بافوګ د فدرالي زدکړو د مرستې قانون (Bundesausbildungsförderungsgesetz) مخفف دی. بافوګ د محصلينو لپاره يو دولتي مرستندوی پروګرام دی. په عمومي ډول هغه جرمنيان او ځينې بهرنيان چې خپله يا مور او پلار يې د دوی د زدهکړو لګښتونه نه شي ورکولای؛ د دې مرستې ترلاسه کولو غوښتنه کولای شي. د یوه اصل له مخې محصلين نه شي کولای له جابسنټر يا سوسيال څخه مالي مرسته ترلاسه کړي؛ بافوګ له دوی سره د زدهکړو په بشپړولو کې ډېره مرسته کوي.
دا مرسته دوې مساوي برخې لري چې يوه برخه يې مرسته او بله يې بېسوده دولتي قرض دی. دا په دې مانا چې له فراغت او کار موندلو وروسته د درکول شوو پیسو يوازې نيمايي او پرته له کوم سوده بېرته دولت ته ورکول کيږي. بافوګ يوازې د زدکړو د معيارې دورې (Regelstudienzeit) لپاره تر لاسه کولای شئ. د دې دورې وخت ستاسې د زدکړو له څانګې او پوهنتون سره تړاو لري. که إضافي وخت ته اړتيا لرئ؛ کولای شئ د وخت د تمديد غوښتنه وکړئ خو په ياد مو وي چې دا تمديد يوازې د يوه يا دوو سمسترونو لپاره وي.