د جرمني ژبې د زدهکړې لپاره د کار اړوند ډېر کورسونه شته. په اساسي موډلونو کې کولای شئ د جرمني ژبې عمومي مهارتونه لوړ کړئ. په ځانګړي موډل کې بيا کولای شئ په ځانګړو برخو تمرکز وکړئ. په اساسي موډلونو کې کولای شئ د جرمني ژبې د B1، B2 يا C1 په کچه کورس ته ورداخل شئ او د C2 تر کچې زدهکړه وکړئ . په ځانګړو موډلونو کې د بېلګې په ډول د دندې اړوند تخنيکي او حرفوي اصطلاحات زده کولای شئ. که لا مو هېڅ ژبه نه وي زده کړې؛ کولای شئ دا ځانګړي موډلونه له A1 يا A2 کچې پیل کړئ.
د دندې لپاره د جرمني ژبې کورسونه
څنګه کولای شم تر لوړې کچې د جرمني ژبې زدهکړې ته دوام ورکړم؟

که د انټګراڅيون يا د جرمني ژبې بل کورس مو بشپړ کړی وي او غواړئ نوره جرمني ژبه هم زده کړئ؛ کولای شئ د دندې لپاره د جرمني ژبې په کورس (Deutsch für den Beruf - Berufssprachkurse) کې ګډون وکړئ. دې کورس ته (berufsbezogene Deutschsprachförderung) هم وايي. دا کورس به له تاسې سره مرسته وکړي چې د جرمني د کار په مارکېټ کې ګام کېږدئ او يا زدهکړو ته دوام ورکړئ.
زه د دندې لپاره څنګه جرمني ژبه زده کولای شم؟
په کورس کې له بريا وروسته تاسې ته د ګډون تصديقليک (Teilnahmebescheinigung) درکول کيږي. که کورس مو په يوه عمومي ازموينه ختم شي؛ تاسې د سرچينو لپاره د اروپايي ټولنې د چوکاټ له مخې د ټولو مرحلو په ګډون د ژبې د زدکړې يو بریليک او د ازموينې په بېلابېلو برخو کې د نمرو پاڼه (Deutschzertifikat) درکول کيږي.
پام مو وي چې هغه مسلک ته په کتو چې غواړئ کار پکې وکړئ او يا هغه زدکړو ته چې غواړئ ګډون پکې وکړئ؛ ښايي له تاسې د جرمني ژبې د تخصصي ازموينې (Fachsprachenprüfung) يا پوهنتون ته د تلو لپاره د جرمني ژبې ازموينې (Deutsche Sprachprüfung für den Hochschulzugang) په شان ځانګړو ازموينو يا سندونو غوښتنه وشي. له دې مخکې چې په ازموينه کې ګډون وکړئ؛ ځان ډاډه کړئ چې د يوې دندې د پيل يا زدکړو د پیل لپاره څه ډول سند ته اړتيا لرئ.
مهم
که په خپل وطن کې مو لوړې زدهکړې ترسره کړې وي او غواړئ په جرمني کې د ډاکټر، درمل جوړوونکي (فارمسست) او يا ارواپوه په توګه کار وکړئ؛ بايد د جرمني ژبې د تخصص يوه ازموينه ورکړئ. که په ازموينه کې بريالي شئ؛ کولای شئ په يادو شوو دندو کار وکړئ. ازموينې ته د تياري لپاره غوره ده چې جرمني ژبه د C1 تر کچې پورې زده کړئ. د دې کورسونو پلټلو لپاره په جابسنټر يا کار اداره کې ستاسې اړوند مامور له تاسې سره مرسته کولای شي.