په جرمني کې طلاق يا بېلېدل

Drei paar Hände auf einem Schreibtisch. Ein Anwalt füllt ein Dokument aus.
اوسمهالیز 15.09.2023

د خاوند او مېرمنې تر منځ د بېلتون یا طلاق په اړه په څه بايد پوه شم؟

کله چې څوک د بېلېدلو يا طلاق غوښتنه کوي؛ بايد ډېر قوانين او مقررات په پام کې ونيسي. بېلېدل په جرمني کې ډېره پېچلې پروسه ده او پای ته رسېدل يې ډېر جنجالونه له ځان سره لري. دلته به‌په دې اړه ټول مالومات درکړو.

د بېلېدلو په اړه اړينې پوښتنې

کله د بېلوالي غوښتنه کولای شم؟

که د ژوند له ملګري يا ملګرې سره ژوند کول بيخي ناشوني وي؛ دواړه لوري‌کولای شي يو له بله بېل شي. د دې لپاره چې له بې‌وخته طلاقه مخنيوی وشي؛ په جرمني د (Trennungsjahr) يا بېلېدلو کال په نامه يو کال شته چې جوړې يې بايد له رسمي بېلېدلو مخکې تېر کړي. د دې قانون له مخې که مېړه او ښځه تېر يو کال يو له بله بېل نه وي پاته شوي؛ نه شي کولای يو له بله طلاق واخلي.

له دې سره سره ځينې استثناوې شته:

  • که څوک د خپلې جوړې له ښکاره او پرله‌پسې ځورونې سره مخ وي او يا يې مقابل لوری په مياشتو مياشتو له نورو سره اړيکه ولري او يا هم له دواړو لورو يو يې له بل چا نه د اولاد راوړلو په حال کې وي او نه شي کولای يو کال د بېلېدلو لپاره انتظار وکړي؛ کولای شي له يو کال بېل تېرولو وړاندې له يو بله بېل شي.
  • که له دواړو لورو يو يې له بېلوالي سره موافق نه وي او د اړيکې د نه خرابۍ لپاره سم دلايل ولري؛ مقابل مېړه يا ښځه بايد د يوه کال پر ځای درې کاله يوازې تېر کړي او وروسته په رسمي ډول سره بېل شي.

له رسمي بېلېدلو وړاندې تاسې بايد ثابته کړئ چې يو (يا درې کاله) مو يوازې تېر کړي دي. د بېلېدلو دا يو يا دې کاله په فزيکي او اقتصادي ډول له بېلوالي سملاسي وروسته پیل کيږي. د بېلګې په ډول چې بانکي اکونټونه مو سره بېل کړئ او نور په يوه اپارتمان کې ژوند ونه وکړئ. که د کور بېلول ناشوني وي او لا هم په يوه کور کې اوسېږئ؛ بايد د خوب کوټې مو سره بېلې وي او يو له بله بېل او خپلواک ژوند وکړئ. که مقابل لوری مو له بېلتون سره موافق نه وي؛ سپارښتنه کيږي چې هغه ته يو ليک (Einschreiben) ولېږئ او په ډاګه کړئ چې تاسې بېلېدل غواړئ او د ليک پوستي رسيد له ځان سره وساتئ.

مهم: تاسې کولای شئ د بېلېدو غوښتنليک د بېلوالي د کال يا کالونو له بشپړېدلو يو څه وړاندې ولېږئ ځکه د محکمې پرېکړه په معمول ډول څو مياشتې وخت نيسي.

څنګه کولای شم د بېلېدو غوښتنه وکړم؟

د بېلېدو غوښتنه بايد ستاسې يا ستاسې د ژوند د ملګري/ملګرې د اوسېدو د ځای په کورنۍ محکمه کې وشي. دا غوښتنه بايد په رسمي ډول د يوه وکيل په وسيله وشي (Anwaltzwang) ځکه تاسې خپله دا کار نه شئ کولای. د دې کار لپاره بايد يو وکيل وګمارئ څو ستاسې غوښتنه په محکمه کې ثبت کړي. د وکيلانو ډاټابېس له لارې کولای شئ په خپل شاوخوا کې يو وکيل ومومئ.

له دواړو لورو د يوه له لوري د وکيل ګمارل بسنه کوي. بل کس ته به د محکمې له لوري خبر ورکړل شي او وروسته به مالومه شي چې هغه موافقت کوي او که نه. دواړه اړخونه هم د بېلېدو غوښتنه کولای شي خو په دې صورت کې بايد دواړه بېل بېل وکيلان ولري.

کوم لګښتونه بايد په پام کې ولرم؟

د بېلېدلو په پروسه کې د محکمې او وکيل لګښتونه بايد د دواړو خواوو له لوري ورکړل شي. د محکمې فيس د ۴۵۰ څخه تر ۸۰۰ يورور پورې دی او له دواړو لورو هر يو يې بايد له ۲۲۵ تر ۴۰۰ يورو تحويل کړي.

په محکمه کې د بېلېدلو د غوښتنې د ثبت لپاره وکيل ته اړتيا ده. که ستاسې تر منځ ډېر داسې مسایل وي چې له محکمې د باندې مو توافق نه ورباندې راځي؛ وکيل به يې د ښه حل لپاره مرسته وکړي. که ستاسې مقابل لوری وکيل ولري او تاسې يې ونه لرئ؛ په مالي او سرپرستۍ برخو کې د محکمې پرېکړه ښايي ستاسې په زړه نه وي.

د بېلوالي متخصص وکيلان له ۱٬۵۰۰ تر ۲٬۰۰۰ يورو فيس اخلي. که د دواړو لورو تر منځ د نظر اختلاف او ستونزه وي؛ ښايي دا لګښتونه نور هم لوړ شي. د وکيل ګمارلو پر مهال مو پام وي چې هغه د کورنۍ او بېلوالي چارو تخصص ولري. که په جرمني کې د استوګنې سند مو د واده له مخې ترلاسه کړی وي؛ دا به غوره وي چې يو داسې وکيل وګمارئ چې د استوګنې له حقونو او نړيوالونو قوانينو سره بلدتيا ولري. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د قضايي پروسې لګښتونه) کې لوستلای شئ.

که ستاسې عايد لږ وي او يا هېڅ عايد ونه لرئ؛ کولای شئ د دولتي مرستې (Verfahrenskostenhilfe) غوښتنه وکړئ څو ستاسې حقوقي لګښتونه پوره کړي. په دې برخه کې هم وکيل له تاسې سره مرسته کولای شي او که غوښتنه مو ومنل شي؛ دولت به د بېلېدلو لپاره ستاسې حقوقي لګښتونه ورکړي.

 

د بېلوالي لپاره کوم مسایل بايد په پام کې ونيول شي؟

د طلاق پر مهال بايد ډېرو مسايلو ته پام وشي. د بېلګې په توګه:

  • که د واده په تړون کې مو څه نه وي ليکلي؛ له واده وروسته ټوله ترلاسه شوې شتمني د بېلوالي پر مهال د دواړو لورو تر منځ وېشل کيږي. دې کار ته د جايداد يا شتمنيو تعادل (Vermögensausgleich يا Zugewinnausgleich) وايي. د دې تر څنګ هغه شتمنۍ چې دواړو لورو له واده وړاندې درلودې؛ نه وېشل کيږي. که د واده په تړون کې مو ليکلي وي چې د دواړو لوريو ټولې شتمنۍ شريکې دي (Gütergemeinschaft)؛ د بېلېدلو پر مهال بايد هر څه سره ووېشل شي. همدا شان که د واده په تړون کې په ډاګه شوي وي چې له واده وړاندې او وروسته د هر چا شتمني د هغه خپله ده (Gütertrennung)؛ د بېلېدلو پر مهال به هم هر څوک خپل مال وړي او هېڅ شی به ونه وېشل شي. د بېلوالي پر مهال بايد ټوله هڅه وشي چې له محکمې د باندې د شتمنيو پر وېش توافق وشي. که دا کار ناشونی وي؛ وکيل به مرسته وکړي چې د شتمنيو د وېش لپاره په محکمه کې غوښتنه ثبت کړي. په ياد مو وي چې دا ډول غوښتنه به د وکيل او محکمې فيس لوړ کړي.
  • د بېلوالي د کال يا کالونو پر مهال او همدا شان له بېلېدو وروسته دواړه لوري اړ دي چې يو د بل د ساتنې لپاره مالي بسپنه (Lebensunterhalt). ورکړي. يعني که يو لوری ونه شي کړای د خپل ژوند لګښتونه پوره کړي؛ بل لوری يې يايد مرسته وکړي. دا مرسته هغه وخت اړينه ده چې يو لوری د اولاد ساتنې، ډېر عمر، روغتيايي شرايطو، بېکارۍ يا حرفوي زده‌کړو له کبله ونه شي کړای چې پیسې وګټي او د خپل ژوند ضرورتونه پوره کړي. په داسې حالاتو کې مېړه يا مېرمن بايد د هغو اولادونو لګښتونه هم ورکړي چې له مقابل لوري سره اوسيږي. د دې پیسو کچه د واده پر مهال له مالي حالت سره تړلې ده. البته په ياد مو وي چې مرسته کوونکی کس بايد مناسب عايد ولري او خپل لګښتونه پوره کړای شي. د کورنيو قوانينو له مخې که مقابل لوری کافي عايد ونه لري؛ تاسې له هغه د مالي ملاتړ ترلاسه کولو غوښتنه نه شئ کولای. په داسې حالاتو کې به اړوند کسان دولتي مرسته ترلاسه کړي. که ممکنه وي؛ دا به ښه وي چې دواړه لوري د ساتنې د پیسو په اړه له محکمې د باندې توافق وکړي. که دا کار ناشونی وی؛ کولای شئ په محکمه کې د وکيل په مرسته عريضه وکړئ. البته دا کار به هم د بېلوالي اړوند په لګښتونو يو څه نور ورزيات کړي. 
  • که ښځه او مېړه ګډو اولادونه ولري؛ له بېلېدو مخکې بايد دې توافق ته ورسيږي چې بچيان له چا سره پاته کيږي او سرپرستي يې يو کس که په شريکه کيږي. که يو کس د اولادونو سرپرستي پر غاړه واخلي؛ يوازې هغه د اولادونو لويوو مسؤول ګڼل کيږي. سرپرست مور يا پلار دا پرېکړه کوي لري چې اولادونه له چا سره وګرځي يا چېرته ژوند وکړي او يا کوم وړکتون يا ښوونځي ته ولاړ شي. د اولادونو د کتلو قانون (Umgangsrecht) له مخکې هغه مور يا پلار چې د اولادونو سرپرست نه وي؛ کولای شي په منظم ډول له خپلو اولادونو ليدونه وکړي. په دې اړه هم دواړه لوري له محکمې د باندې توافق کولای شي. که توافق ونه شي؛ محکمه به د سرپرستۍ او کتلو په اړه خپله پرېکړه وکړي. په داسې حالاتو کې د ماشومانو آرامۍ او خوښۍ ته لومړيتوب ورکول کيږي. دا به ښه وي چې دواړه لوري په دې اړه له محکمې د باندې توافق وکړي. که دا کار ناشونی وی؛ کولای شئ په محکمه کې د وکيل په مرسته عريضه وکړئ. البته دا کار به هم د بېلوالي اړوند په لګښتونو يو څه نور ورزيات کړي.
  • له بېلېدلو وروسته د تقاعد شراکت (Versorgungsausgleich) قانون په دواړو لورو پلی کيږي. د اصولو له مخې هر څومره ډېر کار مو چې کړی وي او هر څومره ډېرې پيسې مو چې ګټلې وي؛ هماغومره ډېر د تقاعد معاش ترلاسه کوئ. په واده کې ډېر مهال يو طرف ډېر وخت پر کور پاته کيږي څو بچيان وساتي او په پایله کې له مقابل کس څخه لږ معاش او لږ تقاعد ترلاسه کوي. د بېلوالي پر مهال د ډېر تقاعد لرونکی کس بايد د خپل تقاعدي معاش يوه برخه خپل مېړه يا ښځې ته ورکړي. د بېلوالي په پروسه کې محکمه پرېکړه کوي چې د تقاعد له معاشه څومره يې مقابل کس ته ورکړل شي.

مهم: که دواړه مېړه او ښځه له بېلوالي وروسته د خپلو مسؤوليتونو او حقونو په اړه توافق ته ونه رسيږي؛ محکمې ته له تګ وړاندې کولای شي د يوه منځګړي په مرسته لانجه فیصله کړي. منځګړيتوب کولای شي ستاسې د ډېر وخت او پیسو ضایع کېدو مخه ونيسي. د منځګړيتوب او مشاور په مرسته کولای شئ د اولادونو د ساتنې، سرپرستۍ، وېش او نورو مسایلو د حل لپاره لارې چارې ومومئ. تاسې کولای شئ له تقاعد پرته د هر څه په اړه توافق وکړئ. یوازې د تقاعد د پیسو وېش او محاسبه د محکمې کار دی. پر (bmev.de) وېبسایټ کولای شئ په خپله سيمه کې د بېلوالي لپاره د منځګړيتوب خدمتونه ومومئ.

 

د بېلوالي پروسه کومې مرحلې لري؟

لومړی ګام د يوه وکيل ګمارل دي څو ستاسې غوښتنه په محکمه کې ثبت کړي. محکمه دا عريضه ارزوي او بيا يې ستاسې مېړه يا مېرمنې ته ليږي او د ځواب غوښتنه يې کوي. په همدې حال کې محکمه دواړو خواوو ته ځينې فورمې ليږي چې ډکول غواړي او په مرسته يې ستاسې د تقاعد معاش او د هغو د مناسب وېش محاسبه کيږي. د محاسبې دا پروسه ښايي تر شپږو مياشتو وخت واخلي. کله چې هر څه حل شي؛ محکمه به تاسې ته د رسمي بېلېدلو لپاره وخت او نېټه په نښه کړي. په دې ټاکل شوې نېټه بايد مېړه او مېرمن او وکيل په کورنۍ محکمه کې حاضر وي. دواړه لوري بايد د خپلې پېژندنې کارتونه، پاسپورتونه، او (که وغوښتل شي) د کورنۍ ثبت سند له ځان سره ولري. که تاسې په جرمني کې واده کړی وي؛ کولای شئ د مدني ثبت له ادارې (Standesamt) څخه د کورنۍ د ثبت يوه کاپي ترلاسه کړئ.

د کورنۍ محکمې ناستې عمومي او ښکاره نه دي. په دې غونډو کې کتونکو او مېلمنو ته د ګډون اجازه نشته. د ناستې پر مهال به محکمه ټولې ناحل شوې ستونزې وڅېړي او خپله پرېکړه به وکړي. په پای کې به بېلوالی په رسمي ډول اعلان کړي او د بېلوالي سند (Scheidungsbeschluss) به درکړل شي.

د بېلوالي د پروسې اوږدوالی ستاسې د واده د مودې له اوږدوالي او د شتمنيو له کچې سره اړه لري. په عمومي ډول که دواړه لوري په ټولو مسايلو توافق سره ولري؛ ډېره شتمني ونه لري او له واده يې هم ډېر وخت نه کيږي؛ لږ تر لږه څلور تر شپږو مياشتو وخت ته اړتيا ده څو په رسمي ډول د بېلوالي سند ترلاسه کړي. که د شتمنيو، د ساتنې لګښتنو يا سرپرستۍ حقونو په اړه اختلافونه موجود وي او يا مو د واده ډېر وخت شوی وي؛ د بېلوالي پروسه ښايي يو کال يا زيات وخت ونيسي.

آيا د بېلوالي له کبله د استوګنې د اجازې له لاسه ورکولو شونتيا شته؟

که د استوګنې اجازه مو د واده له مخې ترلاسه کړې وي؛ ښايي له بېلوالي وروسته يې له لاسه ورکړئ. که جرمني ته د کورنۍ له غړو سره د يوځای کېدلو قانون له مخې راغلي ياست او د کورنۍ پنا غوښتنه مو نه وي کړې؛ د استوګنې اجازه مو د واده له دوام سره اړه لري. دا خبره په هغه حالت کې هم د پلي کېدو وړ ده چې په جرمني کې د استوګنې اجازې ترلاسه کولو يوازینی دليل مو دلته واده کول وي.

که له واده کولو مو درې کالونه وتلي وي؛ د استوګنې اجازه به مو له بېلېدو وروسته د يوه بل کال لپاره تمديد شي. له يوه کال وروسته کولای شئ په خپلواک ډول په جرمني کې د استوګنې اجازې ترلاسه کولو غوښتنه وکړئ. که له واده کولو مو له درې کالونو کم وخت کيږي؛ د استوګنې د اجازې موده مو نه تمديديږي او ښايي له مېړه يا مېرمنې له بېلېدو وروسته نوره هم لنډه شي. په بله وينا د بهرنيانو چارو اده ښايي له تاسې غوښتنه وکړي چې له رسمي بېلېدلو وروسته جرمنی پرېږدئ. په داسې حالت کې کولای شئ د استوګنې د مودې د لنډېدو پر وړاندې دعوا وکړئ. د دې کار لپاره بايد له يوه وکيل سره اړيکه ونيسئ. مشورتي مرکزونه او وکيلان زموږ د پلټونکي ماشين په مرسته موندلای شئ. هلته د خپل ښار نوم او د (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) په شان توري وليکئ او پلټنه وکړئ.

په ځينو خاصو شرايطو کې که د واده درې کاله هم نه وي پوره شوي؛ ښايي د استوګنې د اجازې وخت تمديد شي:

  • که له مېړه يا مېرمنې اولاد ولرئ؛ سرپرستي يې وکړئ؛ په منظم ډول له هغه سره اړيکه ولرئ او يا يې مالي ملاتړ وکړئ؛ د اوسېدو اجازه به مو له بېلوالي وروسته هم تمديد شي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (په جرمني کې زېږېدلو ماشومانو د استوګنې اجازه) کې لوستلای شئ.
  • که خپل واده د مقابل کس د ښکاره او دوامدار زور زياتي او ځورونې له کبله پای ته ورسوئ؛ د استوګنې اجازه به مو تمديد شي. په دې اړه ښايي د مېړه يا مېرمنې پر وړاندې ممکنه جنايي اتهام يا د ښځو د پناځای له لوري يو ليک د ثبوت په توګه ومنل شي.
  • که ستاسې د استوګنې د سند لغوه کېدل د دې سبب کيږي چې تاسې داسې هېواد ته بېرته ولاړ شئ چې ژوند مو پکې په خطر کې وي؛ د اصولو له مخې به مو د استوګنې د اجازې موده تمديد شي.

په ځينو مواردو کې ممکنه ده چې له بېلېدو وروسته هم د استوګنې اجازه د ماهر کارګر يا حرفوي زده‌کړو د زده‌کوونکي په توګه تمديد شي. مشورتي مرکزونه او وکيلان زموږ د پلټونکي ماشين په مرسته موندلای شئ. هلته د خپل ښار نوم او د (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) په شان توري وليکئ او پلټنه وکړئ.

د بېلوالي نورې پایلې به څه وي؟
  • که د واده پر مهال مو کورنی نوم يا تخلص بدل کړی وي؛ کولای شئ د وګړو د ثبت سيمه‌ييزې ادارې ته ورشئ او خپل پخوانی کورنۍ نوم خپل کړئ. که څه هم کولای شئ د خپلې پخوانۍ جوړې اخستل شوی نوم وساتئ.
  • دا چې نور مجرد ګڼل کېږدئ؛ د ماليې درجه (Steuerklasse) به مو بدله شي.
د واده فسخ کېدل (Aufhebung der Ehe) څه دي؟

د واده فسخ کېدل او بېلېدل يا طلاق توپير سره لري. محکمه يو واده هغه وخت فسخ کيږي چې قوانينو له مخې نه وي ترسره شوی. يو وده ښايي په لاندې حالاتو کې فسخ شي:

  • واده په داسې حال کې شوی چې يو يا دواړو لورو د واده کولو محدوديت درلود.
  • له دواړو لورو يو يې د واده کولو لپاره قانوني شرايط نه پوره کول.
  • له دواړو لورو يو يې د واده پر مهال د واده لپاره قانوني سن نه درلود.
  • واده د دوکې يا ګواښ په پایله کې شوی و.
  • واده د ځينو ګټو لپاره په درواغو (Scheinehe) شوی و.

د واده په اړه نور مالومات زموږ د (واده کول) په څپرکي کې لوستلای شئ.

مهم

مخکې له دې چې د بېلېدلو لپاره ګام پورته کړئ؛ هڅه وکړئ چې خپلې ستونې د واده په مشورتي ناستو کې حل کړئ. د وده په اړه مشورتي ناستې هره يوه په معمول ډول له ۷۰ تر ۱۰۰ يورو لګښت لري. دا لګښتونه بايد خپله ورکړئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: