تاييد شوې کاپي د يوه سند هغه کاپي ده چې په قانوني او رسمي ډول تاييد شوي وي. قانوني تاييد هغه ټاپه ده چې د يوه اصل سند کاپي په رسمي ډول تاييدوي. په جرمني کې ډېرې ادارې د اصلي سندونو پر ځای د هغو د کاپيانو غوښتنه کوي څو د اصلي سندونو د ورکېدو مخنيوی شوی وي.
تاييد شوې کاپيانې ټاپه کيږي څو وښيي چې له اصلي سند سره جوړې دي. دا نښه د يوې ځانګړې ټاپې (لوګو يا دفتري مهر) او د تاييدوونکي کس د لاسليک په وسيله کيږي. ټاپه بايد د يوه سند په ټولو پاڼو ولګول شي. دا تاييد دا مانا نه لري چې د تاييد شوي سند اصل قانوني او اصلي دی خو دا ښيي چې تاييد شوې کاپي د اصلي سند يوه کاپي ده.
يادونه: د جرمني د ډېرو ادارو مسؤولين د سندو د کاپي تاييد شوې کاپيانې نه مني؛ ځکه بايد اصل هم له ځانه سره ولرئ. د بېلګې په ډول که تاسې له افغانستان څخه تاييد شوې کاپي ولرئ؛ چارواکي به يې په آسانۍ ونه مني.