په جرمني کې د سپورتي کلبونو غړیتوب

اوسمهالیز 05.09.2023

څنګه د سپورتي کلب غړي شو؟

مهمه نه ده چې تاسې باسکټبال، نڅا، لامبو یا هم کومه بله لوبه کوئ؛ په جرمني کې د ورزش کولو لپاره بېلابېلې لارې شته. له دې لارو یوه یې په سپورتي کلب کې د غړیتوب تر لاسه کول دي. په سپورتي کلبونو يا ټولنو کې له ملګرو او د کورنۍ له غړیو سره د خپلې خوښې لوبې کولی شئ او یا هم نوې لوبه تجربه کړئ. په جرمني کې په هر ښار او سیمه کې سپورتي کلبونه موندلی شئ.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

ورزشي کلب څه شی دی؟

هغه ډله خلک چې یوځای او ګډ لوبيږي، سپورتي کلب يا سپورتي ټولنه بللی شو. په جرمني کې د سپورتي ټولنو د جوړولو لپاره بېلابېلې لارې شته. ډېره معموله لار دا ده، چې خلک په کلبونو کې سره یو ځای کېږي. کلب په اصل کې د خلکو هغه ډلې ته ویل کېږي چې غواړي بېلابېل کارونه یو ځای تر سره کړي. د ورزش سربېره کېدی شي د شخصي او سیاسي ګټو یا هم د سرګرمۍ لپاره رامنځته شوی وي کلبونه جوړ شي. دا ډله باید د خپل ټولنه/ټولنې له لارې پیسې ونه ګټي او د اوږدې مودې لپاره ټولنه موجوده وي. د ملګرو د سرګرمۍ تر څنګ د ټولنه او ټولنې لپاره ځینې مقرارت هم شته دي.

د ټولنې د جوړونې لپاره باید قانوني پروسې بشپړې شي. د بېلګې په توګه هره ټولنه د یو چا له خوا جوړېږي او څوک یې باید مشري پر غاړه واخلي، نو باید مشري او مدیریت یې وشي. غړیو ته یې د مدیره هیت بورډ وایي. د ټولنې ټول غړي کولی شي، مدیره هیت وټاکي او ټاکنو ته درېدلی شي. غړي یې هغه څوک دي چې په ټولنه کې ګډون کوي، د ټولنې چارې پر مخ وړي او بېلابېل کارونه پکې تر سره کوي. د بېلګې په توګه، ځینې یې مالي چارې تنظیموي ځینې هم ټرینګونه دایروي، خو ټول غړي یې اړ نه دي چې حتمن باید یو کار وکړي. په هر صورت په ټولنه کې کار داوطلبانه او ډېری وخت بې معاشه وي. دا چې ټولنه باید څه ډول رامنځته شي، د تشکیل په اړه یې په اساسنامه کې یادونه کېږي. په اساسنامه کې د ټولنې موخه او دا چې څو ځله عمومي غونډې تر سره شي، هم په ګوته کېږي. همدارنګه کولی شي په قوانینو کې ذکر کړي چې د دې ټولنې غړي د غړیتوب لپاره یوه ټاکلې اندازه پیسې ټولنې ته ورکړي او دا اندازه باید څومره وي.

په رسمي توګه ټولنه هغه وخت له محکمې سره ثبت کېږي، چې کله یې غړي په محکمه کې ثبت شي. دا ټولنه بيا په يوه عمومي لړ کې ځای پرځای کيږي. دغه لیست ته د ټولنو د ثبت لېست وایي، چې د نوم په پای کې بېلابېل مخففونه لري. د بېلګې په توګه  "e.V.".  د ثبت شوې ټولنې (eingetragener Verein) مخفف دی او په دې مانا دی چې دا ټولنه قانوني حیثیت لري. نو ځکه دا ټولنه په محکمه کې د یوه عادي کس په توګه خپل حقونه او قوانین لري. دا امر د ټولنې د هغه غړیو لپاره ډېر مهم دی، چې د ټولنې چارې پر مخ وړي. هغوی شخصا محکمې ته مسؤول نه دي خو ټولنه مسؤوله ده. 

په سپورتي کلبونو کې څه ډول لوبې کېږي؟

په ټولو سپورتي کلبونو کې یو شان لوبې نه کېږي. دا ډېری وخت په دې پورې اړه لري چې د یوې لوبې د خوښوونکو شمېر څومره دی؛ د تمرین لپاره کافي ځای، یا هم د تمرین ورکولو لپاره په کافي اندازه روزونکي شته کنه. نو ځکه ځینې کلبونه یوازې د یو ډول ورزش د تمرین لپاره جوړ شوي وي او دا کلبونه معمولا کوچني وي. خو په لویو کلبونو کې کېدبی شي بېلابېل ورزشونه ترسره شي. ډېر وخت ښايي په توپ سره کېدونکې لوبې وي لکه فوټبال، هنډبال او باسکټبال، خو په اکثره کلبونه کې نڅا، ورزشي او جمناستکي لوبې هم کېږي. د ډېری کلبونو نومونه د اړوند سپورت نوم لري. د بېلګې په توګه د جمناستک کلب، خو دا په دې مانا نه ده چې یوازې د جمناستک لوبې پکې کېږي؛ دوی هلته نورې لوبې هم کوي. دا غوره ده چې د کلبونو له ویبپاڼو لیدنه وکړئ. د ورزش د ډول په اړه بشپړ معلومات هلته لوستلی شئ.

خپل کور ته نږدې کلب څنګه موندلی شم؟

د خپل ښار پر ویبپاڼه د ورزشي کلبونو په اړه او همدارنګه په مالوماتي برخه کې د ورزشونو د ډولونو په اړه په کافي اندازه مالومات لوستلئ شئ. همدارنګه د ګوګل له لارې هم په خپله سیمه کې نږدې کلب موندلی شئ. د بېلګې په توګه د خپل ښار نوم او ورپسې د هغه ورزش نوم چې تاسې یې کوئ ولیکئ، پر ګوګل به یې په اړه بشپړ معلومات پیدا کړئ.

د مېرمنو او نجونو لپاره ځانګړي ورزشي کلبونه شته؟

په ډېری کلبونو کې داسې ټیمونه او د تمرین کولو ډلې شته چې یوازې د مېرمنو او نجونو لپاره یا هم د هلکانو او نارینو لپاره وي. دا په ځانګړیو حالاتو کې هغه ډول ورزشونه دي، چې ټیمونه یا هم لوبغاړي د یو او بل پر وړاندې سیالۍ کوي. د بېلګې په توګه، فوټبال یا باسکټبال یا هم د ټینس او جمناستک ټیمونه. ټیمونه او لوبغاړي د عمر په اساس سره بېلېږي، دا په دې مانا، چې یوازې هم‌عمره کسان یو ځای تمرین کولی شي او په سیالیو کې هم همدا قانون پلي کېږي. همدارنګه یوازې هم‌عمره او همجنسه لوبغاړي د یو او بل پر وړاندې لوبه کولی شي. خپلې سیمې ته د نږدې کلب د موندلو په اړه معلومات «چېرته نږدې کلب موندلی شم» په برخه کې معلومات لوستلی شئ.

د معلولیت لرونکو کسانو لپاره څه ډول ورزشونه شته؟

د معلولیت لرونکو کسانو لپاره ورزشي کلبونه یوازې محدود شمېر ورزشونه وړاندې کوي. په لویو ښارونو کې ښایي داسې کلبونه ومومئ چې پارا سپورت په شان ورزشونه پکې وي. د جرمني د معلولو کسانو ټولنه (Behindertensportverband e.V.) پر www.parasport.de/. ویبپاڼه د معلولوکسانو لپاره بېلابېل سپورتونه وړاندې کوي. په دغه پته همدارنګه تاسې په خپله سیمه کې هم د معلولو کسانو لپاره ورزشي کلبونه موندلی شئ. په دې اړه لا ډېر مالومات زموږ د معلول کسان په څپرکي کې ولولئ.

د ځوانانو او ماشومانو لپاره ځانګړي کلبونه شته؟

په جرمني کې د ځوانانو او ماشومانو لپاره ځانګړي کلبونه ډېر کم پیدا کېږي. ډېری ورزشي کلبونه د ډلو او ټیمونو په بڼه د هر عمر کسانو ته ورزشونه وړاندې کوي. په بېلابېلو ورزشي کلبونو کې د ماشومانو او نویو ځوانانو لپاره ټیمونه پیدا کولی شئ. په داسې ټیمونو کې هم‌عمره ماشومان او نوي ځوانان یو ځای لوبه کوي. په ځینو ټیمونو کې د نجونې او هلکانو لپاره بېلابېل ټیمونه شته، چې دوی لوبه پکې کولی شي. په دغو ځانګړو ورزشونو کې ماشومان او ځوانان د یو بل پر وړاندې لوبې کولئ شي.

همدارنګه کولئ شئ د خپلو ماشومانو او نویو ځوانانو لپاره د خپل ښار یا ښاروالۍ پر وېپاڼه ورزشي کلبونه پیدا کړئ. د دې تر څنګ پر ګوګل یې پلټنه وکړئ. لومړی مو د ښار نوم ولیکئ وروسته هغه ورزش چې ستاسو د ماشومانو او ځوانانو خوښېږي کولئ شي ولیکئ او په اړه یې پلټنه وکړئ. په دې ډول به په خپله سیمه کې به د کلبونو لیسټونو ومومئ.کولئ شئ، چې د ځوانو کډوالو د مشورتي ادارې سره په اړیکه کې شئ. دا اداره له تاسې سره د یوه ښه کلب په موندنه کې مرسته کولئ شي. په خپله سیمه کې دا مشورتي ادارې د JMD پر ویبپاڼه موندلی شئ.

ولې باید د ورزشي کلب غړیتوب تر لاسه کړم؟

ورزش کول نه یوازې ستاسو بدن ته ګټه لري، بلګې ستاسې ذهن هم ارامولی شي. تاسې د تمرین په جریان کې کولئ شئ چې نوي تخنیکونه، لارې چارې، او د لوبې کولو اصول زده کړئ. له یوې ستړې ورځې وروسته ورزش ارامتیا دربښلی شي.

په ورزشي کلبونو کې نوي ملګري پیدا کولئ شئ. په کلبونو کې یوازې هم‌عمره او هم مسلکه کسان نه یو ځای کېږي، بلکې هر ډول خلک یو ځای بېلابېلې سرګرمۍ تر سره کوي. نو ځکه کولئ شئ په اسانۍ په خپله سیمه کې له بېلابېلو کسانو سره په اړیکه کې شئ.  

د ورزشي کلب د غړي په توګه کولئ شئ د ځانګړو کارونو ترسره کولو دنده پر غاړه واخلئ. دا ډول تاسې ډېر نوي څه زده کوئ. په دې ډول یو مسؤولیت پر غاړه اخیستلئ او نوې څه تجربه کولئ شئ. د ځینو کارونو لپاره کولی شئ په ځانګړو ترینګونو کې هم ګډون وکړئ. د بېلګې په توګه، تاسې د ټرېنرانو او روزونکو په توګه په ځانګړیو کورسونو کې ګډون کولئ شئ. د اصولو او قوانیو د زده‌کړې تر څنګ، همدارنګه نوي تخینکونه او د تمرین تجربې زده کوئ.  

په ورزشي کلبونو کې په داوطلبانه توګه کار کول د ځینو ادارو لخوا د ښه ادغام نښه بلل کېږي. دا ستاسو لپاره ډېر مهم دي، د بېلګې په توګه که چېرې تاسې وغواړئ د سختو حالتونو کمیسیون (Härtefallkommission) ته خپل د سخت حالت غوښتنه وړاندې کړئ، ستاسې لپاره ډېر ښه دی. د سختو حالتونو د کمسیون په اړه لا ډېر مالومات زموږ د «د پناه غوښتنې ردېدل» په څپرکي کې ولولئ. داوطلبانه کار درسره مرسته کوي چې د پنځو کالونو پر ځای په درېیو کالونو کې د دایمي اوستوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ. د داوطلبانه کار تر څنګ باید ځینې نور شرایط هم پوره کړئ، په دې اړه لا ډېر معلومات زموږ (د استوګنې دايمي اجازه) په څپرکي کې لوستلئ شئ. همدارنګه که د جرمني د تابعیت اخیستلو ته اپلای کوئ، د اتو کالونو پر ځای کولئ شئ په شپږو کالونو کې تابعیت تر لاسه کړئ. تر څنګ یې باید ځینې نور شرایط هم پوره کړئ. دا چې د جرمني تابعیت ته څنګه اپلای وکړئ، په اړه یې لا ډېر معلومات زموږ (د جرمني تابعيت اخيستل) په څپرکي کې ولولئ.

د ورزشي کلب د غړیتوب لګښت څومره دی؟

د ورزشي کلب د غړي په توګه تاسې باید کلب ته پیسې ورکړئ، چې دا یې د غړیتوب فیس بلل کېږي. چې کلب له تاسو د غړیتوب فیس، د ورزشي وسایلو د کرایه کولو او د ټرېنر فیس اخلي. د ورزشي کلب د غړیتوب د لګښت اندازه په خپله کلبونه ټاکي. د فیسونو د اندازې په اړه مالومات د کلبونو پر ویبپاڼو موندلای شئ. د دې تر څنګ د کلبونو اصول هم پر ویبپاڼو لوستلای شئ. د اصولو له مخې د ورزشي کلب د غړیتوب لګښت لوړ نه وي. د دې کار لپاره ښایي په کلنۍ توګه له ۵۰ تر ۱۰۰ یورو پورې تحویل کړئ.

په کال کې یو ځل باید دا فیس ورکړئ. ځینې کلبونه په کلني یا هم شپږو میاشتو کې فيس غواړي. ښه ده چې په دې اړه له کلب څخه پوښتنه وکړئ. که تاسې زده کوونکی یاست یا مو د کورنۍ کوم غړۍ د کلب غړیتوب ولري، ښايي له تاسې کم فیس واخلي. همدارنګه دا خبره په هغوی چې د اړمنو کسانو پیسې  (Bürgergeld) اخلي  او یا زده کوونکی وي هم پلي کېږي. په دې اړه نور معلومات د ټولنې پر ویبپاڼه ولولئ یا هم په مخامخ توګه له هغوی سره په اړیکه کې شئ.

د غړیتوب لپاره څه مالي مرسته شته؟

ځینې کلبونه د ماشومانو، زده کوونکو او رزوونکو څخه کمه اندازه فیس اخلي، همدارنګه د کم فیس دا تخفيف د کورنۍ د غړیو او هغوی چې د اړمنو کسانو پیسې (Bürgergeld) اخلي هم پلي کېږي. ښه ده، چې په دې اړه له ټولنې څخه پوښتنه وکړئ.

ځینې روغتیایي بېمې مو د غړیتوب لګښت ورکوي او یا مو هم د امتیاز پروګرام (Bonusprogramm) ته معرفي کوي. لهدې پروګرام سره، که خپلې روغتیا ته پاملرنه وکړئ او په ځینې خاصو ورزشي کړنو کې ګډون وکړئ، امتیاز تر لاسه کوئ. د غړیتوب تر څنګ، دا درسره مرسته کوي، چې په منظمه توګه مو د غاښونو چک اپ وکړئ. د ډالۍ په توګه، امتیاز او یا هم ځینې وخت نغدې پیسې ترلاسه کولی شئ. د روغتیا له بیمې مو وپوښتئ چې ایا هغوی د بېمې دا ډول کوم پروګرام لري، یا هم که د ملاتړ د پرواګرام کوم بل وړاندییز درته کوي.

که له دولت څخه د اړمنو کسانو پیسې (Bürgergeld) یا د سوسیال مرستې اخلئ، د ماشوم د غړیتوب لپاره هره میاشت ۱۵ یورو تر لاسه کولئ شئ. په دې اړه لا ډېر مالومات زموږ (د زده کړو او ګډون بسته) په څپرکي کې لوستلی شئ.

څنګه په ورزشي کلب کې ځان ثبتولی شم؟

مخکې له دې چې د کلب غړیتوب تر لاسه کړئ، کولئ شئ چې د یوې ازمایښتي دورې د تمرین لپاره  کلب ته لاړ شئ. په دغه موده کې په تمریني کمپونو کې ګډون کولی شئ او له ټیم او روزونکو سره ښه ځان بلدولی شئ. په دې موده کې په معمول توګه تمرین کول وړیا وي. ښه ده چې په مستقیمه توګه له هماغه کلب څخه پوښتنه وکړئ، په کوم کې چې تمرین کول غواړئ. په دې اړه لا ډېر معلومات « خپلې سیمې ته نږدې کلب څنګه موندلی شم» په برخه کې لوستلی شئ.

که غواړئ چې د کلب غړیتوب تر لاسه کړئ، نو معمولا باید یو فورم ډک کړئ. دا فورم د کلب پر ویبپانه وي او نوم، عمر، پته او ځینې وخت مو د بانک معلومات باید پکې ولیکئ. له نوم ليکنې مخکې باید د کلب ټول اداري اصول او د غړیتوب قوانین په دقیقه توګه ولولئ. په ځانګړې توګه د پرېښودلو وخت په دقیقه توګه ولولئ. ځینې کلبونه د داخلې فیس هم ورزیاتوي، چې معمولا دا فیس ستاسو د منلو فیس بلل کېږي. ځينې وخت ښايي د نورو شيانو لپاره هم اضافي پیسې وغوښتل شي؛ د بېلګې په توګه، لکه د غړیتوب کارټ درلودل.

مهم: که د لوبې یا هم تمرین په جریان کې زخمي کېږئ، د کلب د غړي په توګه روغتیایي بیمه کېږئ. همدرانګه که په ناپامۍ د تمرین یا هم لوبې په جریان کې بل څوک زخمي کوئ اړ نه یاست چې د هغه لګښت ورکړئ.

څنګه مې خپل غړیتوب لغوه کولئ شم؟

خپل غړیتوب باید تل په لیکلې بڼه لغوه کړئ. باید د ټولنې رسمي پتې ته یو لیک ولېږئ. رسمي پته د ټولنې پر ویپاڼه د اړیکې له کالم لاندې موندلئ شئ. ځینې کلبونه د ایمیل په بڼه هم د غړیتوب لغوه کول مني. له خپل کلب سره په دې اړه مشوره وکړئ. په دغه لیک کې ورته لیکئ چې نور نه غواړئ، دا غړیتوب وغځوئ. باید دا پکې ولیکئ چې له کومې نېټې نه غواړئ کلب ته ولاړ شئ. همدارنګه خپل نوم، پته او د غړیتوب شمېره ولیکئ. ځینې کلبونه د غړیتوب د لغوه کولو ځانګړی وخت لري. د بېلګې په توګه، مخشصه نېټه چې خپل غړیتوب لغوه کولئ شئ. ښه ده، چې په دې اړه د کلب اصول ولولئ. باید د خپل غړیتوب د لغوه کولو لیک، د لغوه کولو له نېټې مخکې ولېږئ .له دې پرته ښایي د ډېر وخت فیس ورکولو ته اړ شئ.

مهم: د بیا لاک‌ډون په صورت کې بیا خپل غړیتوب نه شئ لغوه کولئ. همدارنګه له ځانګړې مهلت پرته خپل غړیتوب نه شئ لغوه کولئ. دا ځکه چې د کلب د غړي په توګه د غړیتوب لپاره پیسې ورکوئ، نه دا چې ځانګړې ورزشي فعاليت وکړئ. همدرانګه که د یوه مشخص کورس فیس ورکړئ او هغه شروع نه شي نو پیسې مو بېرته ترې اخیستلی شئ.

که وځورول شم، یا توپیري چلند راسره وشي له چا مرسته غوښتلی شم؟

تاسې باید هېڅ کله توپیري چلند او ځورول ونه زغمئ. که د کلب کوم غړی مو ځوروي یا هم درسره توپیري چلند کوي روزونکی مو پرې خبر کړئ. هغوی درسره د حللارې په پیدا کولو کې مرسته کولئ شي. که مو روزونکی درته ستونزې جوړوي نو له خپل ټیم سره دا ستونزه شریکه کړئ. که د کلب غړی یا هم روزونکی دا ستونزه پېښوي نو د کلب له بورډ سره په اړیکه کې شئ. په ځینې کلبونو کې د خپل منځي جګرو د مخنیوي لپاره د اړيکې کس وي، چې اړیکه ورسره نیولی شئ. په دې اړه د مالوماتو لپاره د خپل کلب ویبپاڼه وګورئ.

له کلب د باندې د توپیري چلند پر وړاندې د مبارزې له دفترونو (Antidiskriminierungsstelle) سره په اړیکه کې کېدلئ شئ. د هغوی مشورتي ټیم به مرسته درسره وکړي. په خپله سیمه کې د تبعیض پر وړاندې د مبارزې د فدرالي ادارې له مشورتي دفتر سره اړیکه ونیسئ.  د دې تر څنګ له IBIS e.V. د مشورتي ادارې سره د موبایل له لارې د لیدو وخت واخلئ او هغوی ته خپله ستونزه ووایئ، دا مرستې وړیا دي.

اړین: که د ارامۍ احساس نه کوئ، اړینه نه ده چې په ټاکلي وخت مو باید د لغوه کېدو راپور استولی وي. کولئ شئ چې د لغوه کېدو له ټاکلي وخت مخکې هم خپل غړیتوب لغوه کړئ.

مهم

تر اوسه مو د ځان لپاره مناسب ورزش نه دی پیدا کړئ؟ د المپیک نړیوالې کمیټې د ټولو ورزشونو په اړه پر خپله ویبپاڼه د نړۍ په ۱۳ ژبو باندې معلومات خپاره کړي، چې له تاسو سره د مناسب ورزش په پیدا کولو کې مرسته کولئ شي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: