پر اوسبيلډونګ تمرکز

AiF Header
اوسمهالیز 13.02.2024

عینکې، موټر، خوږه وچه ډوډۍ یا ایرکنډېشن. د مسلکي زده‌کړو له کسب کارانو پرته زموږ ژوند ښایي په ټپه ودرېږي. دا چې مسلکي کارکوونکي په جرمني کې ډېر کم دي،‌ نو ځکه نویو مسلکي زده کوونکو ته جدي اړتیا ده. د دې لپاره چې په جرمني کې مسلکي زده کړې یا اوسبیلډونګ وکړی، اړینه نه ده،‌ چې حتمن زده کړه وکړئ یا په پوهنتون کې درس ووایئ. تاسو هم کولی شئ مسلکي زده کړې یا اوسبیلډونګ وکړئ. د اوسبیلډونګ یا مسلکي زده‌کړو څخه وروسته او یا هم د درس ویلو څخه وروسته له هغو کارکوونکو ډېرې پیسې ګټلی شئ، چې اوسبیلډونګ/مسلکي زده کړې یا درس یې نه وي ویلی. همدا اوس په جرمني کې هم مسلکي زده کوونکو او کارکوونکو ته ډېره جدي اړتیا ده. په مسلکي زده‌کړو کې کار ستاسو د یو ډېر ښه راتلونکي ضمانت کوي.

نو ځکه هنډبوک جرمني د «اوسبیلډونګ/مسلکي زده کړو ته کتنه» پروژه د «Botschafterinnen und Botschafter des Handwerks» په ابتکار او دMercator  بنسټ په مالي مرستې پیل کړې ده.

دلته موږ د لاسي‌ صنعت د مسلکي زده کړو په اړه ستاسو پوښتنو ته ځواب وایو. که غواړئ چې لوړې زده کړې وکړئ،‌ نو زموږ د وبسایټ په مالوماتي برخه (په جرمني کې د پوهنتونو سیستم)، (پوهنتون ته نوم لیکنه)‌ څپرکو کې لا ډېر مالومات ولولئ.‌

تر دغو موضوعاتو نور هم لاندې تاسو کولی شې زموږ د ډیجیټالي او څو ژبیز پروګرام چې د لاسي صنعت د زده کړو په اړه دي مالومات تر لاسه کړئ. او له دې پرته کولی شئ ډېرې جالبې ویډیوګانې او لینکونه ومومئ.

د اړونده پروګرامونو نېټې په دې ډول دي:

انګليسي: د ۲۰۲۴ز کال د جنوري میاشتې په پنځه ویشتمه نېټه، د ماسپښین له څلورو بجو بیا د ماښام تر ۷ بجو! 

 

د لاسي صنعت په برخه کې مسلکي زده کړې کوم فرصتونه په لاس راکوي؟

په کوم برخو کې کولی شم مسلکي زده کړې یا اوسبیلډونګ وکړم؟

په جرمني کې د مسلکي زده کړو شاوخوا ۳۳۰ څانګې یا مسلکونه شته، د کور یا د ودانۍ کارونه، د کرنې یا زراعت اړوند زده کړې، د بیړیو یا کښتیو چلول، او یا هم د آزاد کاروبارو په برخه کې د مالیاتو د برخې مشاروان،‌ ګرافک ډیزاین او همدارنګه په ملکي او دولتي ادارو کې د کار په اړه هم مسلکي زده کړې تر سره کېږي.‌

په جرمني‌کې دوه ډوله مسلکي زده کړې کېږي، یو یې دوه ګوني اوسبیلډونګ (زده کړې او عملي کار) او بل یې د ښوونځیو اوسبیلډونګ دی، یوازې په ښوونځي کې په زده کړو ترسره کېږي. دوه ګونی اوسبیلډونګ بیا دوه برخې لري، یو برخه یې په ښوونځي کې تر سره کېږي او بله برخه یې په یو شرکت یا فابریکه کې د عملي کار ترسره کول دي.

لاسي صنعت/کار څه شی دی؟

لاسي کار/صنعت د مسلکي زده کړو یا اوسبیلډونګ څخه وروسته تر سره کېږي، په دغه کار کې په لاس او یا هم د کار په توکو یو شی ترمیمېږي یا جوړېږی. د لاسي کار څو بېلګې دا دي: مستري توب یا میخانیک کار، خټګري، نانوایي او داسې نور. له دې پرته نور کارونه او دندې هم شته چې تقریبا په مجموع کې ۱۳۰ ډوله دي.

د لاسي کارونو شرکتونه په عمومي ډول واړه او متوسط شرکتونه دي او د جرمني د اقتصاد مهمه برخه جوړوي. په جرمني کې څه د پاسه یو میلیون د لاسي کارو شرکتونه فعالیت لري او څه د پاسه ۵،۶ میلیونه د لاسي کارونو کارونکي په کار بوخت دي.

یو کار هغت وخت Handwerk یا لاسي کار بلل کېږي چې د لاسي کارونو په لېست Handwerksordnung کې شامل وي. په دغه تړون کې هغه شرایط او غوښتنې دي چې د هغوی له مخې لاسي کارونه تنظیمېږي. هر څوک چې غواړي لاسي کارونه زده کړي نو باید دوه ګونې مسلکې زده کړې وکړي، په جرمني ژبه ورته duale Ausbildung وایي. له دغې دوه ګونيو زده کړو څخه وروسته کولی شي کار وکړي.

همدا اوس په جرمني کې ۳۶۳۰۰۰ زده کوونکي د لاسي کارونو په مسلکي زده کړو بوخت دي.‌

دوه ګونې حرفوي زده کړې یا څه ته وایي؟

دوه ګونې حرفوي زده کړې یا اوسبیلډونګ دوه برخې لري، یو برخه یې په ښوونځي کې تر سره کېږي او بله برخه یې په یو شرکت یا فابریکه کې د عملي کار ترسره کول دي. مانا دا چې دلته نه یوازې نظري زده کړې کېږي بلکې د عملي کار برخه هم لري، چې کار کول پکې زده کېږي. د دوه ګونو حرفوي زده کړو په اړه نور مالومات، شرایط یې او د مالي مرستې تر لاسه کولو په اړه تاسو کولای شئ د «دوه ګونې حرفوي زده کړې» برخه ولولئ.

د لاسي کار کومې دندې شته دي؟

په جرمني کې د لاسي کار څه د پاسه ۱۳۰ ډوله دندې شته. که په دقیقه توګه غواړئ پوه شئ نو دا لینک کېکاږئ Handwerk.de. هلته تاسو کولی شئ د «Berufe-Checker» څخه په ګټې اخیستنې سره خپل مالومات پکې ولیکئ او د خپلکې خوښې اوسبیلډونګ ومومئ.‌

د (لاسي کارو) حرفوي زده کړې کومې ګټې لري؟

په لاسي کار کې حرفوي زده کړې یا اوسبیلډونګ لاندې ګټې لري:

د پاتې کیدو امکانات ډیروي: هغه کډوال چې په جرمني کې ردېږي او یا هم ډولډونګ لري د حرفوي زده کړو له پیل کولو سره او یا وروسته کولی شي (Ausbildungsduldung) لاسته راوړي. له دغه ډول سند سره کولی شئ د زده کړو په موده کې په جرمني کې پاتی شئ. که چېرې تاسو د مسلکي زده کړو څخه وروسته ځان ته کار یا دنده ومومئ نو دوه کلنه اقامه یا Aufenthaltserlaubnis درکول کېږي. چې ورته د ۳ + ۲ قانون ویل کېږي. په دی اړه نور مالومات د Ausbildungsduldung  په برخه کې لوستلی شئ.‌

ډېر عملي کار: د دوه ګونې حرفوي زده کړو ډېری برخه عملي کار دی.‌ هر څه چې په ښوونځي کې زده کړئ په عملي توګه یې د کار په ساحه کې هم تمرین کوئ.‌ مانا دا چې د زده کړو په جریان کې هغه څه زده کوئ چې تاسو ته په کاري ساحه کې پکارېږي. نظري درسونه هم اړین دي،‌ خو څومره چې په پوهنتونو کې جدي دي په د مسلکي زده کړو په مهال دومره جدي نه نیول کېږي.‌

اسانه شرایط: د نورو زده کړو په پرتله د مسلکي زده کړو لپاره اړینه نه ده چې د لېسې دوره مو بشپړه کړې وي او د جرمني ژبې د C1 سند ولرئ. په نورو شرایطو د پوهیدو لپاره کولی شئ د «duale Ausbildung» برخه ولولئ او یا هم د یو مشخص اوسبیلډونګ په اړه د مالوماتو د تر لاسه کولو لپاره په جرمني ژبه د handwerk.de پاڼه وګورئ.

د زده کړې لنډه موده: د اوسبیلډونګ تر ټول ډېره موده درې نیم کاله وخت نیسي. اکثره څانګې یې په کم وخت کې لوستل کېږي،‌ یاني تاسو کولی شئ د ۲ یا ۳ کلونو په موده کې یو با هنره او ماهر کارکوونکی شئ.

له پیل څخه معاش: تاسو د زده کړو له پیلولو سره سم د اوسبیلډونګ له شرکت څخه معاش تر لاسه کوئ. د معاش لوړوالی د کار په ډول اړه لري. په ځینو کارونو یا دندنو کې د پیل څخه ښه معاش ورکول کېږي. که چېرې معاش ښه نه وي نو بیا کولی شئ له دولت څخه مرسته تر لاسه کړئ. دغه مرستې ته Berufsausbildungshilfe وایي. د نورو مالوماتو لپاره کولی شئ د «duale Ausbildung» برخه ولولئ.

ښه معاش: عموما د یو لاسي کارګر په توګه چې زده کړې مو کړې وي ښه معاش اخلئ. دا چې په مشخصه توګه څومره معاش درکول کېږي دا ستاسو په دنده، تجربه او پوهه پورې اړه لري.

د کار پیدا کولو ډاډ: ډېری د لاسي کار شرکتونه تل د هغو کارکوونکو په لټه کې وي چې مسلکي زده کړې یې کړې وي او د لاسي کار وړتیا ولري. په لاسي کار کې د اوسبیلډونګ له لرلو سره تاسو د جرمني د کارموندنې په بازار کې ښه چانس لرئ او کولی شئ په اسانۍ ډاډه او ښه کار ومومئ.‌

ښه کاري راتلونکی: لاسي کارکونکو ته په جرمني کې د کار کولو ښه زمینه برابره ده. ډېری شرکتونه په مستقیمه توګه کارکوونکو ته کار ورکوي. تاسو هم کولی شئډ د اوسبیلډونګ تر خلاصېدو وروسته خپل د کار شرکت یا ځای بدل کړئ او د خپلې خوښې شرکت ته لاړ شئ. بهرنیان هم په جرمني کې له مسلکي زده کړو وروسته کولی شي ښه دنده ومومي او چانس یې زیات دی.‌ له مسلکي زده کړو وروسته کولی شئ په یوه برخه کې نورې زده کړې یا Weiterbildung هم وکړئ او په همغه برخه کې له ځانه مهار کارکوونکي جوړ کړئ او یا هم په همغه برخه کې استادي وکړئ. له دی سره به مو معاش نور هم ښه شي.

په ځان بساینه: د یو لاسي کارکوونکي په توګه، وروسته له یو څو مشخصو شرایطو د پورو کولو څخه تاسو کولای شئ له کوم مالي خطر یا ریسک پرته یو شرکت جوړ کړئ او یا هم یو جوړ شرکت واخلئ. د لاسي کار شرکتونه په جرمني کې ډېر کم دي او اړتیا یې بېخي ډېره ده. له Weiterbildung وروسته کولی شې چې نورو ته په لاسي کار کې تدریس وکړئ. د په ځان بساینې په اړه نور مالومات د «د قراردادي په توګه د تجارت پیلول» او «د آزاد کارکوونکي په توګه د تجارت پیلول» په برخو کې ولولئ.

خوشالي: په جرمني کې ډېری لاسي کارکوونکي له خپل کار څخه راضي او خوشاله دي. د یوې څېړنې له مخې د دې برخې کارکوونکي تر ۹۱ سلنه پورې له خپل مسلک څخه راضي او خوشاله دي.‌

څنګه کولای شم يو دوه‌ګونی اوسبیلډونګ (Duale Ausbildung) تمويل کړم؟

د دوه‌ګونو حرفوي زده‌کړو پر مهال زده‌کوونکو ته معاش ورکول کيږي. دا معاش په هر مسلک کې له بل او هره سيمه کې له بلې سره سره توپير کوي. په دوهم او دريم کال کې دا معاش لوړيږي. د معاش یوه برخه د ټولن‍يزې بيمې لپاره هم ګرځول کيږي. که څوک په کال له ۹٫۹۸۴يورو (۲۰۲۲ کال) څخه زياتې وګټي؛ بايد ماليه هم ورکړي. په دې اړه نور مالومات دلته لوستلای شئ.

له ځانګړو شرايطو لاندې د حرفوي زده‌کړو کومکي معاش (BAB) هم ترلاسه کولای شئ. دا معاش د اوسبیلډونګ ترسره کوونکو ته د کار د فدرالي ادارې له لوري ورکول کيږي او کچه يې د هر کس حالت ته په کتو توپير کوي. هغه کسان چې له خپلو ميندو او پلرونو سره نه شي اوسېدای او يا له اتلس کالو د لوړ عمر لرونکي کسان چې مالي مرستې ته اړتيا لري؛ دا کومکي معاش ترلاسه کولای شي. د دې پیسو لوړه اندازه په مياشت کې ۶۳۵ يورو ده.

له جرمنيانو پرته لاندې کسان کسان مالي مرسته ترلاسه کولای شي:

·      د اروپايي ټولنې اوسيدونکي چې داوسېدو اجازه ولري؛

·      د استوګنې د دايمي اجازې لرونکي؛

·      د جينوا کنوانسيون يا پناغوښتنې د قانون له مخې منل شوي او يا د فرعي خونديتوب لرونکي مهاجر،

·      هغه کسان چې لږ تر لږه ۱۵ مياشتې په جرمني کې د ډولډونګ سند ولري؛ په لومړيو ۱۵ مياشو کې د مهاجرو لپاره د خدمتونو پیسې ورکول کيږي؛

·      هغه کسان چې دلته يې پينځه کاله وتلي وي او په دې موده کې يې کار کړی وي؛

·      مور يا پلار يې وروستي درې کلونه په جرمني کې تېر کړې وي او کار يې کړی وي.

هغه کسان چې د پناغوښتنې پروسه يې روانه وي، يوازې هغه وخت کومکي معاش ترلاسه کولای شي چې فکر وشي په راتلونکي کې د استوګنې اجازه ترلاسه کولای شي. د بېلګې په توګه که چارواکي قانع شي چې يو کس په راتلونکي کې قبولي او يا د اوسبيلډونګ له لارې د استوګنې اجازه ترلاسه کولای شي، ښايي دا معاش ورکړي. البته تاسې د دې معاش غوښتنه وکړئ او که ونه منل شي، له يوې مشورتي ادارې مرسته وغواړئ. که معاش ترلاسه نه کړئ، د سوسيال مرسته به درکړل شي.

د وظيفوي اوسبيلډونګ لپاره د کومکي معاش (Berufsausbildungsbeihilfe) غوښتنه په مخامخ ډول د کار له خپلې مسؤولې ادارې ادارې (Agentur für Arbeit) څخه کولای شئ. د غوښتنې پر وخت بايد د اوسبیلډونګ لاسليک شوی قرارداد له ځان سره ولرئ.

په یوه شرکت کې د اوسبیلډونګ پر مهال د اړمنو کسانو پیسې (Bürgelrgeld) نه ورکول کيږي. البته هغه کسان چې له خپلو ميندو او پلرونو سره اوسيږي او يا يې معاش لږ وي؛ کولای شي له جاب‌سنټره دا پیسې وغواړي.

د اوسبیلډونګ پر مهال په اونۍ کې لس ساعته کار کولای شئ خو لومړی بايد له خپل ريیس سره په دې اړه خبرې وکړئ.

Black women in a classroom

د AIF په انلاين پروګرام کې د فلزکارۍ اوسبيلډونګ په اړه بشپړ مالومات

د انلاین پروګرام د لړۍ په اړه مالومات

دا څه ډول پروګرام دی؟ د دې پروژې ځانګړتیاوې څه دي؟

زموږ د انلاین پروګرام لړۍ چې «اوسبيلډونګ د توجه په مرکز کې» په نوم ده، تاسو ته دا امکانات برابروي چې د انټرنټ لارې له لاسي صنعتګرانو او د لاسي صنایعو د متخصصینو سره په اړیکه کې شئ او په مستقیمه توګه پوښتنې په خپله ژبه مطرح کړئ. په دغه پروګرام کې لاسي کارګران لکه مستري، موچي، د سترګو اپتیکر او یا هم کلچه پخوونکي و داسې نور متخصیصین تاسو د خپل کار او تجربو په اړه او د خپل د راتلونکي لیدلوري په اړه مالومات درکوي. په نورو برخو کې هغه متخصصین شته، چې تاسو د جرمني ژبې د زده کړې او د اوسبیلډونګ په جریان کې د مالي مرستې Berufsausbildungsbeihilfe په اړه مالومات درکوي.

حرفوي زده یا اوسبیلډونګ په جرمني کې د ښې دندې موندلو امکانات ډېروي. نه یوازې په جرمني کې د پاتې کېدو او د استوګنې د اجازې د اخستلو لپاره ګټور دی، بلکې پردې سربېره یوې ډاډمنې دندنې او په راتلونکي کې د کار د اطمینان ضمانت هم کوي، لکه په ځان بساینه. زموږ د پروګرام په لړۍ کې تاسو کولای شئ له ډیرو مختلفو لاسي صنعګرو څخه ډېر مالومات تر لاسه کړئ او سربېره پر دې د لاسي کارګرانو، متخصصینو او نورو ګډون کوونکي سره خبرې وکړئ او مالومات شریک کړئ. د بېلګې په توګه کولای شئ دا پوښتنه څواب کړی چې د یوه اوسبیلډونګ د ویلو لپاره یا د مالي مرستې لاس ته راوړلو لپاره باید کوم شرایط پوره کړئ.

په دغه لړۍ کې په ټوله کې شپږ پروګرامونه د نړۍ په اتو ژبو ترتیب شوي. هره یوه پروګرام به د هنډبوک جرمني د کارکوونکو له خوا ترتیب او پر مخ وړل کېږي. د پروګرام په جریان کې به زموږ د Together in Germany همکاران ستاسو پوښتنو ته زموږ په ټولنیز پلټفارم Community-Platform کې ځواب ووایي.

«هنډبوک جرمني - مسلکي زده کړې د توجه په مرکز کې» د Neuen Deutschen Mediamacher*innen e.V. یوه پروژه ده چې د Zentrale für die Weiterbildung e.V د Botschafterinnen und Botschafter des Handwerks په مرستې جوړه شوې ده. او د  دMercator  بنسټ له خوا تمویلېږي.‌

دا پروګرامونه په کومو ژبو دي؟

د پروګرامونو دا لړۍ به په عربي، انګلیسي، فارسي/دري، فرانسوي، پښتو، روسي، ترکي او اوکراییني ژبو وي.

دغه پروګرام کله دی؟‌

په ټوله کې شپږ انلاین پروګرامونه دي چې په یوه یا دوه ژبو به وي:

  • د اړونده پروګرامونو نېټې په دې ډول دي:

     پښتو او دري/فارسي: د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر مياشتې په ۲۹مه نېټه، د ماسپښين له ۲ بجو بيا د مازديګر تر ۶ بجو

    ترکي : د ۲۰۲۲ کال د دسمبر مياشتې په ۱۵مه نېټه، د ماسپښين له ۲ بجو بيا د مازديګر تر ۶ بجو

    روسي: د ۲۰۲۳ کال د مارچ مياشتې په دوهمه نېټه، د ماسپښين له ۲ بجو بيا د مازديګر تر ۶ بجو

    اوکراييني: د ۲۰۲۳ کال د مارچ مياشتې په دېرشمه نېټه، د ماسپښين له ۲ بجو بيا د مازديګر تر ۶ بجو

    عربي: د ۲۰۲۳ کال د جولای مياشتې په شپږمه نېټه، د ماسپښين له ۲ بجو بيا د مازديګر تر ۶ بجو

    فرانسوي: 2023

    انګليسي: 2024

ټول پروګرامونه به د له غرمې وروسته په دوه بجو پیل او د ماښام تر شپږ پورې به دوام وکړي.‌

پروګرام به چېرې وي؟

د Topia په وړیا انلاین پلټفارم کې به وي. اړینه نه ده چې ځان راجستر کړئ تر څو پروګرام کې ګډون وکړئ. لېنک به له برنامې څخه تقریبا یوه اوونۍ مخکې خپور شي.

Topia څنګه کار کوي؟

Topia یو انلاین پلټفارم دی،‌ چې په خپله یوه انلاین نړۍ لري.‌ تاسو کولی شئ ځانته یو اوتار غوره کړه او په مختلفو کوټو او ورکشاپونو کې وګرځئ، ویدیو وګورئ او له لاسي کارګرو، متخصصیونو، نورو ګډون کوونکو او د هنډبوک جرمني له کارکوونکو سره خبرې وکړئ او یا هم په ویډیوي بڼه ورسره په اړیکه کې شئ.‌

په پروګرام کې برخه اخیستل وړیا دي. د پلټفارم د کارولو تجربه اړینه نه ده خو تاسو کولای شي مخکې له مخکې ترې کار واخلئ او ځان ورسره آشنا کړئ. په دې اړه نور مالومات د «زه کولی شم Topia مخکې له مخکې وکاروم؟» برخه کې ولولئ.

د ګډون لپاره د یو کمپیوټر یا لپټاپ شتون چې انټرنټ ولري اړینه ده. په موبایل کې ګډون کول ستونزمن دي او محدود لاسرسی درکوي. که چېرې کمپیوټر یا لپټاپ او یا هم انټرنټ نه لرئ نو د «چېرته انټرنټ او کمپوټر ته چې پروګرام لاسرسي ولرم، پیدا کولی شم» په برخه ولولئ.

اړین: موږ دغه پروګرام نشروو، که نه غواړئ چې هویټ مو څرګند شي نو ویډیو مو باید بنده کړئ.‌

آیا باید ځان راجستر کړم؟

نه، اړینه نه ده. تاسو کولی شی په لینک کلیک وکړئ‌ او په پروګرام کې ګډون وکړئ. مخکې له مخکې راجستر کول اړین نه دي. لېنک به له پروګرام څخه شاوخوا یوه اوونۍ مخکې نشر شي.‌

اړین: په هر پروګرام کې تر ۱۲۵ کسانو پورې ګډون ممکن دی. هغو ۱۲۵ کسانو چې لومړی پر لینک کلیک وکړ، کولی شي په پروګرام کې ګډون وکړي.

نور ټول کولی شي چې وروسته زموږ پر ویبسایټ ویدیو وګوري یا پاډکسټ واوري،‌ تر څو مالومات تر لاسه کړي.‌

آیا د ګډون لپاره باید پیسې ورکړم؟
کولی شم مخکې له مخکې Topia وازمایم؟

هو، کولی شئ له پروګرام یوه اوونۍ مخکې هم Topia وازموئ او ځان ورسره آشنا کړئ. کارول یې ډېر آسانه دی. له برنامې څخه به یوه اوونۍ مخکې زموږ د هنډبوک جرمنی او د Together in Germany همکاران هلته فعال وي او تاسو کولای شي خپلې پوښتنې هلته مطرح کړئ.

چېرې زه انټرنټ او لپټاپ یا کمپیوټر ته د پروګرام لپاره لاسرسی پیدا کولی شم؟

په پروګرام کې د ګډون لپاره د یوه کمپیوټر یا لپټاپ شتون چې انټرنټ ولري اړین دی. په موبایل ګډون کول ستونزمن لري او محدود لاسرسی درکوي. په لاندې ځایو کې کولی شي یو کمپیوټر یا لپټاپ ته لاسرسي ومومئ.

کتابتون: تقریبا په ټولو کتابتونو کې کولی شئ کمپیوټر او انټرنټ ته لاسرسي پیدا کړئ. د نږدې کتابتون د لټولو لپاره تاسو د کتابتون د لټونې پاڼېBibliotheksstatistik.de څخه ګټه اخیستلی شئ.

د موندلو طریقه داسې ده:

  1. لومړی په لیسټ  کې Ort غوره کړئ او Filter einstellen اپشن غوره کړئ.‌
  2. په بله پاڼه کې د خپل ښار نوم یا پوسټ کوډ ولیکئ او بیا هم Filter einstellen کېکاږئ.
  3. بیا په لېسټ کې Bibliothekstyp غوره کړئ او بیا هم Filter einstellen کېکاږئ. وروسته Öffentliche Bibliothek  انتخاب کړئ او Filter einstellen کېکاږئ.‌
  4. په بله پاڼه کې Trefferliste انتخاب کړئ. چې د ملي کتابتونو لېست به ستاسو استوګنځي ته نږدې راښکاره شي.‌
  5. که چپ یا کیڼ خوا ته په شین او سپین غشي باندې کلک وکړئ نو تاسو ته به د کتابتون وختونه او پته درکړل شي.

تاسو دا هم کولای شئ چې د Bibliotheksportal.de پاڼې ته لاړ شئ او د کتابتونو لېسټ پیدا کړئ. دلته باید تاسو لومړی خپل د اوسیدو ایالت غوره کړئ.

ټولنیز د لیدو ځایونه:Nachbarschaftsteff:

تاسو کولای شئ د Nachbarschaftszentrum ته لاړ شئ او هلته پوښتنه وکړئ چې چېرې کولای شئ یوه کمپیوټر ته لاسرسی پیدا کړئ، تر څو یې په پروګرام کې د ګډون لپاره وکاروئ. تاسو کولای شئ زموږ د لټولو ماشینLocal Search کې د ټولنیز د لیدو ځایونو او یا کورنیز مرکزونه ولټوئ او یا هم کولای شئ زموږ د Together in Germany له همکارانو څخه وپوښتئ، چې ستاسو سیمې ته نږدې چېرې کمپیوټر او انټرنټ ته لاسرسی پیدا کولی شئ.‌

انټرنټ کافه یا انټرنټ کلپ: همدارنګه کولی شئ خپل ګاونډ کې یو انټرنټ کلپ ته لاړ شئ، چې دا به وړیا نه وي او شاوخوا د یوه ساعت لګښت به یې له ۱ یورو تر ۳ یوور پورې وي.

د AIF په انلاين پروګرام کې د يخچال اوسبيلډونګ په اړه بشپړ مالومات

نور مالومات

د ښوونځيو حرفوي زده‌کړې

که غواړئ په جرمني کې دنده ومومئ؛ ضرور نه ده چې يوازې لوړې زده‌کړې ولرئ. تاسې کولای شئ په يوه مسلک کې د حرفوي روزنې يا اوسبيلډونګ[...]

دوه‌ګونې وظيفوي حرفوي زدکړې يا Duale Ausbildung

که غواړئ په جرمني کې دنده ومومئ؛ ضرور نه ده چې يوازې لوړې زده‌کړې ولرئ. تاسې کولای شئ په يوه مسلک کې د حرفوي روزنې يا اوسبيلډونګ[...]

څوک له ما سره د اوسبیلډونګ په موندلو کې مرسته کوي؟

د اوسبیلډونګ لپاره د يوه ځای موندل په معمول ډول يو څه ستونزمن دي. پلټونکي بايد ډېر وخت د دې کار لپاره د جرمني ژبې د زده‌کړې په شان[...]

اوسبیلډونګ‌زډولډونګ

که مې د پنا غوښتنه رد شي، کولی شم بیا هم په جرمني کې پاتې شم؟ د دې خبرې ځواب هو دی. د نورو چانسونو تر څنګ يو فرصت اوسبيلډونګ دی؟[...]

د جرمني د حرفوي زده‌کړو ويزه (Visum für eine Ausbildung)

په جرمني کې د حرفوي زده‌کړو يا اوسبيلډونګ په ترسره کولو سره د کار ډېر او غوره چانسونه په لاس درځي. که په خپل هېواد کې ژوند کوئ او[...]

په جرمني کې د حرفوي يا لوړو زده‌کړو د لټون ويزه

په جرمني کې د حرفوي زده‌کړو بشپړول ستاسې لپاره د کار غوره چانسونه رامنځته کوي. البته له بهر څخه ډېر وخت په جرمني‌کې د اوسبيلډونګ[...]

په جرمني کې د بهرنيو سندونو رسمي کول

په ځينې مسلکونو کې د کار لپاره د اسنادو رسمي کول ضروري دي څو د هغو پر بنسټ د کار اجازه تر لاسه کړئ. د بېلګې په توګه د ډاکټر په توګه[...]

د جرمني ژبې زده‌کړه

د جرمني ژبې د زده‌کړې يا ځواکمنولو ل‍پاره ګڼ فرصتونه شته. که انټګراڅيون کورس يا د دندې لپاره د جرمني ژبې کورس مو هم نه وي ترسره کړی[...]

Partner Logo AiF PS

يوه پروژه د:
تمويل:
تمويل:

 

 

په همکارۍ سره: