د جرمني تابعيت څه ډول اخستل کيږي؟

Einbürgerung
اوسمهالیز 27.06.2024

د جرمني د پاسپورت يا تابعيت اخستل څنګه کيږي؟

ډېر هغه کسان چې جرمني ته راځي، ډېر وخت په دې فکر کې وي چې کله به د جرمني د تابعيت غوښتنه کوي. د جرمني د تابعيت د نورو ګڼو ګټو تر څنګ يو کس کولای شي د جرمني يا اروپايي ټولنې په ټاکنو کې رايه ورکړي او يا خپله له يوې سيمې کانديد شي. د دې تر څنګ د جرمني د پاسپورت يا تابعيت ترلاسه کوونکي د نړۍ ډېرو هېوادونو ته له ويزې پرته سفر  کولای شي او اجازه لري چې د اروپايي ټولنې په هر هېواد کې، د استوګنې له کوم اضافي سند پرته کار او ژوند وکړي. همدا شان د اوسلنډربېهورده په شان ادارو ته له تګه خلاصېږئ او ارام ژوند کولای شئ.

که والدين مو د جرمني‌تابعيت ولري او يا تاسې په جرمني کې زېږېدلي ياست او مور او پلار مو ځينې ځانګړي شرطونه پوره کړي؛ په اتومات ډول د جرمني تابعيت ترلاسه کوئ. په دې اړه نور مالومات زموږ‌ بل څپرکي (ماشومان او  د استوګنې اجازه) کې لوستلای شئ. له دې پرته که څوک په جرمني کې هم نه وي زېږېدلي او مور او پلار يې هم جرمني تابعيت ونه لري؛ کولای شي د جرمني تابعيت ترلاسه کړي. دې کار ته ښاروند کېدل يا (Einbürgerung) وايي.

پاملرنهد تابعیت د نوي قانون پلي کېدل پيل شوي دي. دا قانون د ۲۰۲۴ کال د جون له ۲۷مې نېټې څخه نافذ دی.  تر ټولو مهم بدلونونه په لاندې ډول دي:

د استوګنې موده لنډېدل:

  • په جرمني کې د تابعیت اخیستلو لپاره د استوګنې اړینه موده له ۸ څخه ۵ کالونو ته کمه شوه.
  • د ښو ادغام شوو کسانو لپاره د تابعیت اخیستلو حق له ۶ کالونو استوګنې څخه ۳ کالونو ته راټیټ شوی دی

څوګونی تابعیت: اوس هر څوک کولی شي دوهګونی تابعیت او څوګونی تابعیت ولري. مخکې دا یوازې د ځینې تابعیت لرونکو کسانو لپاره ممکن وو.

د ځینې خلکو لپاره اسانتیاوې: پخواني مېلمانه کارګران او تړون لرونکي کارګران (ترکان) اړتیا نه لري چې د B1 جرمني ژبې مهارتونو لیکلی ثبوت وړاندې کړي او د تابعیت ازموینه پاس کړي. د دوی لپاره په جرمني ژبه خبرې کول کافي دي.

د ازاد ډیموکراتیک اساسي نظم ته ژمنتیا: نوی اضافه شوی ژمنتوب دا دی چې په هولوکاست کې د جرمني مسؤوليت، په ځانګړې توګه د يهودانو د ژوند د خونديتوب لپاره (§ 10 Abs. 1 S. 1 Nr. 1a StAG) منئ. 

د ژوندانه د لګښتونو پوره کولو لپاره استثناوې: د ژوندانه د لګښتونو پوره کولو لپاره اسانتيا یوازې د لږو خلکو لپاره استثنا دي. په دې اړه نور مالومات لاندې په "زه باید د تابعیت لپاره کوم شرایط پوره کړم؟" برخه کې موندلی شئ

په څه بايد ځان وپوهوم؟

د جرمني تابعيت ترلاسه کولو لپاره بايد کوم شرطونه پوره کړم؟
  • بايد د استوګنې دايمي اجازه (Niederlassungserlaubnis) ولرئ او يا داسې قبولي او د استوګنې اجازه ولرئ چې وروسته يې په دايمي اجازه بدلولای شئ (لکه درې‌کلنه قبولي).
  • په جرمني کې له شاوخوا ۵ کالو راهيسې په قانوني ډول ژوند کوئ.
  • له جاب‌سنټر او سوسيال څخه مرسته نه ترلاسه کوئ او  ادعا يې هم نه لرئ.
  • لږ تر لږه د جرمني ژبې B1 يا په لوړه کچه خبرې کولای شئ.
  • د جرمني د تاريخ او حقونو په اړه مو د هېوادوال جوړېدو ازموينه (Einbürgerungstest) ورکړې ده او يا د جرمني د ښوونځيو د فراغت سند لرئ.
  • کوم جدي جرم مو نه وي کړی.
  • د تابعيت ورکولو ادارې ته مو (په ليکلې او شفاهي بڼه) د ازادې دموکراسۍ د اساساتو منلو اقرار کړی وي.
  •  بايد په هولوکاست کې د جرمني مسؤوليت، په ځانګړې توګه د يهودانو د ژوند د خونديتوب لپاره (§ 10 Abs. 1 S. 1 Nr. 1a StAG) منئ.
  • له يوه واده زيات مو نه وي کړي.
  • د تذکرې يا لایسنس په شان داسې سند ولرئ چې ستاسې هويت تاييد کړي. يا هم داسې سند ولرئ چې وښيي له خپل هېواده د پېژندنې سندونه نه شئ ترلاسه کولای.

پاملرنه: د نويو سختو حالاتو (Härtefallregelung) د مقرراتو له مخې، لاندې کسان اړتیا نه لري چې د تابعیت اخیستلو پر مهال د خپل ژوندانه لګښتونه په خپله پوره کړي:

  • پخواني مېلمانه کارګران، چې د ۱۹۷۴ تر جون پورې لویدیځ جرمني (BRD) ته راغلي دي؛ او تړون لرونکي کارګران، چې د ۱۹۹۰ تر جون پورې ختیځ جرمني (DDR) ته راغلي دي، کولی شي تر ځانګړو شرایطو لاندې تابعیت ترلاسه کړي، پرته له دې چې د خپل ژوندانه لګښتونه په خپله پوره کړي. دا مقرره د هغوی د مېړه/ مېرمنې لپاره هم صدق کوي، کوم چې په همدې موده کې جرمني ته راغلي دي.
  • بشپړ وخت کار کوونکي کسان چې په تېرو ۲۴ میاشتو کې يې لږ تر لږه ۲۰ میاشتې بشپړ وخت کار کړی وي، هم اړتیا نه لري چې د خپل ژوندانه لګښتونه په خپله پوره کړي.
  • د بشپړ وخت کارکوونکو مېړه/ مېرمنې هم له دې مقرراتو څخه ګټه اخلي. که د خپل بشپړ وخت کارکوونکي مېړه/ مېرمنې (یا ثبت شوې شریک/ شريکې) او ګډ ماشوم سره ژوند کوئ، اړتیا نه لرئ د خپل ژوندانه لګښتونه په خپله پوره کړئ.

پاملرنه: د ژوندانه د لګښتونو پوره کولو نورې استثناوې د تابعیت د نوي قانون له مخې ختمې شوې دي.

يادونه: په عمومي ډول د بېکارۍ ۱ (Arbeitslosengeld I)، د کور لپاره ترلاسه کېدونکې پیسې (Wohngeld)، بافوګ يا نورې ورته مرستې ترلاسه کول د تابعيت ترلاسه کولو خنډ نه جوړيږي.

آيا کولای شم په جرمني کې له ۵ کالو پوره کېدلو وړاندې تابعيت واخلم؟

د ځانګړو شرطونو په پوره کولو سره کولای شئ په جرمني کې له ۵ کاله يا کمې استوګنې پوره کېدلو وړاندې د تابعيت غوښتنه وکړئ.

  • که د انټګراڅيون يا ادغام کورس مو په بريالۍ توګه بشپړ کړی وي او نور شرطونه پوره کړئ، کولی شئ په جرمني کې له ۵  کاله ژوند وروسته د تابعيت غوښتنه وکړئ.
  • که په ښه توګه په ټولنه کې مدغم شوي ياست؛ د بېلګې په‌ ډول جرمني ژبه مو ښه (تر C1  کچې) زده کړې وي او په جرمني کې مو ډېر کاله په رضاکارانه فعاليتونو کې برخه اخيستې وي؛ کولای شئ له ۳ کالونو وروسته د تابعيت غوښتنه وکړئ.
  • که له داسې چا سره واده وکړئ چې د جرمني تابعيت لري؛ دا موده نوره هم راټيټيږي. په دې اړه نور مالومات لاندې لوستلای شئ.
  • که څوک له خپلو بچيانو او مېړه يا ښځې سره یوځای د تابعيت غوښتنه کوي، دا موده ورته راټيټيږي.
د تابعيت لپاره، د پناغوښتنې د پروسې او زده‌کړو موده هم حسابيږي؟

که د پنا غوښتنه مو منل شوي وي، په ۳ يا ۵ کالونو کې مو د لږ تر لږه مودې د شرط په توګه د پناغوښتنې د پروسې مياشت يا کال هم حسابيږي. دا خبره د فرعي خونديتوب لرونکو (subsidiärem Schutz) په اړه هم صدق کوي.

د اصولو له مخې د هغه کال نيم وخت هم حسابيږي چې تاسې د زده‌کړو په ويزا تېر کړی وي.

زه د جرمني ژبې سند نه لرم؛ څه وکړم؟

که د جرمني ژبې سند نه لرئ، کولی شئ د ژبې مهارتونه د جرمني ژبې يوه کورس ته د تګ له تاييد سره ثابت کړئ. همدا شان کولی شئ په جرمني کې د زده‌کړو د يوې ترلاسه شوې درجې په وړاندې کولو دا شرط پوره کړئ. د دې کار لپاره لاندې ثبوتونه کارولای شئ:

  • د جرمني يوه ښوونځي ته ۴ کاله تګ.
  • د جرمني په يوه ښوونځي کې د ابيتور، (Hauptschulabschluss)، يا (Realschulabschluss) سند ترلاسه کول.
  • دم مهال د يوه جرمني‌ژبي ښوونځي په لسم ټولګي کې زده‌کړه.
  • په جرمني ژبه د حرفوي زده‌کړو (Berufsausbildung) بشپړول.
  • په جرمني ژبه کې د عالي زده‌کړو بشپړول.

که هېڅ سند يا ثبوت ونه لرئ، بايد د جرمني ژبې ازموينه ورکړئ او سند يې د ثبوت په توګه وړاندې کړئ. دا ازموينه د جرمني ژبې په ښوونځيو کې ورکولای شئ.

يادونه: که د کومې مضمنې ناروغۍ، معلوليت يا ډېر عمر له کبله نه شئ کولای جرمني ژبه زده‌ کړئ، ښايي‌ تابعيت ورکولو اداره له دې شرطه تېره شي او د ژبې له سند پرته تابعيت درکړي.

پخواني میلمه کارګران او قراردادي کارګران چې له څو لسیزو راهیسې په جرمني کې ژوند کوي، اړتیا نه لري چې د جرمني ژبې د زده‌کړې سند وړاندې کړي. په دې حالت کې باید همدا بسنه وکړي چې دوی په ورځني ژوند کې پرته له لویو ستونزو په خبرو پوهېدلی شي. هغه وخت چې دوی جرمني ته راغلل، د هغوی لپاره د ژبې کورسونه نه وو، له همدې امله د هغوی وضعیت بیل دی.

کولی شم څو تابعيته ولرم؟

اوس تاسې اړتیا نه لرئ چې خپل پخوانی تابعیت پریږدئ. البته د هغه هیواد د تابعیت قانون په پام کې ونیسئ چې تاسې بل تابعیت ورڅخه لرئ. هلته بايد د دوو یا زیاتو تابعیتونو درلودل ممکن وي.

يادونه: که د جرمني تابعیت لپاره له خپل پخوانی تابعیت څخه تېر شوي وئ، د نوي تابعیت قانون سره کولی شئ هغه بیرته ترلاسه کړئتاسې کولی شئ دوهګونی تابعیت یا څوګونی تابعیت ولرئ. پام مو وي چې هغه هیواد چې تاسې یې تابعیت پرېښودلی، باید دا اجازه درکړي. د پخواني تابعیت بیرته ترلاسه کولو لپاره د هغه هیواد یا اړوند هیواد اجازې ته اړتیا لرئ.

پاملرنه: که تاسو بیا هم خپل زوړ تابعیت پرېښودل غواړئ، پام مو وي چې داسې هېوادونه شته چېرې چې دا کار ناشونی دی. د اوسني قانوني حالت له مخې، د لاندې هیوادونو وګړي نه شي کولی خپل تابعیت بېرته ورکړي: افغانستان، الجزایر، انګولا، ارجنټاین، برازیل، بولیویا، کوسټاریکا، ډومینیکن جمهوریت، اکوادور، اریتریا، ګواتیمالا، هندوراس، ایران، کیوبا، لبنان، مالدیف، مراکش، مکسیکو، نیکاراګوا، نایجیریا، پاناما، سوریه، تایلنډ، تونس او یوروګوای.

بل تابعيت څه ډول پرېښوولای شم؟

کله چې د تابعيت ورکولو ادارې له لوري دا تاييد ترلاسه کړئ چې د تابعيت ترلاسه کولو لپاره مو ټول شرطونه پوره کړي دي، دوی به تاسې ته د (Einbürgerungszusicherung) په نوم يو سند درکړي. له دې سند سره بايد د خپل هېواد له اړونده ادارو څخه د تابعيت د لرې کولو غوښتنه وکړئ. که هغوی مو غوښتنه ومني؛ تاييدليک يې بايد د تابعيت ادارې (Einbürgerungsbehörde) ته وروړئ او نوی تابعيت ترلاسه کړئ.

که خپل هېواد مو د تابعيت پرېښودلو غوښتنه رد کړي، په جرمني کې تابعيت اړوند خپلې ادارې ته خبر ورکړئ.

يادونه: ځينې هېوادونه د خپلو اتباعو تابعيت، د نوي تابعيت له اخستلو وروسته په اتومات ډول لغوه کوي. په داسې حالتونو کې اړتيا نشته چې اړونده ادارو ته د زاړه تابعيت د لغوه کولو لپاره ورشئ.

ځینې هیوادونه شته چې له تابعیت څخه د وتلو اجازه نه ورکوي. د اوسني قانوني حالت له مخې، د لاندې هیوادونو وګړي نه شي کولی خپل تابعیت بېرته ورکړي: افغانستان، الجزایر، انګولا، ارجنټاین، برازیل، بولیویا، کوسټاریکا، ډومینیکن جمهوریت، اکوادور، اریتریا، ګواتیمالا، هندوراس، ایران، کیوبا، لبنان، مالدیف، مراکش، مکسیکو، نیکاراګوا، نایجیریا، پاناما، سوریه، تایلنډ، تونس او یوروګوای.

اوس اړتیا نه لرئ چې خپل پخوانی تابعیت پریږدئ. البته د هغه هیواد د تابعیت قانون په پام کې ونیسئ چې تاسې بل تابعیت ورڅخه لرئ. هلته بايد د دوو یا زیاتو تابعیتونو درلودل ممکن وي.

مهم: که خپل پخوانی تابعيت مو د جرمني تابعیت ترلاسه کولو لپاره پرېښې وي، د نوي تابعیت له قانون سره کولی شئ هغه بېرته ترلاسه کړئ. په دې ډول بیا دوه‌ګونی تابعیت یا څوګونی تابعیت لرلی شئ. په ياد مو وي چې هغه هیواد چې تاسې یې تابعیت پرېښی و، باید دا اجازه ورکړي. د پخواني تابعیت بېرته ترلاسه کولو لپاره، تاسو د هغه هیواد اجازې ته اړتیا لرئ.

ما جرم ترسره کړی دی؛ بيا هم تابعيت اخستلای شم؟

که کوم جدي‌جرم مو ترسره کړی وي، د جرمني تابعيت نه درکول کيږي. البته د يوې مالومې مودې له تېرېدلو وروسته له جنايي ريکارډ څخه ستاسې د جرم ثبوت پاکيږي او له هغه وروسته د ټولو شرطونو په پوره کولو تابعيت اخستلی شئ.

که واړه جرمونه مو ترسره کړي وي؛ د تابعيت په اخستلو يا رد اغېز نه لري. د بېلګې په ډول که لاندې جرمونه مو ترسره کړي وي؛ کولای شئ د جنايي ريکارډ له پاکېدلو د تابعيت غوښتنه وکړئ:

  •  د ۹۰ ورځو په اندازه نغدي جريمه.
  • تر درې مياشتو پورې تعليقي بند. زنداني نه ياست خو  په دې شرط ازاد ياست چې که په دې درې مياشتو کې مو بيا کوم جرم وکړ؛ زندان ته به ځئ.
  • روزنيزه توبيخ يا رټنه (د بېلګې په ډول د تيري ضد روزنه) يا انظباطي ګامونه.
د تابعيت ازموينه (Einbürgerungstest) د ټولو لپاره اړينه ده؟

که د انټګراڅيون په کورس کې مو ازموينه په برياليتوب ترسره کړې وي او يا مو د جرمني له ښوونځيو د فراغت سند ولرئ، يا مو هم له جرمني پوهنتونونو څخه د حقوقو، ټولنپوهنې، سياست يا اداري برخو کې د فراغت سند ترلاسه کړی وي؛ د دې ازموينې يا ټېسټ ترسره کولو ته اړتيا نشته. د نورو ټولو کسانو لپاره د تابعيت ازموينه حتمي ده. یوازې د سختو ناروغانو يا ډېر زړو کسانو لپاره استثناوې شته. په دې ډول حالتونو کې بايد د ډاکټر تاييدليک له ځان سره ولرئ.

يادونه: انټګراڅيون کورس د ژبې له کورس او لوري موندنې له کورس (Orientierungskurs) څخه جوړ شوی دی. د لوري موندنې کورس په پای کې ازموينې ته (Leben in Deutschland) وايي. پر (Test-Trainer Orientierungskurs der VHS) د دې ازموينې لپاره ځان برابرولی شئ.

که د (Einbürgerungstest) ترسره کول ستاسې لپاره حتمي وي، کوای شئ يوه کورس ته يې ورشئ او يا خپله تياری ورته ونيسئ. ازموينه ۳۳ پوښتنې لري او ۱۷ بې بايد سمې ځواب شي. له دې پوښتنو ۳۰ يې د جرمني د تاريخ، کلتور، سياست او ټولنې په اړه دي او درې نورې يې د هغه ايالت اړوند دي چې تاسې ژوند پکې کوئ. د کډوالۍ او مهاجرو د فدرالي‌ ادارې (BAMF) د ټېسټ پر انلاين مرکز کولای شئ دا پوښتنې زده کړئ او يا يو ازمويښتي ټېسټ ترسره کړئ.

د ازموينې د ترسره کولو د ځای او وخت مالومولو لپاره د خپلې سيمې د تابعيت ادارې (Einbürgerungsbehörde) ته ورشئ. له دې پرته پر (bamf.de) وېبسایټ د ټول جرمني د ازموينو مرکزونه موندلای شئ. که غواړئ د دې ازموينې د تيارۍ کورس واخلئ؛ کولای شئ په خپل شاوخوا کې مهاجرو د مشورو يا د ځوانو مهاجرانو د خدمتونو ادارو ته ورشئ او د دې کورسونو په اړه مالومات ترې ترلاسه کړئ.

د تابعیت په ازموينه کې د بریالیتوب په اړه ځینې استثناوې شته. دا استثناوې د میلمه کارګرانو په نسل پورې اړه لري، کوم چې له ډیرو لسیزو راهیسې په جرمني کې ژوند کوي. د دوی د خدمتونو په پام کې نيولو سره به د دوی لپاره په راتلونکي کې د تابعیت ازموينه ختمه شي او یوازې یوه شفاهي ازمويڼه به ترسره شي.

زه د تابعيت شرطونه نه شم پوره کولی، بيا هم د تابعيت غوښتنه کولی شم؟

که د تابعيت ترلاسه کولو لپاره پورته ياد شوي شرطونه نه شئ پوره کولی، کولی شئ د مشروط تابعيت (Ermessenseinbürgerung) غوښتنه وکړئ. په دې حالت کې اړونده ادارې د هر کس په اړه پرېکړه کوي چې تابعيت ورکړي او که نه. په دې برخه کې ښايي هغه وخت مثبته پرېکړه وشي چې يوه کس ته په تابعيت ورکولو کې عامه ګټې خوندي وي.

د مشروط تابعيت ترلاسه کولو لپاره بايد لاندې شرطونه پوره کړئ:

  • دروند جرم نه مو وي ترسره کړی.
  • په جرمني کې قانوني ژوند کوئ.
  • په جرمني کې د ژوند کولو لپاره استوګنځای لرئ.
  • عايد لرئ او د خپل ځان او کورنۍ د غړو د ژوند لګښتونه برابرولای شئ.
  • له يوه واده زيات مو نه وي کړي.
  • د تذکرې يا لایسنس په شان داسې سند ولرئ چې ستاسې هويت تاييد کړي. يا هم داسې سند ولرئ چې وښيي له خپل هېواده د پېژندنې سندونه نه شئ ترلاسه کولای.

که دا شرطونه نه شئ پوره کولی، بيا هم په ځينو استنثايي حالتونو کې د تابعيت ترلاسه کول شوني دي. د بېلګې په ډول که څوک سخته ناروغي يا معلوليت ولري او يا نه شي کولای د ډېر عمر له کبله کار وکړي؛ ښايي د عايد شرط يې لغوه شي. په دې حالت کې د خپلې سيمې د تابعيت له ادارې (Einbürgerungsbehörde) سره خبرې وکړئ.

زما د ژوند ملګرې / ملګری جرمن دی؛ زما لپاره د تابعيت شرطونه څه دي؟

هغه څوک چې د جرمني د تابعيت له لرونکو سره واده کوي، کولیی شي يو څه ژر د جرمني د تابعيت غوښتنه وکړي. په دې حالت کې بايد لاندې شرطونه پوره کړئ.

  • لږ تر لږه درې کاله مو په جرمني کې قانوني ژوند کړی وي.
  • د جرمني د تابعيت له لرونکي سره مو د واده دوه کاله تېر شوي وي.
  • يو معتبر پاسپورت يا د هغه معادل سند ولرئ.
  • د اوسېدو لپاره ځای ولرئ.
  • له سوسيال او جاب‌سنټر څخه پیسې نه ترلاسه کوئ او مستحق يې هم نه ياست.
  • لږ تر لږه د جرمني ژبې B1 يا له هغه لوړ سند لرئ.
  • د تابعيت ازموينه (Einbürgerungstest) مو ترسره کړې وي او يا د جرمني د ښوونځيو د فراغت سند ولرئ.
  • دروند جرم مو نه وي کړی.
  • د تابعيت ورکولو ادارې ته مو (په ليکلې او شفاهي بڼه) د ازادې دموکراسۍ د اساساتو منلو اقرار کړی وي.
  • بايد په هولوکاست کې د جرمني مسؤوليت، په ځانګړې توګه د يهودانو د ژوند د خونديتوب لپاره (§ 10 Abs. 1 S. 1 Nr. 1a StAG) منئ.

يادونه: دا شرطونه د هغه چا لپاره صدق نه کوي چې د ژوند ملګری / ملګرې يې د اروپايي ټولنې د کوم بل هېواد تابعيت ولري.

د تابعيت غوښتنه چېرته او څنګه کولای شم؟

په ايالتونو کې د تابعيت ورکولو مسؤولې ادارې يو له بله توپير کوي. دا مسؤول دفتر ښايي د ناحيې اداره (Bezirksamt)، د ښاري مديريت اداره (Stadtverwaltung) او يا د بهرنيانو چارو اداره (Ausländerbehörde) وي. کولای شئ په خپل شاوخوا کې مهاجرو د مشورو يا د ځوانو مهاجرانو د خدمتونو ادارو ته ورشئ او د دې ادارو د پتو په اړه مالومات ترې ترلاسه کړئ. له دې پرته په ګوګل کې هم د (Einbürgerung) کلمې د لټون په مرسته د خپل ښار د تابعيت ورکولو اړوند ادارې موندلای شئ.

د تابعيت له اړونده ادارې څخه د تابعيت غوښتلو يوه فورمه هم ترلاسه کولای شئ. دا فورمه همالته له ادارې او يا په انلاين ډول ترلاسه کېدای شي. د تابعيت د غوښتنې له وړاندې کولو مخکې غوره ده چې له د دې ادارو له مامورينو د مشورې غوښتنه وشي. دوی کولای شي تاسې ته ووايي چې کوم سندونه اړين دي.

يادونه: يوازې هغه وخت د تابعيت غوښتنه کولای شئ چې عمر مو له ۱۶ کالو زيات وي. که د چا عمر کم وي؛ کولای شي د خپلو والدينو يا سرپرستانو په مرسته د تابعيت غوښتنه وکړي.

پاملرنه: ځینې فدرالي ایالتونو د تابعيت غوښتلو پروسه ډیجیټل کړې ده. په دې مانا چې د تابعيت غوښتلو لپاره انلاین فورمه ډکولی شئ او خپل اسناد هم بايد په ډيجيټل بڼه وسپارئ. د غوښتنليک د فیسونو تادیه هم په ډیجیټلي بڼه ترسره کیږي. که غواړئ پوه شئ چې ایا ستاسې په ښار کې د تابعیت درخواست ډیجیټل شوی او که نه، کولی شئ زموږ په ټولنيز پلټفورم ټوګېدراېن جرمني کې د ټولنې له مدیرانو څخه وپوښتئ. دوی به له تاسې سره د مالوماتو په موندلو کې مرسته وکړي.

د تابعيت ترلاسه کولو لګښت څومره دی؟

په عمومي ډول د تابعيت د غوښتنې پر مهال بايد ۲۲۵ يورو ورکړئ. د ماشوم لپاره د دې پیسو اندازه ۵۱ يورو ده. په ځانګړو حالتونو کې دا پیسې کمېدای شي. د بېلګې په توګه د ډېرو ماشومانو له لرونکو کورنيو او د کم عايد لرونکو کسانو ښايي لږ پیسې وغوښتل شي.

 

د تابعيت د بېرته له لاسه ورکول کېدو يا لغوه کېدو چانس شته؟

ځينې وخت ښايي د ځينو کسانو د جرمني تابعيت لغوه شي. په عمومي ډول د جرمني تابعيت يوازې هغه وخت لغوه کيږي چې په پايله کې يې اړوند کس بې‌هويته او يا داسې نه شي چې د بل هېڅ هېواد تابعيت ونه لري.

په لاندې حالتونو کې د تابعيت د بېرته له لاسه ورکول کېدو يا لغوه کېدو چانس شته:

  • په خپله د جرمني تابعيت پرېږدئ.
  • د جرمني چارواکو له تاييد پرته د هغه بهرني هېواد په پوځ يا نظامي ډلو کې شامل شئ چې تاسې يې تر اوسه تابعيت ساتلی دی.

يادونه: که د جرمني تابعيت له لاسه ورکړئ او د اروپايي ټولنې د کوم بل هېواد تابعيت هم ونه لرئ؛ بايد په جرمني کې د پاته کېدو لپاره د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ.

مهم

د ازاد ډیموکراتیک بنسټیز نظم (fdGO) ته ژمنتیا عموما په لیکلي بڼه وړاندې کيږي. په ځینو فدرالي ایالتونو کې دا اعتراف، د اړونده چارواکو پر وړاندې په شفاهي ډول هم څرګندېدای شي. ازاد ډیموکراتیک بنسټيز نظم (fdGO) په جرمني کې د یو ځای ژوند کولو بنسټ جوړوي. دا بنسټیز حقونه، لکه د نظر څرګندولو او د غونډو ازادي تضمینوي، او د خلکو واک د ازادو ټاکنو له لارې تامینوي. د قدرت ویش، قانوني دولت او د لږکیو ساتنه د fdGO نورې مهمې ستنې دي. دا نظم باید په جرمني کې د ازاد، ډیموکراتیک او عادلانه ژوند کولو امکانات برابر کړي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: