د جرمني د اوږدمهاله ويزې لپاره ژمنليک

Two people greeting each other at the airport
اوسمهالیز 20.02.2024

کولای شم د يو چا د ويزې لپاره ژمنليک وړاندې کړم؟

له اروپايي ټولنې پرته د نورو ډېری هېوادونو وګړي د جرمني د اوږدمهاله ويزې يا ملي ويزې (Nationales Visum) غوښتنه کوي، بايد په جرمني‌ کې د پاته کېدو پر مهال د خپل ژوند د لګښتونو پوره کولو د وړتيا لپاره د کافي پیسو يا شتمنۍ ثبوت وړاندې کړي. که څوک خپله کافي پیسې ونه لري،  په جرمني کې يو بل څوک کولای شي تر ځانګړو شرطونو لاندې د ده لپاره د ژوند د لګښتونو ورکولو ژمنليک وړاندې کړي. دا کس ښايي ستاسې يو داسې خپل، ملګری، شرکت او يا کومه اداره يا بنسټ وي چې د کافي پیسو درلودلو ثبوت وړاندې کولای شي. دې ډول ثبوت يا تضمين ته ژمنليک (Verpflichtungserklärung) وايي. دا ژمنليک بيا د ويزې غوښتلو پر مهال د مالي ملاتړ د ثبوت په توګه وړاندې کولای شئ. البته دا ژمنليک د ټولو ويزو لپاره نه دی او يوازې د لاندې اوږدمهاله ويزو لپاره وړاندې کيږي:

  • د زده‌کړو ويزه
  • د حرفوي زده‌کړو يا اوسبيلډونګ ويزه
  • د کار د لټون ويزه
  • د واده کولو ويزه
  • د ژبې د کورس يا ښوونځي ويزه
  • د د حرفوي زده‌کړو يا اوسبيلډونګ او لوړو زده‌کړو د لټون ويزه
  • د کورنۍ د غړو راوستلو ويزه
  • د منلو د ايالتي پروګرامونو اړوند، د استوګنې قانون د ۲۳مې مادې لومړي بند له مخې ويزه

دلته به د دې ډول ويزو لپاره د ژمنليک په اړه ټول مالومات ولولئ. د اوږدمهاله ويزو ترلاسه کولو په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي (د جرمني اوږدمهاله ويزه) کې لوستلای شئ. د لنډمهاله ويزو لپاره د ژمنليک وړاندې کولو په اړه نور مالومات بيا په بل مالوماتي څپرکي (د ليدلو ويزې لپاره ژمنليک) کې ولولئ.

په څه بايد وپوهېږم؟

ژمنليک څه ته وايي؟

له اروپايي ټولنې پرته د نورو ډېری هېوادونو وګړي د جرمني د ويزې غوښتنه کوي، بايد د خپل سفر او په جرمني‌ کې د پاته کېدو پر مهال د خپل ژوند د لګښتونو پوره کولو د وړتيا لپاره د کافي پیسو يا شتمنۍ ثبوت وړاندې کړي. که څوک خپله کافي پیسې ونه لري،  په جرمني کې يو بل څوک کولای شي د ځانګړو ويزو (د زده‌کړو ويزه، واده ويزه...) لپاره د هغه د ژوند د لګښتونو ورکولو ژمنليک (Verpflichtungserklärung) وړاندې کړي. له دې ژمنليک سره بيا دا کس اړ دی چې د اړتيا پر مهال د اړوند کس د ژوند ټول لګښتونه پر غاړه واخلي. د دې تر څنګ بايد دا کس د درملنې او د شونتيا پر مهال د ډيپورټ لګښتونه هم ورکړي.

د ژمنليک وړاندې کولو لپاره بايد کوم شرطونه پوره شي؟

د دې لپاره چې د يوه کس د لګښتونو ورکولو ژمنليک وړاندې کړای شئ، بايد لاندې شرطونه پوره کړئ:

-        په جرمني د استوګن په توګه ثبت شوي یاست؛

-        د جرمني، اروپايي ټولنې د بل غړي هېواد او يا لښتن‌شتاين، ایسلنډ يا ناروې تابعيت او يا د جرمني د استوګنې معتبره اجازه (همدا شان د استوګنې دايمي اجازه) لرئ. يادونه: ستاسې د استوګنې د اجازې اعتبار بايد د اړوند کس د سفر له مودې زيات وي. د استوګنې د لندمهالي سند (Aufenthaltsgestattung)، ډولډونګ يا د استوګنې د ا فرضي سند (Fiktionsbescheinigung) درلودونکي نه شي کولای د چا لپاره ژمنليک وړاندې کړي؛

-        کافي عايد لرئ او ثبوت يې وړاندې کولای شئ. په دې اړه نور مالومات لاندې په اړونده برخه کې ولولئ.

څه ډول کولای شم د ژمنليک لپاره د کافي پیسو درلودل ثابت کړم؟

دا چې د مالي حالت د ثبوت لپاره کوم سندونه غوښتل کيږي، ستاسې له دندې يا کاري حالت سره اړه لري:

زه کار يا دنده لرم:

-        د تېرو شپږو مياشتو د معاش پاڼې (Gehaltsabrechnunge). که هره مياشت د معاش ابرېښنونګ نه ترلاسه کوئ، کولای شئ خپل وروستۍ ابرېښنونګ او د بانکي حساب د وروستيو شپږو مياشتو د پیسو صورت حسابونه وړاندې کړئ.

زه تقاعد يم:

-        د تقاعد د بيمې سند.

زه د بېکارۍ لومړی ډول پیسې (Arbeitslosengeld I) ترلاسه کوم:

-        د بېکارۍ د پيسو د اندازې سند.

يادونه: که څوک له جاب‌سنټر څخه د خلکو پیسې يا بورګرګېلډ ترلاسه کوي او يا له سوسيال څخه مرسته اخلي، نه شي کولای ژمنليک وړاندې کړي.

زه ازاد کاروبار لرم او يا ازاد کارکوونکی يم:

-        د ماليې وروستی سند (Steuerbescheid) او يا

-        د ماليې د يوه مشاور (Steuerberater) يا مالي پلټونکي (Wirtschaftsprüfer) له لوري ستاسې د تېرو شپږو مياشتو خالص عايد په اړه يو تاييدليک؛

-        که شخصي روغتيايي بيمه لرئ، د روغتيايي بيمې د ونډې ثبوت او که دولتي بيمه لرئ، په دې بيمه کې د ګډون ثبوت.

د ژمنليک تيارولو لپاره بايد څومره پیسې ولرم؟

دا چې د ژمنليک وړاندې کولو لپاره بايد څومره عايد ولرئ، د اړوند کس د ويزې له ډول سره اړه لري. له دې پرته ستاسې مدني حالت هم مهم دی او دا چې له ځان پرته د کورنۍ د کومو غړو لګښت ورکوي. ښه به وي چې د دې شرطونو په اړه د خپلې سيمې له اوسلنډربېهورده ادارې څخه پوښتنه وکړئ.

دلته د ۲۰۲۴ کال لپاره يو څو داسې بېلګې درکوو چې د تر ټولو کم عايد په اړه دي او له مخې يې خپل تر ټولو کم عايد سنجولای شئ:

  • که د داسې چا لپاره ژمنليک وړاندې کوئ چې جرمني ته د زده‌کړو يا اوسبيلډونګ په ويزه راځي، بايد لږ تر لږه ۲٫۷۰۰ يورو خالص مياشتنی عايد ولرئ. که د خپلې مېرمنې/مېړه يا ماشوم لګښت هم ورکوئ، بيا مو بايد خالص مياشتنی عايد لږ تر لږه ۳٫۷۵۰ يورو وي. که د دوو کسانو لګښت ورکوئ، بيا بايد هره مياشت لږ تر لږه ۴٫۳۷۸ خالص عايد ولرئ. که د خپلې کورنۍ د ډېرو کسانو لګښتونه مو پر غاړه وي، همداسې د لږ تر لږه غوښتل کېدونکي عايد کچه هم لوړيږي.
  • که د داسې چا لپاره ژمنليک وړاندې کوئ چې جرمني ته د کار موندلو يا واده په ويزه راځي، بايد لږ تر لږه ۲٫۸۳۰ يورو خالص مياشتنی عايد ولرئ. که د خپلې مېرمنې/مېړه يا ماشوم لګښت هم ورکوئ، بيا مو بايد خالص مياشتنی عايد لږ تر لږه ۳٫۹۳۰ يورو وي. که د دوو کسانو لګښت ورکوئ، بيا بايد هره مياشت لږ تر لږه ۴٫۸۶۸ خالص عايد ولرئ. که د خپلې کورنۍ د ډېرو کسانو لګښتونه مو پر غاړه وي، همداسې د لږ تر لږه غوښتل کېدونکي عايد کچه هم لوړيږي.
  • که د داسې چا لپاره ژمنليک وړاندې کوئ چې جرمني ته د ژبې د زده‌‌کړې يا ښوونځي ته د شاملېدو په ويزه راځي، بايد لږ تر لږه ۲٫۶۶۰ يورو خالص مياشتنی عايد ولرئ. که د خپلې مېرمنې/مېړه يا ماشوم لګښت هم ورکوئ، بيا مو بايد خالص مياشتنی عايد لږ تر لږه ۳٫۶۹۰ يورو وي. که د دوو کسانو لګښت ورکوئ، بيا بايد هره مياشت لږ تر لږه ۴٫۳۴۷۰ خالص عايد ولرئ. که د خپلې کورنۍ د ډېرو کسانو لګښتونه مو پر غاړه وي،
  • همداسې د لږ تر لږه غوښتل کېدونکي عايد کچه هم لوړيږي.

ښه ده چې پوه شئ: که خپله د چا لګښت نه شئ ورکولای، کولی شئ له بل چا سره په ګډه يو ژمنليک وړاندې کړئ. په دې اړه نور مالومات د خپلې سيمې له اوسلنډربېهورده ادارې څخه ترلاسه کړئ.

يو ژمنليک تر څه وخته پورې معتبر دی؟

يو ژمنليک کولای شي د ويزې د غوښتنې تر وړاندې کولو پورې، د شپږو مياشتو لپاره ستاسې د عايد د ثبوت په توګه معتبر وي. د ژمنليک وړاندې کولو او د ويزې ترلاسه کولو تر منځ بايد له شپږو مياشتو زيات وخت تېر نه شي.

د راغوښتل شوي کس د لګښتونو ورکولو ژمنتيا بيا تر هغه وخت پورې اعتبار لري، څو اړوند کس بېرته له جرمني ووځي او يا هم له بلې لارې په جرمني کې د استوګنې اجازه ترلاسه کړي. البته د کس له راتلو ۵ کاله وروسته ستاسې ژمنتيا پای ته رسيږي. تر هغه وخته بايد تاسې د اړوند کس ټول لګښتونه ورکړئ او که دولت يې لګښتونه ورکړي وي، تاسې يې بايد بېرته ورکړئ.

مهم: کله چې ويزه ورکړل شي، بيا نه شئ کولای خپل ژمنليک بېرته واخلئ او خپله ژمنتيا لغوه کړئ.

 

 

په ژمنليک کې د څه ژمنه کيږي؟

 

په ژمنليک کې تاسې ژمنه کوئ چې د راغوښتل شوي کس ټول هغه لګښتونه پر غاړه واخلئ، کوم چې ښايي د جرمني دولت يې د هغه کس لپاره ورکړي. په دې کې لاندې لګښتونه شامل دي:

-       د ورځني ژوند لګښتونه (خواړه، جامې او نور)؛

-       د اوسېدو د ځای لګښتونه؛

-       د روغتيايي پاملرنې لګښتونه؛

-       د شونتيا په صورت کې د ډيپورټ لګښتونه.

 

که دولت د کوم څه لګښت ورکړي، تاسې يې بايد بېرته ورکړئ.

په ژمنليک کې د څه ژمنه کيږي

په ژمنليک کې تاسې ژمنه کوئ چې د راغوښتل شوي کس ټول هغه لګښتونه پر غاړه واخلئ، کوم چې ښايي د جرمني دولت يې د هغه کس لپاره ورکړي. په دې کې لاندې لګښتونه شامل دي:

-       د ورځني ژوند لګښتونه (خواړه، جامې او نور)؛

-       د اوسېدو د ځای لګښتونه؛

-       د روغتيايي پاملرنې لګښتونه؛

-       د شونتيا په صورت کې د ډيپورټ لګښتونه.

 

که دولت د کوم څه لګښت ورکړي، تاسې يې بايد بېرته ورکړئ.

ژمنليک چېرته وړاندې کولای شم؟

ژمنليک يوازې په جرمني کې د خپلې سيمې اړوند د بهرنيانو چارو يا اوسلنډربېهورده ادارې ته وړاندې کولای شئ. د دې کار لپاره بايد په خپله هلته ولاړ شئ او ټول سندونه له ځان سره يوسئ. د خپلې سيمې اړوند اوسلنډربېهورده اداره پر (bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ. هلته د تګ لپاره وخت اخستلو ته هم اړتيا ده او دا کار د اوسلنډربېهورده پر وېبسايت کولای شئ. که دا کار شونی نه وي، کولای شئ دوی ته ټليفون وکړئ او د ترمين يا وخت غوښتنه وکړئ. که څو ژمنليکونه وړاندې کوئ، بايد د هر يوه لپاره ځانګړی وخت ونيسئ. البته که د يوه کس او د هغه د مېرمنې/مېړه او وړو بچيانو لپاره ژمنليک وړاندې کوئ، بيا يو ترمين هم بسنه کوي.

د ژمنليک وړاندې کولو لګښت اوس مهال ۲۹ يورو دی.

کوم سندونه بايد له ځان سره يوسم؟

د ترمين په ورځ او اوسلنډربېهورده د تګ پر مهال بايد لاندې سندونه له ځان سره ولرئ:

-        د هر راغوښتل کېدونکي کس لپاره د ژمنليک د مالوماتو (Angaben zur Verpflichtungserklärung) يوه ډکه شوې فورمه. د يوې جوړې يا د کم‌عمره ماشومانو او د هغوی د مور او پلار لپاره يوه فورمه بسنه کوي. دا فورمه د اوسلنډربېهورده پر وېبسایټ او يا هم خپله له دې ادارې ترلاسه کولای شئ.

-        په VIS سيستم کې د مالوماتو د ثبت او کارونې د لارښود (Belehrung zur Speicherung und Nutzung der Antragsdaten im VIS) ډکه شوې فورمه. دا فورمه د اوسلنډربېهورده پر وېبسایټ او يا هم خپله له دې ادارې ترلاسه کولای شئ.

-        د ژمنليک لپاره د اضافي روښانتیا (Zusatzerklärung zur Verpflichtungserklärung) نالاسليک شوې فورمه. دا فورمه د اوسلنډربېهورده پر وېبسایټ او يا هم خپله له دې ادارې ترلاسه کولای شئ.

-        د عايد د ثبوت سند.

-        اوسوايس او يا هم د استوګنې د اجازې سند (Aufenthaltstitel) او پاسپورت.

-        د اوسېدو د ځای د ثبت سند (Meldebestätigung).

-        د راغوښتل کېدونکي کس د پاسپورت کاپي.

-        د کور د کرايې د اندازې سند. دا سند ښايي د کرايې بانکي صورت حساب وي. که په خپل کور کې ژوند کوئ، د کور د مالکيت سند (د بېلګې په توګه د ځمکې د ثبت سند يا Grundbuchauszug) او د کور د مياشتنيو لګښتونو سند (د بېلګې په توګه بانکي صورت حساب).

-        د نورو منظمو لګښتونو ثبوتونه. دا ښايي د موټر او يا اضافي بيمې په شان لګښتونه وي.

-        که د مېرمنې/مېړه، بچيانو او يا کورنۍ د نورو غړو لګښت ورکوئ، د دې لګښتونه د اندازې ثبوت.

-        د تېرو شپږو مياشتو صورت حسابونه.

-        که دنده لرئ، د کار له خاوند څخه د کار دايمي‌توب يا لنډمهالتوب د مالوماتو په ګډون، د کار د شتون تاييدليک.

يادونه: ځينې وخت ښايي اوسلنډربېهورده ستاسې څخه د نورو سندونو غوښتنه هم وکړي. ښه به وي چې له ترمين وړاندې په دې اړه ځان وپوهوئ او ټول سندونه مخکې له مخکې تيار کړئ.

په اوسلنډربېهورده کې له ترمين وروسته څه وکړم؟

که ټول سندونه مو سم وي، اوسلنډربېهورده به په هماغه ورځ ستاسې ژمنليک ومني او تاسې ته به يې اصل درکړي. دا ژمنليک بايد هغه کس ته ولېږئ چې غواړي جرمني ته راشي او هغه به يې بيا له نورو سندونو سره یوځای د جرمني سفارت يا کنسولګرۍ ته وړاندې کړي. دا چې هغه ته بيا ويزه ورکړل شي او که نه، د جرمني له سفارت سره اړه لري.

په جرمني کې د منلو پروګرام په چوکاټ کې د ژمنليک لپاره مالومات چېرته ومومم؟

اوس مهال د جرمني په ځينو ايالتونو کې يوازې د سوريايانو او عراقيانو لپاره د منلو پروګرامونه شته. په دې اړه ډېر مالومات د پروازول پر وېبسایټ (proasyl.de) موندلای شئ.

مهم

د ژمنليک وړاندې کولو پر مهال، په قصدي توګه د ناسمو مالوماتو وړاندې کول جرم دی او ښايي اړوند کس نغدي جريمه او يا زنداني شي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: