه مو روانه وي؛ بايد د کار اجازه ترلاسه کړئ. جرمني ته له راتګ درې مياشتې وروسته کولای شئ له Ausländerbehörde څخه د کار د اجازې غوښتنه وکړئ. د دې کار لپاره بايد مخکې له مخکې د ځان لپاره يو اوسبيلډونګ ومومئ. . که په جرمني کې مو د اوسېدو څلور کاله تېر شوي وي؛ په نورمال ډول د کار ادارې موافقت ته اړتيا نه لرئ. د کار اجازې په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د کار اجازه) کې لوستلای شئ. د يادونې وړ ده چې که لا هم په لومړنيو کمپونو کې ژوند کوئ، د کار اجازه نه شئ ترلاسه کولای او په پایله کې وظيفوي اوسبيلدونګ نه شی پيلولای.

په ياد مو وي چې: هغه کسان چې ډولډونګ لري؛ د پرکتيکوم لپاره هم د کار او بهرنيانو ادارو اجازې ته اړتيا لري. په دې اړه زيات مالومات له جاب‌سنټر يا کار ادارو ترلاسه کولای شئ.

پاملرنه: هغه پناغوښتونکي چې له خوندي هېوادونو جرمني ته راغلي وي او د ۲۰۱۵ کال د اګست مياشتې له پای وروسته يې دلته د پنا غوښتنه کړې وي، نه شي کولای اوسيلډونګ پيل کړي. همدا شان هغه ډولډونګ لرونکي چې له خوندي هېوادونو جرمني ته راغلي وي او د ۲۰۱۵ کال د اګست مياشتې له پای وروسته يې دلته د پنا غوښتنه کړې وي، نه شي کولای اوسيلډونګ پيل کړي. اوس مهال بوسنيا هرزګوينا، مقدونيا، سربيا، مانتنيګرو، البانيا، کوسوو، ګانا او سنېګال په خوندي هېوادونو کې راځي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (خوندي هېوادونه) کې لوستلای شئ.

د اوسبیلډونګ له لارې د ډولډونګ يا استوګنې سند ترلاسه کولو چانس

هغو رد شوو کسانو ته د ډولډونګ سند ورکول کيږي چې وکړای شي په جرمني کې اوسبیلډونګ یا حرفوي زده‌کړې پیل کړي او يا يې له وړاندې پیل کړې وي. په دې اړه بش‍پړ مالومات زموږ په بل څپرکي (اوسبیلډونګ‌ډولډونګ) کې موندلای شئ. 

څنګه کولای شم يو اوسبيلډونګ ومومم؟

په جرمني کې دولت له هغو کسانو سره مرسته کوي چې د دندې يا اوسبيلډونګ په لټه کې وي. د کار فدرالي ادراه (Bundesagentur für Arbeit) د دې کار مسؤوله ده. دا اداره او جاب‌سنټر د کار او حرفوي زده‌کړو په برخو کې تاسې ته مشورې درکوي. د دې ادارو کارکوونکي په جرمني ژبه خبرې کوي.

د ځوانو مهاجرو لپاره مشورتي مرکزونه (Jugendmigrationsdiensts) او د لويانو مهاجرو لپاره د مشورو دفترونه (Migrationsberatungen für Erwachsene) په دې برخه کې له تاسې سره مرسته کولای شي. په پورته نښه شوو وېبسایټونو کې د نږدې مشورتي مرکز پلټنه کولای شئ. د دې ادارو کارکوونکي په ګڼو ژبو خبرې کوي.

لپاره د (www.azubi.de) او (www.ausbildung.de ) يا (IHK Stellenbörse) وېبسایټونو ته ورشئ. د دې تر څنګ پر (planet-beruf.de) وېبسایټ هم یو دوه‌ګونی اوسبیلډونګونه موندلای شئ. 

د دې تر څنګ نورې ګڼې ادارې او بنسټونه شته چې له کډوالو سره د اوسبيډونګ په موندلو کې مرسته کوي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (څوک له ما سره د اوسبيلډونګ په موندلو کې مرسته کوي) لوستلای شئ.

څنګه او کله کولای شم د حرفوي زدکړو لپاره نوم‌ ليکنه وکړم؟

د دوه‌ګوني وظيفوي اوسبیلډونګ (duale Berufsausbildung) لپاره بايد په مخامخ ډول يوه شرکت ته ورشئ او نوم ليکنه وکړئ. ډېری دوه‌ګونی اوسبیلډونګونه په اګست يا سپتمبر مياشتو کې پیليږي. البته دقيقه نېټه يې ستاسې له ښار يا د اوسېدو له ځای سره اړه لري. د بېلګې په ډول په برلين او هامبورګ کې دوه‌ګوني اوسبیلډونګونه په فبرورۍ مياشت کې پیليږي. ځينې اوسبیلډونګونه بيا ان د جنورۍ په مياشت کې پیل کيږي.

په (www.azubi.de) وېبسایټ کې د غوښتنليک لپاره نور مالومات هم موندلای شئ. په ياد شوي وبیسایټ کې همدا شان د مرکې د تيارۍ په اړه هم مالومات شته. همدا شان  پر (planet-beruf.de) وېبسایټ د اوسبیلډونګ لپاره د ښه غوښتنليک او د مرکې پر مهال د وړ ظاهر او چلند په باب مالومات موندلای شئ. د ځوانو مهاجرو لپاره مشورتي مرکزونه (Jugendmigrationsdiensts) او د لويانو مهاجرو لپاره د مشورو دفترونه (Migrationsberatungen für Erwachsene) په دې برخه کې له تاسې سره مرسته کولای شي. په پورته نښه شوو وېبسایټونو کې د نږدې مشورتي مرکز پلټنه کولای شئ. د دې ادارو کارکوونکي په ګڼو ژبو خبرې کوي.

څنګه کولای شم يو دوه‌ګونی اوسبیلډونګ (Duale Ausbildung) تمويل کړم؟

د دوه‌ګونو حرفوي زده‌کړو پر مهال زده‌کوونکو ته معاش ورکول کيږي. دا معاش په هر مسلک کې له بل او هره سيمه کې له بلې سره سره توپير کوي. په دوهم او دريم کال کې دا معاش لوړيږي. د معاش یوه برخه د ټولن‍يزې بيمې لپاره هم ګرځول کيږي. که څوک په کال له ۹٫۹۸۴يورو (۲۰۲۲ کال) څخه زياتې وګټي؛ بايد ماليه هم ورکړي. په دې اړه نور مالومات دلته لوستلای شئ.

له ځانګړو شرايطو لاندې د حرفوي زده‌کړو کومکي معاش (BAB) هم ترلاسه کولای شئ. دا معاش د اوسبیلډونګ ترسره کوونکو ته د کار د فدرالي ادارې له لوري ورکول کيږي او کچه يې د هر کس حالت ته په کتو توپير کوي. هغه کسان چې له خپلو ميندو او پلرونو سره نه شي اوسېدای او يا له اتلس کالو د لوړ عمر لرونکي کسان چې مالي مرستې ته اړتيا لري؛ دا کومکي معاش ترلاسه کولای شي. د دې پیسو لوړه اندازه په مياشت کې ۶۳۵ يورو ده.

له جرمنيانو پرته لاندې کسان کسان مالي مرسته ترلاسه کولای شي:

·      د اروپايي ټولنې اوسيدونکي چې داوسېدو اجازه ولري؛

·      د استوګنې د دايمي اجازې لرونکي؛

·      د جينوا کنوانسيون يا پناغوښتنې د قانون له مخې منل شوي او يا د فرعي خونديتوب لرونکي مهاجر،

·      هغه کسان چې لږ تر لږه ۱۵ مياشتې په جرمني کې د ډولډونګ سند ولري؛ په لومړيو ۱۵ مياشو کې د مهاجرو لپاره د خدمتونو پیسې ورکول کيږي؛

·      هغه کسان چې دلته يې پينځه کاله وتلي وي او په دې موده کې يې کار کړی وي؛

·      مور يا پلار يې وروستي درې کلونه په جرمني کې تېر کړې وي او کار يې کړی وي.

هغه کسان چې د پناغوښتنې پروسه يې روانه وي، يوازې هغه وخت کومکي معاش ترلاسه کولای شي چې فکر وشي په راتلونکي کې د استوګنې اجازه ترلاسه کولای شي. د بېلګې په توګه که چارواکي قانع شي چې يو کس په راتلونکي کې قبولي او يا د اوسبيلډونګ له لارې د استوګنې اجازه ترلاسه کولای شي، ښايي دا معاش ورکړي. البته تاسې د دې معاش غوښتنه وکړئ او که ونه منل شي، له يوې مشورتي ادارې مرسته وغواړئ. که معاش ترلاسه نه کړئ، د سوسيال مرسته به درکړل شي.

 

د وظيفوي اوسبيلډونګ لپاره د کومکي معاش (Berufsausbildungsbeihilfe) غوښتنه په مخامخ ډول د کار له خپلې مسؤولې ادارې ادارې (Agentur für Arbeit) څخه کولای شئ. د غوښتنې پر وخت بايد د اوسبیلډونګ لاسليک شوی قرارداد له ځان سره ولرئ.

په یوه شرکت کې د اوسبیلډونګ پر مهال د بېکارۍ پیسې (ALG II) نه ورکول کيږي. البته هغه کسان چې له خپلو ميندو او پلرونو سره اوسيږي او يا يې معاش لږ وي؛ کولای شي له جاب‌سنټره دا پیسې وغواړي.

د اوسبیلډونګ پر مهال په اونۍ کې لس ساعته کار کولای شئ خو لومړی بايد له خپل ريیس سره په دې اړه خبرې وکړئ.

زما لپاره کومې حرفوي زدکړې غوره دي؟

دا چې وپوهېږئ ستاسې لپاره کومې حرفوي زدکړې غوره دي؛ کولای شئ د کار له فدالي ادارې (Agentur für Arbeit) څخه مخامخ مشوره واخلئ او يا هم د ټليفون شمېرې له لارې (۰۸۰۰۴۵۵۵۵۰۰) ورسره په اړيکه کې شئ. په جرمني کې دې له دې شمېرې سره اړيکه نيول وړيا دي خو له بهره بايد په دې شمېره (۰۰۴۹۹۱۱۱۲۰۳۱۰۱۰) اړيکه ونيسئ او لګښت ورکړئ. د دې ادارې

د Berufenet او www.azubi.de ، www.ausbildung.de، planet-beruf.de، www.berufe.tv او IHK Stellenbörse په شان وېبسایټونو کې د خپلې راتلونکې دندې بڼه او څرنګوالی کتلای شئ. همدا شان د کار ادارې پر وېبسایټ (Webseite der Arbeitsagentur) د کاري غونډو او نندارتونونو په اړه مالومات موندلای شئ.

مثبت لړ (Positivliste) هم ښايي ستاسې لپاره په زړه پورې وي. په دې لړ کې ټول هغه اوسبیلډونګونه راځي چې په جرمني کې‌ يې اړونده دندو ته ډېره اړتيا ده. په دې برخو کې ډېر خالي ځايونه موندل کيږي او ښايي له مخې يې د کار اجازه هم په آسانۍ ترلاسه شي. دا مثبت لړ وخت پر وخت تازه کيږي او نوې خالي ځايونه پکې زياتيږي. د اوسنيو ډېرو موندل کېدونکو دندو لړ پر (mangelberufe.de) وېبسایټ موندلای شئ.

ډېر کسان ځکه دوه‌ګونې حرفوي زده‌کړې يا دواله اوسبيلدونګ غوره کوي چې په د نظري کار تر څنګ ډېر عملي‌کار هم پکې زده کيږي. له همدې کبله ډېر شرکتونه له دې اوسبيلډونګ څخه فارغو شوو کسانو ته لومړيتوب ورکوي او د کارکوونکو په توګه يې غوره کوي.

له اوسبیلډونګ وروسته څه وکړم؟

د حرفوي روزنې په پای کې به تاسې له ښوونځي، پوهنتون يا (HWK  او  IHK) په شان بنسټونو څخه د فراغت سند تر لاسه کړئ. له دې وروسته د کار ډېر فرصتونه په مخ کې لرئ. تاسې همدا شان کولای شئ نور هم خپلو زدکړو ته دوام ورکړئ.

مهم

که په پوهنتون کې تحصيل نه کوئ؛ حرفوي زده‌کړې هم د مسلک، کار او دندې لپاره يو فرصت دی. تاسې کولای شئ د اوسبيلډونګ له لارې په جرمني کې د استوګنې اجازه هم ترلاسه کړئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په نورو مالوماتي‌ څپرکيو کې لوستلای شئ.

Partner-Logos PS

يوه پروژه د:
تمويل: