په جرمني کې توپيري چلند يا تبعيض

Four arms with different skin tones grabbing each other
اوسمهالیز 23.05.2024

په جرمني کې د توپيري چلند يا تبعيض پر وړاندې څه کولای شم؟

په جرمني کې د بېلو ځانګړنو له مخې له يوه چا سره توپيري چلند منع دی، خو بيا هم ډېر خلک له تبعيض څخه اغېزمن دي.  دا تبعيض ښايي د کورونو موندلو پر مهال، په کار، دولتي ادارو، ښوونځيو، د ډاکټرانو کتنځايونو يا د پوليسو په ادارو کې وليدل شي. په دې ډول د ورځني  ژوند په هره برخه کې له توپيري چلند سره د مخامخېدلو شونتيا شته. کلب ته نه پرېښول کېږئ، ځکه معلول ياست؟ د حجاب له کبله دنده درنه کړل شوه؟ په ښوونځي کې مو له ماشومانو سره بد چلند وشو، ځکه په جرمني ژبه سم نه پوهيږي؟ په بس کې پوليسو يوازې ستاسې پلټنه وکړه، ځکه د پوستکي رنګ مو بل ډول و؟ ټکسي چلوونکي ستاسې له وړلو انکار وکړ، ځکه تاسې همجنسبازه ياست؟ دا ټول د تبعيض بېلګې دي او ورسره مخ شوو کسانو ته د بې‌وسۍ او غوسې احساس ورکوي. 

البته تاسې بايد له دې کبله تبعيض بې‌ځوابه پرې نږدئ؛ د توپيري چلند پر وړاندې د مبارزې او غږ پورته کولو حق لرئ. په جرمني کې د اصلي ټاټوبي او استوګنې د اجازې له په پام کې نيولو پرته، ټول کسان د ځان د دفاع حق لري. د جرمني په اساسي قانون کې د بنسټيز بشري حق په توګه يوه ماده ستاسې ملاتړ کوي او تر څنګ يې د مساوي چلند په قانون (AGG) کې هم يادونه شوې ده. او کولای شئ د توپيري چلند ترسره کوونکی محکمې ته کش کړئ. ځينې وخت دا ډول شکايت په جنجال ارځي.

په څه بايد وپوهېږم؟

توپيري چلند څه ته وايي؟

که يو څوک د بېلو ځانګړنو او يا په عملي يا نسبتي ډول له يوې ډلې سره د تړاو له کبله له محروميت او ځورولو سره مخ شي، دې کار ته توپيري چلند يا تبعيض ويل کيږي. دې ته ډله‌ييز بد چلند (gruppenbezogene Menschenfeindlichkeit) هم ويل کيږي. ډېر کسان ښايي د هغوی د اصلي ټاټوبي، ژبې، جنسي لېوالتيا، هويت، جنسيت، دين، شکل، ذهني وړتياوو، عمر يا دې ته ورته نورو ځانګړنو له کبله له توپيري چلند سره مخ شي.

 ډېر وخت توپيري چلند د پنځول شوو مفهومونو او ناسمو فکري نمونو پر بنسټ کيږي. د بېلګې په توګه له يوه کس سره د هغه د توکم پر بنسټ توپيري چلند يادولای شو. د وروستيو ساينسي څېړنو له مخې انسانان ټول يو توکم دي خو لا هم ځينې خلک انسانان په بېلابېلو توکمنو ويشي او هر يوه ته بېل ارزښتونه ټاکي؛ وروسته له همدې کبله له نورو يا دبلې سيمې له انسانانو سره بل توپيري چلند کوي. 

همدارنګه، ځینې وخت یو کس د څو ځانګړتیاوو له امله تبعیض تجربه کوي. مثلاً يو څوک کېدای شي د خپل بهرني نوم او همدارنګه د دې لپاره چې همجنسګرا  دی، تبعیض تجربه کړي. دا څو اړخیزه تبعیض (Mehrfachdiskriminierung) دی. که زه کلب ته دننه نشم تللی، ځکه چې زه یو ځوان مهاجر سړی یم، دا مقطعي تبعیض (intersektionale Diskriminierung) دی. د څو ځانګړتیاوو د ترکیب له امله زه په دې حالت کې تبعیض تجربه کوم. هغه خلک چې د مهاجرت او کډوالۍ تاریخ لري او همدارنګه تور رنګ لرونکي کسان اکثراً د څو اړخیزه او مقطعي تبعیض سره مخ وي. د تبعیض بېلابېلې بڼې شته، موږ دلته یوازې یو څو بېلګې يادوو.

تبعیض ټولنیزې اغیزې هم لري. تعصبونه، غلط معلومات او ویرې چې له دې امله رامنځته کیږي، کولای شي په ټولنه کې خلک په دښمنۍ سره واوړوي. په دې کې یوه ډله بلې مخالفې ډلې ته منفي ځانګړتیاوې ورکوي. په علم کې دې پدیدې ته "Othering" ویل کیږي.

نور معلومات په دې برخو کې موندلی شئ: "څوک له تبعیض څخه اغیزمن کیږي؟" یا "ولې د تبعیض پر ضد مبارزه کول مهم دي؟"

ژبنی تبعيض څه دی او په ټولنيزو رسنيو کې د تبعيض او (Hate-Speech) پر ضد څه کولی شم؟

کله چې خلک، رسنۍ، چارواکي او سیاستوال د نورو خلکو پر وړاندې د کلمو له لارې تبعیض کوي، دې ته "ژبنی تبعیض" ویل کېږي. ژبنی تبعیض حقیقي تبعیض تایید او پياوړی کوي: کله چې څوک یوه ډله په منفي ټکو يادوي او يا تړاو ورکوي، یا يې په ژبه کې له پامه غورځوي، څرګندوي چې دوی د نورو په پرتله لږ ارزښت لري. له همدې امله ژبه له پامه غورځول لومړی ګام او د غيرانساني چلند نښه ده.

دلته د ژبې له لارې د تبعیض ځینې بېلګې وړاندې کوو:

  • په ژبه کې نژاد پالنه

په جرمني کې، د بېلګې په توګه، دا سمه نه ده چې سینتې او رومانايي وګړو ته د جپسي " Zigeuner " ټکی وکارول شي. ځکه چې دا اصطلاح د نژادي دښمنۍ انځور دی. حتی کله چې رسنۍ د پناغوښتنې په اړه راپور ورکوي او د "کډوالو کړکیچ"، "د پناغوښتونکو سیلاب" یا "اقتصادي کډوال" يادوي، دوی په مکرر ډول د ټولنې لپاره د منفي، نه منلو وړ ناورینونو او خطرونو انځورونه جوړوي. په دې توګه، د خلکو یوه ډله (پناغوښتونکي) او په دې ډله کې هر یو کس له غیرانساني او نژادي تبعیض سره مخ کېږي.

  • د کرکې خبرې - په ټولنیزو رسنیو کې تبعیض

ټولنیزې رسنۍ ډېر وخت د کرکې له څرګندونو او ناسمو مالوماتو ډکې وي. د تبعیض مخنيوی په انټرنیټ کې هم پلي کېږي. د نفرت تبصرې په ډېرو مواردو کې د سزا وړ دي. د بېلګې په توګه، سپکاوی، ګواښونه یا نفرت ته هڅول "د جزایي قانون سره سم" جرم ګڼل کېږي.

تاسې څه کولی شئ؟

راپور ورکول:

تاسې کولی شئ په سیمه کې یا انلاین (حتی په پټه)  پولیسو ته راپور ورکړئ. مهم: شواهد راټول کړئ! سکرین شاټونه واخلئ. په شواهدو کې بايد دبېلګې په توګه لېنک، وخت، نیټه، کارن نوم یا د کارن ID ښکاره وي. تاسې باید د بشپړ لېنکپتې د عکس اخیستلو لپاره د اړوند کس پروفایل هم راخلاص کړئ.

متقابل استدلال:

متقابله وینا د کرکې د بیان پر وړاندې فعاله مخالفه وينا او استدلال دی. دا مهمه ده. ځکه که څوک څه ونه وايي، د وخت په تیریدو سره نفرت عادي کېږي. دا د اغېزمنو خلکو سره د پیوستون معنی هم لري. هغه خلک چې په خاموشۍ ستاسې ملتيا کوي، په مثبت ډول اغېزمن کېدی شي. په طنز سره ځواب ورکول هم یو ښه غوراوی دی. دا ښیي چې تاسې د لیکل شویو خبرو له سويې څخه پورته یاست او کولی شئ په دلیلونو کې يې ضعف راښکاره کړئ. طنز له دې کبله هم ګټور دی چې د کرکې تبصرو له امله خپګان څخه مخنیوی وشي.

له پامه غورځول:

د خپل ځان د ساتنې لپاره، ممکن په انفرادي مواردو کې د کرکې وینا له پامه غورځول مناسب وي. کرکنيز بیان د تاوتریخوالي یوه بڼه ده چې کولی شي اغېزمن شویو کسانو ته فزیکي او رواني زیان ورسوي.

رپوټول:

تاسې کولی شئ په ټولنیزو شبکو کې د نفرت بیان رپوټ کړئ. ټولنیزې شبکې باید په ۲۴ ساعتونو کې په ښکاره ډول غیرقانوني کرکنيزې تبصرې لرې کړي. مدیران کولی شي د نظرونو کیفیت هم وګوري او د نظرونو تبادله مديريرت کړي.

  • د جنسیت لپاره مناسبه ژبه

د جنسیت د مناسبې ژبې مفکورې هم د ټولو خلکو د مساوي درناوي او د تبعیض سره د مبارزې لپاره وده کړې ده. که تاسې یوازې د "لوستونکي" يا (Lesern) په اړه وغږېږئ مګر د "لوستونکې" يا (Leser*innen) په اړه نه، تاسې د "عمومي مذکر" اصطلاح کاروئ. دا یو عمومي شوی نارینه شخصي فاعل دی او په دې ډول ليکنه د ډېرو خلکو له خوا نیوکه کېږي. دا ځکه چې دا کار د ژبې د پلارسالارۍ د پراختیا ملاتړ کوي او ټول نور جنسيتونه پټوي. د جنسیت یادولو مکلفيت نشته؛ دا یو اختیاري ټاکنه ده او د ژبې له لارې له ټولو خلکو سره د مساوي چلند کولو هڅه ده. دا نظر په جرمني کې د جنجال لامل شوی دی او اوس یو شمېر فدرالي ایالتونو محدودیتونه او د جنسیت په يادونه بندیزونه لګولي دي؛ د بېلګې په توګه، د ۲۰۲۴ کال له اپریل څخه په بايرن ايالت کې په رسمي ادارو او ښوونځیو کې د جنسیت ژبې کارول په رسمي ډول منع شوې دي. ورته بندیزونه په زاکسن او زاکسن-انهالت ايالتونو کې هم پلي کيږي.

  • ساده ژبه او څو ژبیتوب

په ژبه کې تبعیض هم د ژبنيو خنډونو له لارې څرګندېدی شي. د بېلګې په توګه دا قضيه، کله چې په ټولنه کې هر چا ته په خپله ژبه مالومات د لاسرسي وړ نه وي. هغه خلک چې د مختلفو لاملونو له مخې نورې ژبنيزې اړتياوې لري، که څه هم په مورنۍ ژبه نه وي، ډېری وخت زیانمن کېږي. په دې برخه کې مثبت پرمختګونه د بېلګې په توګه د اسانه ژبې، د نښې ژبې یا بریل کارولو په مفاهيمو کې ليدل کيږي.

څوک له توپيري چلند څخه اغېزمنيږي؟

هغه کسان چې د نژادي تبعیض یا توکمیز اصليت، جنسیت، دین یا عقیدې، معلولیت، عمر یا جنسيتي هویت له امله له ناوړه چلند سره مخ کېږي، له تبعیض څخه اغېزمن دي. دا خبره د عمومي مساوي چلند په قانون (AGG) کې ياده شوې ده. په دې اړه نور مالومات د "کوم قانون زما ملاتړ کوي؟" برخه کې موندلی شئ.

زموږ د معلولیت لرونکو کسان، د معلولیت لرونکو کسانو لپاره پنا او استوګنې اجازه، LGBTQIA+،د LGBTQIA+ پنا او استوګنې اجازه ، یا د ښځو حقونه په اڅپرکيو کې د هغو کسانو په اړه مالومات موندلی شئ چې ډېر وخت له تبعيض سره مخ کيږي.

يادونه: دا ټول کسان نه دي؛ ډېر نور کسان هم شته چې له تبعیض څخه اغېزمن دي. تبعیض هغه وخت پېښیږي چې خلک د هغه څه څخه توپیر لري چې د ټولنې ډېر خلک یې عادي ګڼي. په دې اړه د مالوماتو لنډیز د فدرالي تبعیض ضد ادارې پر وېبسایټ په ساده ژبه، انګلیسي او ګونګيانو په ژبه موندلای شئ.

کوم ډول توپيري چلند ته اجازه شته؟

په ځينو حالتونو کې د توپيري چلند اجازه شته. د بېلګې په توګه ځينې وخت قانون يوه ډله کسانو ته د هغوی د زيان د جبران له کبله لومړيتوب ورکوي: دا چې په جرمني کې د کار په بازار کې ښځې شاته پاته دي، يو کارورکوونکی اجازه لري چې د هغوی ګمارلو ته لومړيتوب ورکړي. يوه بله بېلګه د واقعي لاملونو له مخې د توپيري چلند ده: که د يوې دندې لپاره په جرمني ژبه پوهېدل اړين وي، ښايي د جرمني ژبې د ازموينې غوښتنه وشي.

زما سره هم توپيري چلند کيږي؟

ځينې وخت سړی نه پوهيږي چې توپيري چلند ورسره کيږي. کله ناکله سړی زړه نازړه شي، ځکه نور خلک په يوه کړنه کې ستونزه نه ويني او يا توپيري چلند ته د ستونزې په سترګه نه ګوري. په داسې حالت کې مشورتي ادارې مرسته کولای شي. د مشورتي ادارو کارکوونکي ستاسې خبرې جدي بولي او درته وايي چې دا توپيري چلند دی او کنه او پر وړاندې يې کوم قانوني ګامونه اخستل کېدای شي. البته که له تاسې سره شوی چلند توپيري هم ونه ګڼل شي، له مشورتي ادارو سره خبرې کول ستاسې په ګټه دي. دا کارکوونکي کولای شي له تاسې سره د دې حالت په بدلون او د راتلونکي لپاره د هغه د مخنيوي لپاره د لارو چارو په موندلو کې مرسته وکړي. مشورتي ادارې د (مشورتي ادارې چېرته موندلای شو) په برخه کې کتلای شئ.

کوم قوانين د توپيري چلند پر وړاندې زما ساتنه کوي؟

د توپيري چلند پر وړاندې د خونديتوب په برخه کې د عمومي برابر چلند قانون (Allgemeine Gleichbehandlungsgesetz) تر ټولو مهم دی. دا قانون په ۲۰۰۶ کال کې تصويب شوی دی. د بېلګې په توګه په کارځای او هټيو کې د توپيري چلند پر وړاندې د مبارزې او له خپلو حقونو څخه د دفاع لپاره دا تر ټول مهم قانون ګنل کيږي. دا قانون خلک د کار ورکوونکو او کرايه ورکوونکو يا نورو کسانو له لوري، د اصلي ټاټوبي، ژبې، جنسي لېوالتيا، هويت، جنسيت، دين، شکل، ذهني وړتياوو، عمر يا دې ته ورته نورو ځانګړنو له کبله له توپيري چلند څخه خوندي کوي. که په چا د توپيري چلند ثبوتونه وموندل شي، ښايي محکمه يې د دې قانون له مخې، د جريمې او زيان د جبران په ورکولو يا بله سخته سزا محکوم کړي.البته نور قوانين هم شته چې د توپيري چلند مخنيوی کوي. د بېلګې په توګه د جرمني د اساسي قانون لومړۍ ماده وايي چې انساني کرامت خوندي دی. درېيمه ماده وايي چې د يو چا د اصلي ځای په له پام کې نيولو پرته، د قانون پر وړاندې ټول خلک يو شان دي. 

څنګه ثبوتولای شم چې توپيري چلند راسره کيږي؟

که له تاسې سره تبعیض شوی وي، د خپل ځان د دفاع حق لرئ. تاسوې کولی شئ د مرستې ترلاسه کولو لپاره مشورتي مرکزونو ته ولاړ شئ. دلته به دا هم ومومئ چې څنګه کولی شئ د تبعیض پر وړاندې قانوني اقدام وکړئ او د بیلګې په توګه، شکایت درج کړئ.که محکمې ته ځئ، د توپيري چلند په اړه شواهدو او ثبوتونو ته اړتيا لرئ. ځينې وخت مقابل لوری ستاسې خبرې ردوي او په دې ډول د يوه اعتراض پر وړاندې بل رامنځته کيږي. ډېر وخت مقابل لوری داسې استدلال کوي چې ګواکي توپيري چلند نه دی شوی. د بېلګې په توګه د کورونو خاوندان ښايي ووايي چې موږ تاسې ستاسې د بهرني نوم له کبله نه بلکې د کور ليدلو پر مهال ستاسې د نامهربانانه چلند له کبله کور په کرايه درنه کړ. په داسې حالت کې بايد محکمې ته قناعت ورکړئ چې دا توپيري چلند و. 

په شواهدو او ثبوتونو کې ښايي د بېلګې په شان هغه برېښناليکونه، ليکونه او انځورونه شامل وي چې توپيري چلند په ګوته کوي. د ازمويلو (Testing) په نوم کړنه هم ګټوره ثابتېدای شي. په همدې مثال کې د بېلګې په توګه د کور خاوند څخه په جرمني مستعار نوم بيا غوښتنه کوئ او ګورئ چې دا ځل يې چلند څه ډول دی. که په لومړي ځل ستاسې په خپل نوم غوښتنه کې درته وويل شي چې کور په کرايه ورکول شوی دی او په دوهم ځل غوښتنه کې مو د کور ليدلو ته وروغواړي، دا به د محکمې لپاره د توپيري چلند يو ښه ثبوت وي. پام وي چې دا ډول ازموينه په ټليفوني اړيکه او يا مخامخ وکړئ. د بېلګې په توګه د کارغوښتنې پر مهال په ليکلې بڼه دا ډول ازموينه او په نورو نومونو د سندونو جوړول ناقانونه دي او سزا لري. 

مهم: که غواړئ له يوه کس يا ادارې څخه د توپيري چلند په اړه شکايت وکړئ، بايد دا کار له پېښې وروسته په دوو مياشتو کې ترسره کړئ.

که پوليس توپيري چلند وکړي، څه کولای شم؟

ځينې وخت ښايي پوليس هم توپيري چلند وکړي. يو څه چې ډېر وخت تر سترګو کيږي، توکميزه پېژنيالنه (Racial Profiling) ده. توکميزه پېژنيالنه هغه حالت دی چې پوليس يو څوک د هغه د پوستکي د رنګ يا ورته نورو نښو له کبله ودروي، وپلټي، وپوښتي او يا بندي کړي. همدا ډول ښايي د توپيري چلند له مخې پوليس يو څوک وځوروي، ناسم چلند ورسره وکړي او يا بريد پرې وکړي. که د پوليسو له زورزياتي سره مخ کېږئ، کولای شئ د پوليسو د توکمپالنيز زورزياتي د قربانيانو له کمپاين (Kampagne für Opfer rassistischer Polizeigewalt" (KOP)) سره يوځای شئ.

د پوليسو افسران له قانون څخه پورته نه دي. دا چې پوليس د څه ترسره کولو او څه نه ترسره کولو اجازه لري، د جزا په قانون، د جزا د پروسې په مقرره او د پوليسو په قانون کې تنظيميږي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د جرمني پوليس څه ډول کار کوي؟) کې لوستلای شئ.

مهم: تاسې حق لرئ چې د پوليسو د پېژندنې د کارت غوښتنه وکړئ او جزئيات يې وليکئ. که وروسته شکايت کول غواړئ، دا کار مهم دی. له شاوخوا خلکو هم غوښتنه کولای شئ چې تاسې وڅاري څو وروسته بيا د صحنې شاهدان ولرئ. په ياد مو وي چې تاسې بايد له پېښې وروسته د درېيو مياشتو په دننه کې شکايت ثبت کړئ. دا کار د سيمې په څارنوالۍ کې کولای شئ او اړتيا نشته چې پوليسو ته ورشئ.

له کوم ځايه مرسته او مشوره ترلاسه کولای شم؟

د توپيري چلند ضد مشورتي ادارې له ټولو هغو کسانو سره مرسته کوي او سلا ورکوي، چې له توپيري چلند سره مخ شوي وي او مشورې ته اړتيا ولري. پر (antidiskriminierungsstelle.de) وېبسایټ، په خپل شاوخوا کې د دې ادارو يوه څانګه موندلای شئ. په مخامخ هم ډول پر (۰۳۰۸۰۰۵۴۶۵۴۶۵) شمېره د دې ادارو مرکزي څانګې ته زنګ وهلای او خپله ستونزه ورسره شريکولای شئ. د دې ادارو د مشورې ورکول وختونه له دوشنبې تر پنجشنې د سهار له نهو بيا د ماسپښين تر درېيو بجو دي. دې ادارو ته همدا شان پر (beratung@ads.bund.de) پته برېښناليک هم لېږلای شئ. د دې ادارې کارکوونکي په جرمني ژبه خبرې کوي. دا مشوره وړيا ده او که څوک وغواړي، هويت يې پټ ساتل کيږي. په ياد مو وي چې د ټليفوني اړيکې معمول لګښت بايد ورکړئ. د توپيري چلند ضد مشورتي ادراه فدرالي ده په ټول جرمني کې فعاليت کوي. د دې ادارې دنده له توپيري چلنده د خلکو خوندي کول دي. دوی کولای شي په خپله مشوره درکړي او يا مو په نږدې سيمه کې بلې مشورتي ادارې ته وروپېژني.

له دې پرته، له (Antidiskriminierungsverband Deutschland) څخه هم مرسته ترلاسه کولای شئ. د تبعيض ضد سازمان د خپلواکو مشورتي مرکزونو يو سازمان دی. دا سازمان په خپله مشوره نه ورکوي خو کولای شي تاسې نورو مشورتي ادارو ته وروپېژني.

همدا شان کولای شئ د لويانو مهاجرو لپاره مشورتي ادارې (BAMF) او يا د ځوانو مهاجرو خدمتونو (Jugendmigrationsdienst) ادارو ته هم ورشئ او مشوره ترلاسه کړئ. د دې ادارو کارکوونکي په ګڼو ژبو خبرې کوي او په جرمني کې د ژوند د هرې مسلې په اړه له تاسې سره مرسته کوي.

کومې ادارې د کوم ډول تبعيض پر وړاندې له ما سره مرسته کوي؟

دلته ځینې مشورتي ادارې دي چې تاسې مراجعه ورته کولی شئ:

  • د فدرالي تبعیض ضد اداره په ټول جرمني کې د مشورتي ادارو په موندلو کې مرسته کوي.
  • لېس ميګراس (LesMigras) د هغو ستونزو پر وړاندې مرسته کوي چې د LSBTIQ+ خلک ورسره مخ دي؛ د بېلګې په توګه د نژاد پالنې، جنس پالنې، ترانس او نورو ضد تبعیض، ټولنیز توپیر او نور (ډېر اړخیز) تبعیض. دوی په څو ژبو مرسته کولی شي.
  • د مساوي چلند لپاره دولتي اداره – د تبعیض پر ضد د برلین د سنا د ادارې د ادغام، کار او ټولنیزو چارو په څانګه پورې اړه لري.
  • همدارنګه د اسلام او مسلمانانو دښمنۍ پر ضد ائتلاف،
  • د ښوونځیو د تبعیض پر ضد د ملاتړ اداره  (ADAS)
  • د برلین-برانډنبورګ ترکي فدراسیون اړوند د تبعيض ضد شبکه،
  • د قربانیانو لیدلوریټولنېاړوند - د نژاد پالنې او ښي‌اړخه تاوتریخوالي پر ضد مشورتي دفتر،
  • د قربانیانو لپاره مشوره او د ښي‌اړخه افراطیت، نژاد‌پالنې او یهود ضدیت پر ضد روزنه (Reach Out
  • د غیرقانوني پولیسو د تاوتریخوالي د قربانیانو لپاره بنسټ (Victim.Veto
  • په کار ځای کې د جنسي ځورونې پر ضد د مرستې تلیفون.
د توپيري چلند ضد مشورتي ادارې څه ډول زما مرسته کوي؟

د توپيري چلند ضد مشورتي ادارې ستاسې خبرې اوري او له تاسې سره مرسته کوي څو له دې تجربه شوي حالت سره وړ غبرګون ښکاره کړئ. دوی ستاسې د حقونو په ترلاسه کولو کې ستاسې دفاع کوي او د شواهدو او ثبوتونو په برابرولو، د شکايت‌ليک په ليکلو او يا د منځګړتوب په بحثونو ستاسې د ملګرتيا له لارې له تاسې سره مرسته کوي. که غواړئ د يوه کس يا ادارې پر ضد شکايت وکړئ او يا يو ښه وکيل ومومئ، دوی مو مرسته کولای شي. د توپيري چلند ضد مشورتي ادارو مشوره او مرسته وړيا ده.

دولت او ټولنه څه دندې لري

جرمني یو دیموکراتیک حقوقي دولت دی. د دولت دنده ده څو ډاډ ترلاسه کړي چې له ټولو خلکو سره په مساوي توګه چلند کېږي. دا خبره د ټولنې او دولتي ادارو لپاره هم عملي ده. ټول خلک باید له یو بل سره په درنښت چلند وکړي او له تبعیض څخه ډډه وکړي. له دې امله، تبعیض په جرمني کې منع دی. څېړنې ښيي چې هغه خلک چې د يوه لږکي اړوند دي، زیاتره له تعصبونو او تبعیض سره مخ دي. دا خبره د دې خلکو ژوند ستونزمنوي. دا د ټولې ټولنې دنده ده چې له یو بل سره همدردي وکړي. د جرمني په اساسي قانون کې په لومړي ماده کې لیکل شوي: "د انسان کرامت خوندي دی." دا معنی لري چې هر انسان د زیږون له ورځې څخه له نورو انسانانو سره مساوي ارزښت لري. د هر انسان کرامت باید وساتل شي، مهمه نه ده چې هغه ځوان، زوړ، غریب، بډای، جرمنی، بهرنی يا بل دی. همدا شان مهمه نه ده چې هر دین، هر اصل، هره بڼه ولري. دا خبره د هر انسان لپاره عملي کېږي. د دې په اړه نور مالومات په "ولې مهمه ده چې د تبعیض پر ضد مبارزه وکړو؟" برخه کې او زموږ د اساسي قانون څپرکي کې موندلی شئ.

مهم: اقلیت يا لږکي یو سیاسي او ټولنیزه اصطلاح ده. دا د خلکو یوې کوچنۍ ډلې ته اشاره کوي چې په ټولنه کې لږ شمېر خلک لري. په ټولنه کې مختلفې ډلې شته چې له یو بل څخه په بېلابېلو ځانګړتیاوو توپیر لري. دې کې د ټولنیزو، سیاسي، مذهبي یا توکمیزو توپیرونو بېلګې شاملې دي. د سیاسي تعلیم فدرالي مرکز د دې او نورو اصطلاحاتو اړه په جرمني، انګلیسي او د نښې په ژبو وضاحتونه وړاندې کوي.

ولې مهمه ده چې د تبعیض پر ضد مبارزه وکړو؟

دا په علمي ډول ثابته شوې ده چې تبعیض دیموکراسي ضعیفوي. په دیموکراسي کې ټول خلک باید په ازادۍ کې ژوند وکړي او د یو بل ازادۍ ته درناوی ولريخو ځینې وخت خلک تعصبونه، غلط مالومات او وېرې لري چې دا ټولنه په دښمنۍ سره اړوي. په داسې حالت کې يوه ډله"نورو" يا مخالفو خلکو ته منفي ځانګړتیاوې منسوبوي. دې پدیدې ته په علم کې "Othering" ویل کېږي. دا په ځانګړي ډول ټولنیز اقلیتونه یا زیانمنې ډلې اغېزمنوي. په دې ډول، د توکم‌پالنې بېلابېلې بڼې، مسلمانونو ضد توکم‌پالنه (Muslimfeindlichkeit)، له یهودو سره ضدیت (Antisemitismus)، د تورپوستو خلکو ضد توکم‌پالنه، له رنگارنگو خلکو سره تبعیض،  Antiziganismus (په ځانګړي ډول سینتې او رومانیا ضد تبعيض) او ډېر نور رامنځته کېږي. د دې ډلو پر وړاندې دښمني یوازې د ښي‌اړخه افراطیانو، ښي اړخه عوامپالو یا افراطي ګروپونو له خوا نه کېږي، بلکې ټولنې نور ډېر وګړي هم برخه پکې لري. علمي څېړنې او راپورونه دا خبره ثابتوي. په ځانګړي ډول، په ښي‌اړخه افراطي ایدیولوژۍ کې د مسلمان دښمنۍ او یهود ضدیت تر منځ ښکاره اړیکې موندل کېږي. ډېر خلک په جرمني کې د تبعیض پر ضد مبارزه کوي. په دې برخه کې علمي او سیاسي مبارزې هم روانې دي څو ټولنیزه تنوع او مساوات پیاوړي کړي. په جرمني ژبه د "مسلمان دښمنۍ په اړه د خپلواکو کارپوهانو راپور"، "د یهودي ژوند او له یهودو سره د ضدیت پر ضد ملي ستراتیژي"، یا "د څويګنو د ضديت پر وړاندې مبارزه، ګډون وکړئ" په دې اړه ډېر مالومات وړاندې کوي.

دا مهمه ده:

هر ډول انسان‌دښمني، د فدرال جرمني جمهوریت د اساسي حقوقي بنسټ يا اساسي قانون له ارزښتونو او اصولو سره په ټکر کې ده. دا ارزښتونه او قوانین په خپله نه ساتل کېږي او د ټولنې د خلکو له خوا يې باید فعاله ساتنه او دفاع وشي. په دې اړه نور مالومات په "زه څنګه د تبعیض پر ضد مبارزه کولی شم؟" برخه او زموږ په اساسي قانون څپرکي کې موندلای شئ.

څه ډول کولی شم د تبعيض پر وړاندې مبارزه وکړم؟

که د کورنۍ غړي، ملګري یا همکاران له تبعیضي خبرو یادونه وکړي، تاسې باید هغوی ته په دې اړه مالومات ورکړئ. که تاسې په خپله ښه معلومات ولرئ، څو مناسب دلایل ولرئ، ښه به وي. په دې توګه، تاسې کولی شئ د غلطو مالوماتو یا دسیسې تیورۍ ته هم ځواب ووایئ. د تبعیض پر ضد د مبارزې یوه برخه خپله ځان ته نظر کول او د خپلو افکارو په اړه فکر کول دي. که تاسې په ورځني ژوند کې تبعيض ووينئ، کولی شئ له اغېزمن کس سره ملتیا وکړئ او مدني همدردي ښکاره کړئ. خو تل پام وکړئ چې خپل ځان په خطر کې مه اچوئ. په بیړني حالت کې پولیسو ته زنګ ووهئ. که تاسې په خپله له تبعیض سره مخ یاست، مرسته ترلاسه کړئ؛ یو مشورتي مرکز ته مراجعه وکړئ. که په ټولنیزو شبکو کې د نفرت تبصرې ووینئ، کولی شئ یو مثبت نظر ولیکئ. شاید دا په راتلونکي کاروونکي باندې ښه اغېز وکړي. ډېری وخت افراطي او د نفرت تبصرې هم پولیسو ته وړاندې کولی شئ. له سپکاوی او نفرت ډکې تبصرې ښايي جرم وګڼل شي. په داسې حالت کې شواهد راټول کړئ؛ د بېلګې په توګه، سکرین شاټونه واخلئ. د دې په اړه نور مالومات په " په ټولنيزو رسنيو کې د تبعيض" برخه کې موندلی شئ.

تاسې کولی شئ د تبعیض پر ضد کمپاینونو یا وګړو د هڅو او نوښتونو ملاتړ وکړئ او یا په لاريونونو کې ګډون وکړئ. د دیموکراسي مهم وسیله په پای کې، رایه ورکول دي.

مهم: د Correctiv بنسټ په جرمني کې یوه نقشه وړاندې کوي چې په هغې کې د دیموکراسۍ ملاتړ بنسټونه ښودل شوي دي.

مهم

دا په علمي ډول ثابته شوې ده چې تبعیض دیموکراسي ضعیفوي. په دیموکراسي کې ټول خلک باید په ازادۍ کې ژوند وکړي او د یو بل ازادۍ ته درناوی ولري. که غواړئ په کار کې د توپيري چلند پر وړاندې قانوني ګام پورته کړئ، بايد چټک عمل وکړئ او د دوو مياشتو په موده کې له ثبوتونو سره خپل شکايت ثبت کړئ. که غواړئ د پوليسو د توپيري چلند راپور ورکړئ، بايد د درېيو مياشتو په موده کې دا کار وکړئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: