که د ژوند له ملګري يا ملګرې سره ژوند کول بيخي ناشوني وي؛ دواړه لوريکولای شي يو له بله بېل شي. د دې لپاره چې له بېوخته طلاقه مخنيوی وشي؛ په جرمني د (Trennungsjahr) يا بېلېدلو کال په نامه يو کال شته چې جوړې يې بايد له رسمي بېلېدلو مخکې تېر کړي. د دې قانون له مخې که مېړه او ښځه تېر يو کال يو له بله بېل نه وي پاته شوي؛ نه شي کولای يو له بله طلاق واخلي.
له دې سره سره ځينې استثناوې شته:
- که څوک د خپلې جوړې له ښکاره او پرلهپسې ځورونې سره مخ وي او يا يې مقابل لوری په مياشتو مياشتو له نورو سره اړيکه ولري او يا هم له دواړو لورو يو يې له بل چا نه د اولاد راوړلو په حال کې وي او نه شي کولای يو کال د بېلېدلو لپاره انتظار وکړي؛ کولای شي له يو کال بېل تېرولو وړاندې له يو بله بېل شي.
- که له دواړو لورو يو يې له بېلوالي سره موافق نه وي او د اړيکې د نه خرابۍ لپاره سم دلايل ولري؛ مقابل مېړه يا ښځه بايد د يوه کال پر ځای درې کاله يوازې تېر کړي او وروسته په رسمي ډول سره بېل شي.
له رسمي بېلېدلو وړاندې تاسې بايد ثابته کړئ چې يو (يا درې کاله) مو يوازې تېر کړي دي. د بېلېدلو دا يو يا دې کاله په فزيکي او اقتصادي ډول له بېلوالي سملاسي وروسته پیل کيږي. د بېلګې په ډول چې بانکي اکونټونه مو سره بېل کړئ او نور په يوه اپارتمان کې ژوند ونه وکړئ. که د کور بېلول ناشوني وي او لا هم په يوه کور کې اوسېږئ؛ بايد د خوب کوټې مو سره بېلې وي او يو له بله بېل او خپلواک ژوند وکړئ. که مقابل لوری مو له بېلتون سره موافق نه وي؛ سپارښتنه کيږي چې هغه ته يو ليک (Einschreiben) ولېږئ او په ډاګه کړئ چې تاسې بېلېدل غواړئ او د ليک پوستي رسيد له ځان سره وساتئ.
مهم: تاسې کولای شئ د بېلېدو غوښتنليک د بېلوالي د کال يا کالونو له بشپړېدلو يو څه وړاندې ولېږئ ځکه د محکمې پرېکړه په معمول ډول څو مياشتې وخت نيسي.