په جرمني کې د محصلانو لپاره کار

اوسمهالیز 22.03.2024

محصلان د څومره پیسو ګټلو او کار کولو اجازه لري؟

که څوک زده‌کړه کوي او د بافوګ (BAföG) په شان مالي ملاتړ نه لري؛ ښايي د تحصيل تر څنګ کار او پیسو ګټلو ته هم اړ شي څو وکولای شي خپل خرڅ او خوراک برابر کړي. په داسې حالاتو کې فرعي دنده يا (Nebenjob) ترسره کولای شئ. دا مهمه نه ده چې تاسې په خپله راتلونکې مسلکي څانګه کې کار کوئ که نه، خو دا ډول دنده د کاري تجربې او پیسو تر څنګ د ګټورو اړيکو جوړولو لپاره هم ښه ده. د داسې دندو ترسره کولو پر مهال ښايي له ځينو پوښتنو سره مخ شئ. د بېلګې په توګه، بيمه به مې څوک ورکوي؟ دا دنده پر بافوګ څه اغېز لري؟ دلته دې او دې ته ورته نورو ګڼو پوښتنو ته ځوابونه وايو.

يادونه: د ښوونځيو زده‌کوونکي د کار اجازه نه لري. 

په څه بايد ځان وپوهوم؟

د محصل په توګه د کار اجازه لرم؟

دا چې په جرمني کې څوک، د ژوند له کوم ډول اجازې سره د کار اجازه لري او څوک يې نه لري، زموږ په بل مالوماتي څپرکي د کار اجازه کې يې ولولئ.که په جرمني کې د زده‌کړو ويزه لرئ، کولای شئ په کال کې يوازې ۱۲۰ بشپړې ورځې او يا ۲۴۰ نيمه ورځې کار وکړئ. د ۲۰۲۴ کال د مارچ مياتشې له لومړۍ نېټې محصلان کولی شي ۱۴۰ بش‍پړ او ۲۸۰ نيمه ورځې کار وکړي. دا مقرره د ماهرو کارګرو د نوي قانون له مخې پلې کيږي. کله چې د ټاکل شوو ورځو له حده تېر شئ، بايد د بهرنيانو چارو اداره (Ausländerbehörde) خبره کړئ. په ياد مو وي چې پرکتيکوم يا عملي کار هم د نورمال کار په توګه ګڼل کيږي؛ که څه هم د ترسره کولو پر مهال يې معاش درنه کړل شي. د پرکتيکوم وخت هم بايد له د محصلينو لپاره د کار له ټاکل شوو ورځو زيات نه شي. البته که څوک الزامي پرکتيکوم ترسره کوي، بيا دا محدوديت نشته.

کومې فرعي يا نيمه وخته دندې ترسره کولای شم؟

په عمومي ډول تاسې هره غير تخصصي دنده ترسره کولای شئ. د محصلانو لپاره معمول دندې ډېر وخت په خوړنځايونو يا رستوارنتونو کې (د کارکوونکي)، د پاکولو په شرکتونو کې (د پاکوونکي) او يا په پلورنځيو کې (د پلورونکي په توګه) موندلای شئ. همدا شان د زده‌کړو په بېلابېلو څانګو کې د استاد د مرستيال په توګه هم کار موندلای شئ. د دې تر څنګ په خپله پوهنتون کې په خپله څانګه کې هم د مرستيال زده‌کوونکي په توګه کار کولای شئ. د مرستيال زده‌کوونکي په اړه نور مالومات پر (campusjeager.de) وېبسایټ موندلای شئ. مرستيال زده‌کوونکي د پوهنتونو په کتابتونو کې کار کوي؛ سيمينار پر مخ بوزي او يا د يوه پروفیسر لپاره د څېړنې مواد ولټوي. پر (nebenjob.de) وېبسایټ د زده‌کوونکو لپاره د ۳۰ دندو يو لړ موندلای شئ.

فرعي دنده چېرته موندلای شم؟

د زده‌کوونکو يا محصلانو لپاره د فرعي يا نيمه‌وخته دندې موندلو ګڼ وېبسایټونه شته. د بېلګې په ډول پر jobmensa.destudentjob.dejobber.denebenjob.de او jooble.org  وېبسایټونو په وېبسایټونو په آسانۍ په خپل شاوخوا کې يوه نيمه‌وخته دنده موندلای شئ. له دې ډلې پر ځينو هغو خپل پروفایل يا پېژنديال هم جوړولای شئ. د دې ډول پېژنديالونو له مخې د هغو دندو اعلانونه په اتومات ډول ستاسې برېښناليک ته راځي کوم چې ستاسې له سي وي سره جوړې وي. په دې ډول هره ورځ د دندو له لټولو خلاصېږئ. په campusjaeger.de  او aubi-plus.com وېبسایټونو هم د محصلانو لپاره کارونه موندلای شئ. په‌ ځينو سترو پوهنتونونو کې ډېر وخت د محصلانو شبکې په اړوند پوهنتون کې محصلانو ته فرعي دندې برابروي. د مرستندوی محصل په توګه د دندو اعلانونه د خپل پوهنځي د اعلانونو په تخته موندلای شئ او يا کولای شئ د خپل پوهنځي په سکرتريت کې پوښتنه وکړئ. همدا شان کولای شئ د لنډمهالي‌دندې يا شرکتي کار په دفترونو کې هم د ځان لپاره دنده ولټوئ. د د ډول کارونو په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي (شرکتي کار) کې لوستلای شئ.

د دندې لپاره د وړ غوښتنليک برابرولو په اړه زيات مالومات هم په بل مالوماتي څپرکي (دنده موندل او د دندې غوښتنه) کې لوستلای شئ.

د څومره کار کولو اجازه لرم؟

د دې لپاره چې د زده‌کړو پر مهال ستونزه درته پېښه نه شي؛ ښه ده چې په اونۍ کې له ۲۰ ساعتونو زيات کار ونه کړئ. که له دې زيات کار وکړئ؛ د نورمال کارکوونکي په توګه شمېرل کېږئ او ښايي په روغتيايي بيمه او بافوګ مو منفي اغېز وکړي. البته د رخصتيو پر مهال نور قوانين پلي کيږي. په دې اړه نور مالومات لاندې په بله برخه کې ولولئ.

د څومره پیسو ګټلو اجازه لرم؟

د اصولو له مخې د يوې ټاکل شوې اندازې پیسو له ګټلو وروسته بايد محصلان هم ټولنيزې بيمې (روغتيا، پالنه، تقاعد) او بيمه ورکړي. ځينې وخت ښايي له دې دواړو يو ورکړئ او دا په دې پورې اړه لري چې څومره پیسې ګټئ او څه کار کوئ. که په مياشت کې له ۵۳۸ يورو (ميني جاب) کمې پیسې وګټئ، د بيمې او ماليې له ورکولو خلاص ياست. البته په ۵۳۸ يورو کې د کرېسمس د ډالۍ او رخصتۍ د پیسو په شان اضافي پیسې هم شاملې دي. له دې د کمو پیسو ګټونکي د نورو اړونده شرطونو په پوره کولو سره کولای شي له خپل مور، پلار، د ژوند ملګرې يا ملګري سره بيمه شي. که نورو مالوماتو ته اړتيا لرئ؛ کولای شئ د (studis-online.de) وېبسایټ ته سر ورښکاره کړئ.

که هره مياشت د ۵۳۸ او ۲۰۰۰ يورو (Midi-Job) تر منځ پیسې ګټئ، نه شئ کولای د کورنۍ بيمې له آسانتيا ګټه واخلئ. په دې حالت کې بايد روغتيايي بيمه خپله ورکړئ. په معمول ډول په دې ډول حالاتو کې د محصلانو يا زده‌کوونکو لپاره د روغتيايي بيمې ارزانه نرخ غوره کولای شئ. په دې اړه هم اضافي مالومات په پورته ياد شوي وېبسایټ کې موندلای شئ. له دې پرته بايد د تقاعد بيمه ورکړئ خو د بېکارۍ او اوږدمهالې پالنې بيمې بايد يوازې هغه وخت ورکړئ چې په اونۍ کې له شل ساعتونو زيات کار کوئ. که په اونۍ کې له شل ساعتونو کم کار کوئ؛ له دې بيمو معاف ياست. که پورته ياده شوې دنده يا ميډي جاب ولرئ؛ بايد له خپله معاشه ماليه هم ورکړئ. د ماليې پیسې به د کار درکوونکی په اتومات ډول ستاسې له معاشه کمې کړي او د ماليې ادارې ته به يې وليږي. د دې کار لپاره هغه ستاسې د بيمې شمېرې (Steuer-ID) ته اړتيا لري. البته د کال په پای کې د حسابونو او ماليې له تصفيې وروسته که مالومه شي چې د ماليې له کلنۍ اندازې مو کمې پیسې ګټلې دي؛ اضافه اخستل شوې پیسې به بېرته درکړل شي. د ماليې د معافيت په اړه نور مالومات پر (mehrwertsteuerrechner.de) وېبسایټ لوستلای شئ.  ډېر وخت د حسباونو او ماليې تصفيه ښه ده ځکه کولای شئ د زده‌کړو او تجارتي اعلانونو پیسې ورزياتې کړئ او د ماليې له ادارې يو څه پیسې بېرته ترلاسه کړئ.  په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د ماليې د حسابونو تصفيه) کې هم لوستلای شئ.

که په مياشتني ډول له ۲۰۰۱ يورو زياتې پیسې ګټئ، د محصلينو لپاره ټول په نظر کې نيول شوي امتيازونه له لاسه ورکوئ او د بايد ټولنيزو بيمو او ماليې پیسې ورکړئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (مينيجاب) کې ولولئ.

آيا د سمستر په رخصتيو کې کار کولای شم؟

که د سمسترونو د رخصتيو پر مهال لنډمهالې دنده ترلاسه کړئ، د ټولنيزو بيمو له ورکولو خلاص ياست. البته د رخصتيو پر مهال په کال کې له درې مياشتو يا ۷۰ کاري ورځو د زيات کار اجازه نه لرئ. که زيات کار وکړئ؛ بايد ټولنيزې بيمې ورکړئ. که د سمسترونو تر منځ د رخصتيو پر مهال، په کال کې له ۲۶ اونيو زيات کار وکړئ، بايد د روغتيايي، پالنې او بېکارۍ د بيمو پیسې ورکړئ.

که د رخصتيو د دندې پر مهال له ۵۳۸ يورو کمې وګټئ، د ماليې له ورکولو خلاص ياست. که له دې زياتې پیسې وګټئ، بايد ماليه ورکړئ. البته د کال په پای کې د حسابونو او ماليې له تصفيې وروسته که مالومه شي چې د ماليې له کلنۍ اندازې مو کمې پیسې ګټلې دي؛ اضافه اخستل شوې پیسې به بېرته درکړل شي. د ماليې د معافيت په اړه نور مالومات پر (mehrwertsteuerrechner.de) وېبسایټ لوستلای شئ. 

آيا د فرعي دندې تر څنګ بافوګ هم ترلاسه کولای شم؟

هو. البته د بافوګ ترلاسه کولو پر مهال او يا په کال کې له ۶٬۴۵۶ یورو څخه د زياتو پیسو ګټلو اجازه نه لرئ. دا پیسې په مياشتني ډول د ۵۳۸ يورويي معاش له اندازې سره برابرې دي. که څوک له دې ډېرې وګټي؛ ښايي بافوګ يې لغوه شي.

آيا زه د تر ټولو لږ اجرې تر پوښښ لاندې راځم؟

هو. محصلين او زده‌کوونکي هم د تر ټولو لږ مزد يا‌ ساعتي اجرې تر پوښښ لاندې دي.په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (کاري تړون) کې لوستلای شئ. په ياد مو وي چې د جبري پرکتيکوم او دوه‌ګونو زده‌کړو (duale Studium) پر مهال دا محدوديت په پام کې نه نيول کيږي.

آيا زه د رخصتۍ حق لرم؟

هو. هر کارکوونکی د رخصتۍ اخستلو حق لري. هر څوک چې په اونۍ کې پينځه ورځې کار کوي؛ په کال کې لږ تر لږه د ۲۰ ورځو رخصتۍ اخستلو حق لري. که په اونۍ کې له پينځو کمې ورځې کار کوئ؛ ښايي د رخصتۍ ورځې مو هم کمې شي.

په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (کاري تړون) کې لوستلای شئ.

مهم

پام مو وي چې د دندې پلټلو او اخستلو پر مهال شرطونو ته پام وکړئ. ځينې شرطونه سخت او ناوړه وي. ډېر وخت کار ورکوونکي، له محصلينو ګټه اخلي او د تر ټولو لږ مزد څخه هم کمې پیسې ورکوي. ځينې نور بيا پر دوی د کار ازمويښتي دورې ترسره کوي او پیسې نه ورکوي يا بيخي لږ ورکوي. په داسې حالتونو کې په خپل پوهنتون کې د محصلينو له اتحاديې مشوره او مرسته وغواړئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: