د جرمني د ليدلو يا شېنګن ويزې لپاره ژمنليک

A couple is welcoming a visitor at their doorstep
اوسمهالیز 31.07.2023

کولای شم د يو چا د ويزې لپاره ژمنليک وړاندې کړم؟

که له اروپايي ټولنې پرته د نورو ډېری هېوادونو وګړي غواړي جرمني ته د خپلو دوستانو يا کورنۍ د غړو ليدلو لپاره راشي، کولای شي لنډمهاله ويزه ترلاسه کړي. د دې ويزې ترلاسه بايد په جرمني‌ کې د پاته کېدو پر مهال د خپل ژوند د لګښتونو پوره کولو د وړتيا لپاره د کافي پیسو يا شتمنۍ ثبوت وړاندې کړي. که څوک خپله کافي پیسې ونه لري،  په جرمني کې يو بل څوک کولای شي تر ځانګړو شرطونو لاندې د ده لپاره د ژوند د لګښتونو ورکولو ژمنليک وړاندې کړي. دا کس ښايي ستاسې يو داسې خپل، ملګری، شرکت او يا کومه اداره يا بنسټ وي چې د کافي پیسو درلودلو ثبوت وړاندې کولای شي. دې ډول ثبوت يا تضمين ته ژمنليک (Verpflichtungserklärung) وايي. دا ژمنليک بيا د ويزې غوښتلو پر مهال د مالي ملاتړ د ثبوت په توګه وړاندې کولای شئ.

دلته به د لنډمهاله يا شېنګن ويزو لپاره د ژمنليک په اړه ټول مالومات ولولئ. د لنډمهاله ويزو ترلاسه کولو په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي (د جرمني د ليدلو ويزه) کې لوستلای شئ. د اوږدمهاله ويزو لپاره د ژمنليک وړاندې کولو په اړه نور مالومات بيا په بل مالوماتي څپرکي (د اوږدمهاله ويزې لپاره ژمنليک) کې ولولئ.

په څه بايد وپوهېږم؟

ژمنليک څه ته وايي؟

له اروپايي ټولنې پرته د نورو ډېری هېوادونو وګړي د جرمني د ويزې غوښتنه کوي، بايد د خپل سفر او په جرمني‌ کې د پاته کېدو پر مهال د خپل ژوند د لګښتونو پوره کولو د وړتيا لپاره د کافي پیسو يا شتمنۍ ثبوت وړاندې کړي. که څوک خپله کافي پیسې ونه لري،  په جرمني کې يو بل څوک کولای شي د هغه د ژوند د لګښتونو ورکولو ژمنليک (Verpflichtungserklärung) وړاندې کړي. له دې ژمنليک سره بيا دا کس اړ دی چې د اړتيا پر مهال د اړوند کس د ژوند ټول لګښتونه پر غاړه واخلي. د دې تر څنګ بايد دا کس د درملنې او د شونتيا پر مهال د ډيپورټ لګښتونه هم ورکړي.

د بېلګې په توګه که ستاسې د کورنۍ غړي يا دوستان غواړي د جرمني د ليدلو ويزه ترلاسه کړي او خپله د سفر او دلته د ژوند د لګښتونو د پوره کولو لپاره د کافي عايد ثبوت ونه لري، تاسې کولای شئ د دوی د لګښتونو پوره کولو لپاره يو ژمنليک وړاندې کړئ. په دې ډول ښايي دوی ته ويزه ورکړل شي او جرمني ته راشي.

د ژمنليک وړاندې کولو لپاره بايد کوم شرطونه پوره شي؟

د دې لپاره چې د يوه کس د لګښتونو ورکولو ژمنليک وړاندې کړای شئ، بايد لاندې شرطونه پوره کړئ:

-        په جرمني د استوګن په توګه ثبت شوي یاست؛

-        د جرمني، اروپايي ټولنې د بل غړي هېواد او يا لښتن‌شتاين، ایسلنډ يا ناروې تابعيت او يا د جرمني د استوګنې معتبره اجازه (همدا شان د استوګنې دايمي اجازه) لرئ. يادونه: ستاسې د استوګنې د اجازې اعتبار بايد د اړوند کس د سفر له مودې زيات وي. د استوګنې د لندمهالي سند (Aufenthaltsgestattung)، ډولډونګ يا د استوګنې د ا فرضي سند (Fiktionsbescheinigung) درلودونکي نه شي کولای د چا لپاره ژمنليک وړاندې کړي؛

-        کافي عايد لرئ او ثبوت يې وړاندې کولای شئ. په دې اړه نور مالومات لاندې په اړونده برخه کې ولولئ.

څه ډول کولای شم د ژمنليک لپاره د کافي پیسو درلودل ثابت کړم؟

دا چې د مالي حالت د ثبوت لپاره کوم سندونه غوښتل کيږي، ستاسې له دندې يا کاري حالت سره اړه لري:

زه کار يا دنده لرم:

-        د تېرو شپږو مياشتو د معاش پاڼې (Gehaltsabrechnunge). که هره مياشت د معاش ابرېښنونګ نه ترلاسه کوئ، کولای شئ خپل وروستۍ ابرېښنونګ او د بانکي حساب د وروستيو شپږو مياشتو د پیسو صورت حسابونه وړاندې کړئ.

زه تقاعد يم:

-        د تقاعد د بيمې سند.

زه د بېکارۍ لومړی ډول پیسې (Arbeitslosengeld I) ترلاسه کوم:

-        د بېکارۍ د پيسو د اندازې سند.

يادونه: که څوک له جاب‌سنټر څخه د اړمنو کسانو پیسې يا هېوادوالو پیسې (Bürgergeld) ترلاسه کوي او يا له سوسيال څخه مرسته اخلي، نه شي کولای ژمنليک وړاندې کړي.

زه ازاد کاروبار لرم او يا ازاد کارکوونکی يم:

-        د ماليې وروستی سند (Steuerbescheid) او يا

-        د ماليې د يوه مشاور (Steuerberater) يا مالي پلټونکي (Wirtschaftsprüfer) له لوري ستاسې د تېرو شپږو مياشتو خالص عايد په اړه يو تاييدليک؛

-        که شخصي روغتيايي بيمه لرئ، د روغتيايي بيمې د ونډې ثبوت او که دولتي بيمه لرئ، په دې بيمه کې د ګډون ثبوت.

زه منظم عايد نه لرم خو سپمول شوې پیسې لرم:

د سپمول شوو يا ذخيره شوو پیسو د اندازې ثبوت. مهم: دا ثبوتونه بايد په اصل بڼه وړاندې کړئ. يوازې په جرمني بانکونو کې د سپما حسابونه (Sparkonten) او يا د مهاليزو امانت حسابونه (Festgeldkonten) معتبر ګڼل کيږي. له دې پرته په بهرنيو بانکونو کې حساب او يا، اسهام او نور نه منل کيږي.

د ژمنليک تيارولو لپاره بايد څومره پیسې ولرم؟

دا چې د ژمنليک وړاندې کولو لپاره بايد څومره عايد ولرئ، د راغوښتل کېدونکو کسانو له شمېر سره اړه لري. له دې پرته ستاسې مدني حالت هم مهم دی او دا چې له ځان پرته د کورنۍ د کومو غړو لګښت ورکوي. ښه به وي چې د دې شرطونو په اړه د خپلې سيمې له اوسلنډربېهورده ادارې څخه پوښتنه وکړئ.

که واده مو نه وي کړی او بچيان هم ونه لرئ، لاندې حسابونه په پام کې ونيسئ:

-        که د يوه بالغ کس لپاره ژمنليک وړاندې کوئ، بايد لږ تر لږه ۱٫۲۶۵ يورو خالص مياشتنی عايد او يا ۱۵٫۱۸۰ سپمول شوې پیسې ولرئ. د هر اضافي بالغ کس لپاره په مياشتني عايد ۳۳۳ او په سپمول شوو پیسو ۴٫۰۰۰ يورو ورزياتيږي.

-        که د يوه بالغ کس او يوه ماشوم لپاره ژمنليک وړاندې کوئ، بايد لږ تر لږه ۱٫۵۰۲ يورو خالص مياشتنی عايد او يا ۱۸٫۰۳۰ سپمول شوې پیسې ولرئ. د هر اضافي بالغ کس لپاره په مياشتني عايد ۲۳۷ او په سپمول شوو پیسو ۲٫۸۵۰ يورو ورزياتيږي.

-        که د يوه نابالغ کس لپاره ژمنليک وړاندې کوئ، بايد لږ تر لږه ۱٫۱۶۹ يورو خالص مياشتنی عايد او يا ۱۴٫۰۳۰ سپمول شوې پیسې ولرئ.

پاملرنه: که تاسې خپله ماشومان ولرئ او يا مو مېړه/مېرمن کار نه کوي او عايد ونه لري، د يادو شوو پیسو اندازه زياتيږي. ښه به وي چې مخکې له مخکې له خپلې اړوند اوسلنډبېهورده څخه په دې اړه پوښتنه وکړئ او ټول مالومات ترلاسه کړئ.

يو ژمنليک تر څه وخته پورې معتبر دی؟

يو ژمنليک کولای شي د ويزې د غوښتنې تر وړاندې کولو پورې، د شپږو مياشتو لپاره ستاسې د عايد د ثبوت په توګه معتبر وي. د ژمنليک وړاندې کولو او د ويزې ترلاسه کولو تر منځ بايد له شپږو مياشتو زيات وخت تېر نه شي.

د راغوښتل شوي کس د لګښتونو ورکولو ژمنتيا بيا تر هغه وخت پورې اعتبار لري، څو اړوند کس بېرته له جرمني ووځي او يا هم له بلې لارې په جرمني کې د استوګنې اجازه ترلاسه کړي. البته د کس له راتلو ۵ کاله وروسته ستاسې ژمنتيا پای ته رسيږي. تر هغه وخته بايد تاسې د اړوند کس ټول لګښتونه ورکړئ او که دولت يې لګښتونه ورکړي وي، تاسې يې بايد بېرته ورکړئ.

مهم: کله چې ويزه ورکړل شي، بيا نه شئ کولای خپل ژمنليک بېرته واخلئ او خپله ژمنتيا لغوه کړئ.

په ژمنليک کې د څه ژمنه کيږي؟

په ژمنليک کې تاسې ژمنه کوئ چې د راغوښتل شوي کس ټول هغه لګښتونه پر غاړه واخلئ، کوم چې ښايي د جرمني دولت يې د هغه کس لپاره ورکړي. په دې کې لاندې لګښتونه شامل دي:

-       د ورځني ژوند لګښتونه (خواړه، جامې او نور)؛

-       د اوسېدو د ځای لګښتونه؛

-       د روغتيايي پاملرنې لګښتونه؛

-       د شونتيا په صورت کې د ډيپورټ لګښتونه.

 

که دولت د کوم څه لګښت ورکړي، تاسې يې بايد بېرته ورکړئ.

ژمنليک چېرته وړاندې کولای شم؟

ژمنليک يوازې په جرمني کې د خپلې سيمې اړوند د بهرنيانو چارو يا اوسلنډربېهورده ادارې ته وړاندې کولای شئ. د دې کار لپاره بايد په خپله هلته ولاړ شئ او ټول سندونه له ځان سره يوسئ. د خپلې سيمې اړوند اوسلنډربېهورده اداره پر (bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ. هلته د تګ لپاره وخت اخستلو ته هم اړتيا ده او دا کار د اوسلنډربېهورده پر وېبسايت کولای شئ. که دا کار شونی نه وي، کولای شئ دوی ته ټليفون وکړئ او د ترمين يا وخت غوښتنه وکړئ. که څو ژمنليکونه وړاندې کوئ، بايد د هر يوه لپاره ځانګړی وخت ونيسئ. البته که د يوه کس او د هغه د مېرمنې/مېړه او وړو بچيانو لپاره ژمنليک وړاندې کوئ، بيا يو ترمين هم بسنه کوي.

د ژمنليک وړاندې کولو لګښت اوس مهال ۲۹ يورو دی.

کوم سندونه بايد له ځان سره يوسم؟

د ترمين په ورځ او اوسلنډربېهورده د تګ پر مهال بايد لاندې سندونه له ځان سره ولرئ:

-        د هر راغوښتل کېدونکي کس لپاره د ژمنليک د مالوماتو (Angaben zur Verpflichtungserklärung) يوه ډکه شوې فورمه. د يوې جوړې يا د کم‌عمره ماشومانو او د هغوی د مور او پلار لپاره يوه فورمه بسنه کوي. دا فورمه د اوسلنډربېهورده پر وېبسایټ او يا هم خپله له دې ادارې ترلاسه کولای شئ.

-        په VIS سيستم کې د مالوماتو د ثبت او کارونې د لارښود (Belehrung zur Speicherung und Nutzung der Antragsdaten im VIS) ډکه شوې فورمه. دا فورمه د اوسلنډربېهورده پر وېبسایټ او يا هم خپله له دې ادارې ترلاسه کولای شئ.

-        د ژمنليک لپاره د اضافي روښانتیا (Zusatzerklärung zur Verpflichtungserklärung) نالاسليک شوې فورمه. دا فورمه د اوسلنډربېهورده پر وېبسایټ او يا هم خپله له دې ادارې ترلاسه کولای شئ.

-        د عايد د ثبوت سند.

-        اوسوايس او يا هم د استوګنې د اجازې سند (Aufenthaltstitel) او پاسپورت.

-        د راغوښتل کېدونکي کس د پاسپورت کاپي.

يادونه: ځينې وخت ښايي اوسلنډربېهورده ستاسې څخه د نورو سندونو غوښتنه هم وکړي. ښه به وي چې له ترمين وړاندې په دې اړه ځان وپوهوئ او ټول سندونه مخکې له مخکې تيار کړئ.

په اوسلنډربېهورده کې له ترمين وروسته څه وکړم؟

که ټول سندونه مو سم وي، اوسلنډربېهورده به په هماغه ورځ ستاسې ژمنليک ومني او تاسې ته به يې اصل درکړي. دا ژمنليک بايد هغه کس ته ولېږئ چې غواړي جرمني ته راشي او هغه به يې بيا له نورو سندونو سره یوځای د جرمني سفارت يا کنسولګرۍ ته وړاندې کړي. دا چې هغه ته بيا ويزه ورکړل شي او که نه، د جرمني له سفارت سره اړه لري.

مهم

د ژمنليک وړاندې کولو پر مهال، په قصدي توګه د ناسمو مالوماتو وړاندې کول جرم دی او ښايي اړوند کس نغدي جريمه او يا زنداني شي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: