منځپانګې ته لاړ شئ

کولی شم په جرمني کې خپل کاروبار کړم؟

A residence permit card in the foreground, with parts of a laptop and a pencil and a notepad visible in the background

Welchen Aufenthaltstitel brauche ich und welche Voraussetzungen muss ich erfüllen?

غواړئ په جرمني کې خپل کاروبار پخپله پیل کړئ؟ په جرمني کې دا امکان لرئ چې د سوداګرۍ یا د ازاد مسلکي کارکوونکي په توګه شرکت جوړ کړئ
که له درېیمو هېوادونو  څخه راغلي ياست او غواړئ خپل کاروبار پيل کړئ نو بايد د پیل شرایط په پام کې ونیسئ. د بېلګې په توګه، د استوګنې قانون د ۲۱مې مادې له مخې د استوګنې اجازهلیک ته اړتیا لرئ. د مسلک پر بنسټ نور شرایط هم شته، لکه د مسلکي وړتیاوو پیژندنه. په دې صفحه کې به ټول اړین مالومات ترلاسه کړئ
د سوداګرۍ او ازاد مسلکي کار په اړه نور جزییات د ازاد کار او خپل کاروبار په نوم په ځانګړو څپرکيو کې وړاندې شوي دي.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

هو. که له درېیمو هېوادونو  څخه جرمني ته راځئ څو خپل کاروبار  پیل کړئ، نو د استوګنې قانون د ۲۱مې مادې له مخې ویزې ته اړتیا لرئ. د دې په اړه نور معلومات پهخپل کاروبار صفحه کې موندلی شئ
د ویزې او تګ د پروسې په اړه تفصیلي لارښوونې په Wir gründen in Deutschland کې شته. دا وېبپاڼه په څو ژبو ده.

    د خپل کاروبار د ترسره کولو لپاره باید د استوګنې په سند کې ښکاره لیکل شوي وي چې Erwerbstätigkeit gestattet  يا selbstständige Tätigkeit gestattet. که تاسې د “سیاسي پناه اخیستونکي کډوال يا د فرعي خوندیتوب لرونکي په توګه منل شوي یاست، نو دا مالومات عموماً په یوه شنه ضمیمه کې وي چې د بهرنیانو د ادارې له خوا د استوګنې سند سره یوځای درکول کېږي. که اجازه لرئ، ازاد کار یا کاروبار کولی شئ. د دې تر څنګ کولی شئ د استوګنې سند مو د استوګنې قانون د ۲۱مې مادې له مخې د خپل کاروبار په اجازه واړوئپه دې اړه نور مالومات په دې برخه کې موندلی شئ: «کولی شم د استوګنې سند د خپل کاروبار لپاره د استوګنې اجازه‌لیک ته واړوم؟
    که ستاسې په استوګنې سند کې د خپل کاروبار اجازه نه وي، کولای شئ د ځانګړو شرایطو تر پوره کولو وروسته د بهرنیانو چارو له ادارې يا اوسلنډربېهورده څخه د استوګنې قانون د ۲۱مې مادې د شپږمې فقرې له مخې د استوګنې اجازه وغواړئ.

      هو،  خو که لا دمخه داسې استوګنې سند لرئ چې تاسې ته د خپل کاروبار اجازه درکوي. د استوګنې د سند د بدلولو غوښتنلیک باید په اړوند بهرنیانو چارو اداره (Ausländerbehörde) کې وسپارئ. د سوداګرۍ لپاره د استوګنې اجازه د استوګنې قانون د ۲۱مې مادې د لومړۍ فقرې له مخې ده او د «ازاد کار» لپاره د استوګنې اجازه د استوګنې قانون د ۲۱مې مادې د پنځمې فقرې له مخې ده. لومړی بايد وګورئ چې د استوګنې د نوي سند لپاره کوم شرطونه باید پوره کړئ. نور مالومات په دې برخو کې موندلی شئ:

      • د سوداګرۍ لپاره د استوګنې اجازه غوښتل: څه باید په پام کې ونیسم؟
      • د ازاد مسلکي کار لپاره د استوګنې اجازه غوښتل: څه باید په پام کې ونیسم؟

      د استوګنې قانون د ۲۱مې مادې له مخې د استوګنې سند د بدلولو په اړه تفصیلي مالومات په Wir gründen in Deutschland کې شته. هلته خپل اوسنی د استوګنې سند وټاکئ او وګورئ چې څنګه کولای شئ د کاروبار لپاره يې د استوګنې سند ته واوړئ. وېبپاڼه په څو ژبو ده.

        هر څومره چې بهرنیانو ادارې ته ښه څرګنده کړئ چې ستاسې د کاروبار طرحه به بریالۍ شي، هماغومره د غوښتنلیک د منلو چانس زیاتېږي. د دې لپاره د بازار له ارزونې سره د کاروبار پلان (Businessplan) اړین دی. دا پلان عموماً د صنعت او سوداګرۍ خونې يا د مسلکي صنایعو خونې له خوا ارزول کېږي.
        د اسنادو دقیق ډول د بهرنیانو اداره ټاکي. په ټول جرمني کې یو واحد معیار نشته.

        غوښتنلیک عموماً یوازې هغه وخت منل کېدای شي چې لاندې شرطونه پوره شوي وي:

        1. ستاسې د سوداګرۍ لپاره اقتصادي لېوالتیا یا سیمه ییزه اړتیا موجوده وي،
        2. دغه فعالیت پر اقتصاد مثبت اغېز ولري،
        3. او ستاسې د کاروبار د طرحې تمویل ډاډمن وي.

        که عمر مو تر ۴۵ کلونو لوړ وي، باید  د تقاعد لپاره کافي سپما (Altersvorsorgeهم وړاندې کړئ.

        ښه ده چې پوه شئ: پورته درې شرطونه (۱ – ۳) اړین نه دي که:
        د جرمني د لوړو زده‌کړو سند لرئ،
        یا
        د څېړونکي يا ساینس‌پوه په توګه د §§ 18b, 18d, 19c Abs. 1 AufenthG  له مخې د استوګنې سند د لرئ،
        یا
        -  د اروپايي ټولنې شين کارت (Blaue Karte EU) لرئ.

        خو باید کاروبار ستاسې له لوړو زده‌کړو سره تړاو ولري.

          د ازاد مسلکي کار لپاره د استوګنې اجازه غوښتلو په صورت کې اړتیا نشته چې ټول هغه اسناد وړاندې کړئ چې د سوداګرۍ لپاره غوښتل کېږي. خو باید:

          • د خپل کاروبار د طرحې تمویل مالوم کړئ،
          • که عمر مو له ۴۵ کلونو پورته وي، د تقاعد لپاره کافي سپما (Altersvorsorgeوړاندې کړئ،
          • او یو د کاروبار پلان وسپارئ چې د ستاسې د طرحې د بریالیتوب امکانات وښيي.

          د ډېرو «ازادو مسلکونو» لپاره د لوړو زده‌کړږ سند اړین دی. په ځینو مسلکونو کې خو یوازې د ځاني زده‌کړې  (Self-  Study)  له لارې د وړتیاوو ثبوت کافي وي. نور مالومات په دې برخه کې شته: «ایا زما مسلک باید رسمي شي او ځانګړو سندونو ته اړتیا لرم؟

          سربېره پر دې، د مسلکي ازاد کار ترسره کولو لپاره د اړونده ادارې اجازه (Berufserlaubnis) یا لیکلې تصدیق‌نامه هم اړینه ده (لکه د ډاکټرانو، وکیلانو یا معمارانو لپاره). باید دا هم وګورئ چې ستاسې مسلک په جرمني کې پېژندل شوی دی او ایا ستاسې په جرمني کې د مسلکي کار ترسره کولو لپاره اړين سندونه لرئ او که نهپه دې اړه نور مالومات د بهرنيو سندونو رسمي کول څپرکي کې ولولئ.

            دا ستاسې په هغه مسلک پورې اړه لري، چې تاسې غواړئ خپله یې په جرمني کې پیل کړئ. دلته توپير کېږي چې ایا مسلک بې اجازې (zulassungsfrei) دی او که بايد اجازه يې واخستل شي  (zulassungspflichtig)په ډېرو مسلکونو کې ستاسې وړتیاوې ارزول کېږي او باید تصدیق شي. دا خبره په ځانګړي ډول د لوړ تخصص مسلکونو لکه حقوق‌پوهانو او ډاکټرانو، او همدارنګه د لاسي‌صنعتونو په مسلکونو کې صدق کوي. په “Wir gründen in Deutschland” وېبسایټ کې د مسلکونو په قاموس کې کتلای شئ چې د یو مسلک لپاره کومې وړتیاوې او سندونه اړين دي او ایا ستاسې د مسلک تصدیق ته اړتیا ده که نه.

            ځينې وخت کېدای شي اړ شئ چې ځانګړې وړتیاوې پوره کړئ، لکه د لاسي‌صنعتونو په مسلکونو کې د ماسټرۍ سند (Meistertitel).

            البته د شرطونو او وړتیاوو لپاره استثناوې هم شته. نور مالومات په Wir gründen in Deutschland کې شته. دا وېبپاڼه په څو ژبو ده.

              هو، مسلکي کسان کولای شي د “Gründerstipendium” په نوم بورس ترلاسه کړي او وروسته د استوګنې قانون د §21 د دویمې مادې، ب فقرې له مخې د استوګنې اجازه‌لیک واخلي، که:

              • له یوې جرمني اقتصادي ادارې بورس ترلاسه کړي،
                یا
              • له یوې جرمني دولتي ادارې د عامه بودجې څخه مالي ملاتړ ترلاسه کړي.

              دغه بورس د شرکت د تاسیس د تیاري او ستاسې د ژوند د لګښتونو د خوندي کولو لپاره کارول کېږي. د استوګنې اجازه تر هغه وخته ورکول کېږي، څو بورس وي، خو اعظمي موده ۱۸ میاشتې ده.

              سربېره پر دې، نورې مالي مرستې هم شته، لکه له Jobcenter یا د کار ادارې څخه مرسته اخستل. د پور اخیستل هم ممکن دي. په دې اړه نور مالومات د ازاد کار او خپل کاروبار په نوم په ځانګړو څپرکيو کې وړاندې شوي دي.

                ستاسې لومړۍ سرچينه ښايي Wir gründen in Deutschlandوېبپاڼه وي. دغه څو‌ژبنۍ وېبپاڼه د هغو مهاجرینو لپاره ځانګړې شوې ده چې غواړي په جرمني کې خپل کاروبار پیل کړي. دلته تاسې په ګڼو ژبو ډېر ګټور مالومات ترلاسه کولای شئ. برسېره پر دې، د مشورې یوه شبکه هم شته: دلته به تاسې په خپل ایالت کې وړیا مشورتي ادارې پیدا کړئ.

                په gruenderplattform.de کې هم د خپل کاروبار لپاره ډېر مالومات، وړاندیزونه او نظرونه شته. دغه وېبپاڼه په جرمني ژبه ده.

                د هغو ښځو لپاره چې غواړي خپل کاروبار پیل کړي، لاندې وړاندیزونه شته:

                • د Gründerinnenagentur (bga)  له لارې به د پروګرامونو سپارښتنې، مشورتي ادارې او د ملاتړ وړاندیزونه ومومئ.
                • د Social Business Women e. V.  لخوا وړاندې کېدونکی ملاتړی پروګرام  «CoCo - Frauen gründen».
                • د اقتصاد او انرژۍ  فدرالي وزارت (BMWi)  لخوا د ښځو لپاره د ملاتړ وړاندیزونو لېست.
                • همدارنګه کولای شئ په انټرنېټ کې، په ځانګړې توګه د خپل ځای وړاندیزونه ولټوئ، د بېلګې په توګه: «Frauen gründen»  او له خپل ایالت سره د لټون کليمه وکاروئ.

                  مهم

                  که غواړئ خپل کاروبار پیل کړئ، د بهرنیانو له ادارې (Ausländerbehörde) څخه اجازه او يا د §21 AufenthG  له مخې د استوګنې اجازه‌لیک اړين دي. دا چې تاسې ته دغه اجازه درکول کېږي که نه، ستاسې د استوګنې له اوسني سند او شرطونو پورې اړه لري.

                  سره ورته سکالوګانې

                  په فورم کې زموږ ټولنه

                  هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.

                  فورم ته دوام ورکړئ

                  ځای پر ځای ملاتړ

                  د مشورتي ادارو، ملاقات ځايونو او نورو وړانديزونو په لټه کې ياست؟ نو زموږ لټونګر ماشين. وکاروئ.

                  سيمه‌ييز لټون ته ورشئ
                  یو پروژه د
                  • medienmacher
                  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
                  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
                  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
                  تميلوونکي:
                  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو